ډاکټر لمر

ما تېره اونۍ يوه ليکنه ګڼشمېر برېښنا پاڼو ته واستوله، خو يو شمېربرېښناپاڼو خپره کړه، مګر نورو افغاني نومو برېښناپاڼو د قيد ټاپه پرې ولګوله. د يو شمېر برېښناپاڼو چلونکي خو په سيمه ييز يا قومي ذهنيت کې لاهو دي او يو شمېر نور بيا په خامو مغزونو د پخو ګامونو خيالونه په سر کې ګرځوي، نو ګيله هم نه ترې کېږي، مګر نغوته بيا هغه برېښنايي پاڼو ته کېږي، چې ګواکې چلونکي يې د خپلو دولتي ژورنالیستيکي هلوځلو تر څنګ د خپلو شخصي برېښناپاڼو سره اماتوري اکټونه کوي، خو زه اړ يم د افغانستان د ستونزو، ګواښونو او نا اهلو چارواکو د پټو دسيسو او بربنډو څېرو په اړه معلومات خپلو خلکو ته وړاندې کړم.

په دې ورځو کې مې د تاند په برېښناپاڼه کې د ښاغلي عبدالرشيد دوستم په اړه ګڼشمېر معلومات ولوستل، چې ګواکې د طالبانو د محوه کولو لپاره يې د ۲۰۰۰۰ (شلو زرو) تنو ځواک تيار کړی دی، چې طالبان له شمال ولايتونو، د کونړ له سيمې او د هلمند له ولايته تری تام کړي، چې دغه خبرونه ډېر زړه بوږنونکې انګازې په فکرونو کې رامنځ ته کوي او د افغانستان د زړو پرهارونو د نويو زخمونو نوې زمينې رامنځ ته کوي.

ښاغلي جنرال صيب حبيب الله جلالزي هم په زغره د جنرال عبدالرشيد دوستم ننګه په خپله يوه تبصره کړې ده او ليکي، چې ګواکې: جنرال دوستم څه چې وايي، ريښتيا وايي او په عمل کې يې ثابته کړې او ثابتوي يې. دومره به ووايم، چې همدا دوستم به وي، چې نظام ته به د ملا تيراو تکيا په شان طاقت ورکوي. او همدا دوستم به وي، چې اشرف غني ته به وفادار پاتې شي. دا زما شخصي عقيده ده د دوستم په هکله.

لومړی به جنرال صيب ته ياده کړم، چې دوستم دمرحوم ډاکټر نجيب الله احمدزي په واکمني کې دوستم شو او ۵۳ فرقه يې ورته جوړه کړه. لوژيستيکي، نظامي او روزنيز اکمالات يې د ښاغلي شهنواز تڼي د وزارت په موده کې پيل شول، چې تر ټولو نوي والګا موټرونه، نوې وسلې او عصري نظامي نقلي وسيلې به د دوستم په اختيار کې ورکول کېدل، چې د دوستم نظامي، اقتصادي او سازماني ملاتړ د دې سبب شو، چې د کندهار، پکتيا، پغمان او کابل غميزې يې وزېږولې او بيا يې په کابل کې د ګلم جم لقب تر لاسه کړ.

جنرال صيب ياده کړې چې دوستم به ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وفادار پاتې شي، مګر د افغان ولس ذهن دومره هم نه دی کاوړی، چې د مرحوم ډاکټر نجیب الله احمدزي د وطن ګوند د نسکورېدو ورځې شپې يې له هېره ايستلې وي، يعنې مرحوم ډاکټر نجيب له دوستمه دوستم جوړ کړ، خو دوستم چې وخت مناسب وليد، قدرت او شهرت يې سترګو ته ودرېدل، نو لکه يهودا چې له حضرت عيسی (ع) څخه واوښت، همدا ډول دوستم هم له جنرال مؤمن، علي مزاري، نادري او احمد شاه مسعود سره لاس يو کړ او د ملل متحد پنځه فقره يې مسودې پر ضد يې بغاوت وکړ او د ډاکټر نجيب واکمني ته يې د پای ټکی کېښود.

ښاغلي جنرال صيب جلالزی هم هغه مهال د دفاع وزارت يو لوړپوړی چارواکی وو، مګر د جنرال صيب د يوې تبصرې پر بنسټ، چې ګواکې د ښاغلي حامد کرزي د واکمني په لاسوند يې د هاګ محکمې لخوا د څو کلونو بنديخانه تېره کړې ده، نو دا هم د هغو زړو يارانو او نويو مفسدانو نيرنګ دی، چې يو يې قرباني کېږي او بل يې رستم کېږي، چې وايي: از برکت ما رستم شدي آخر با ما دوشمن شدي!

د مجاهدينو په واکمني کې ښاغلي صبغت الله مجددي عبدالرشيد دوستم ته د خالد بن وليد او ستر مجاهد لقب ورکړ او رباني بيا ورته د ستر جنرالي رتبه انعام کړه، چې په ټولنه کې يې د «برادر های مجاهد او برادر های ملحد» وراشه وزېږوله، مګر دوستم د نبي عظيمي او يو شمېر نورو پرچميانو په فعاله ونډه دوه ځله د رباني د واکمني پرضد د کودتا ناکامې هلې ځلې و کړې، چې لومړۍ او دويمه کودتا يې د ديموکراتيک ګوند د تاَسيس په ورځو شپو کې پيل کړه، خو دواړه کودتاوې له ناکامي سره مخامخ شوې، نو دا هم د عبدالرشيد دوستم وفاداري له خپلو همفکرو «مجاهد او ملحد» سيالانو سره وه.

ښاغلی عبدالرشيد دوستم نه دا چې د خپلو رهبرانو يعنې د وطن ګوند د مشرانو په مقابل کې بغاوت کړی دی، د خپلو همفکرو سيالانو لکه د مزار شريف او د جبل السراج له تړونوالو سره يې هم وفاداري ونه کړه، چې پايله يې له حزب اسلامي او وحدتيانو سره د همغږي په اډانه کې کېوتل شول، چې بيا يې له وحدت او اسلامي ګوند سره هم بېوفايي وکړه او له شورای نظار سره په پنجشېر کې په يو ټغر کېناست، نو څنګه به له اشرف غني سره وفا وکړي، دا نو يو خيال دی او يو جنون دی.

په شمال کې هم ښاغلي عبدالرشيد دوستم خپل ټول سيالان يا ووژل او يا يې هم داسې وځپل چې بيا يې چا نوم هم ياد نه کړ، خو څرګنده بېلګه يې د رسول پهلوان وژل وو، چې تر ننه يې دوښمني کشر ورور جنرال مالک پالي. ښاغلي دوستم د ليلا د دښتې غاټول هم په وينو پاللی دی او په وروستۍ لسيزه کې يې خپل سيال ښاغلی سيد انورالله، چې د جنبش له مشرانو څخه وو،  په وچ زور څنګ ته کړ. د شبرغان پخواني والي محمد عالم ساعي باندې يې، چې د جنبش مرستيال هم وو، وسلوال بريد وکړ او د اکبر بای پر کوريې بربنډه يرغل وکړ، نو په خپلو اوزبکو کې هم هېچا ته وفادار نه دی پاتې شوی. په سيمه کې د جنرال مالک او دوستم دوښمني د سکې يو اړخ دی، مګر له ښاغلي عطا محمد نور سره يې دوښمني بيا د سکې بل مخ دی، چې د نويو غميزو ناڅرګنده ګواښونه او پياوړي غوبلونه ورسره مل دي.

نن سبا عبدالرشيد دوستم د جمهور رئېس لومړی مرستيال دی، نو اداري ځواک يې هم ډېر دی او نظامي امکانات يې هم  پياوړي دي، مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله سپېنې کودتا د موقف له ګواښ سره مخامخ کړی دی، خو زما اندېښنه په افغانستان کې د نويمو کلونو د غوبل د بيا زېږېدنې پياوړې نښې نښانې دې، چې افغان ولس به له نوي ناورين سره مخامخ کړي او په افغانستان کې به د نويو سيمه ييزو وسله وال ځواکونو ګروپ بندي وي، چې د افغانستان د ملکولطوايفي انګازې پکې نغښتې دي.

د افغانستان په نننۍ واکمني کې د دوی لخوا منل شوی اساسي قانون تر پښو لاندې شو، د اجرائيه رئيس پوست په غير قانوني بڼه رامنځ ته شو، اجرائيه رئيس ته د ولسمشر نېغ وظايف له قانون سره په ټکر کې فرماني شول. تر ټولو يې بدتره د اجرائيه رئيس د کار پیل د انګلستان د سفر په درشل کې د ۴۵ ميليونو افغانيو حيف و ميل شول او د ۷۰۰ تنو پرسونل د منظوري کيسه هم روانه ده، چې په ډالري معاشونو به خپل شنه ذهنونه پړسوي، خو ملت به نور هم په لوږه کې ډوبوي.

که د ډاکټر عبدالله ټيکه دارانو د ۷۰۰ تنو پرسونل آوازه خپره کړه، نو له هغې وروسته يې سبا ته عبدالرشيد دوستم د ۲۰۰۰۰ تنو ملېشو پرسونل ډنډوره ياده کړه، چې اکمالات به يې بيا هم د بيتالمال پر غاړه وي، خو افغانان به په خپلو وينو کې لمبوي. ځکه يو دوستم نه دی چې په وسلو سمبالېږي، مګر په هرات کې د تورن اسماعيل خان د امارت نظامي ځواک ليا پاتې دی، په بغلان کې نادري غومبر وهي او خلک يې په چوفودم او کوډو ساتلي دي، په مزار کې معلم عطا محمد نور که والي دی، خو په مارمول کې يې بيا مورچل دی او د وحدت ګوند هم په افغانستان کې خپل سازماني تشکيلات ساتلي دي او هم جمعيت ليا پياوړی نظامي موقف لري، نو که اور بل شو، د سوزن لپاره يې هم وچ او هم لامده شته!

د افغان ولس د نوي ناورين اټکلونه په خيرخانه کې د زورواکانو وسلوال ټکرونه دي، چې په وروستۍ اونې کې د خيرخانې په «قلعه نجارا» کې د جنرال جرئت او قومندان رحيم تر منځ نښتو د کابليانو آرام خوب وتښتولو. د جنرال جرئت زوی پکې سر وخوړ او يو څو تنه نور يې په مرګ ټپي شوي دي، نو هم په پلازمينه کابل کې او هم په لرې پاتو ولايتونو کې د بې امنيتي د ناورين امکانات ډېر شوي دي، نو ښه به دا وي، چې د نوي ناورين مخنيوی ليا نن وشي.

د افغانستان تاريخي ستونزه د شمال ولايتونو د بېلنتوب مضمن بغاوتونه دي، چې پرلپسې سقاوۍ يې څرګندې بېلګې دي. په سهيلو سيمو کې د پنجاب په نغوته د پښتونستان د سيمې طالبي يا جهادي لاسوهنې څو لسيزې افغان ولس يرغمل کړی دی، چې د افغانستان امنيت يې پرون او نن ګواښلی دی.

د ثور له غميزې سره سم په شمال ولايتونو کې د بېلنتوب بغاوتونه بيا رامنځ ته شول، چې د روسانو له يرغل سره سم د افغانستان د خلکو ديموکراتيک جمهوريت د پښتنو خلکو ديموکراتيک جمهوريت، د تاجک خلکو ديموکراتيک جمهوريت، د هزاره خلکو ديموکراتيک جمهوريت او د اوزبک خلکو ديموکراتيک جمهوريت د آوازې خپسکه هم په خامو فکرونو کې خپره شوه، مګر د تورکمن ټبر، د نورستان خلک، ايماق او قزلباش يې له پامه غورځولي ول يا دا چې په نورو خيالي جمهوريتونو کې يې مدغم کړي ول ، خو روسانو د افغانستان د وېشلو مخنيوی وکړ، ځکه ټوټې افغانستان د ډېرو وينو په بيه ورته پرېوتلو. اوسمهال هم امريکا ته يو بشپړ افغانستان د يو ټوټې ټوټې افغانستان په پرتله ګټور دی، ځکه خپلو جيوپوليتيک موخو ته په آساني رسېدلی شي، مګر د قومې بېلښت نقشې نن هم خپرېږي، خو افغانان هم بايد په دې حساس وخت کې د خپلو ملي ارزښتونو لپاره يو جوت ملي شعور خپل کړي، ښّ ويل شوي: يو کېږو به کنه ورکېږو به!

د شپيتمو لېږدېزو کلونو په ترڅ کې د کارمل په واکمني کې د شبرغان په مصر آباد کې قومې ملېشي رامنځ ته شوې، چې موخه يې د اشرار په نامه د سيمې د پښتنو ځپل ول او په ميمنه کې ملا قره او په سرپل کې غفار پهلوان او ګڼشمېر نورو سيمه ييزو پهلوانانو په مېشتو پښتنو خپل عمليات پيل کړل، چې پايله يې له سيمې د لسهاوو زرو پښتني کورنيو بېځايه کېدل ول، چې نن سبا يوازې ۲۰۰۰۰ د اسحاق زيو، بابړو، بارکزيو، اڅکزيو او نورو قبيلو کورنۍ د هلمند، کندهار او روزګان په دښتو کې پرتې دي، يعنې په خپل هېواد کې پردېس دي، چې د قومي ملېشو او سيمه ييزو بې مسؤليته وسلوالو ډلو د سيالي عاقبت وو.

نن سبا د شبرغان ښار د امنيي قوماندان ښاغلی جوزجاني د افغانستان په بادغيس، ميمنه، شبرغان او سرپُل کې د طالبپاکي د عملياتو يادونه کوي، مګر بايد ياده شي، چې په همدغو ولايتونو کې د افغانستان د سرحدونو د بشپړتيا د مبارزينو پر ضد د بېلنتوب بغاوتونه تر سره شوي دي، چې د سيمې پښتنو ته يې يو تاريخي ناورين جوړ کړی دی او د طالبپاکې تر پوړني لاندې به يې نوې بڼه راڅرګنده شي.

د افغانستان په بې امنيتي کې د نورو قومونو تر څنګ د شمال سيمه ييز پښتانه تل له غميزو سره مخ کېږي، ځکه په سيمه کې خواره واره دي او ډېر ژر د ناخوالو قرباني کېږي. په نويمو کلونو کې په مزار شريف کې يو شمېر پېژندل شوې څېرې وې، چې يو يې ښاغلی جمعه خان همدرد وو، چې د ښاغلي کرزي په واکمني کې د جوزجان ولايت په موده کې يې د شبرغان په ښار کې په کور يرغل وشو او د وروستيو ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې د مزار په سيمه کې وسلوال برېد پرې وشو، چې د سيمې د مشرانو د مرموزو وژنو او له منځه وړلو يوه څرګنده بېلګه ده. د هرات د سيمه ييز ناورين بېلګه بيا د شینډنډ د خلکو متواتر ځپل دي، چې قوماندان امان الله هم په مرموز بڼه د تورن اسماعيل خان په نغوته له منځه يووړل شو، خو د پنجشېر عسکر که د جادو په پېښو کې هم مړ شي، نو هغوی ته د دوستم لخوا د قهرماني مډالونه ورکول کېږي او له بيتالماله ورسره نغدي مرستې کېږي،  مګر د هلمند د واده قاتلين بيا سرې سترګې ګرځي، چې يو شمېر وکيلان بيا ورته د دسيسې پوړنی جوړوي، نو ښه ويل شوي، چې پردي که په خپلو کې وران وي، خو مسافر ته يو وي.

د سيمې اوزبک، تاجک، هزاره هم له دغو قومي ناندرو، شېطاني دسيسو او نظامي ملېشو په کراره نه ول، نه دي او نه به وي، ځکه د سيمې د ټولو خلکو ژوند تل له ګواښونو سره مخامخ وي، چې په سيمو کې د خلکو د بېلتون کرښې راوباسي او  د قومونو د بې مسؤله مسلحه کېدلو سبب کېږي، خو له دغو ټولو قومي مليشو ليا اوسمهال په زرهاوو معيوبين او معلولين په سيمو کې پاتې  دي، مګر د مليشو جنرالان او قوماندانان بيا يا ننني زورواکان دي او يا هم په بهرنيو ملکونو کې د چړچو مکاران دي.

د نويمو کلونو په پيل کې زه د اوزبکستان په تاشکند کې د يو سناتور د زوی مېلمه وم، خو هلته د ښاغلي سيد نور الله اوښی، د ښاغلي اکبر بای يو کشر ورور او د ښاغلي سيد اکرام پيګير زوی او يو شمېر نور افغانان هم ول، نو په خپل منځ کې يې د هغه مهال د شمال د بغاوتونو په اړه بحث کولو، مګر ما ورته صرف غوږ نيولی وو، نو د اکبر بای ورور چې د خبرو په ترڅ کې يې د تاشکند د ګومرک لپاره د يو سند د پيازو ساختګي ټاپه جوړوله او ما ته يې مخ کړ، چې ولې په بحث کې ونډه نه اخلم!

ما ورغبرګه کړه، چې غواړم ووينم، چې ته څه ډول ساختګي ټاپه جوړه وې، دی په خندا شو او په خندا کې يې راته وويل، چې: برو ديګه وخت پشتون ها تېر شده، ايقه ظعيف شدن، همي داکتر نجيب که چپه شد باز سرحد پشتون ها در پول اتک است!  ما ورته وخندل او ورغبرګه مې کړه، چې ته دې ټاپه جوړه کړه، پر افغانستان ډېرې خوالې او ناخوالې راغلې او تېرې شوې دي، نو بيا به خبرې پرې وکو.

د ګومرک سند يې پر مېز کېښود. يو ګردی سپين پياز يې د ګومرک د ټاپې په اندازه غوڅ کړ او بيا يې د سند په ټاپه ورکېښود، چې له سنده يې بيرته راپورته کړ، نو د ټاپې رنګ د ټاپې په بڼه په پياز کې پاتې وو، نو بل سند يې لږ ورته نمجن کړ او د پياز ټاپه يې پرې کېښودله، چې سند يې په يو شمېر امضاګانو نور هم سينګار کړ، نو په دې ډول يې له تاشکنده د يو شمېر ډالرو د ايستلو ساختګي ګومروکي سند جوړ کړ.

چې وزګار شو، نو ما ورته وويل، چې ستا مشر ورور اکبر بای هم تل په قاچاق کې ژوند تېر کړی دی او دا هم ريښتيا ده، چې د غاليو په وودلو کې يې له چرسو ډکې سنۍ تېرې کړې وي، چې اوسمهال په امريکا کې بندي دی او شل کاله قيد پرې ختلی دی! داسې نه چې ته هم په دغه وړه ساخته کاري خپله آزادي له ګواښ سره مخامخ کړې، دی راته په خندا شو: چيزې که نصيب و قسمت بود همو مېشه! نو ما ورته وويل، چې: مسئله افغانستان هم مثل قاچاق سياسي شده است، چېزې که در ديګ اجتماع است در چمچه احزاب مېبرآيد!

له بده مرغه ښاغلي جنرال دوستم شمال ته په خپل وروستي تګ سره لومړی په درزاب کې د جنرال مالک په ټاټوبي کې زورآزموينه وکړه او بيا يې ۸۰ کسيزه ډله د طالب په نوم او يو تن يې ترې د طالب د والي په جامه کې په رسنيو تېر کړل، چې د خپلو ۲۰۰۰۰ تنو ملېشه يي ځواک ته د حقيقت پوړنی ورواغوندي، مګر په فارياب کې به جنرال مالک په ميمنه کې بيا سر راپورته کړي او په مزار کې به جنرال عطا محمد په مارمول کې مورچل ونيسي، چې قرباني به يې د سيمې ملکي خلک شي، مګر وسلوال طالب به په خپل ځای پاتې شي.

پايله

په شمال ولايتونو کې نوي نظامي خوځښتونه او مليشه يي ګروپ بندۍ کېدلی شي د سيمې ټولو قومونو او په تېره بيا د سيمې پښتنو ته د نوي ناورين نغوته وي. د بې مسؤليته ځواکونو په رامنځ ته کېدو سره د افغانستان ملي ارزښتونو ته نوي ګواښونه رامنځ ته کېدلی شي او د هېواد د ځمکني بشپړتيا مخاطره هم زېږولی شي. د مليشو په جوړولو د منظمو ملي ځواکونو: ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت سره موازي نظامي ځواکونه رامنځ ته کېږي، چې د وروستيو څو لسیزو د غمېزو د تکرارېدلو او د اوسني بې امنيتي د اوږدولي سبب کېږي، چې افغانستان به نور هم د بنسټپالو غېږ ته ورټېل وهي او دوسلوالو صفونه پرې پياوړي شي، خو د حل لاره په بېلولو او ځپلو کې نه ده، مګر د ټولو مطرحو ځواکونو او ډلو د تفاهم په زمينه کې او څانګپوهه اداره کې ده.

و من الله التوفيق

https://www.youtube.com/watch?v=LA_4vdET7ro

https://www.youtube.com/watch?v=oJIQk5IkV_Y

https://www.youtube.com/watch?v=mZyYiIfI9go

https://www.youtube.com/watch?v=B3G8sjq1fng

 

Door Guest