ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
لکه نور ډیر افغانان، زما یو افغان دوست د خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډ وال شوی و. هـلته د رسیدلو په مهال یې لور ۸ کلنه وه. هغه یې په جرمني کې په ښوونځې کې داخله کړه. په ښونځې کې یوه ورځ د دې د ټولګي یو جرمن نژاد ښوونکي کډوالو زده کونکو ته نصیحت وکړ چـې جرمني ته کډوال شوي بهرنیان باید د جرمني دموکراسي او عیسوي- لویدیز تمدن خپل کړي. هغې افغانې پیغـلوټې همغه ښوونکي ته په جرمني ژبه کې داسې غبرګون وښود:«دموکراسي له یـونان نه راغلې ده او عـیسوي – لـویـدیز تمـدن د منځني ختیـزنه د یوه« یهـود» [عـیسی (ع)] له پیغام نه راوتلی دی!». دغې عالمې پیغلې تیر کال په حقوقـوکې ډاکتري لاسته راوړه او د جرمني په کومه فـدرال محکمه کې کارکوي. مایې په ۲۰۱۴ کې د ډاکترې تیـزس لوستلی و او له تحـلیـل نه یـې ما ډیـر خـونـد واخیـست. هغـه ډیرو کنفرانسونو ته میلمه شوې ده. ښای افغانستان ته هم د یـو کـنـفـرانس لپاره لاړه شي
پـرون د ۲۰۱۵ د می په ۱۶نیټه، زما ځیرکیاریو سخي او ماړه افغان دوست په لاس انجلس ښارکې د ماښامي تابیا کړې وه. له ټـیکلې (ډوډۍ) مخکې هـر ډول افغانان راغـلل. د ډیرو سره مې پیژنـدګلوي وشوه. هـر چا به ماته کتل ځکه ما پښتني پـټکی او جـامـې اغـوستلي وو. کوربه رانه په ټـوکـوکې پوښتنه وکړه چې د موټـر د چـلـولو په مهال مـې هـم پـټکی وهـلی و؟ ورغـبرګـه مې کړه چې «نـه» ځان مې د خبرونـو خوراک کولی نـشـو؟!
وروسته له ماښامي، د چای څښلو وار راورسید او ورسره نـاڅاپـي سیاسي بحـث هـم را منځـته شـو. ما ځیـرکیار د ډاکتـر محّمد داود میره کي سره په ټـلـفـون کې زما د یـو بحـث موضوع وړانـدې کـړه. مـوږ دواړو د اسـلامي ټـروریـزم (اِسـلامـیک ټـروریـزم) په اړه داسې استـدلال وړانـدې کـړی و: که د لـویـدیـزې نـړۍ ( په ځان ګړي ډول د امریکې) پـه مـطـبـوعاتـوکې او د سیاسي محافـظه کارو کړیـو پـه ویـنا ګانـوکې معـمولا د «اسـلامي ټـروریـزم» کارول مـشروع وي، نه « د مسلمـانانو ټـروریـزم»، نـو مـوږ به د افـغـان مسلمانانو په حــيث د «اسـلامـي ټـروریـزم» مفهـوم ومنـو – خو په دې شرط چې لـویـدیـزه مـتمـدنـه نـړۍ هم خپل ګریـوان ته وګوري او د خپلو خوځښتونو د نـومونو سره «عـیسوي یـا مسیحي ټکـې» ورزیات کـړي، په دې ډول:عـیسـوي کـپـیـټـلـیـزم، عـیسـوي کلـونـیالیزم،عـیسوي اِمپریـالـیزم عـیسوي فـاشیـزم، عیسوي نـازیـزم، عیسوي ملیـټاریـزم
ما ځیرکیار پورتنۍ لیکنه د می ۲۰۱۵ په ۱۷ یا ۱۸ لیکلې وه، خو رانه هیره شوې وه چې خپره یې کړم.