د حکومت ویده مطبوعاتيان

ډاکټر نبي مصداق

په افغانستان کې وروسته له نېږدې څلور لسیزو جګړو او نارامیو نه، خلک بې نهایته، بې حوصلې شوي دي او غواړي چې نور دا وژنې او بې روزګاري ژر پای ته ورسېږي. له همدې کبله و چې په ډېر شوق او علاقه مندۍ یې د ۲۰۱۴ کال په ټول ټاکنو کې برخه واخیسته او په ۱۳ سلنه رایو اکثریت یې ډاکټر اشرف غني، د جمهوري ریاست څوکۍ ته ورساوه.

دا چې امریکا د ځان لپاره ډیمکراسي او د افغانانو لپاره یې د چڼه بازي او خپل منځي بې باوري غوښتله، بایللې خواوې یې له ګټلې خوا سره یو ځای کړې او یوه ناکامه حکومتولي تجربه یې په افغانستان کې پلې کړه چې موږ ټول یې د پایلو شاهدان یو.

په دې یو نیم کال کې د هېواد د آبادۍ تقریباً ټولې عمراني پروژې د حکومت له یوې خوا نه مطرح شوي او افغانان هم ټولې نیمګړتیاوې، همدا جمهور رییس او د ده حکومت ته رجوع کوي. په داسې حال کې چې د امریکا مقتدرې ادارې لکه پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت په میلیارډونو ډالرو ژمنه د افغانستان د اردو او آبادۍ لپاره کړې ده؛ خو د امریکا د سي آی اې مشر په۲۰۱۶ کال کې د حکومت د سیاسي پرزېدو د خطر وړاندوېنه کوي. په همدې ډول د امریکې یوه بارسوخه نشریه، فارن پالیسي، هره نیمګړتیا حکومت ته رجوع کوي او په دې ډول له یوې خوا د امریکا حکومت کړنې تر پوښتنې لاندې راولي او له بلې خوا، د افغانانو په اذهانو کې شک او تدرید اچوي.

هېواد ورڅپاڼه (۲۰۱۶/۲/۲۱) له فارن پالیسي نه نقل اخلي او لیکي: ”په ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې ملکي تلفات په بې ساري ډول زیات وو او دا هم د افغانستان د (حکومت) نا کامي ګڼل کېږي. “هېواد لیکي ”دې خپرونې په حقیقت سترګې پټې کړي او ټوله پړه یې پر افغان حکومت اچولې، د ملکي تلفاتو دروند مسوولیت د ترهګرو، وسله والو مخالفینو او نورو ډلو پر غاړه دی. “ او په رښتیا هم چې نن د هرې ورځې په جنګونو کې ۲۰-۱۵ عسکر او پولیس د افغانانو د امنیت د ساتلو لپاره شهیدان کېږي که څه هم هغوی حتی د سر په خطر سره هم په هغو ځایونو کې چې ملکي وګړو ته خطر متوجه کېږي د عملیاتو اجازه نه لري؛ خو د ګډ حکومت د ناندریو له امله، په داسې حال کې چې د بغلان په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین کې چې ډېری وګړي یې پښتانه دي، د لوی درستیز په اجازه د توپونو انداختونه وشول. د سرحداتو وزیر چې هلته یې له مخالفینو سره سوله وکړه، لوی درستیز هغه بابېزه وګڼله او ویې ویل: ”وزارت دفاع این صلح را نکرده“ او که موږ و غواړو په دې ملکي برخو به عملیاتو ته دوام ورکړو. په داسې حال کې چې د یوې میاشتې په عملیاتو کې، کوم د ملاحظه وړ پرمختګ و نه شو.

زه د کابل د یوه پوهنتون له رییس سره په یوه تلوېزیوني مناقشه کې وم او هغه په حیرانتیا د بغلان پورته پېښې ته ګوته ونیوله چې دا څنګه ګډه حکومتوالي ده، چې یو وزیر او د اردو یو مشر یې په یوه خوله نه غږېږي.

په خپله ډاکټر اشرف غني تر ۱۶ ساعتو پورې کار کوي او ډېرې مهمې پروژې یې تر لاس لاندې دي چې ځینې یې پیل شوي او ځینې نورې به یې په راتلونکو څو کالو کې بشپړې شي؛ خو ولسمشر څو ستونزې لري. لومړی دا چې هغه ټیم نه لري او که په نوم موجود هم وي ورسره په هره برخه کې سلا مشوره نه کېږي. دوهم دا چې د هغه د حکومت مطبوعات، په دې ګنګ دي چې راډیوګانو او تلوېزیونو ته نه راوځي چې د حکومت او په تېره بیا په خپله د جمهور ریيس مطرح شوي پلانونه، ولس ته تشریح او ورڅخه پلوي وګړي. ځکه لاس ته راوړنې ډېرې دي او زه یې دلته د ځینو یادونه کوم.

د کرزي په ۱۲ کاله ملکي کې، د کرهڼې لپاره هېڅ ونشول، اوس حکومت غواړي چې په راتلونکو څو کالو کې افغانستان د کرهڼې له لارې خود کفاشي.

حکومت پلان لري چې ۲۱ د اوبو بندونه، نهرونه او د برېښنا بندونه جوړ کړي چې په زرهاوو هکتاره ځمکې به هم خړوبې کړي. د سلما بند چې کار یې له ۲۶ کاله پخوا نه پیل شوی وو، په دوو میاشتو کې به ۴۵ میګا واټه برېښنا هرات او فراه ته ورسوي او د یو بل توربین په جوړېدو سره به د برېښنا اندازه ۷۰ میګا واټو ته ورسېږي. تر هغه چې دا بندونه ګټې اخیستنې ته رسېږي بر سېره د تاجکستان او ترکمنستان له وارداتي برېښنا نه، کاله ته به ۵۰۰ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه افغانستان ته ورسېږي چې د افغانستان د مرکز او جنوب لویدیځ، قندهار، زابل او روزګان پورې به شته اړتیاوې څه نا څه پوره کړل شي.

د میدان وردګ د چک ولسوالۍ د برېښنا بند وروسته له دې چې سړک او نور مربوط، انفراسټرکچر کارونه لکه: سړک، نوي سامان الات، د ډنډ پاکول او د لویوالي کارونه تر سره شي چې بودیجه یې منظور شوې، په همدې میاشتو کې به یې برېښنا د غزني او وردګو تیاره کورنه بیا رڼا کړي.

په دې بندونو کې د پکتیا د مچلغو بند او د کنړ د سیند له پاسه بندونه هم شامل دي.

په کابل کې همدا اوس د برېښنا او انټرنېټ سخت کمبود احساسېږي. حکومت همدا اوس د نوري شبکې تر څنګ، له قزاقستان سره هم د انټرنېټ د رالېږلو قرارداد لاسلیک کړی، چې د انټرنېټ په زیاتېدو سره به، انټرنیټ ته د خلکو د لاس رسي قیمت هم ټیټ شي.

بل بند چې د شاه عروس دی او د سلما د بند په شان به په تدریجي ډول، د خلکو ستونزې تر یوه بریده حل کړي. د ترانسپورت په برخه کې به د افغانستان حلقوي سړک سرته ورسېږي او که افغانستان د ولسمشر د پلان په اساس د نړۍ د دې برخې په مرکزي ترانسپورټي څلور لارو باندې تبدیل شي، نو د سالنګ د غره له زړه نه باید یو بل تونل چې اوږدوالی یې ۱۳ کیلو متره اټکل شوی او مصرف یې د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا راځی، د سږ کال د هوا په تودېدو سره به یې کار پیل شي.

په همدې ډول د کابل د ګڼه ګوڼې د یو څه مخنیوي لپاره نه یوازې دا چې د څلورو دروازو سړکونه باید ډیول کرج وي یعنې دوه لینه شي، یو حلقوي سړک هم په نظر کې دی؛ تر څو ترانسپورټي موټر، اړ نشي چې کابل ښار ته داخل شي.

د ترکمنستان د ګازو ټاپي پروژه چې د ۳۰ کالو لپاره به افغانستان، پاکستان او هند ته ګاز ورسوي، ټول کار یې بشپړ شوی او عملاً به پیل شي.

دا چې له دې پروژې نه په ګټه اخیستنه کې پاکستان هم شامل دی او هغوی به هم زیار وباسي چې د دوی تر کنټرول لاندې وسله والې ډلې د پروژې لپاره، مشکل ونه ګرځي.

په دې لړ کې افغانستان د تازه مېوو له لارې د نړۍ پر مخ بهشتي هېواد دی؛ خو تر اوسه سړې خونې نه لري چې مېوې پکې وساتل شي او د فصل د ختمېدو نه وروسته د استفادې لپاره موجودیت ولري.

په دې لړ کې د تازه مېوو د ساتلو لپاره لومړنۍ لویه سړه خونه په میدان ښار کې جوړېږي چې ځمکه یې خوښه شوې او بودیجه یې منظور شوې ده. د داسې سړو خونو لپاره په قندهار، هرات او د افغانستان په شمالي او شمال برخو کې هم اړتیا شته.

د کابل ښار چې د کرزي د بې پلان او بې له دې چې کوم اصلاحي بندوبست ورته نیول شوی وي، د مرخېړیو په ډول سر راپورته کړی او د نړۍ له چټلو پلازمېنو څخه دی. ښاریانو ته د نل اوبه یا لیني تلېفون او مهاره برېښنا نشته، کانالزاسیون درک نه لري، محیط یې د ګرد او موټرو د لوګیو نه، د ناروغیو منبع ګرځېدلی دی. دا چې اوس ټانکر، فاضله مواد د هرې لوړپوړۍ ودانۍ نه را باسي او بیا یې په بیه په ګروندګرو باندې پلوري او د کابل په چارګروهي کې په ځمکو اچول کېږي، د ځمکو خاوره یې کثیفه کړې ده او ټول هغه سابه چې د ځمکې لاندې لویېږي، ډېر وایي چې باید ونه خوړل شي. ډېر خلک په دې عقیده دي چې د تورې تبې یا نورو ناروغیو باعث هم همدا سابه او هغه د څښلو ډول، ډول نوشابې دي چې تاریخ یې تېر، له ایران او پاکستان نه واردېږي او پر خلکو پلورل کېږي.

اوس حکومت غواړي چې د ده سبز، د نوي کابل ښار په جوړولو چې نقشه یې د جاپانیانو له خوا، بشپړه شوې ده، باید کار پیل شي؛ تر څو کابل هم د ډهلي او نورو پلازمېنو په شان زوړ او نوی ښار ولري.

بل دا چې د کرزي په ورستیو دوو کالو کې چې اړیکې یې له امریکایانو سره ترینګلې شوې، ټولې هغه ولایتي پروژې چې بندې شوې وې هم بیا پیلېږي.

داسې نورې زیاتې پروژې شته چې ولسمشر برسېره په مربوطو وزارتونو او موسسو، د سیمو له خلکو سره هم شریکې کړې دي؛ خو ورته، د حکومت په مطبوعاتو کې ډېره سر سري یادونه کېږي او په مقابل کې یې هغه تلوېزیونونه، راډیوګانې او چاپي میډیا چې د خارجي بد بینه هېوادونو له خوا تمویلېږي، هره ورځ، په منفي تبلیغاتو، نغارې وهي.

زموږ د هېواد وګړي چې د ۳۸ کالو جنګونه او نارامې یې لیدلي دي، غواړي چې د ډاکټر صیب اشرف غني د ټاکنو ژمنې ډېر ژر په یو یا دوو کالو کې وویني، چې عملاً امکان نه لري؛ خو ځینې پروژې لکه: په ښارونو کې د کانالزاسیونونو جوړل، د ښارونو تنظیف او د ګرد او غبار له منځه وړل، د سړکونو او کوڅو قیر کول او د ښارونو له سړکونو نه، د تبنګونو او کراچیو چې مېوې او سابه پرې بار وي، منډویانو او نورو پلازاوو ته نقلول، تر هغه چې لويې پروژې پیل کېږي، خلکو ته د کار او عاید زمینه برابره ولی شي. په همدې ډول باید پوښتنه وشي چې ولې د ۵۱ زره حکومتي کارونو په موجودیت کې، مامورین نه دي استخدام شوي. ځکه هر کس ته د کار په پیدا کېدو سره، پنځو یا شپږو نورو ته هم د ډوډۍ پیدا کول دي. داسې لنډ مهال کارونه، حکومت په خپله بودیجه هم شروع کولای شي؛ تر هغې چې د ولسمشر غټو پروژو کارونه پیل کېږي.

د هر څه تر څنګ د خلکو د اکثریت غوښتنه سوله او امن دی.

سوله چې ډاکټر غني ورته د لومړۍ ورځې نه خپل زیات وخت، وقف کړی، که په تدریجي ډول عملي شي، خلکو ته به د روانو ټولو ناخوالو نه د خلاصېدو، د قدر وړ زیری وي.