طبیبان تل په خدمت کې د انسان دي
د صحت او د پاکۍ مشعل داران دي
سخت حالت کې اول خدای دویم طبیب دی
دی محرم د هر پردي او د قریب دی
دا مسلک د عاطفې او د عزت دی
مرستندوی د هرژوندي او بشریت دی
خو یو نیم د طبابت تر نامه لاندې
کور او کلي کې مشهور شي طبیب باندې
خپله خلاص به د دریم ټولګي نه نه وي
بس شهرت یې پیدا کړی وي جعلي وي
*********
د ژوندون د کوراو کلي یو داستان دی
کومې سیمه کې د پیغلې او د ځوان دی
دغه سیمه ښار نه لرې کي پرته ده
دجعلي طبیب په نوم یوه کیسه ده
په چل،ول یې ځانته جوړ کړی روزګار وه
دې په نوم طبیب ګرم کړی خپل بازار وه
چا چرګان ورته راوړل چا چاق پسونه
د اصلې طبیب شول بند تمام کارونه
ددې سیمې یو غریبه شانته ځوان وه
وه کوژدن خو خپل واده ته پریشان وه
په مالت کې نه روزګار نه غریبي وه
یو زوړ کور، غیرتي مور یې زندګي وه
ځوان په فکر د پیسو پیدا کیدو شو
لاړ دوبۍ ته کار محنت په ارادو شو
پس له ډیرو مشکلاتو او جنجال
کوم شرکت کې مقرر شو دی حمال
په زحمت په کاراو زیار باندې اخته شو
د راتلونکي ښکلي ژوند په اراده شو
ویل : په صدق کار زحمت به زه ګالمه
خو مصرف د خپل واده پوره کومه
پدې تمه ډیر کلونه شول پرې تیر
خپل د ژوند ملګرې نه وه ترینه هیر
پس له دولس کلو زجر او محنت
د واده لګښت یې جوړ کړ په زحمت
خوشالي سره ځوان راغی خپل وطن ته
هغه خپلې سر پناه د پلار مسکن ته
ښه لباس او سوغاتو سره راستون شو
خپل مورکۍ او د دوستانو همنشین شو
مور خوشاله د خپل ځوی په ستنیدو شوه
شکر منده د لوی خدای پدي پیرزو شوه
په سبا یې مورکې لاړه اینګور کور ته
زیری ورکړي د خپل ځوی راتګ اینګور ته
مور یې ولیده اینګور درد او بستر کې
پریشانه په بد حال وه په نظر کې
سمدستي یې دې حالت نه ځوی خبر کړ
ځوی طبیب ته د بیولو خیال په سر کړ
هغه دم مور او ځوی بوتله بد نصیب ته
هغه سیمې کې ناپوه جعلي طبیب ته
دې په نوم ډاکتر کوژدنه چې معاینه کړه
بس یو داسې مشوره ځوان سره کړه
ویل : میرمن چې دې په ګیډې کوم اثر دی
مبارک مو شه راتلونکی مو پسر دی
د اتو میاشتو ماشوم لري په نس کې
دا معنی د تجربې مې ده خلص کې
شریني له تانه غواړم هم ستا مور نه
ښه خدمت به یې کوئ مې باسئ کور نه
ځوان په فکر د ګفتار د بې ادب شو
پت په زړه خپلې کوژدنې ته غضب شو
ویل : زه نه وم دا ماشوم د چا اولاد دی
د ماشوم سکنی پلار کوم نامراد دی
په هر ځای کې چي وي ځم پیدا کوم یی
انتقام ورځینې اخلم ختموم یې
زه وم څومره وفادار خپلې ارزو ته
شوم حیران نن د کوژدنې پټ رازو ته
اوس دا شرم به زه کومې لورته وړمه
کور او کلي خولې به څنګه پټومه
پدې فکر او سوچو کورته روان شول
دې حالت ته موراو ځوی ډیر پریشان شول
ځوان کوژدنې ته نفرت سره کتل
دې نجلي ته یې په خوله هیڅ نه ویل
نجلي نه شوله اګاه لدې پټ رازه
د کوژدن او ډاکتر له دې ناسازه
ځوان اخته شو په چرتونو ټکنی شو
لاړ د ځانه شو بی خوده لیونی شو
د اعصابو په تکلبف باندې اخته شو
له عادي حالت نه ووت بیګانه شو
پس له څو ورځو شو فلج په نیم بدن
کور او کلی دې حالت ته شول غمجن
په خپل سربه د خپل ځان سره لګیا وه
کله سم کله په ګنګه خوله ګویا وه
لدې رازه شولې درې میاشتې نور تیري
کوم اولاد یې پیدا نه شو د انګورې
موریې فکر د اینګور کې شوله ډوبه
ویل : ورځمه خبروم دا بد نصیبه
د ډاکترهغه خبر ورته په زړه شوه
تیرو دری میاشتی پسر خبره څه شوه
مورې بوتله بیا اینګوریو سم ډاکتر ته
غوږ یې ونیو د داکتر صحیح نظر ته
داکتر وویل : پسر نه دی دا تومور دی
د اولاد خبره نشته مشکل نور دی
صرف علاج یې عملیات دي زه یې کومه
بس که خدای کول هر څه به سمومه
په یوه میاشت کې مرض بیرته جوړیږی
د اینګور تمام دردونه دې ورکیږي
مور خوښي نه د طبیب تندی کړ ښکل
ویل : چې خلاص مو له جنجاله کړو کامل
د اینګور په معصومیت باندې اګاه شوه
وه خوشاله زړه نه لرې یې سودا شوه
لدي راز یې خپل معیوب ځویکی خبر کړ
ځوی یې هم د خوشالۍ نه جوړ اختر کړ
زر تر زره یې علاج د اینګور وکړ
د اینګور دا دردیدلی حال یې ښه کړ
د واده ټول مراسم مور ورته جوړ کړ
د خپل ناوی او د ځوی حالت یې نور کړ
بیا اینګور ته یې اصلي مشکل بیان کړ
د خپل ځوی د مریضي راز یې عیان کړ
اینګور وویل : دستا ځوی دی ماته کران دی
د ا ځما د ژوند عزت زما ارمان دی
څو ژوندۍ یمه خدمت به یې کومه
زه به خیال د خپل خاوند مدام ساتمه
افتخار په داسې پیغلې با عزت شه
په جعل کارو د رب زر ځلي لعنت شه
———————————-
سمیع الدین افغاني
۱۷ – ۱ – ۲۰۱۵
م۰ کال
—