ډاکټر لمر
په افغانستان کې ټولنيز وحشت او دهشت غبرګ روان دي. په رسنيو کې ليکل کېږي، چې په شبرغان کې يو هلک په خپلې خور جنسي تجاوز کړی دی. د خیرخانې په سر کوتل کې ۱۴ کلنه نجلې د عصبي تشنج او په وينو لړې موندل شوې ده، چې هم پوليس او هم د کوم روغتون کارکوونکو ورڅخه تقاضا کوله، ځکه د سړک پر غاړې يې بې سيکه موندلې ده. په قلعه نجارا کې يوې خورلنډې خپله ملګرې د خپل ورور په منګولو کې ښکېل کړې وه، چې ورور يې له نورو څو تنو سره جنسي تجاوز پرې کړی دی. نجلۍ نه شي ګرځېدلی او همدا يې په ژبه راځي، چې پنځه تنه ول. هو د پغمان د پېښې داغ ليا هم په زړنو لکه خپسکه ناست دی، خو ولس د «دوه سره او چار پای» دولت په تمه دی.
دغه د افغانستان د ټولنيز ژوند مشت نمونه خروار يوه وړه برخه ده، مګر زموږ لوستي افغانان ليا هم په چلول غواړي پر دغه بدمرغي او بې برخې ملت د رزالت مېچن وچلوي. وروسته له څلورو مياشتو د جهل، ماجرا او مغارا يوه ډله د وزيرانو په نامه د صليبيانو په مټ جوړې شوې ولسې جرګې ته وړاندې شوه، چې مملکت او ملت به بيا هم په لوږه کې ډوبېږي او په وينو کې به لمبېږي، خو زما اندېښنه د مملکت سمه اداره ده، چې په اړه يې دغه څو کرښې توروم.
په وروستيو کې افغانانو وليدل چې پرته له «وحدت ملي دولته» افغاني ټولنه د يو کال په ترڅ کې پرته له ادارې او پرته له منجمنته هم اداره شوه او هم ژوندۍ پاتې ده، ځکه د مامور، عسکر، صاحب منصب، اجير او جنرال معاش له لويديزو ټولنو راځي. خلک هم د خپلو پيسو او اقتصادي امکاناتو پر بنسټ په ټولنه کې خپل ژوند پرمخ وړي، ځکه نو د افغانستان نننۍ بې سرو بې پښو ادارې ته کومې خاصې حکومتي اډانې ته اړتيا هم نه ليدل کېږي.
هر افغان چې يو ځل د خپل ژوند او چاپېر په اړه فکر وکړي، نو وبه ويني چې ډم دا څلوېښت کاله خپل ډمګريت کوي، سلمان خپله سلماني کوي، هوټلچي خپل هوټل چلوي، بنجاره خپله بنجاره فروشي کوي، قنات خپله قناتي کوي، خټګر خپلې خټې کوي، بزګر بزګري کوي او همدا ډول په سلهاوو نور خلک د خپلې پوهې او موقف سره سم يو او يا بل کار تر سره کوي، خو پوښتنه دا ده، چې د «حکومت وحدت ملي» دنده د افغان ولس په ژوند کې څه ده؟
هرومرو هر افغان به په لوړ غږ ياد کړي، چې امنيت! هغه څه چې د هر افغان سترګې پسې وختلې او دا دي څلور لسيزې کېږي، چې زموږ ولس ليا هم له بې امنيتي سر ټکوي، مګر نه امريکايي لاسپوڅې واکمني په دې وتوانېدله چې افغان ولس ته د سولې وږمې راوړي او نه تېرو سرو، شنو او سپينو وکولی شوی، چې د افغان ولس د درد دوا شي، ځکه بايد د هر هېوادپال افغان زړه د خپل ولس په اړه وځورېږي او زموږ د بدمرغه ملت په اړه خپل مسؤليت احساس کړي.
نن ښاغلي اشرف غني ۲۳ تنه تشنامې ولسي جرګې ته د رايو اخيستلو لپاره وړاندې کړل، چې د افغانستان د ادارې زعامت وردغاړي کړي، مګر د اشرف غني دغه کابينه له کرکو، سپکو او ورکو ډکه کابينه ده، چې يو يې غل بل يې دغل او درييم يې درغل دی، نو خدای دې پر افغان ولس ورحمېږي، چې د افغانستان له دغه نوي ناورين سره به څنګه منګولې نرموي او له دغه سياسي، ټولنيز او فرهنګي پړاوه به په څه ډول تېرېږي.
د افغانستان په نننۍ کابينه کې نيمايي د بل مملکت تابېعت لري او د افغانستان ولسي جرګه هم په زغرده ټينګار کوي، چې د دوهګيز تابعيت لرونکي ته د هوکړې رايه نه ورکوي او په رسنيو کې هم ټول نارې وهي، چې کابينه دې افغاني شي او د دويم لاس افغانان دې نه پکې راځي، خو له بده مرغه هغه افغان چې په بهر کې خپل ښه مسلکي ژوند لري، نو د نننيو ټلوالو غلو په منځ کې خپل مسلکي ژوند نه ويني، مګر له بهره هم صرف غل، دغل او يا درغل کولی شي، چې خپل موجوديت لکه ذوحياتين او ذومشتين غوندې هم په وچه او هم په لمده کې تلپاتی کړي، ځکه نه شرم شته او نه هم حيا، نو رابشو د افغانستان نوې کابينې ته.
۱ – برنا کريمي: په اړه يې لسهاوو افغانانو ليکلي، چې يو ډېر ناپاکه سړی دی. اسناد يې جعلي دي. په افغانانو کې نېک نوم نه لري. په کاناډا کې يې له بيتالماله غلا کړې ده، نو څنګه به د افغانستان د مخابراتو اداره په سمه توګه وکړي او د کاناډا طابيعت هم لري.
۲ – خليل صديق يا پرونی پرچمی هم د بانک رئيس نومول شوی دی. ښاغلی خليل صديق خانداني دغل دی، ځکه د مير حيدر خان خر دزد لمسی دی، چې د سنګ نوشته کيسه يې په کلي کې اوس هم په ژبو ژوندۍ ده، ځکه زېږنده يې د مير حيدر خان کاروايي ده. وايي، چې د عبدالرحمان خان په موده کې يو خر په چار آسياب کې غلا شوی وو، نو د عبدالرحمان خان په امر يو ليک وليکل شو او په سيمه کې پر يوه تيږه کېښودل شو. په ليک کې ليکل شوي ول، چې که سبا خر دغه ځای ته رانه وستل شي، نو د کلي ټول خلک به له تېغه تېر شي، مګر خلک خو پوهېدل چې د سيمې خر دزد څوک دی، نو ځکه د سيمې خلکو مېر حيدر خان ته ورغلل، چې خر همغه ځای ته ورولي، چې چارواکو په نښه کړی دی، که نه نو د ده خردزدي به د ټولو سرونه وخوري، نو مير حيدر خان هم سبا خر په همغه تېږه پورې وتړلو، چېرې چې ليک اېښودل شوی وو، نو هغه کلی اوس هم په «سنګ نبشته» نامتو دی، چې د خليل صديق ژوندليک هم پکې نغښتی دی.
۳ – شېر محمد کريمي د کرزي په واکمني کې لوی درستيز شو، نو د ۱۳ کلونو په بهير کې د افغانستان د نظامي ځواک يو لوړ پوړی چارواکی پاتې شوی دی، خو پوښتنه دا کېږي، چې آيا د ښاغلي کريمي په درستېزوالي کې افغانستان امن نه شو، نو اوس به د نوي وزير په څېره کې کوم څه توپير ومومي او که نه؟ او يا دا چې وخت به تېرېږي او خلک به کړېږي، خو شېر محمد به وزير کېږي.
۴ – نورالحق علومي له هالنډه افغانستان ته تللی دی او کېدی شي هالنډي تابېعت ولري، مګر ښاغلي علومي له هېچا سره وفا نه ده کړې. د سردار داود خان په کودتا کې د ارګ د ګارد يا د ارګ د ګارنېزون غړی شو. وروسته د سردار محمد داود خان له کودتا د ارګ په ګارنېزون يا ګارد جمهوري کې تورن يا جګړن وو او د کودتا په ورځ يې د سردار محمد داود خان د کورنۍ د سټولو د دسيسې شرايط رامنځ ته کړل او د ثور د غميزې مخکښ شو. د مرحوم ډاکټر نجيب پر ضد يې خپله پرچمي کودتا وکړه، چې د شورای نظار سره يو ځای شو او د ملل متحد طرحه يې ناکامه کړه او خپل رهبر مرحوم ډاکټر نجيب ته يې رفيقانه خيانت وکړ. اوس به له خپل بهرني طابيعته هم تېر شي، ځکه د ۷۴ کلونو عمر لري، چې پښې يې د ګور څنګ ته نيژدې شوې دي، نو که افغان وي او که اروپايی، خو په زړښت کې کوم ارزښت نه شته.
د ملا نصرالدين يوه کيسه ده، چې وايي: يوه ورځ يو پاچا خپل يو خر بازار کې په يوه چارايي کې درولی وو او جارچي يې جار وهلو، چې که څوک په شلو کلونو کې دغه خره ته خبرې ورزده کړي، نو پاچا به خپله نيمايي شتمني ورکړي، خو هېڅوک د پاچا له وېرې دغه کار ته نه حاضرېدلو، مګر ملا نصرالدين ناره کړه، چې دغه کار به وکړی. وروسته له دې چې ملا نصرالدين خر له غوږو نيولی وو او خپل کاله ته يې بوولو، نو خلکو ورته ووېل، چې بېخ دې وخشېژه اوس که خر خبرې زده نه کړي، نو بيا به څه کوې او پاچا به دې هرو مرو مړ کړي. ملا ورغبرګه کړه، چې په شلو کلونو کې يا زه مرم، يا خر مري او يا هم پاچا مري، نو د ۷۴ کلن علومي لپاره هم د بل ملک تابيعت دومره غوره نه دی، ځکه د سفر په پاسپورټ پرته له تابېعته هم کولی شي، چې بيرته هالنډ ته سفر وکړي، نو دويم طابېعت دومره مهم نه ده، مګر مسکلي ابتکار او صداقت تر ټولو غوره دي، چې نن نه په يو او نه هم په بل کې نه ليدل کېږي.
۵ – آی خانم سلطاني ځان د تورکي ادبياتو ډاکتره معرفي کړې، مګر په خپله يوه مرکه کې يې وويل، چې دوکتورا يې ليا نه ده دفاع کړي او وروسته له دوو مياشتو به بيرته تورکيې ته د خپلې دوکتورا د دفاع لپاره ځي، چې بيا به د څو مياشتو په بهير کې د کلتور او اطلاعاتو وزارت پرته له وزيره پرمخ ځي، ځکه په افغانستان کې هر څه لکه رېګ روان دي، ځکه پخپله خوځېږي او پخپله بهېږي! آی خانم هم د وزارت لپاره کوم پروګرام يا برنامه نه درلودله او په خپله مرکه او يا خبرو کې يې د «هم پسندي، هم ګرايي، هم آهنګي» سندره بلله، خو په څو ساعته خبرو کې يې د افغانستان د کلتوري پروژو په اړه يوه سمه خبره و نه کړه، چې ما دلته اوس ياده کړې وی.
۶ – خاطره افغان يا دخترک پيلاندام خو بيا د نورو ښځو په پرتله يې په غير معمول ډول ځان ته نوې تذکره جوړه کړې ده، چې خپل عمر يې له ۳۳ نه تر ۳۷ پورې لوړ کړی دی، نو يو څوک چې ليا وزيره نه ده، خو دا ډول درغلي کوي، نو که وزيره شي دا ببولاله به د افغان ملت په برخليک څه لوبې وکړي؟ دا هم شو د شډلو ماغزو سپکه کابينه!
۷ – رحمت الله نبيل د وروستيو ۱۳ کلونو د امنيت په برخه کې کوم ګل ته اوبه ورکړې دي، چې اوس ترې تمه وشي، چې ګواکې د افغانستان د امنيت په ګټه به تمام شي، خو خدای دې د ځوانو پوهنتوني وردګو پرده کوي، چې بيا د ښاغلي نبيل خان د پټو دسيسو او څرګندو ډنډورو قرباني نه شي، ځکه آزموده را آزمودن خطاست!
۸ – یعقوب حيدري يو بل مسلکي غل دی، چې حتی په پردۍ ايستونيا کې يې ليا د غلې کرښي کښلې دي. په خپله يوه مرکه کې لکه يو ماشوم د اشرف غني سره د وزارت لپاره خپله د امتحان يوه مسلکي آزموينه يادوي، ښه ويل شوي چې مړی خدای نه شرموي، که ويې شرموي، نو په ډر يې سپين کفن هم څيرې کېږي، نو په یعقوب حيدري هم د شرمېدلي مړي کانه وشوه، چې مخکې له سپيناوي يې سپکې سپورې رسنيو ته راووتلې.
د اشرف غني د کابينې پر هرغړي يو څه ليکل کېدلی شي، چې تور مخونه او سپک کارونه يې ملت ته څرګند شي، خو ښه به دا وي، چې ووايو، چې افغانستان د تورکي دوکتوراګانو، ايراني پي ايچ ديګانو او امريکايي تيکنوکراتانو په لومه کې نښتی دی، چې نه ترې تښتېدلی شي او نه هم ترې خلاصېدلی شي.
د نوې کابينې يو شمېر وزيران وايي، چې په کرايي کورونو کې اوسي او نور بيا وايي، چې د رايې اخيستلو لپاره خپل کورونه خرڅوي، چې د وکيلانو د رايو د رشوت بيه پرې کړي، نور بيا وايي، چې د رياست جمهوري نه ولسي جرګې ده د رادو ساعتونو او لسهاو زرونو ډالرو ژمنه هم شوې ده، نو د اشرف غني کابينه د غلې، دغلي او درغلي تر څنګ غريبه، ناچاره او بېکاره هم ده، چې د اول ځان او بيا جهان په پرنسيپ به لومړی جوبونه ډکوي، بيا به خپلو-خپلوان پالي او بيا به د بل ځل وزېرېدو تابيا کوي، خو د څلوېښت کلنو غريبو، ناچارو او بېکارو وزېرانو په اړه د پرنګي چرچل يوه خبره ښه صدق کوي، چې ويلي ول: يو څوک چې تر څلوېښت کلنۍ خپل کور جوړ نه کړي، نو د بل به څه مل شي! ځکه نو دغو وزېرانو چې ځانونو ته يې يوه جونګړه نه ده جوړه کړې، نو ملت ته به څه وکړي!
پايله
د مملکت د ادارې مسؤليت دا دی، چې هېواد ته عامالمنفعه پروژې لکه د سړکونو جوړول، د برېښنايي بندونو جوړول، د عامې روغتيا د بنسټونه جوړول، د زراعت په ميکانيزه کولو کې جوت ګامونو اخيستل، د ښوونې او روزنې متوازنه وده، د هېواد لپاره امنيتي چارې سنجول، او د مملکت دفاع ده، مګر په وروستيو څلورو لسيزو کې د لاسپوڅو موخه د خپل جېب او د پرديو د دېګ ډکول دي، چې عاقبت يې هغه څه دي، چې موږ يې د سر پر سترګو وينو، نو کله چې د افغانستان د نوې کابينې غړو ته ځير شي، نو له ځانه سره به ووايې چې پر افغان ولس دې خدای ورحمېږي.
ومن الله توفيق