مارشال
د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت

ليکوال: عبدالنافع همت

Abdul Nafi Himmat

د سهار لمر ورو ورو خپل زرين شال د کابل د غرونو پر څوکو وغوړاوه، د زرينو غرونو په منځ کې يو کور هم د غرونو غوندي زرين برېښېده. د کور په غولي کي ناوې په زرغونه شال کې پر تخت ناسته وه، همزولي ورباندي راټولي وې، چا دايرې په لاس سندرې ويلې او څوک نڅېدلې.

ناڅاپه يوه ډله ماشومان له کوڅې څخه په منډه کور ته راغلل، د زوم مور ورمنډه کړه، ماشومانو په وارخطايي وويل: ښار له مارانو ډک سو، ټولي لاري او کوڅې مارانو نيولي دي، زموږ مکتب يې وخوړ، زموږ معلم صاحب يې وخوړ، ټول کتابونه يې وخوړل، ډېر لوی لوی ماران دي، هر شی خوري، تر خوله يې اورونه وځي.

په دې وخت کې يوه سره لمبه پر کور راپرېوته، د اور په لمبو کې د سوځلي غوښی او د شالونو څو ټوټې هوا ته پورته سوې.

زوم په سلګيو سلګيو د ناوي د قبر سر ته کښېناست، د ناوي په وينو لړلی شال يې پر قبر وغوړاوه او ورو ورو د کور خوا ته روان سو، کله کله به يې شا ته وکتل، تر څو چې د خړې غونډۍ شاته نيام سو.

څو ورځي وروسته مارانو تر خپل منځ جګړه شروع کړه، يو بل يې وخوړل او ځينې وتښتېدل، په دې وخت کي يو لوی مار له خپل لښکر سره کابل ته راغی، ځيني ماران يې وخوړل او نور غرونو ته ځنې وتښتېدل.

څو کاله وروسته کابل ته د مارانو يو بل لوی لښکر راغی. خلکو ويل چې دا د تور سمندر ماران دي او ښامار را استولي دي. د ښامار لښکرو غرونو ته تښتېدلي ماران بيرته کابل ته راوبلل. د دوی له منځ څخه يې يو غټ او پنډ مار مشر وټاکه، تښتېدلي ماران له خوشاليه تاو راتاو شول، د کابل ښار د مارانو شڼهاري پر سر واخيست.

د تښتېدلو مارانو نوي مشر په کابل کې پاچاهي شروع کړه، خو تښتېدلو مارانو دا ځل خلک نه خوړل، ځکه چې ښامار له تور سمندر څخه تيار خواړه ور ته را لېږل.

يوه ورځ يو تېز باد راوالوت، د اسمان مخ تورو دوړو پټ کړ، په دې توپان کي د ناوي له قبر څخه شال پورته سو، څو شېبې د کابل په فضا کې تاو راتاو سو، اخير د تښتېدلو مارانو د مشر پر کور لکه راکټ راپرېوت، شال د مار پر مخ وغوړېد، مار چې هر څومره هڅه وکړه چې شال له مخ څخه ليري کړي، وس يې ونه رسېد، د مار سا تنګه سوه، تاو راتاو سو، چيغي يې کړې، تر څو چي نور ماران را رسېدل، مشر مار مړ سوی و.

په يوه شيبه کې د کابل کوڅې او سړکونه له مارانو ډک سول. ماران ډېر په قهر وو، ټولو چيغي وهلې چې مار، مار، مار… نورو مارانو بيا په شڼاري کې ويل چي شال، شال، شال … دا چيغي ورو ورو لوړي سوې، د کابل ښار د (مار شال) چيغو پر سر واخيست.
د تښتېدلو مارانو پاچا که څه هم مړ سو، خو د افغان مېرمنو شالونه يې تر اوسه هم برمته کړي دي.

د بدمرغه ملت د مارچ اتمه نېټه داسې يو داستان لري.