افغان راډیو Afghanradio

کله بیلتون کله وصال وي: امرالدین سرحد
دسترګوحال منطق دفکر

مینه د زړه ملنګ د ذکر

له ورا مالوم وي په مین کښې

دځوانی ژوند یا ځنکدن کښې

ګلان دبڼ باغوان سپینږیری

بلبل،غوټئ ته که ورغلی

دا ټول دځوان زړګي محنت دی

سپینږیری ځوان،بلبل عادت دی

کله بیلتون کله وصال وي

چاته ګړئ لکه یوکال وي

داټول تقدیرکښې دي راغلي

دواړونه هرچا لږ څکلي

دنیا دمیني غم لړلې

هم نازولې،ژړیدلې

دچاپه برخه ژوند موسکاشي

دچا خندا مخ په ژړا شي

منطق دژوند مینه همدا ده

ضدو نقیض سره آشنا ده

غوټئ سپړیږي ګل جوړیږي

ژوند دپسرلی تری انځوریږي

مینه کوي دزړه له کومي

ژوند غوړوي غوټئ دمیني

مینه اوبه دژوندون غواړي

څې تنده ماته په دی ویاړي

ټاکل دمینی سرحد،ګران وي

مینه بڅرکی دهرځان وي

خیال یې ساته مینه فطري ده

پرخه رڼه مخ په پسرلي ده

۱۹.۰۵،۲۰۱۲مسکو

ولې دپښتوورځ ؟
ښاغلي- اغلې … ته بلنه: دغه د پشتو ورځې  نمونه د مالوماتو ده تاسې د خپلې خوښې سره بدلولاى او نورته له خپلې خوا لېږلاى شي

ولې دپښتوورځ  ؟

د پښتوورځ يا دېته  ورته  نورو نومونو، پښتنو ته د يوې ورځې پيلولوخوځښتونه له څو کلونو راهيسې  پيل شوي دي. دغه احساس په هغه پښتنو کې ډېر ګړندى ليدل کېږي چې له خپل ګران هېواد څخه بهر ژوند کوي..پښتو ورځ به پښتو ته د خلکو پام را واړوي او د پښتو پرمختګ به ګړندى کړي، د يو بل تر منځ د لا پېژندګلوۍ، مينې او محبت  لامل ګرځي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  پښتانه سره نږدې کوي، ددې ورځ غونډې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د “هومسيکنس” په ډول ناارامي له منځه وړي. له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ   يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هوار وي.  پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي.

ولې  د غبرګولي نهمه ؟

د پښتو ورځ د لاندې لاملونو له مخې ټاکل شوې ده. دا ورځ  په ټوله نړۍ کې رسمي يا د کارکولو ورځ ده، له  کومې بلې ديني ، پښتني، تاريخې ورځې سره برابره نده،  د پښتنو  سيمو د موسمي حالاتو تر اغيز لاندې نه راځي،  د شمېرپوهنې د علم   له مخې دغبرګولي ٩ مه   يا د مۍ  ٢٩ مه  طاق  عددونه  دى  ا وطاق  شمېرې غوره دي . د درينۍ ورځې ته په پښتونخوا کې شروع  وايي چې د پيل مانا لري، او همدرانګه غبرګولى، دريمه مياښت او مۍ ٥ مياشت دواړه طاق عددونه دي.

پښتو ورځ څنګه ياده کړو؟

تر ټولو غوره داده چې پر دغه ورځ تاسې نورو ته  د پښتو ورځې يادونه وکړئ. هڅه وشي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او… د پښتو په ورځ پيل کړي.  ځوانان او پېغلې دې  د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ  کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې، د پښتو په ورځ  اولنومره زدهکوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازوي. د ښځو ګدون ته دې ځانګړى پام وشي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د  نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي.  له  خپلې کورنۍ سره راټول شئ ، يا په خپل کور يا دفتر يا کاروبار ځاى کې ميلمستيا جوړه کړئ ،خپل ګاونډيان  او ملګري راغواړئ  او د پښتو او پښتنو په هکله   په ګډه  څه شريک کړئ.  په کوڅه، کلي، ښار، هېواد او سيمه کې په  هرډول چې  تاسې اوستاسې ملګري  يې غواړئ له  نورو سره غونډې  وکړئ..

پښتوورځ دهرچاده

پښتو ورځ دټولو ده،  په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول  غواړي د خپل مسلک او يا  بل هرې غوښتنې يا کړووړو سره  يې جوړولاى او ترسره کولاى شي، او د خپلې خوښې بلنې ورکولاى شي ،هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي،  ځانګړې  او ټوليزه  توګه يادېدلاى شي. خو اړينه ده چې دغه ورځ دهمدې ورځ  په ٢٤ ساعتو کې له نورو سره يوځاى ياده کړئ.

دپښتوورځ  اداري  جوړښت

پښتو ورځ  هېڅ اداري جوړښت، مشرتابه، استازى  يا د څارنې کوم پلاوى يا ډله نه لري،  ټول مينهوال ددې  ورځې وارثين دي، خو په دې اړه راټول شوي کسان که غواړي  نود غونډې د مشرتابه وياړ يو چاته وربخښلى شي.

دپښتوورځ لګښت

د پښتو ورځ هېڅوک، په هېڅ ډول د موسسې او انجيو په ډول نه شي کارولى او هېڅ داسې پروژه نه شي ترلاسه کولاى چې د هغې موده له يوې ورځې څخه ډېره وي، خو هرڅوک په هرځاى کې کولاى شي چې د پښتو ورځې لپاره چنده يا مرستې راغونډې کړي، او بيا يې  په خپله خوښه د پښتو ورځې په وياړ  يا خو په کومه غونډه يا ميلمستيا ولګوي او يا يې کومې بلې موسسې ته ورکړي. هر څوک چې د پښتو ورځ په هر ډول يادوي، لګښت يې پر خپله غاړه دى ، هر څوک   په هرډول،  له هرځاى څخه ددغې ورځې د يادولو لپاره مالي مرسته ترلاسه کولاى  او  پخپله خوښه  لګولى شي خو   هېڅوک، په هېڅ ډول  داورځ د موسسې او انجيو په ډول نه شي کارولى او هېڅ داسې پروژه نه شي ترلاسه کولاى چې  موده يې  له يوې ورځې څخه ډېره وي.

د نورو مالوماتو لپاره www.pashtowraz.com ، او نورې اړوند، پاڼې، ويبلاګونه وګورئ.

!افغانستان د ۲۰۱۴ څخه وروسته
د افغانستان د سو لې، بیارغونې او کلتور کمیټه د برلین د سوسیال ډیموکراټ ګوند د نړیوال سیاست او سولې د څانګې په ملاتړ تاسو ته بلنه درکوي.

درنو ښاغلو او آغلو!

د افغانستان په اړه خبرې اترې په جرمني او په نورو هغو هېوادونو کې چې د آیساف په میشن کې برخه لري، د هغوی د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي. د دغه هېوادونو خلک غواړي چې د دوی پوځیانو د لس کلنې بې پایلې جګړې څخه وروسته ژر ترژره له افغانستان ووځي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو تعمیراتي واحدونو د شمېر پر بنسټ زیات شوي، خو لا تر اوسه هم ځینې ستونزې شته چې باید پاملرنه ورته وشي. لکه د روزنې د پروګرامونو نه شتون، د پوځي ځواکونو مالي ملاتړ، په پوځ کې د بېلابېلو ټبرونو غیرمتوازن شتون، په ځانګړې توګه ډېرګړی پښتون ټبر چې په پوځي ارګانونو کې په ټیټه کچه تر سترګو کېږي.

په دغه ورکشاپ کې د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه د مدني ټولنې په اغیزمنتیا چې کولای شي «د شخړې وروسته په حالت کې» اغیزمن وي، خبرې کوي. دغه ورکشاپ د غیردولتي ټولنو په ګډون جوړېږي او د امریکې او فرانسې څخه به ځینې نامتو څېړونکې هم ګډون پکې وکړي. دوی به لاندې موضوعات وڅېړي (پروګرام وګورئ):

-         تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بیارغونه

-         د ایساف تر وتلو وروسته د پرمختګ په وړاندې ستونزې او آسانتیاوې

-         د افغاني مدني ټولنو راتلونکی دریځ

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې په دې غونډې کې چې د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰ په برلین کې د ډیموکراسۍ په کور کې جوړېږي ګډون وکړئ.

ځای: Haus der Demokratie und Menschenrechte – Robert-Havemann-Saal

Greifswalder Straße 4, 10405 Berlin

نېټه: د ۲۰۱۲ کال د جون ۳۰ د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماښام تر ۱۸:۰۰

ژبې: آلماني او پښتو د ژباړې سره

د ګډون ونډه(د څکونکو او د غرمې د ډوډۍ په ګډون):

۵ یورو                               د افغانستان د کمیټې د غړو او محصلانو لپاره

۱۰ یورو                            د نورو لپاره

د اداري ملحوظات له کبله له تاسو هیله کېږي چې د خپل ګډون فارم د ۲۰۱۲ کال د جون تر ۱۵ مخکې موږ ته راوستوی، یا هم په لاندې برېښنالیک موږ ته د خپل راتګ پخلی وکړئ.

برېښنالیک: rahimsafi@t-online.de

موږ ستاسو د راتلو په تمه یو!

په درنښت

د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه

ستراتیژیک که تباه لیک تړون؟
۱۲ـ۰۵ـ۲۰۱۲

بســــــــــــــــــــــــــــــمل

دتړون  یاتړونونولاسلیک کول  له یویا څوهېوادونوسره هغه  هم بیاپه ستراتیژیک مفهوم  څه دملنډوچارنه دی.

له هندوستان ، فرانسې ، ایټالیا ، انګلستان، جرمني، استرالیا ، ناروي  او بلجیم سره  د تړونونو لاسلیک کول په دې مانا نه دي، چې  افغانستان  یو ناڅاپه  خپلواک شو اوپخپله  خوښه  دنړۍ له بل هر هېواد سره د تړونونویا معاهدولاسلیک کولوجوګه  شو نه  داسې نه دی.

ستراتیژیک تړونونه  داوږد مهال لپاره وي  او د داسې ملکونو ترمینځ  لاسلیک  کېدای  شي، چې  هم  استقلال ولري او هم یې متساوي الحقوق موقف منل شوی وي .

له بده مرغه، چې  افغانستان  تر یوعالم لغتو لاندې  هېواد دی نه یې اسمان خپل دی نه  ځمکه، نه  یې  دفتر خپل دی نه یې سکرتر ، نه یې وکیل خپل دی نه یې قاضي هغه  اجرایوي  ارګان  خویې سم دم  پردی اوجنګ سالاردی .

ددې ترڅنګ ډېر زیات څه نور هم شته، چې دکابل ټکنۍ اداره دداسې تړونونو دلاسلیک حقوقي وړتیا نه لري .

بل دا، چې دا پاس یاد شوي ملکونه  پخپلو کې  هم یو لړ تاریخي ستونځې او پخوانۍ سختې اونه  هېرېدونکې دښمنۍ  لري نو آیاله  داسې ملکونوسره هغه هم بیاتقریبأ همزمان  ستراتیژیک  تړونونه لاسلیک کېدای شي؟

که تاسو یوازې هغه له ایټالیا سره لاسلیک شوی تړون سم ولولئ نو ښه  ډېر به  پرې وخاندئ .

له  داډول  مسخريي تړونونوڅخه  هدف  یوازې  دا و، چې زموږ  ولس  ته یو څه  تبلغ  شوی وي  څو له  امریکا سره د ستراتیژیک تړون؟؟ په وړاندې شدید غبرګون ونه ښیي .

له امریکا سره ستراتیژیک تړون ته یوازې تباه لیک تړون وېلای شو ځکه چې :

ــ امریکا به ددې تړون  په پلمه  زموږ دپولو، ځمکې او فضأساتنې په ځای په سیمه کې نوراهداف په مخ بوزي .

ــ سیموال او ګاونډیان به دامریکايي کړنو(غوبل) یاداشتونه په موږ پسې جوب ختوي .

ــ امریکايي خاص ځواکونه اواجنټان به یې  یوازې هغه کورنۍ او افراد تر مرۍ نیسي کوم، چې د حق اواستقلال ناره په ستوني کې لري .

ــ که امریکا خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ملاماتې شوه لکه، چې همدااوس داسې ښکاري بیا به دا ستراتیژیک تړون ؟؟ د ډېرانونو په سر دچرګانو په مښوکو کې وګورئ ځکه، چې هسې هم نړیوال اجرایوي  ضمانت نه لري  په توره شپه کې لاسلیک شو په تورو تیارو کې به غیب شي .

ــ چین، روس  او ځینې نوروهېوادونوکه  پخپل مینځ  کې  تړونونه  لاسلیک کړي  دي  هغه  خو کاملأ خپلواک او لاس خلاصي مشران لري  هغوی خپل شرائیط په نورو منلای شي  کله، چې ستاسو مشر د خپل ځان  دجامو واک نه لري ، لس کاله  پوره یې سترګې  په  ژړا تکې سرې کړې  خوچا یې غږ وانه  ورېد، خپل ګران وروریې دخپلو بې مسؤلیتوناندریوله کبله  په بلاوو وخوړاوس سم پوه شو ، چې داځل دده واردی نو تاسو دیوداسې مشر په برمته توب  کې اوس هم  شک لرئ؟

په  دغه  ځوروونکي  اوبې وسه  حالت کې ، چې ښاغلی کرزی قرار لري  زه یې  دنړۍ یوانسان  ته  هم نه  غواړم  او دښاغلي کرزي دنجات  دعا کوم .

دپورتنیودلائیلوله  مخې  ستراتیژیک تړون  یو تباه لیک تړون  بولم  ځکه ، چې دکابل تش په نامه  واکمنه  اداره

په سر کې یې حامد کرزی  دمستقیمو او غیر مستقیموتهدیدونو تر څنګ  دامریکایي  خونړۍ برچې  تر سیوري لاندې لویدیځې میډیااوګڼ  شمېر اجیرانویې  وروسته له  یونیم  کال سر پړسوونکوتبلغاتوڅخه  دستراتیژیک  تړون ؟؟ په  نوم دا تباه لیک تړون  په حامد کرزي باندې لاسلیک کړ.

زه  د حامد کرزي  دفاع نه کوم   هغه به  تاریخ  ته خپل ځواب  پخپله  وايي، زه  دښاغلي کرزي په حال تاثف کوم او  په تکرارسره  لیکم، چې هغه دنړۍ  په مخ  تر ټولوانسانانو  په بد حالت کې قرار لري .

زه دیوافغان په صفت په کرزي  تاو راتاوناتار اوفشار  دزغم وړ نه بولم ښاغلی کرزی  په قفس کې یو حصار مرغه ته  پاته کیږي خو داپه  دې مانانه  ده، چې  هغه ګویامعاف  شو، هغه باید د خپل  تاریخي مسؤلیت  ځواب  پخپله ووایي .

زه یو شمېر دوستانو دې  ته اړېستم څو د ستراتیژیک  تړون  په اړوند څه  ولیکم البته  دیادستراتیژیک تړون ؟؟ په  هکله زمانظر همهغه  پخوانی نظر دی، چې  وېلي مې  و«امریکاله  لاس  تړلولاسلیک غواړي» دادی هغه لوبه  ترسره  شوه  اوباما په  توره شپه کې  په  لاس  تړلي کرزي  د ګیدړې قباله لاسلیک کړه  ما هم  دیوافغان  په  صفت  خپل فردي مسؤلیت  دمختلیفو رسنیو له لارې لا وار دمخه  ادا کړی و.

زه  د ایران، پاکستان  او روسې  دغبرګونونو په مقابل قطب کې قرار لرم  د هغوی  خپلې ګټې دي  زموږ  خپلې  د دغو دریو واړو هېوادونو په  درۍ نیم لسیز شالید کې د دوی  دبدنېتیو انځورونه  له  ورایه  ښکاري .

موږ افغانان  بایدیوازې  دخپل ګران  هېواد او ولس ګټې  په نظرکې ونیسوموږ خامخابایدنړیوال  دوستان ولرو البته  رښتیني دوستان .

دالس کلن  راغلي نابللي  ددوست  په  حیث ځکه  نه  شومنلای، چې  دوی  پخپلونارواچارو د بشر تاریخ کرغېړن کړ  پخپلوملکونو کې نظم، نظام  او اداري  سمون  غښتلی کوي  خو موږ  ته یې دیوسالم نظام  اودیموکراسي  په  نوم  انارشي او بې آبي  راوړه .

آیا کوم سلیم  عقل به  هم چېرې  د روان  اشغالي  دور عام  وژنې  (ژنوساید) دیو بې ګناه  ملـت  په  حق کې عادلانه وبولي؟

له کله  چې  ددیموکراسي  ډنډورې وغربېدې اوموږ  ټول پخپلو سترګو د دې وروستۍ لسیزې ناخوالې، دکرزي له  تش په نامه حکومت سره  موازې حکومتونه، دولس دځورونې لپاره  په دولتي اداروکې فساد ته وده ورکول، دجنګي جنایتکارانونازول او چاغول، دشکمنو په نوم عام وژنې، دیوارنیوم لرونکووسلوکارول ،زموږ دوروڼو قومونو ترمینځ  دنفاق اچول،  په لوی لاس دمقاومت زېږول اوترڅنګ یې دموازي (مصنوعي) مقاومت  را مینځ  ته کول  او ورځ  په ورځ  د خپل ملک اوسیمې جګړیز اوبدترحالت وینو آیا اوس موهم سر نه  دی خلاص چې موږ خپلواک یو که بل واک؟

موږ له تاریخ څخه هیڅ  هم نه زده کووځکه خو  دنړۍ په مخ  تر ټولو ولسونو بدمرغ  لاس اوپښې تړلي خلګ یو.

کوم څوک، چې نن  سبا ګران افغانستان  خپلواک بولي هغوی نه یوازې خپل ځانونه  غولوي، بلکې  اشغالګر هم  پخپل ځان پورې خندوي .

آیاداتاسو یې نه وینئ، چې  د۲۰۰۱ زېږدیزکال د اکتوبر له اوومې مانا دامریکايي یرغل له لمړۍ ورځې تر دا نن ورځې پورې څومره مرمۍ،بمونه او راکټونه  راوورېدل اووریږي؟

څومره کوګلونه یې غلبېل کړل؟

څومره میندې یې بورې کړې؟

څومره زهري او کیمیاوي مواد زموږ د هېواد په  رنګین او ښایسته رخسار وورېدل؟

دکوموسیمو خلګ اوس په ډول  ډول سرطاني ناروغیو اخته  او اخته کیږي؟

څومره ودونه، جنازې او دخوښیو محفلونه له خاورو سره خاورې شول؟

څومره بېګناه  لاروي  دپښتونخواپه لاروکوڅوکې دشکمن په نوم امریکايي بې پیلوټوالوتکوله خپل ژوندڅځه محروم کړل؟

څومره ښوونځي دچا لخواالبته یوازې په پښتون مېشتو سیمو کې وران او کتابونه یې  په وینو رنګ شول ؟

څومره  قومي مشران، دیني عالمان  اومخورکسان  هغه  هم  یوازې  په  پښتون  مېشتوسیموکې  بیاهم لیکم  چې یوازې  په  پښتون  مېشتو سیمو کې په قتل ورسېدل او ولې ورسېدل؟

څومره جګړه مار افغانان  د چا لخوا او دچا دموخو لپاره لېبیا او سورې ته ورسول شول؟

آیا افغانانو خپله جګړه ختمه کړه، چې اوس بیا تر لېبیا او سورې پورې  ورسېدل؟

آیا هغه طالبان ووچې حامدکرزي ویل«پوهېژم وسلوال طالبان  په الوتکوکې  شمال ته نقلیژي»؟

ګرانو خویندو او وروڼو !

راځئ چې لږ خپل کرېوان ته سر ټیټ کړو، راځئ چې لږ د یو اوبل له نابودي څخه کرکه وکړو،  راځئ چې دا نړۍ دانسانانو ګډ کور وبولو او ددې ګډکور دنجات لپاره قرباني په ځان ومنو البته  ترټولو مهمه دا ده، چې له خپله کوره یې پیل کړومانا یو اوبل  ته  ددرناوي له لارې قناعت  ورکړو، په  ملي ګټو  را وڅرخو، د پردیو کټ  تر نیمو شپو وګڼو، پردیو ته  دخپل هېوادوال  کور ور په ګوته نه کړو او نه  د پردیو د خوښولو لپاره  خپلو درنو ته سپک او سپور ووایو.

پردي به  ځي که نن  نه  ووسبا که سبانه وو بله ورځ   یو وخت نه یو وخت به تښتي خو نه زموږ جغرافعوي موقعیت له ځانه سره وړی  شي او نه زموږ نسل  په کامل  ډول محوه کولای  شي بیا به  هم دا موږ او تاسو سره پاته یو.

کېدای شي موږبه هم نه یو خوراتلونکي نسلونه به بیازموږاعمال دتاریخ  په هنداره کې ګوري چې موږ څه کړي دچا لپاره  او ولې مو کړي دي .

هغه وخت  به  په برېښناپاڼوکې  څوک په  بدلونومونو دلیکنو او تبصرو جرئت  نه  شي کولای  ځکه  چې تخنیکي  اسانتیاوې به حتمي پوره شوې وي  دهرچاپته،لیک دود اودلیکنو نورې ځانګړتیاوې به دکمپیوټر کاروونکي پخپله ثابتولای شي لکه  چې اوس هم ځینې اسانتیاوې  شته دي .

په هر صورت له روښانې سبا څخه راګرزم نننیو تورو تیارو ته کومې ، چې موږ  پخپل لاس  په  ځان  راوستې  دي

هغه  داچې په دا ورستیو کې دیوڅو داسې کسانو پر له پسې لیکنې لولم له چا، چې هیڅ وخت  دا توقوع نه کېده له هرڅه بد خویې لاداچې داخدايي خدمتګاران؟؟ په هغه  پروني اشرافیت  پورې  تړلي چپیان  راوختل .

پرون یې زموږ غوږونه  د«مرده بادامپریالیزم  در رائس آن امریکا خون ناشام» په نارو راکاڼه کړي  ووخونن دهغه خون ناشام مزدوري کوي او په  خورا بې شرمي سره یې کوي .

زما نورکار ورسره  نشته  ګیله  مې داده، چې  ای ناځوانو تاسو خو په ۱۳۵۶ل کال کې له  خپلو مرورو ملګروسره پخلاشوي واست  له تاسوخویوڅه توقوع کېده داچې دوخت څپاو داخوا اخوا کړئ هغه به هم درسره ومنم  خو دا هیڅکله  منلای نشم چې ته  دپرون ورځې هر څه پرېږدې او یو دم شست شوی مغزې  شې او بیا سهارماښام دهغه  پروني دښمن( امپریالیزم) . . . تلې!

زه بیا هم هغه  ثابت افغان یم  پخپل نوم لیکنې کوم بې له خدای(ج) څخه دبل چا پروا هم نه لرم  ستاسو نومونه هم نه بربنډوم  زه دهر درانه انسان  درناوی کوم خو دایوشمېرکسانو ته  لږ څه  شرم  په کار دی  په سر کې یې  دوه  تور وېښتان  هم نه  ښکاري  دعمر په  دې ورستیو شپو ورځوکې یې ځانونه  وشرمول  دوی  تبا اوبرباد کړې  د اخدای ناترسه  په  څه لګیاه دي؟

زه د پورتنیو څو تندوجملو له وجې  ډېره ډېره بښنه  غواړم  یوازې  دومره لیکم، چې بنده پخپل وس پړ دی دګران اوپلرني هېواد افغانستان لپاره چې څه کولای شو راځئ  په صداقت سره یې وکړودخپل ملک اوخپلو راتلونکو نسلونو لپاره یې وکړو نه  دپردیو دبقأ او جفا لپاره.

راګرځم اصلي موضوع ته:

موږ دستراتیژیک تړون په مفهوم له  همهغه اوله پوهېدوځکه خومو دا یو نیم کال له  دې مغرضانه تړون سره  ښه مقابله وکړه دمختلیفو رسنیو له لارې مو خپل وجداني مسؤلیت  رفع کړ.

په زړه پورې  خوداوه، چې پخپله دمړي . . .په تخته وبهېدل مانااوبا ماپه داسې منډه اوتوره شپه کې راوځغاست  چې نه خو یې دراتګ ګردونه  چا ولیدل اونه  د تېښتې.

داوباماپه  دومره تېزه منډه هغه  هم  بې له نړیوالو ناظرینواو دیپلوماتانو دیوداسې سند لاسلیک کول   ډول ډول شکونه سړي ته پیدا کوي .

مهمه خو داده، چې  دیاد تړون  د اجرایوي  ژمنتیا مسؤلیت امریکایانو نه  دی په غاړه اخیستی .

دامریکايي لوري  غوښتنې  زموږ ولس ته نه دي روښانه  شوې، هر څه  دڅلورو دیوالونوپه  مینځ کې په لاستړلي  حامدکرزي منل شوي له همدې کبله  هم داستراتیژیک تړون   نه بلکې یو تباه لیک تړون دی.

له سپکوسپکه  خولا دا وه، چې دکابل  یو څو  ډنډورچیانو فورأ پخپل  یرغوي کې  شـرشم  راشنه  او په لویدیځه میډیاکې یې بیامړه غوږونه  شخ  شخ ونیول، وېل دادی نړیوال  قدرت (امریکا)موږ دخپل سیال  په حیث  ومنلو ، دادی  اوباما صاحب موږ ته  راغی له  موږ سره یې ستراتیژیک  تړون  لاسلیک کړ  شکر  دادی  موږ  یې   یو ځل بیا  له  نړیوالو سره سیالان کړو.

دوه  درۍ  ورځې لاتېرې نه وې ،چې  اوبا  ماسیال  میال پارتنر  ماتنر وروښود او په یوه ورځ  یې  د هېواد په  درۍ  څلورو ولایتونو کې زموږ ۲۳ بېګناه افغانان، ښځې او ماشومان  په شهادت ورسول.

ددې غمېزې  غندنه بیاهم دتل په  شان  لمړی ما وکړه هغه  هم دهمدې لوېدېځې مېډیاله لارې  تاسې دتل افغان د برېښنا پاڼې  په مخ  زما غږیز غبرګون اورېدلای شئ .

یـــــــــــــــــــــــــــــوه اړینه یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :

پاس یوڅو مهمې خو نسبتأ مبهمې  جملې لیکل شوې دي مثلأ:

څومره ښوونځي دچا لخواالبته یوازې په پښتون مېشتو سیمو کې وران او کتابونه یې  په وینو رنګ شول ؟

څومره  قومي مشران، دیني عالمان  اومخورکسان  هغه  هم  یوازې  په  پښتون  مېشتوسیموکې  بیاهم لیکم  چې یوازې  په  پښتون  مېشتو سیمو کې په قتل ورسېدل او ولې ورسېدل؟

څومره جګړه مار افغانان  د چا لخوا او دچا دموخو لپاره لېبیا او سورې ته ورسول شول؟

آیا هغه طالبان ووچې حامدکرزي ویل«پوهېژم وسلوال طالبان په الوتکوکې شمال ته نقلیژي»؟

داهغه  مهم  څه  دي، چې موږ باید د دې له مخې رښتینی  وسلوال مقاومت  له  مصنوعي او موازې مقاومت څخه بېل کړو.

دپوښتنې اوحیرانتیا ځای  خو لا دا دی، چې دغزني په پښتون مېشتوسیمو کې پښتانه  له زده کړو او حکومتي ماموریت  څخه منع کیږي خوهزاره ګان  بیابرعکس دجاغوریوپه  ولسوالي کې هم  پرانستي ښوونځي لري اوهم یې دولتي مامورین  آزاد  آن  په بایسکلونو چکر وهي  راوهي .

اوس نو که ووایو، چې طالبان  پښتانه  دي او یا پښتانه طالبان  دي نو آیا دپورتنۍ قضې  په  مرسته نشو کولای  وپوهېږو چې پښتانه څوک او څوک دطالب په جامو کې ورسره دښمني کوي؟

واضع خبره ده، چې دافغانستان دملا(تیر)ماناپښتون قام دتباهي لپاره نړۍ خور امپریالیزم دطالب په جامه کې طالب دښمن او پښتون دښمن  عناصر روزلي او دا څو کاله کیږي، چې پښتانه  پرې ځپي .

دخپلې لیکنې  په  وروستۍ برخه کې  دې  ته  راځم، چې  امریکازموږ په  سیمه کې خپلوموخو ته  د رسېدو لپاره یوه اوږده او پلان  شوې جګړه  په  پام کې لري .

امریکابه  ستراتیژیک  تړون  ته ورته  په لسګونونورې   پرپړې  هم  داخوا اخواکړي  خو زموږ  په  خیر به یوه هم نه وي  ځکه  پخپلوسترګو یې  دادی  وینو، چې دوی په دومره پراخ  حضورتر اوسه پورې ونه  شو کړای  آمن  تامین کړي نو که یوازې څارګر او قوماندو ځواکونه یې پاته شي څه توره به وکړي ؟

بس یوازې  آزادي خواهان به دترهګرو په نوم وژني  .

دا دی په کونړ بیا له هغې خوا راکټونه  راپرېوزي  اوس خو دې ددې تباه لیک تړون له مخې ځواب ورکړي که نه؟

دا پردي دي دا پردی دي دوی به نه زموږ پولې وساتي، نه فضأ او نه کورنی امنیت .

وګورئ  افغانان  په  رڼاورځ  حتا په  پلازمېنه کابل کې  هم مسؤنیت نه لري دادی  دطالبانودمهال  دلوړو زده کړو وزیر ارسلارحماني  چې په اصطلاح  دکرزي دسولې  عالي شورأ یومهم غړی هم  و په رڼا ورځ دنږدې ۱۵۰۰۰۰ یو لک اوپنځوسو زرو ناټوخېلو په  حضورکې ووژل  شو ولې او چا وواژه ناټو خېل سم پرې پوهیږي لنډه یې دا، چې دافغانستان دسولې مولې قطر متر  ډرامې هسې عوام فرېبي ده اوبس .

درنو لوستونکو!

مالایوکال مخکې دتش په نا مه ستراتیژیک تړون په وړاندې په لیکلي اوغږیز ډول غبرګونونه ښودلي وو تاسویې دلاندنیولینکونو په مرسته لیدلای  او اورېدلای شئ:

له آزادي  او  بي بي سي  راديوګانو  سره زما نظریات د دې کرښې په کښېباسلوسره واورئ

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18320

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15924

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16960

ښا غلی صدیق طو فا ني
ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږ دهیوادپه ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یوپیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی . دی دپښتو او دري ژبو دهغونوښتګرو،مخکښواونامتو لیکوالانو او شاعرانو څخه دی، چې دده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم،انساني ،اجتماعي ، ملي او ادبي تصورات اوافکار په ډیره خوږه ،سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي.د ده په شعرونو کې  هنري ښکلا،خیالونه،سمبولونه،  تصویرونه او انځورونه ،تشبیهات ، کنایات،  پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په ډیر رنګین اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي .

د مینې آرماني

زه د مینې آرماني یم، وصلتونه راته  راکه

د تودې غیږې حرم کې، شنه خوبونه راته راکه

ما د زهد په زندان کې، د ځوانۍ  عمر ایرې کړ

دا تقوا راځنې واخله، ګناهونه راته راکه

ستا دمست ښایست له زوره، د حیا غرونه چپه شول

دا شرقي حجب ایرې که، هوسونه راته  راکه

یخ وهلی تن مې تود که، د سرو  شونډو په سکروټو

ټول غمونه مې لوګی که، سره  اورونه  راته  راکه

بت شکن غرور مې ګوره، ستا  ښایست ته په سجده شو

عبادت ته مې لږ  ځیر شه، ثوابونه راته  راکه

پرې  چې ووینځم نظر مې، ستا  دسترګو سمندر کې

خړو خاورو  نه  مې جګ که  منزلونه  راته  راکه

یه حسینه ساقي راشه، چې جامونه  سره  جګ کړو

له   توبو مې توبه وکړه، نور هوډونه راته  راکه

په جامونو  نه  ماتیږي، دا زما  دوزخي  تنده

زه  د ټول  عمر خمار یم،  دریابونه راته  راکه

چا  ته  ونیسم په لاس کې،  د زخمي  زړه  د آرمان ګل

یه  د سوي باغ  ملیاره، بهارونه  راته راکه

دا کوچنی  زړګی  مې ګوره، چې  د لویو غمو کور شو

عشقه ته  راسره  یار شه طاقتونه  راته  راکه

مسکو (۲۳/دلو/۱۳۶۲)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

هېر

کلونه وشول چې دې نه وینمه

غزل د سترګو دې لوستلای نه شم

نور مې دا ستړی سرګردانه نظر

- دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی -

ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .

نور مې دسترګو د ګودر په غاړه

ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري

نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو

- په دې شګلنو بې بهاره تالو-

ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري

نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم

نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې

داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم

دګلورینو خاطرو له باغه ،

د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .

زما او ستا هغه اورینه مینه

چې ځلېدله، بلېدله مدام

هغه د تورو ماښامونوډیوه

- لکه د شپو په زړه کې بله شمه –

چې سوزیدله، خندیدله مدام

اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري

اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .

خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې

یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی

یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .

یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .

المان (نومبر- ۲۰۰۰)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

دمینې تړون

بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه

ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده

بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن

د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .

کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه

کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي

کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته

کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي .

اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې

هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه

هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې

هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .

چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه

چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده

ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم

ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .

ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته

د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم

ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو

د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .

ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې

د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم

ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار

د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .

ماویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه

ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه

ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر

د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .

خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه

ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه

ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل

ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .

ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې

ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل

د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه

د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .

چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې

ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله

ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل

ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .

خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي

ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه

ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې

تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .

مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه

د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم

له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې

د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .

خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه

یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم

د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي

د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم .

دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ

د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه

د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې

د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه .

آلمان (جنوري – ۲۰۰۱)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود

راشه پسرليه

راشه پسرليه ، دغوټيو له باران سره

سېل  د رنګ او بوى سره دمشكو له كاروان سره

راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

باد ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي .

ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى

مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي

خير كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو لارې مو په اوښكو ، پريمينځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي

زړه د تروږميو كې مو ستوري ځلولي دي

زموږ كلي ته لمر راوله! راشه پسرليه

بيرته يې پخلا كه، د عمرو مرور راوله .

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رګونو كې سا وچه ده

راشه چې غوټيو په سرووينو كې لمبلي دي

دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي

كرښې دقسمت يې په لمبو راته ليكلي دي

بس دى د اورونو ، دسوځونو كتاب واړوه

بس دى پسرليه، دغمونو كتاب واړوه .

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري

څا څكو دشبنمو كې ځلا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې  موسكا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ويښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي .

راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي

راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي

بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي

غر په ګلو پټ شي په كمر ګلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا

پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.

راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره

راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره

راشه بيا روښانه كه دمينې دمزلونو لار

راشه د ليلي زړه كې وفا دمجنون وكره

راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې كه

راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وكره

راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله

ساندې ترانې كه ، وزرماتى بلبل راوله .

تركې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي

پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بيا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي

پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي

زيب يې د پيكيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه

سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه .

بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي

بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي

بيا به په رنګينو ګلو، ښكلي وربلونه شي

بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بيا به دكابل لمنه ډكه په ګلونه شي

بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.

تا كه پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې

تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته

تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې

تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره

تا كه زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو كې

ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو كې .

١٩٩٩/٢٠/ آلمان ،   ٢

شاعر:صدیق کاوون طوفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود

د ژوند څلورم دور
لیکوال: تاج رحيم

د ژوند سفر خو د هغه وخت نه شروع شي چې ماشوم دے دنيا ته د خپل راتلو خبر، په يوه خوږه غوندے چغه ورکړي ـ خو دا ورته معلوم نه وي چې د سفر اغاز اوشو ـ او چې څه وخت زنکد ن ورباندې راشي نو هم يا پوهيږي نه، يا ئې يقين نه راځي چي په هغه به، بې تپوسه دا مرحله هم راځي ـ د دغې مرحلې يا تجربې حا ل درته نشم وئيلې ځکه چې د عزرائيل صيب سره مې لا ملاقات نه دے شوے ـ او څه وخت که دا ملاقات اوشو نو هغه به مې ليکلو ته پرے نه ږدي ـ په ما خو څه داسې تادي نشته ولې په عزرائيل صيب به ضرور وي ـ

د دنيا آبادي چې ډيره شوے ده ـ او خداے خو بس د زان پشان يکي يو عزرائيل پيدا کړے دے ـ دَ دے راز نه به خداے پخپله خبر وي چې دودرے ئې ولې نه دي پيدا کړي ـ زۀ په دے راز لږ ډير پوهه يم خو چاته ئې ذکر ځکه نه کؤم چې د ملانو د فتوؤ نه يريږم ـ چې دا د هغوئ حقوق دي او دَ خداے د ټولو ارادو خبر ساتل، پکې رد و بدل کول او د هغه راز، راز سا تل، يا افشا کول، زما غوندے سړې چې د جومات د مدرسې مخ ئې نه وي کتلې، په هيڅ جوړ دا حق نه لري چې د دے راز نه خبر شم چې يو واحد عزرائيل ئي ولې پيدا کړے دے ـ او بيا زۀ څه حيثيت لرم چې د دے راز افشا کؤلو دعوا اوکړم ـ او که دا جراَت مې اوکړو نو د کفر دا فتوے د څه د پاره دي ـ

دَ دنيا په ټولو انتظامي امور کې يو مشر وي، دوه يا درے نه وي ـ لکه د يو رياست مشر يو وي ـ که هغه دا مشري په وراثت کې موندې وي نو بادشاه دے ـ که په زور ئې اخستې وي نو ډکټيټر دے ـ که په چالاکۍ ئې د اولس په ووټونو په مشرۍ قابض شوے وي نو صدر دے ـ وائې چه مخکې وختونو کې به بادشاه د خداے د ډډے مقرر کيدلو خو هغې کې خرابې دا راغلو چې هغه بادشاهان د خدائې دعويدار شو ـ نو د خداے زان سره بل دعويدار خوښ نه شو نوبيا ئې پيغمبري جاري کړه ـ پيغمبران ډير ښه بنديان وۀ نو اولس ورته غوږ نه ايښودو ـ ډير ئې پکې سولئ ته پورته کړل، کنې ژوند ئې ورله په عذاب کې اچولې وه ـ نو خداے پيغمبري هم بند کړه ـ دغه نظام ئې ختم کړو ـ او اولس کې ئې هغو ته اختيار ورکړو چې څوک په خپل زور، يا هوښيارتيا يا په دهوکه او چالاکۍ اولس قابو کولې شي هغه دِ زان مشر کړي او کوم نوم ئې زان

له خوښ وي په زان دے ئې کيږدي ـ په يوه تيره زمانه کې به د رياست مشر خليفه بللې شو ـ خو خليفه به د ملانو په خوښه د رياست مشر کيدے شو ـ بيا په ورو ورو ملان په ډيرو مذهبونو، فرقو، جوماتونو او خداے خبر په څه څه کې تقسيم شول نو نه خليفه پاتې شو، نه خلافت ـ بس بې حسابه ملان د خلافت په ارمان پاتې شول ـ اوس شپه ورځ د فتؤو د تشو کارتوسو په ډزو زان ستړے کوي او د خلکو د خندا شوي دي ـ

د عزرائيل صيب دا محکمه ډيره لويه محکمه ده ـ محکمه څه ده زان له يوه لويه بادشاهي ده ـ هر قسم مخلوق پکې بي حسابه ملازم دے ـ د انسان نظر ډير محدود دے ـ د عزرائيل ټوله بادشاهي په سترګو نشي ليدے نو ګنړي چې دا ټول مرګونه عزرائيل يوازے په خپل لاس کوي ـ لکه چې خبره مشهور ده چې زرداري صيب او اولس مشر کرزئې صيب د اولس نه پيسه راټولوي او په خپل بنکونو کې ئې جمع کوي ـ د اولس نه پيسه را ټولول او بيا بنکونو کې جمع کول، داسې اسان کار خو نه دے چي زرداري صيب يا کرزئې صيب، شپه ورځ په دے مشقت لګيا دي ـ هغه زان له قلاره په شاهي تخت ناست دي ـ منړے خوري، او خاندي چې خلک ئې دا سپين سپين ښکلي او مضبوط غاښونو ته ګوري او هر سړے او ښځه خپل زان په دغې تخت د ليدو په ارمان د لوډ شډنګ په ژوند کې ژوندے ناست ساتي ـ هغوئې د اولس دولت په خپل بنکونو کې د حفاظت د پاره، بلا وزيران، ممبران، سرکاري افسران، لوے واړه سرکاري ملازمان، او د پارتۍ کارکنان په دے کار لګولي دي ـ خلک دومره جاهل دے چې د هغو نامه ئې هسې بدنامه کړے ده چې دا ټول د مشقت په کار هغه لګيا دي ـ هم په دے رنګ عزرائيل هسې وچ په وچه بدنام دے چې د هر چا ساه د ده په قابو کې دے ـ لکه چي خداے د پيدائيش محکمه زان څښه پريښې ده او د مرګ دا بد نامه او نا خوښې محکمې دا بادشاهي ئې عزرائيل ته بښلې ده ـ عزرائيل خو بادشاه دے ـ د خپلې بادشاهۍ په تخت ناست دے ـ د خلکو مرۍ خپه کولو پسې خو منډے نه وهي ـ دا لوے لوے بادشاهۍ ، لکه چې مخکې روس وه، د هغه نه ونشوه نو چارج ئې امريکې ته او د هغه ټولګي نيټو ته او بښلو ـ په پښتون اولس باندے ئې د پاکستان او افغان فؤځيان، سره د وزګار طاِلبانو، په دے دنده اخته کړل ـ پښتون قام هم په خپل مرګ ښه خوشاله دي ـ چې څوک مړ شي نو وائې شهيد شو ـ نيغ ئې جنت ته او ليږي او بل خوا ورله د شپې په تياره کې د نورو غازيانو د پيدائيش انتظا م برابر کړي ـ روسيانو ورباندے څه لس کاله خپل وس اوکړو ـ اصلحه ئې خلاصه شوه خو د افغانستان په آبادئ کي هيڅ کمې رانغې ـ روسيا ن لاړل نو عزرائيل، مجاهيد ينو ته حکم ورکړو ـ چې په آبادي کې کمې پکار دے ـ خداے هم دے بربنډو لغړو ته په رزق ورکولو ستړے شوے دے ـ خو مجاهد په خپلو کې لګيا شو ـ نو دوئې ئې هم د ملازمت نه برخاست کړل او دا فرض ئې ملانو طالبانو ته وسپارلو ـ ملانو طالبانو چرے ښځې نه وے ليدلې ـ د مينې ژبه ورله نه ورتله نو چوکې او کانړے ئې ورپسې د خپلې مينې د اظهار د پاره را واخستل ـ د دوئې تجربه هم د عزرائيل په عدالت کې نا منظورشوه ـ او د افغانستان او پښتنو آبادے کمولو ټيکه امريکې او د هغه نيټو والو ته ورکړے شوه ـ دوئې

ورباندے د تيرو لسو کالو، د

طالبانو په مرسته لګيا دي چې آبادے ئې لږ کم شي ـ ولې د خداے د پيدا ئيش محکمه ، د عزرائيل د بادشاهۍ نه زياته تکړ ه ده

د عزرائيل عليه السلام مشيران د زړے زمانې ښکاري ـ کنې ورله به ئې صلاح ورکړے وه چي خداے ته عرض اوکړي چې د پيدائيش دا محکمه دِے پريږدي او چا کمزوري غوندے فرښتې له دِ ورکړي ـ نو د افغانستان او پاکستان آبادي به په يو څو ورځو شپو کې ځاے له راشي ـ او د پخواونې زمانې پشان به د عزرائيل په بادشاهۍ کار سپک شي ـ چې څوک به د ژوند په څلورم دور کې داخل شو يعنې بوډا به شو نو کټ به ئې اونيولو ـ څه موده به ټوخيدو او هاے هاے به ئې کول نو که د عزرائيل چوړے به په کوڅه تيريدو نو دَ يرے به د دے سړي ساه ختلې وه ـ

دلته زما په وطن، کينيډا کې، د اويا اتيا کالو عمر والو ته څوک بوډا نه وائې، سينير ورته وائې ـ دا سينيرز، دومره زړه ور دي چې د اوياؤ اتياؤ کالو عمر ته اورسي خو زان ورته ځلمې ښکاري ـ په غت غټ پنشنونو اوسي، غاښونه ئې روغ رموټ وي ـ ملا ئې ټيټه نه وي ـ جامې ئې خيرنې نه وي ـ غټ غټ ګاډي ورسره وي ـ واړه ګاډي ځلمي ساتي چې پټرول کم خورې ـ په ژمي کې فلوريډا ته، ايروزونا ته، هوائي ته او کيوبا ته، جهازونه د دے مشرانو نه ډک وي ـ د ځامنو لونړو سره يو ځاے اوسيدل نه خوښوي چې په اولاد باندے زان نه بوج کوي ـ لکه د مرغو ازاد ژوند غواړي ـ څه وخت او چرته ئې زړه غواړي په سيل ځي ـ چرته جِم ته لاړ شه اوګوره نو دا بوډاګان ځلمې به په ورزش لګيا او وينې ـ هغه ورځ په جم کې د يو سره په ګپ شؤم نو راله ئې دعوت راکړو چې صبا زما د پيدائيش ورځ ده ـ ډيره د درزے دروزے پارټي به وي ـ او يو څو ښا ئيسته پيغلو له مې هم دعوت ورکړے دے ـ زاړه شراب مې راټول کړي دي، سکو به او ګډيږو به ـ ډير خوند به اوکړي ـ دا ځل زما د ژوند ډيره سپيشل ورځ ده ” ـ ما ترنه تپوس اوکړو چې د پيدائيش ورځ سپيشل وي خو دا ځل پکې څه سپيشل دي ؟ ـ هغه ماته او وئيل چې ګيس که زما به څو عمر وې ؟ ما هغه ته کته بره اوکتل ـ زان ته مې اوکتل ـ ما وے بوډا لا ځلمې دے ـ زما نه مشر خو نه ښکاري ـ ورله مې جواب ورکړو -“ اويا کاله ! ” ـ هغه په ټق ټق اوخند ل ـ بيا ئې خله زما غوږ ته نزدے کړه او په رو غوندے ئې او وئيل ـ“ صبا به زۀ د سلو کالو شم ” ـ

زۀ هم د يو پنځه کالو نه د سينيرز کلب ممبر يم ـ په دے ټولو مزو مې سر دے ـ کله کله راته زړه وائي چې هسې دے عمرپه کارونو او پيسو ګټلو برباد کړو ـ پنځه کاله ولې، پنځوس کاله مخکې ولې سينئير شوے نه ني يم ـ دومره په انتظار ولې ناست ؤم ـ

زۀ چې د پنځه شپږو کالو هلکې ؤم نو د کلي مشرانو نه مې اوريدل چي د افغانستان خلک تر لوے عمر پورے ژوندي او ښه صحتونه لري ـ نو سوچ کؤم چي اوس

!دستراتېريک تړون لاسليک دماشومانولوبه نه وه
حبيب لله غمخور

د۲۰۱۲ ز کال دمی ۹

ددې ليکنې موخه داده چي په هرکچه زموږ دولتي چارواکي دافغانستان دسياسي ،اقتصادي ،کلتوري اونړيوالو اړېکو په هکله څرگندونې دملي مسوليت په چوکاټ کښي وکړي اودنړيوالو اړېکواومناسباتوپه ډگر کښي دافغانستان تاريخي موقف اوتيرسوی نړيوال اعتبارته زيان ونه رسويپه ورستيو لسيزوکښي افغانستان نه يوازي دجگړې او وسلې داستعمال اوآزموينې ډگر گرځېدلی ،زموږدوگاونډيو هيوادو(ايران اوپاکستان )اودسيمې يوشمير نوروهيوادو کوښښ کړئ دافغانستان نړيوال اعتبار اووياړنوته زيان ورسېږي اودې موخې ته درسېدولپاره ئي متاسفانه له افغانانو استفاده کړې . موږ دټولوناخوالواوپه خپل هيواد کښي دضعيف دولتونو اوحکومتونوشاهدان يواودامنو چې زموږ دخاوري تاريخي دښمنان پردې توانېدلي چي داتاريخي هيواد دخپلو گټوترلاسه کېدودسياليو داور په لمبو کښي لولپه کړي ،ودان افغانستان په کنډواله بدل کړي،غيرتی ولس دومره خوار اوزليل کړی چي نورئې دستوني نه دفرياد چېغه نه وزي .

داسي نوري ناخوالي چي کتابونه اومجلې په ډکي دي زموږ دولس په نصيب سوی اومتاسفانه دالړئ به لاترډيره دوام ومومي .يو پښتو متل دی چي وايي ((خوارکړئ که خداي يې دابې غيرته کړئ چايې؟) ځکه خوبه داخبره هغوته چي دخپلو گټوپه خاطر ددې قرارادادپه وړاندي دافغان پوسله اوياخپله دمخالفت ږغ پورته کوي دقيق جواب وی چي همدا تاسو موږ مجبورکړوچي نه يوازي له امريکا بلکې دنړۍ دنوروغښتلو هيوادوسره ورته تړوون لاسليک کړوترڅوافغانستان دپاکستان ،ايران دبنسټپالونوکرانوله منگلونجات ومومی.

ددې لپاره چي رانه اوږده نشي اساسي خبره داده چي دپردې شاته تر اتلس مياشتو گوياچنه وهلووروسته  دواړي خواوي افغانستان اوامريکا پردې بريالي سول چي دروان کال دمی دمياشتي په لمړۍ ورځ دستراتیژیکو همکاریو په سندچي له  ۲۰۱۴ م کال وروسته د دواړوو هیوادونو ترمنځ هر اړخيزي اړیکې رانغاړي د افغانستان او امریکا دولسمشرانو ښاغلیو کرزي او اوبارک اوباما لخواپه کابل کې لاسليک شو.

داچي ددې قرارداد دارزونې په هکله څه ډول اوڅومره يودبل سره مخالف نظرونه سته اوس ئې زه نه څېړم ،دادهرچاحق دی چي له خپلې ديگاه نه ئي ارزونه وکړي .

خودالمر غوندي روښانه ده چې ددې سند لاسليک په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر دافغان روڼ اندواووهغوچي دپاکستان اوايران دلاسوهنونه ستړي سويو په چاپېريال کښي  دمختليفو عيني دلايلو له مخې دزيات استقبال وړ وگرځېد.

ددې سند تر لاسليک کېدو وروسته ښاغلي کرزی صاحب هم دډله ايزورسنيو له استازوسره په مخامخ خبروکښي ددې قرارداددلاسليک په هکله په تفصيل ډيري خبري وکړي اودخبروموخه ئي داه ترڅوڅرگنده کړي چي يوتاريخي کارئې سرته رسوی اولويه بريائي ترلاسه کړېده .

هغه دخپلو څرگندونوپه يوه برخه کښي وويل :

((پدې قراردادکښي امریکا ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به تر لسوکلونو پوري له افغانستان سره د اقتصادي اواجتماعي پرمختګ، امنیت، موسساتواو دسیمه ییزې همکارۍ په برخوکې مرسته .

د افغان اوامريكا ستراتيژيک تړون له لاسليک وروسته افغانستان د امريکا په يوه اصلي متحد بدل شوى او هغه ټول امتيازات به تر لاسه کوي چې د امريکا متحدان يې لري.))

دقانونی معمول سره سم  دمی پر اومه دمشرانو جرګې هم د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند سره لدې چي دمی پر ۸  دښاغلي سپنتاداخبره تایید کړه چې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس څخه غوښتي چې د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون د تصویبېدو مخه ونیسي تصویب کړ .

ددې سندپه اړوند دروسيې په گډون يوشمير هيوادونو خپلې اندېښنې چي هغه هم زموږ دهيواد خپلواکي تر سيوري لاندي راولي څرگندې کړې .پاکستان اوايران خپل غبرگون هم دواسکټ رالېږلوپه بڼه اوهم په تهران کښي دافغانستان سفارت دټولوديپلوماتيکو نورمونواو اوصولوخلاف دمحاصرې په بڼه څرگند کړ،ولي ددې ترڅنگ ئې داځل بيادتير پشان دايراني اخوندانوسفير اونورواړونده چارواکوتر ديپلوماتيکي کمبلې پښې ډير اوږدې وغځولې اوموږ ته ئې زموږ په هيوادکښي گوته څنډه نه پيل کړه .چې دهمدي دليل له مخې زموږ دپارلمان غوښتنه داسول چي دايران نوی رالېږل سوی چي په افغانستان کښي بده اوافغان دښمنه سابقه لري ژر ترژره له افغانستان څخه وباسي .

اميد چي ښاغلی کرزی داجرآت وکړاي سي اودبهرنيو چارووزارت له لاري نوموړی سفير په ۲۴ ساعتونوکښي له افغانستان څخه وشړي .

د ایران اخوندي رژیم دافغانستان په وړاندي له خپلوگټواوپدې هيوادکښي دخپلو لاسوهنواومداخلونه لاس نه اخلي،

په دوام داره توگه داسلامي اوژبنی اړېکوترنامه لاندی خپلې منحوسي گټې پالي . د ترهګروروزلو،وسلوالې جګړې لپاره افغانستان ته رالېږلواوپه افغانستان  کښي دمېشتو قومونوتر منځ بېلتون او مذهبي تعصب په خپرولوکې نه يوازي په افغانستان بلکې په سيمه کښي دنړيوالودنفرت لامل گرځېدلي دي .

پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه له خپلې ستراتیژۍ څخه نه دی تېر شوی نه دی اوپه خپل ټول قوت تلاښ کوی دافغانستان په برخليک ټاکلو کښي له دوي سره مشوره وسي اودافغان ولس دملي گټوپه پيمانه ددوي لعنتي گټې په نظرکي ونيول سي .

سره لدې چي ښاغلي کرزی په تکرار داخبره کړې چي افغانستان به دگاونډيانواويابل کوم هيوادپرخلاف استعمال نسي اودجمهوري رياست امنيتی چارو صلاح کار ښاغلي سپنتادمی پر څلرمه او اتمه هم داڅرگنده کړه : ((له هغو ظلمونو سره سره چې ګاونډيانوپه تېرو دېرشو کلونوکې پر افغانانوکړي دي،دهغوى اندېښنې له ناچارۍ له امريکا سره په ستراتيژيک سند کې په پام کې نيول شوي دي.))

ښاغلي  رنګين دادفر سپنتا وويل، د دولتي بنسټونو ويجاړېدل، د اردو له منځه تلل، دسياسي ګوندونو په خپلوکې ښکېلېدل،دطالبانو رامنځته کېدل، د خلکو عام وژنه او نور ډېر شيان د همدغو ګاونډيو له امله شوي دي؛ خو له دې سره سره له ناچارۍ د هغوى اندېښنې په ستراتيژيک تړون کې په پام کې نيول شوې دي. ۴ می تاند

موږ نه پوهيږوچي ولي دا هيوادونه ځانته داحق ورکوی چي موږته لارښودنې وکړي اوپه ټوله بې شرمۍ اوسپين سترگۍ زموږپه کورنيوچاروکي داسي مداخله وکړي چي دنړيوالي ديپلوماسی په تاريخ کښي بېلگه نشې موندل کېداي ،هغه دچاخبره ددوي زړه غواړي چي(( افغانان ددوي په اجازه اوهدايت ډوډۍ وخوري.))

زماداپورته لنډه څرگندونه ددې خبري پخلۍ کوي چي زموږ گاونډيان اويوشمير هيوادونه هيڅکله نه غواړي چي موږ ارام  اوسوکاله ژوند ولرو اوياپه خپلواکه بڼه دنړۍ دمختليفو هيوادوسره دخپلو ملي گټوپر بنياد نړۍ والي اړېکې ټينگې کړو،ياله دوي سره مختلف قراردادونه اومعاهدې لاسليک کړو.

متاسفانه دمی پر اومه يوځل بيادناټوځواکونوپه حملوکې لږترلږه ۲۵ ملکیان ووژل شول ،اوښاغلي کرزی دملکي تلفاتو په وړاندې دخپلې غوسې دڅرګندونوپه موخه د ناټو اوامریکايي ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا سفیر نن ارګ ته وروبللي وه  اودملکي تلفاتو په اړه یې د خپل حکومت ژور خپګان څرګندکړ .بې بې سي

زموږ ټول هيوادوال دبهرنيوځواکونودپوځی عملياتوپه لړکښي دخپلوملکي هيوادوالودوژنې اوزخمی کېدودافغانستان پر کلیو بمبارۍسره په هيڅ نوم نشي پخلاکېداي،ددې تلفاتواوزيان پړه پر بهرنيوځواکونواوهمدا ډول افغان دولت اچوی .ددې ترڅنگ ددولت  مخالفين هم پدې کلک ملامت بولی چي دملکي خلکواوهغوي له کورونونه دخپلو عملياتوپه وخت کښي دسپر استفاده کوي ترڅودغه ډول نفرتونه راوزېږوي .

ښاغلي کرزي دناټودعمومي قومندان اود امریکا ته سفیرته وویل چې افغانستان له امریکا سره دستراتیژیکو همکاریو سند په دې دلیل لاسلیک کړ چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د افغانانو ژوند خوندي شي .که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکه همکاري مانا او مفهوم له لاسه ورکوي.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل چې شخصاً دی ددغو پېښو مسؤولیت په غاړه اخلي او له جدي پلټنو وروسته به ډېر ژر خپل راپور د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړي. ډاډيره ښه خبره ده چي له دوي نه بايد دتفصيل اوراپورغوښتنه وشي ترڅودخپل سری مخه نيول شوې.

مگر دغيرتی ولس دسيالانو اوپياوړتياددښمنانو دپورته په گوته سووبربنډو دلاسوهنواومداخلوترڅنگ ديوې غمگينې پېښي ترپېښېدو وروسته دکرزی صاحب داډول څرگندونه چي ((ستراتېريکي همکاری معنا نلري)) بېله دې چي دملک اعتبار اونړيوال حيثيت ته پاملرنه وکړي دبهرنيو هيوادونوپه وړاندي اودهغوي سره په راتلونکي کښي دمختليفو قرارداددونولاسليک تر اغېزې لاندي راولي .

دافغانستان اومريکاتر منځ دقراردادژمنې ترډيره بريده تر ۲۰۱۴ کال وروسته پلې کيږي اوکه ديولړمسائيلو په هکله اوس امريکا ژمنه اخيستې وي نوداسي ژردهغه قراردادچي خپله ښاغلي کرزی هغه دافغانستان په اړوندحياتي اوتاريخي بولي اودافغانستان گټې پکښي رانغاړي بې معنا اعلانول يوڅه جدي ديپلوماسی نده .

ددې پر ځاي اړينه وه اوده چي دايران پاکستان اودهغوي ترملاتړلاندي په هکله علمی اوعملي گټوره ديپلوماسي جوړه اوپلې سوې واي ،ترڅودغوهيوادو دتيرپشان ځانته داحق ورکړئ نه واي چي موږته زموږ په هيوادکښي دامرپه بڼه لارښودنې وکړي .په تيرو رژيمو کشي هم همدا گاونډيان وه اوهمدا دښمني ئي پالل خوپدې پيمانه ئي ځانته داجرات نسو ورکولاي لکه اوس.

موږ ته اوس ددوي دکلونو،کلونومداخلو اوخپلو لاسپوڅوروزولوله برکته راپېښه ده ؛له دې پېښي په ټول مهارت بايد خپل ولس ته نجات ورکړوترڅوددې لپاره امکانات برابرشي چي دپوځی مرستې پرځاي افغانستان دملکي (اقتصادي ،علمی ،تخنيکی اونورومرستو) ډگروگرځي .

که چيري زموږ دولتی مشرتابه هره ورځ پرخپل سرديوه قرادادپه لغوه کولوسره مقابل لوری ډاروی،فکرنه کوم چي په راتلونکي کښي دي،ددې حکومت اودولتي مشرتابه په شتون کښي کوم هيواد دافغانستان سره کوم مهم قرارداد لاسليک کړي .زماله نظره پدې نازېدل چي گويا امريکا،اروپا،جاپان،چين ،روسيه،کاناډا، اونورهيوادونه افغانستان ته محتاج دي يوبې اساسه اوبې بنياده غروردی اودافغان دښمنولخوا دافغانانوپه منځ کښي پدې موخه چي موږ له نړيوالي ټولنې نه ليري وساتي راروحيه تبليغېږي .

افغانستان دنړۍ ترټولوشاته پاته هيواد دۍ ،موږ نړيوالوگټورواقتصادي،سياسي،علمي اوپوځی اړيکو اومرستوته جدي اړتيا لرو،زموږ اقتصاد بايد پر پښو ودرېږي له مصرف کونکي هيوادنه بايد په توليدونکي بدل شو.

پدې هيوادکښي ترفلسطين راوروسته دبشريت په تاريخ کي اوږده جگړه ياانسان وژنه روانه ده. زموږ دولس غوڅ اکثريت  ډوډۍ نلري اودوي ورته وايي پلواوکلچې  ولي نه خورې ؟ نړۍ دعلم ،تخنيک او اقتصاد په ډگرکښي پر مخ روانه ده،خوموږ   ته وايي دجگړې ،وژنې او ورانۍ دميدان قهرمان همدا ته ئې اوددې رسالت سرته رسولوته دوام ورکړه . نورښوونځۍ جوړوی خوزموږ ئي دورانۍ قهرمانان يواوبياځانونه افغانان اوپه افغانستان مين هم بولي .نور ماشومان روزي خوزموږ په هيوادکښي مسمومېږي اوياتېزاب پرشيندل کيږي. نوردنړيوالو هراخيزواړېکوټينگېدواوملي ټېکاولپاره شپه او ورځ دټولوديپلوماتيکو چينلواولاروچارونه استفاده کوي،خوپه موږکي په خرپ داتبليغ روان دی چي پر يوازي سرترهر  چاښه يواوچاته احتياج نلرې .

زماپه نظردهيوادپدي حساسواوبرخليک ټاکونکوشبوکښي دافغانستان هرچارواکی دعام ولس داحسا ساتود راپار ولوحق اوصلاحيت نلري .سياسي سوداگردې، ددې لپاره چي په همدې وران او ويجاړافغا نستان کي دنيويارک په دود ژوند وکړي اودجمعې شپه ئي په ډوبۍ کښي دمعشوقوپه غېږکي تيره شي په جدي بڼه دافغان ولس دراپارونې اوپر پاکو احساساتوله سوداگری نه ډډه وکړي .ترټولومهمه  اوزموږ لپاره حياتي داده چي زموږ ځوان نسل ددې نطاقانو، سياسي، دولتي اومذهبی سوداگروافغان دښمنه تبليغاتواوغوړوعدوترتاثير لاندي رانسي .وطن مورده اودموردرناوی ترهرڅه زيات ديوه صالح اولاد دنده بلل کيږي . ومن الله التوفيق

دافغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون او دګاونډیو هیوادونو اندیښنی
دامریکا ولس مشر د روان لمریزکال د غوایي په (۱۲مه ) نېټه د سې شنبې په شپه افغانستان ولس مشر حامد کرزی سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. دافغانستان ولس مشر حامر کرزی زیاته کړه دغه ډول نور سندونه به هم په راتلونکی کې دنورو هیوادونو سره هم لاسلیک کړي.

سوال دا پیداکیږي چې دافغانستان دولت ولی په دی اړ شوچې دغه ډول تړونونه د غربي هیوادونو سره لاسلیک کړي؟

څنګه چې مونږ ټول افغانان په دی ښه پوهیږو دا فغانستان په وزارتخانو او پارلمان کې دبهرنیو هیوادونو روزل شوي غړي د خپلی خاوری سره خیانت او د بهرنیو هیوادونو په ګټه کار کوي.ددوی لپاره بهرنی هیوادونه یو خاصه بودیجه او اداره لري چې

له بده مرغه دافغانستان دولت څخه يې دا توانمدي اخیستی چې یو سالم او پاک خپلواک نظام رامنځ ته کړي.

دغه زورواکو عناصرو زمونږ ګران ټاټوبۍ افغانستان نړۍ ته د یو مافیای رژیم په توګه ورپیژندلی دی.

دغسی تړونونه به ډیر زر ددغو وطن دښمن عناصرو دکار مخه ونسي.

هم دغه اندیښنه ده چې دوي یې په دی اړ کړل چې دافغانستان دولت ته په مستقیمه توګه ګواښ وکړي.

په دغه ستراتیژیک تړون کې داسې یوه ماده هم نشته چې د افغانستان خاوره به دنورو هیوادونو پر ضد استفاده کیږي.

خو! که چیری یو هیواد دافغانشتان په خاوره تیرۍ وکړي نو په مقابل کې به افغانستان خپل عکس العمل ښئ او د امریکا او دهغوي متحدیان به دافغانستان دسرحداتو څخه دفاع کوي.ا مریکا او د امریکا متحدین به دافغانستان ملي اردو او ملي پولیس روزي او په جدیدو وسایلو به یی سمبالوي.

دخپل حق غوښتنه، دخپل ځان او ناموس دفاع کولو اجازه مونږته زمونږ مقدس دین اسلام راکړی.

نه یواځې په اسلام کې بلکی په هر مذهب او قانون کې دځان او خپلو حقوقو څخه د دفاع کولو اجازه شته.

دایران سفیر ابوالفضل ظهره وند یو افغان لوړپورو چارواکي ته ویلی دي چې دغه سترتیژیک تړون باید لاسلیک نه شي که چیری افغانستان دولت دغه ستراتیژیک تړون امضآ کړو نو په ایران کې میشت دری میلونه افغان کډوال به افغانستان ته راواستوي.

دایران دا اولځل نه دی چې دافغانستان په داخلی چاروکې لاسوهنه کوي .دوي تیر وختوکې هم دغه ډول مستقیمی او غیر مستقیمی لاسوهنی کړي دي.

نه یواځې ایران په دغه تړون خپل ګواښ او خفګان ښکاره کړی دی بلکی نورو ګاونډیو هیوادونوهم خپلی اندیښنی څرګندی کړي دي.لا تر مخه تاجګستان په خپلو رسمی وینا وکې ویلی دي افغانستان یو یرغل شوی هیواد دی.

دتاجکستان پټی نظامي لاسوهنی تر ډیره حده هم افشا شوي دي.

له بلی پلوه که پاکستان په ظاهره چپ دی خو په دی باور لرو چې هغی هم خپل پټ پلانونه په کار اچولي دي.

او ډیر زر به دامعلومه شي چې ددغه ستراتیژیک تړون په مقابل کې څه عکس العمل ښئ.

راځو دی ته چې دایران دغه ګواښ دافغانستان لپاره څومره خطراو ګټه لري.

ترټولو دمخه باید دافغانستان دولت په خپلو خارجي پالسیو کې مثبت بدلونونه راوړي. دافغانستان ملي حاکمیت او خپلواکې په نظر کې ونیول شي او یو داسی خارجي پالسي جوړه شي چې د افغانستان خپلواکي پکې ثابته شي.

له بلی پلوه امریکا باید ددغه ستراتیژیک تړون په اساس چې مالي همکارۍ په نوم مادی پکې ځائ شوي دي دهم دغو مادو په بنسټ دایران څخه دافغانانو دراستنیدو لپاره یوه خاصه بودیجه او پلان جوړکړي.

دبهرني هیوادونو څخه دافغانانو راستنیدل د افغانستان په ګټه دي.

دغه پلان او بودیجه نه یواځی دهغو افغانانو لپاره وي کوم چې په ایران کې وسيږي بلکی هغه ټول افغانان چې په پاکستان ،تاجکستان،ازبکستان او نورو نیزدی او لرو هیوادونو کې د مهاجرت سختی شپی سبا کوي باید د یوقانون په چوکاټ کې دخاص پلان په اساس خپل هیواد ته په راستنیدو مجبور ګړي.

داسمه ده چې په اول کې به د یو څه سختو سره مخ شي خو ډیر زر به دافغانستان خپلواکې ته تقویت وروبخښي.

زه په دی اند یم که چیری په افغانستان کې یو سالم او شفاف نظام رامنځته شي نو هر څوک کولای شي چې خپل حق له قاتیلینو، جنسي تجاوزګرانو، اختطافکونکو، رشفتخورو او قاچقبرانو څخه واخلي او دوي ملي او بین المللی محاکمی ته وړاندی کړي او دخپلو کړو سزا وویني.

زه په ټولو افغانانو ورونو او خویندو ږغ کوم چې دیو شفاف نظام لپاره يو غږ او یو موټۍ شئ.

ای د افغانستان ننګیالو سرلوړو ،شمله ورو سپینګیرو مخورو مشرانو همزولو او کشرانو راځئ چې په ګډه سره ددغه ډول خارجي او داخلي لاسوهنی په کلکه وغندو او په مقابل کې یې خپل عکس العمل وښایو.

خپله دغه مبارزه په سوله امیزه ډول مخکې یوسو.

زه ټولو دولتي او غیر دولتي لوړ پورو چارواکو او په خاصه توګه د معلمینو او محصلینو څخه هیله کوم چې ددغه ډول بیرونی ګواښ په مقابل کې په سوله امیزه توګه خپله ناخوښي ښکاره کړي او که چيری بهرنی هیوادونه سرزورۍ څخه کار اخلی نو بیا ورته غاښ ماتونکی جواب ورکړي

لیکوال: سمیع الله صدیق کاموال

ډا کتر داود میرکی: توري پیسي

!!!يو ئې په شهادت رسوي بل ئې دشخصيتونوتروريست بولي
حبيب الله غمخور

د۲۰۱۲ زکال می ۶

زمادالنډه ليکنه دگران افغانستان ټولوشاه زلموژورنالستانواودډله ايزورسنيو کارکونکوته ډالۍ ده کوم چي له هوانه تربمونولاندي اودمځکې له لوري تر راکټونواومرميولاندي کامره پراوږه مايک اوقلم پلاس افغان ولس ته دورپېښو ناخوالوانځوربرابروي اودوي پرې خبروي .داژورنالستان دي چې دافغانستان هري سيمې اودنړۍ گوټ ،گوټ  ته سفرکوي اودافغان زروېدلي اوپه ځولسيزوکښي دقدرت پر سرجگړه کښي دکړېدلي ولس ږغ دنړيوالوترغوږو رسوي .وياړپدې سرښندونکوژورنالستانو! پدې هيله چي د اطلاعات او کلتور وزیر ښاغلی سید مخدوم رهین مې دشخيتونودترورپه ترورتورن نکړي .

تيره شپه مي په ملي تلويزون کښي دښاغلي سید مخدوم رهین دهغې وينا يوڅوټکو نظر ځانته واړاوه کوم چي دمطبوعاتو دازادی دنړيوالي ورځې په کنفرانس کښي ئې کوله .

ښاغلي رهين له رسنيونه وغوښتل ((با درنظر داشت معيارهاي مسلكي فعاليت های رسانه يي شانرا به پیش ببرند و از تهمت زدن به افراد و اشخاص كه نوع ترور شخصيت است و به حيثیت شخص لطمه  وارد ميكند، بپرهیزند. ))

ترکومه ځايه چي زموږ دولتي مشرتابه په يوه ژبه چي دبهرنيانولپاره دژباونکوزده ده خبري کوي اړينه ئي بولم پښتوته ئې داڅرگندونې راوژباړم .

ښاغلي وزير وايي.دمسلکي معيارونوپر بنيادبايد رسنۍ خپل فعاليت پرمخ بوزي اوپر يوچاتور اوتهمت لگول چي دشخصيت دتروريوه بڼه ده اوديوچا شخصيت ته زيان رسېږي ډډه وکړئ .

اول به راسو ددې خبري تفصيل ته ،بلې که برناحقه يوژورنالست دخپلې خېټې نه په يوچاپسي تبلېغات کوي داتهمت اوديوچا شخصيت ته زيان رسول دي ،چي رهين صاحب ئي دترورپه نوم نوموي .خوکه دغه شخص چي زموږ جگپوړي چارواکي نه غواړي دهغوي په نارواکړنوملت خبرشي په هکله ددولتي اسنادوپر بنياد په ډله ايزه رسنيوکښي کوم خبر نشرېږي اوياکومه تبصره کيږې دې ته څوک دشخصيت توهين نسي ويلاي .

دبېلگې په توگه کله چي له ادارې فساد سره د مبارزې د څارنې د عالي ادارې مشر ښاغلي عزیز الله لودین دکرزي دکابینې په یوه غړي تورن محمد اسماعیل باندي چي اوس داوبواوبرېښنا وزيردی د پراخ مالي فساد تور ولګاوه اوتيره اونۍ ئې دډله ايزورسنيو په وړاندي ټولې نړۍ ته اعلان وکړ چي د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان په یوه قضیه کې شاوخوا اویا ملیونه امریکايي ډالر اختلاس کړی دی.

سره له دې چي پدې ټول پوهېږوچې ښاغلی کرزی دنوروملحظواتوله مخې نه غواړي تورن اسماعيل خفه کړې په همدې خاطرئي هم  هغه بېله استحقاقه چي داردويو افسردي داوبواوبرېښناوزير په توگه وټاکه .

ځکه خودپردې شاته ښاغلی کرزی دښاغلي لودين څخه کلک خفه دی چي دده بېله اجازې ئي له هغه ديگ نه سرپوښ پورته کړکوم چي ښاغلي کرزی ،دشمالي ټلوالي او دايراني اخوندانوپه گډون نه غوښتل چې داکاروسی .

خولودين صاحب چي اوس په بهرکي شې سباکوي وايي : ((د تحقیقاتي ګروپ په هرات کې تر څو میاشتو تحقیقاتو وروسته ثابته کړې چې اسماعیل خان، د هرات د وخت ښاروال او د اسماعیل خان میرمنې د اویا ملیونه ډالرو په اختلاس کې لاس لاره او لاسوندونه ورسره پراته دي.))

سره له دې چې دلته په بهرکې هراتي اوسېدونکې هم دتوراسماعيل ددې ډول درغليو پخلی کوي ،نوکه دامسله په ډله ايزورسنيو کې سپړل کيږي اوياورباندي بحث کيږي ،دلته ددې بېچاره ژورناليست گناه څه ده ؟؟؟

داسي کسان ډير پخوادعام ولس په ذهنيتونوکښي مړه دي ،که درهين صاحب اصطلاح ديوې شيبې لپاره وکاروونوبه ووايو ((چي داکساندير پخوادملت لخواترورسوی دي))  اوس ئي ښاغلي رهين راژوندي کوي اوددوي ته دعام ولس دگوتنيونې په وړاندي دابېچاره ژورنالستان قرباني کوي اودتروريست شخصيتها نوم ورباندي ايږدي .

ايادکابل بانک پېښه ،دکابل هوايي ډگر ته څېرمه دځمو ترثېټه لاندي کول ،ددولتي ملکيتونوغاصب ،په ولاياتوکي دهمدې دولتي چارواکو دکورنيودړوندانو لخوا دانجوگانو،پرورژو،رشوتونو،داحمدزي صاحب خبره دچهارشنبې په ورځ ډوبۍ اونوروهيوادوته دعياشئ په خاطر سفرونه ،داچي خپله کرزی ئې  منې وايي دولت اودولتي چارواکي تر سړموپه فسادکي غرق دي،ياداچي وزيران اويا خپلواک رئيسان دپارلمان غونډي ته راغوښتل کيږي ،تر څو وکيلان له دوي نه باج واخلي ،خو تر څو گړيو بې بنياده اوبې گټې بحثونو وروسته چي لاله پخوا عام ولس پري پوهيږي دوباره خپلو دندو سرته ترسولودوام ته لېږل کېږي  .

اويادهغووزيرانولخوا چي دپيسو،لکسومېلمستياواودرنو پاکټونوترلاسه کولونه وروسته دپارلمان داعتمادرايه ترلاسه کوي  دلاسوندونوخپرول چې دچارواکو نه خوښېږي دژورنالستانو کناه ده ؟؟؟

داچي له کرزی صاحب نيولې پرټولودولتي چارواکو او د هغه پر حکومت له کلونو راهیسي د نړیوالې ټولنې له لوري په مالي فساد کې د ډوبیدا تورونه په ډنړيوالوډله ايزورسنيو کې سپړل کيړي، دا چې په ځینو برخوکښي یو شمیربهرنيو هيوادونود یوې مودې لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو د ځنډولو ګواښونه کړي،داټول ددې بېچاره ژورنالستانواوزموږددله ايزورسنيوگناه ده؟؟؟

ژورناليزم مقدس مسلک دی دوي دخداي (ج)اوافغان ولس په وړاندي اسلامي ،تاريخي اوملي مسؤليت لري چي په ټوله ايماندۍ، صداقت اوپاکۍ سره بايددخپل ولس له هراړخيزوگټونه دفاع وکړي اوله هغه افغان دښمنه څېرونه ده ريا،سياسي اوسلامی سوداگرۍ تور پېڅول پورته کړي کوم چي ترهغه لاندي دملت وينې ځبېښي.زموږ دهيواد داغيرتی ولس اووياړلی تاريخ به داشهيدان اوداکسان چي ددولتي چارواکولخوادخپلو گټودساتلوپه موخه دشخصيتونودتروريست په نامه له کاره گوښه کيږي اوياپه شهادت رسېږي هيڅکله هير نکړي.

زما له نظره هغه افهات چي يوتلوزيون ئي ديو سند په توگه نشروي .کېداي سي کومه ورځپاڼه همدغه خبر دشايعاتواويا خلک څه وايي په نوم خپور کړي ،خو ژورناليست بايد دخلکو عينی اوحقيقي ارزوگاني اوغوښتنې منعکسې کړي .

زه نه غواړم ليکنه اوږده کړم دغه چي دجگپوړچارواکو خواپرې  بدېږي اويادوي خپله ددولتي امکاناتونه په استفادې سره هغه ژورنالست چي ناخبره ئې ددۀ گټوته گوته وروړې وي اويائې دافغان ولس په وړاندي دده ځيرکانه درغلی راسپړلي وي ،لمرغوندي روښانه ده چي سرئي خوړلۍ اوپداسي نامه په شهادت رسېدلی چي قاتل ئې تراوسه نه دۍ پيداسوی .زه دداسي ژورنالستانونوم لړ دلته ځکه نه ليکم ،ډارېږم چي دکوم يوه نوم رانه پاته نشي،ځکه ماته ټول دافغان ولس بچيان دی اوزه پرې پوهيږم چي په کوم مهارت ئي پرخوله دچوپتيا مهرونه لگېږي! اوپردغومهرونوبيادمطبوعاتودازادی نوم ليکی.

زموږپه باورهغه دولتي چارواکي،جنگسالار،پاټکسالاردايران اوپاکستان اويابل هيواددظالمانه گټوساتونکی په معنوي لحاظ ډير پخوادافغان ولس په ذهنيتونوکي دولسی محکمې په حکم مړه دی .داچي اوس زموږ دډله ايزورسنيو داخواراوبې چاره ژورنالستان کوم څه راسپړي داددې مړوسواورټل سوودتروراوشخصيت ته زيان لامل نسي گرځېداي ،هغه څوک چي ملت ځيني ناراض اوناخوښه وي هغه شخصيت ته تردې نورزيان څوک نسي رسولاي.

هيله منديو دايوڅودگوتوپه شمار ژورنالستان دقلابی (دروغجنو) شخصيتونودترورپه توردمطبوعاتودازادۍ ترشعاراونوم لاندي په هغوجرمونوتورن نشي کوم چي دقدرت خاوندان ئي ليوال دي.

دوهمه خبره چي ماغوښتل لنډه تبصره پرې وکړم هغه دښاغلي رهين صاحب دابله خبره ده چي وئې ويل((دراين اواخر وزارت اطلاعات و فرهنگ طرح را به رياست جمهوري فرستاده و ازآن مقام خواسته است تا به خبرنگارانی که در حال انجام وظيفه به شهادت ميرسند  به خانواده آنها کمک لازم جهت رفاه خانواده شان صورت گیرد .))

دده په وينا هغه ژورنالستان چي دکارپه وخت کښي ژوند له لاسه ورکړی ددولتي مالي مرستونه برخمن کېداي  شي،يعنې دکورنۍ پاتې کسان ئې تريوې مودې پوري دمالي ستونزوسره مخامخ نسي .

داډير ښه وړانديز دی اميد چي ښاغلی کرزئ ئې دجنگسالارودشورانه تر نظر اخيستلوپوري ونه ځنډوي. داخبره مې ځکه وکړه چي ښاغلی کرزی هغه وخت چي دده گټه پکښې وي اويادکوم جنگسالارگټوته زيان رسېږي نوئي دفتر اعلان وکړي چي دجهادي مشرانوسره پدې هکله ژوري خبري وشی اودهغوي دنظر اوپرېکړې په هکله به ډير ژرتاسوخبر سئ ،خوداژر هيڅکله هم ژرنسو اوڅوک هم ددوي په نظرونواوڅرگندونو تراوسه خبرنسو.

خبره داده چي موږ دښاغلي رهين دتفصيلي خبرونه داسي پوه سوچي يوشمير ژورنالستان دشخصي مسائيلو پر بنياد په شهادت رسېدلې دکارپه وخت کي ندي مړه سوي،دپخوانيو شهيدوژورناليستانوپه وړاندي داډول تعبير عادلانه اوحقوقی نه بولم.

زماپه عقيده يوژورنالست لکه يوډاکتر دژوندپه هره شېبه کښي بايد دملت په چوپړکښي وي،هغه داتو ساعتونودکاردحکم تابع نه دی .ځکه خوله ډاکتر اوژورناليست نه هرچاغوښتنه داده چي ددوي دمسلکي پوهې پر بنياد له دوي سره مرسته وکړي. دبېلگې په توگه يوډاکترهم په دولتي روغتون کي کارکوي اوهم کېداي سي دشپې ناوخته ئې يوڅوک دکوردروازه وروټکوي اوکورپردوازه کي ناروگ ورته کښېږدي چي وئي گوري اوياغوښتنه ترېنه وکړي چي ورسره ولاژسي اومرسته ورسره وکړي .همدا ډول له ژورناليست نه ددولتي ادارو غوشتنه ده چي دهغوي دمزې مطابق کاروکړي اوهم ددولت مخالفين دډله ايزورسنيونه غواړي هغه څه خپاره کړي چي دوي ئي غواړي.هغه يومتل دی وايي ((لويه خدايه ددې دوخدايانوپه منځ کښي حيران يم چاته سجده وکړم )) زموږ دهيواد دډله ايزورسنيوکارکونکی هم حيران پاته دي دچاخبره ومني اوچاپه خوښه نشرات وکړي. که په دواړوخواکښي دکوم چاگټوته زيان ورسېد نوژورناليست بياسمدواره  په مرگ محکوم دي.

پدې شاوخوايوه لسيزه کښي داسي ډيري بلگي ليدل سوی چي ژورناليست اويادمسائيلو څېړونکۍ که دولتي چارواکي ته گوته نسي اويادکوم زورواک له نامشروق گټونه پرده پورته کوي نودهغوي لخواپه مرگ محکوم سوی اودناپېژاندو کسانولخواپه شهادت رسېږي .دغه وخت کښي ښاغلي رهين غوندي کسان ممکن دغه وژنه داسي تعبير کړي چي داشخصی خصومت وو،پداسي حال کښي چي حقيقت بل ډول دی اودوي هم پرې پوره پوهيړي خورښتيانه وايي .خوکه ددولت دمخالفينو دگټوپه وړاندي کوم حرکت وکړي سمدواره په کفرمتهم ،جاسوس ،نه پوهيږم استخدام سوی عجيب اوغريب نوم ورباندي کښېږ دي اوپه شهادت ئي ورسوی .

متاسفانه باوري نه يم چي داطلاعاتو اوکلتوروزارت داوړانديز دي ددې بېچاره کسانودکورنيودلاس نيوی په موخه ومنل سي ،که چيري بياهم داسي وسول وړانديزمي دادی چي ژورناليست په وړاندړي دوظيفي اوله وظيفې نه بهرخبري پاټک جوړنسي .

هر هغه ژورناليست چي په شهادت رسېږي بيله استثنادهغه دکورنۍ له پاته کسانوسره دې ترډېرې مودې پوري دولتي مرسته وشي .

داسي تحليل هم سته چي نه يوازي افغان زورواکي اوژرواکي بلکې زمور دهيواد بهرنې دمنان په ځانگړې توگه ټولوته شناخته گاونډيان ،ايران اوپاکستان دخپلو سياسي اومذهبي موله مخې دڅولسيزوراپدې خواپه افغانستان کښي ژور لاس لري اودوي هم خپلې لاسوهنې نه پټوي ،په ځغرده وايي چي موږ دافغانستان په ټول اداري سيټم کښي چتر هرچابرلاسي يو .نوپداسي شراياېطوکښي ديوه عادي ژوخرناليست کومه گناهه ده .بلې دوي زموږ دهيواد په ډله ايزو رسنيو کښې دژور تاثير لپاره دخپلو ټولو امکاناتونه استفاده کوي ځکه دوي ددي وسيلې په گټور تاثير تر ټولوښه پوهېږي .

په همدې خاطرخو دبيات تلوېزيون يوخبر نگار ترننه ورک دی ،ځکه دايران پر خلاف ئې په  يو پروگرام کښي خبري وکړې.

اويا خودهغو افغان سينماگرانو یو فلم چي په ايران کښي ئي دافغان  کډوالو په ځانگړې توگه ماشومانودژوند په هکله جوړکړې وو، کله چي یې تير کال  دکابل ښارداستقلال ليسې دکنفرانسونو په تالارکښي  ننداري ته وړاندي کاوه ،سره له دې چي دنندارې لپاره پر ټولو نندارچيانو ټکټونه پلورل سوی وه ،دايران دسفارت په يوه تليفون دا هر څه له خاوروسره خاوري سول اوټولوته وويل سول چي فلم دايراني چارواکو دهدايت له مخې نندارې ته نسي وړاندي کېدلاي ،ايادلته هم زموږدډله ايزرو رسنيو دعادي اوبېچاره کارمندان اوژورناليستان ملامت ول ؟اويائې دافغان ايراني اخوندانودظالمانه اوبې شرمانه دوستۍ دکوم شخصيت دترورلوازم برابر کړه ؟

دامنم چې بهرنی هيوادونه اوپه ځانگړې توگه گاونډيان دهغه جملې نه  پاکستان اوايران تر هرچا وړاندي زموږ په ډله ايزورسنيولکه ددولت د لوړي کچي په چارواکوکښي دغوښن ،مطین ځاي اوموقف ساتلو لپاره له خپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي،ځکه دوي ترموږ زيات ددي دولتي څلورمې قوې (مطبوعات )په ارزښت او تاثيراتو ډير ښه پوهېږي .

دالمر غوندي روښانه ده چي دوي غواړي اوددې لپاره دخپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي چې زموږدهيوادپه ډله ايزورسنيو کښې غوښن ځاي ولري اوزموږ غريب ژورناليستان ددوي داقتصادي او سياسي ورټېښو ستونزونه په استفادې سره  دخپلو گټو په موخه استخدام کړي .

دافغانستان دملي امنيت اداره ملي دنده لري چي دډله ايزورسنيو کارکونکې لکه نور دولتي کارماندان تر خپلې جدي ،قانوني څاراوچطر لاندي وساتي،ترڅوزموږ دهيواد کورنی اوبهرني غليماناوڅارگرې ادارې دخپلو موخو ترلاسه کولو لپاره  پر دې بريالي نشي چي هغوي دخپلو گټوپه موخه استعمال کړي .

ددې ملي غميزي اونړيوالي لاس وهنې دمخنيوي په موخه لازمه ده چي دولت دډله ايزورسنيو داقتصادي او سياسي حمايې په موخه يوځانگړې قانون ولري، ترڅوزموږدولس دښمنان ونسي کولاي زموږ دډله ايزورسنيو کارکونکي داقتصادي اوسياسي ناشونتيااوتنگدستۍ له امله دخپلو افغان دښمنو گټوپه موخه استعمال او استتخدام کړي .

دولتي اړونده ادارې  ملي مکلفيت لري چې دخپلو ډله ايزورسنيو اودهغوي دکارمندانودحمايې اوله بهرنيو څارگروله  استخدام څخه دهغوي دساتنې په موخه ددي سکټورله اړوندانوسره ډيري مالي او مادي  مرستي وکړي ،تر څو هغوي ځانونه ددې هيوادديوې پياوړي اومنلې قووې دکارکونکوپه توگه احساس کړي  .

دولت مکلفيت لري چي دژورنالستانو دکار،بېکارۍ اوژوند دبېمې په هکله جدي فکر وکړي اوپدې هکله هر څومره چي ژر کېږي دډله ايزورسنيودکارمندانو او اړوندانولپاره دقانوني حمايې امکانات برابر کړي .

دډله ايزو رسنيودکارکوونکو په ځانگړې توگه  ژورناليستانودبېکاری اوکله ناکله دکومي مؤسسې دچارواکو لخواديوه ژورناليست دبېکاري په هکله قانوني حمايه  اوضمانت اړين دي .

داډيره مهمه ده چې دډله ايزو رسنيو مشرتابه اوژورناليستان سره جلا سي،ځکه يوژورناليست يوڅه ليکي خو دډله ايزي رسنۍ دمشرتابه اوتحرير هيئت دبورډ لخوادخپرېدو صلاحيت ئې دهمدې رسنې له ځانگړې مشرتابه سره دي .کله ناکله دغه مشرتابه هم دخپلو هغو موخولپاره چي هغه به اقتصادي اوياسياسي وي پر خپلو کارکونکوهغه څه منې کوم چي دته گټور وي اوياکوم چا دنده ورسپارلې وي .

دبېلگې په توگه زه پدې  باوريم چي زموږ دډله ايزرسنيو ټول کار کونکي پدې پوهېږي چي دبازرگان په عوض دسواداگر کليمه اونوم عام اوټولوته دفهم وړ دی ،خودعيني شواهيدو له مخي دايران اخوندان زموږ په ډله ايزورسنېوکښي دخپلو ټولوکرغېړنوامکاناتونه  په استفادې سره ان په ملي تلويزيون کښي هم دبازرگان ، دانشگاه اودانشکدې،پزشک او داسي نوروبېگانه اوپرخپل سرجوړ سوی  ايراني اصطلاحات استعما لوي. داپداسي حال کښي چي موږ په دری ژبه دبازرگان لپاره دسوداگر يا تاجر اصطلاح لرو،له پښتو اصطلاح نه ئې ځکه تېږېږم چي دايران نوکران يوځل بياخداي بخښلي محمدگل  خان مومند له خاوروراونه باسي .

حقيقت دادئ چې ددرې ژبې داستعمال په رېښه کښي دبازرگان کليمه تر ۲۰۰۱ زکال پوري چانه پېژندل،خواوس دايراني اخوندانوپه هدايت په ډيروتلوېزيونې خپرونواوچاپي رسنيو کښ دمعينو پيسو دترلاسه کولوپه مقابل کښي زموږ ډله ايزي رسنۍ دخپلې مورنۍ (دري) ژبې په وړاندي هڅول کيږي .

دشرم خبره خوداده چي ايراني اخواندان دري ژبې پر خلاف دخپلو کرغېړنو کړودسپيناوي لپاره له افغانانو نه استفاده کوي اوزموږ په ډله ايزو رسنيو کښي په رښتياسره داسي جملې او اصطلاحات استعماليږي چي دهمدېايراني اخوندانو ندخوښئ  لامل گرځی اوددې ملي افتخاراتواوفرهنگی وياړنوپر خلاف کړنو په مقابل کښي دوي په ډيره بې شرمۍ سره   دايراني اخوندانولخوا ځانگړې  پيسي تر لاسه کوي .

ولې پدې بايد هر افغان پوه وي چي ددرې ژبې دفارسې کېدوپه موخه تلاښونه له يوې خوا له دري ژبې سره ملي خيات دئ اوله بلې خوادايرانی فرهنگي دپياوړتيالپاره دهڅو روښانه بېلگه ده .

ددې ترڅنگ په تکرارويم چي دملت په وړاندي مړواوبيگانه کسانودرسواکېدوپه موخه دابېچاره ژورنالستان اوډله ايزي رسنۍ دتروريست په تورمه تورنوئ .ومن الله التوفيق