ریشتیانۍ کیسه:
لیکوال: محمد عيان “عيان”
مشران وایي چې ټوکه کوې خیردی، خوچې درنه پټا قه (پټاکه) نه شي. یانې چې په جنګ جګړې وانه وړي.
ماشومان یوبل سره ټوکې ټکالې کوي،لښتې لرګي یوبل ته خوځوي، یوبل ته خاورې شګې شندي،کله کله یوبل ته سوک څپیړه ورکړي اویوبل پورې خندنۍ یا ملنډې کوي او…دا ټولې کړنې دټوکوپه ډول وي، خوکله کله پې یونیم ته قار ورشي اوپه مقابل لورې له هغه نه سخت ګوزارورحواله کړي.بلاخره دهغوي په منځ کې وهل ټکول شروع شي اود چغوژړاګانواوازونه هم پکې واوریدل شي چې په دې وخت کې یې ټوکې په پټاکوبدلې شوې وي.
غټ هلکان اوجینکۍ هم په خپلومنځونوکې ټوکې ټکالې کوي اویوبل پورې دوړې(چسکې)ولي.يوبل باندې ریشخند یاپسخند وهي چې داټوکې هم کله کله په پټاکوواوړي.هونو منګی خوهره ورځ نه ماتیږي، یوه نیمه ورځ خوارومرو ټوکې په پټاکوبدلیږي.
لوي سړي اوښځې هم له دغه ډول ټوکوپټاکو نه بې نصیبه نه دي.
کله کله یونیم ځوان ځلمي چاقوچاړه په لاس کې نیولې وي اومقابل لورې ته یې مخامخ ونیسي اوبیایې ورته ورګوزار کړي.چې دغه ګوزارشوی چاقو،چاړه یابیاتي(قینچي)بیرته راتاوشي نوده یې بیا لاستی نیولی وي، خوهغه بل انسان یې دډیرې وارخطایۍ نه ښایسته ښه وارخطااوبوګنولی وي.
کله کله داسې پیښه هم وشي چې دغه ټوکه په پټاکه بدله او یوڅوک په کې زخمي شي.
*****
وړوکي ضابط صیب سردارګل راته کیسه کوله ویل یې:
ورورمې ددوه کاله عسکرۍ تیرولونه وروسته راخلاص شوی ؤچې په مونږاوزمونږپه ټول کلي دلوي اخترورځ وه. دلوي اخترورځ خوراباندې ځکه وه چې په دې دوه کالوکې د هغه هیڅ مړی ژوندی مالوم نه ؤاوپه کومه ډیره لرې سرحد ي تاڼه کې یې عسکري تیروله. په هغه وخت کې یو داسې لرې ځای ته دلیک رسیدل اویادهغه له خوانه احوال رالیږل دومره اسان کارنه ؤ.دتلیفونونوخوچرته پته هم نه وه. نوورورجانه څه سربه دې خوږوم،تاسره خدای په نیکۍ مل شه دادوه کاله په مونږ داسې تیرشول لکه کلونه کلونه چې اووښتلي وي.اوس چې هغه په خیربیرته خپل کلي ته راستون اودپچې وخت یې پوره شونوزمونږکورنۍ خولا په ځای پریده چې ان په ټول کلي اخترؤ.دکلي دلره اوبره دټوپکونو کړاری و.صیبه ډزې کیدې ډزې چې ملک یې په شور اخیستلی و.دنورستان دکامدیش غوزان پې شندل کیدل اود نقلو،سنترواوغونځاښوبارانونه پې وریدل.
دهغه وخت دسرکار په عسکرۍ کې دوه کاله تیرول داسې وولکه سړی چې بیاراژوندی شي. په شل یا پینځه ویشت افغانۍ تنخااوپه نیمه ګیډه ژوند له زندان نه هم ګران ؤ.
*****
ضابط صیب سردارګل زمونږدکلي دولسوالۍ امنیه قوماندان وچې کلیوالوبه ورته په هغه وخت کې دزندان ضابط وایه.
ضابط صیب خپلې کیسې ته دوام ورکړاووې ویل:
یاره چې ورورمې زمونږدکورپه لویه دروازه راننوت نوما هم خپل ټوپک ته بله دانه وروستله.ماخومخکې په لاره کې ډیرې ډزې کړې وې اوورورمې چې له سیندنه په خیررا پورې وتواودخیګانوله جالې نه راکوزشونوخپله دکارتوسو ګردنۍ مې همالته نمایي تشه کړه.دهغه سره مې ستړي مشي لا نه ووکړي اوپه لاره کې چې راروان وونونوروخلکوبه غاړې ورکولې اودټوپکونوباټونه به یې ورته چلول.لیکین زه ترې مخکې مخکې راتلم اویوه یوه ډزه به مې ورته کوله. کورته له هغه نه رامخکې شوم چې پاتې ګردنۍ دلته تشه او خپل دکلونومسافرورورته جشن جوړکړم، خودبده بخته بیا وایم چې دبده بخته په دې وخت کې مې هغه کارتوس ته پام شوچې څووارې مې ټوپک ته ورننویستلی واوماشۍ مې پې راښکلې وه، خوکارتوس نه وخلاص شوی. دا کارتوس ما دومره دټوپک دلټ په سیخ وهلی ؤچې پټاقۍ یې نوره نه ښکاره کیده.هروارچې به مې پې لت واهه اوماشۍ به مې کیمنډله، ډزبه نه کیدو. یانې چې پټاقۍ یې بیلکل پوچه شوې وه. هیڅ دمنلونه وه چې داکارتوس دې کله ډزوکړي.
*****
دځان سره مې وویل ودریږه چې دا خپل سکه اوخوږ ورور دستړی مشي نه مخکې لږوویروم، یوه ټوکه جوړه کړواوبیا وروسته وخاندوچې دخندانه پس په خوندجوړتازه اوګړه بړه وکړو.ټوکه مې ورسره کوله، خوپټاقه کیدوته یې متوجې نه وم.
یره ورورجانه تاسره خدای په نیکۍ مل شه چې کله هغه کورته راننوتونوماهغه ته دکارتوس داپوچه دانه ورښکاره کړه اودټوپک ججورې ته مې ورننویستله. لټ(بلیټ) مې وواهه اوماشۍ ته مې ګوته وروړه. ټوپک مې مخامخ ده ته ونیوچې ښه وډارشي اویوه ټوکه جوړه کړو.چې په ماشۍ مې زورکاوه اوده ته مې ښودله چې دادی کارتوس مې ور دننه کړی اوپه ماشۍ یې ګوته کیمنډم نوپه دې وخت کې مې یوځل په زړه کې وګرځیدل چې وه سړیه دادانه خلاصه نه شي اودخپل پردیس ورورزړه سوری نه کړې.
یره یاره دخدای کړه وومخکې له دې نه چې په ماشۍ خپله بونډه ګوته ټینګه کړم نودټوپک خوله مې دیوال ته وروګر ځوله اویودرزشو.مردکی په دیوال ولګیدو، خوزه نورپه ځان نه یم پوه شوی. چې کله پوه شوم نوسر، مخ اوجامې مې لمدې خیشتې وې.دومره اوبه یې راباندې اړولې وې چې ډک منګوټي یې راباندې تش کړي وو، خوښه ووټوکه مې پټاکه شوې نه وه. که تاسوهم دچاسره ټوکه کوئ نواحتیاط وکړئ چې درنه پټاکه نه شي!