«لیکوال:محمدعیان «عیان
+ په جګوغرودخدای نظروي
په سریې واورې وروي چاپیرګلونه
*****
چې دالنډۍ مې ورته وکړه اومخ مې ورواړاوه نودده سترګې هم لکه زمادسترګوپه شان له اوښکونه ډ کې وې.
زه دموټرپه جلیب ناست وم اودهالیند د«اوتریخت»ښارته روان وو. په دې وخت کې هغه ورځ هم رایاده شوه چې دی مې څوکاله پخوادهمدې ښارداورګاړي له ستیشن نه دلومړي ځل دپاره په موټرکې راخستلی واوخپل کورته مې رسولی و.
کړل یې (ویل یې): لکه چې زماپه تګ ډیرخپه یې؟
ماویل نه به خپه کیږم؟ دکلونوکلونوانډیوال مې رانه بیلیږي اوچې لا بیابه موپه ژوندینې دیدن وشي که نه؟ بیابه دې وګورم اوکه دابه زمونږپه ژوندینې وروستنۍ لیدنه کتنه وي؟
*****
مونږزماپه موټرکې د«اوتریخت» ښارته روان ووچې د «یونیسیار»دفترته ورشو.هغه اړوندوچارواکوته غوښتنلیک ورکړی وچې بیرته خپل وطن ته ورګرځي اونورپه هالیندکې دسیاسي پنااخیستلو په تمه نه کیني.
ورته کړل مې: یاره چل خودې راسره دا وکړچې: مخکې له دې ماخبرکړې چې ته وطن ته دبیرته تګ غوښتن لیک ورکوې، زه دې دانجام شوي اوسرته رسیدلي حالت سره مخامخ کړم.
ویل یې که ته مې خبرکړی وی نوبیاخودې راسره نه منله اوزه به په همدې دانتظارحالت کې پاتې وي، چې پاتې وی. د هالیندپه کمپونوکې به پاتې اولاپه دې هیوادکې به دسیاسي پنا اوقبلیدوپه تمه پاتې وی.زماباورراغی چې هالیندمې نه قبلوي، که قبلولای نوپه دې دومره کلونوکې به یې قبول کړی وی. بس ښه مې داوګڼله چې خپلې کورنۍ ، خپلوبچواونورو خپلو خپلوانوسره پاتې عمریوځای تیرکړم.
ماورته ویل چې په دې زه هم خوشاله یم چې دلته درته پنا نه درکوي نودخپلې کورنۍ سره دې یوځای کیدل ښه دي. ته به لکه« دجګ غره په څیرچې په سریې واورې اوري اوچار چاپیریې په لمنوکې ګلونه وي»اوکورنۍ به دې ګلونه وي.زه باورلرم چې هلته به اوس ډیرخوشاله ژوند وکړې، خوزه هم په دې ډیرغمجن یم چې ته په هالیند کې قبول نه شوې اورانه جداکیږې.
*****
دیونیسیارپه دفترکې دده دتګ ټول کارونه تنظیم شوي وواو له دې ښارنه هغوی په خپل موټرکې دامستردام هوایي ډګر (سخیپول) ته ور رساوه.
مونږته یې وویل چې دده سره همدلته مخه ښه وکړئ! په میدان کې ورسره نورنه شئ کتلی؛ ځکه چې ټول کارونه یې خلاص دی اودی مونږمخامخ الوتکې ته بیایو.
بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه، فدا رانه لاړو اومونږیوڅه وخت دلته اریان دریان ولاړوو.
بله ورځ یې تلیفون راته وکړچې په خیرکورته ورسیدم اود خپلې کورنۍ سره یوځای شوم.
دکورنۍ سره دیوځای کیدومبارکي مې ورکړه اوریشتیا، ریشتیاچې ډیر پې خوښ شوم.
*****
ارواښادالحاج فدامحمد«فدا»ډیرکلونه دهالیندپه کمپونوکې په دې امیدتیرکړل چې دلته به ورته سیاسي پنا ورکړای شي او کورنۍ به یې هم ورته راوغواړي چې دافغانستان په خلکود تپل شوې جګړې نه په امان وي، خوداارمان یې پوره نه شو.
ده خودوه کاله دنجیب په وخت کې د «پلڅرخي»په جیل کې لکه دنوروخلقیانوپه شان په کړاوونوکې تیرکړي وو، لیکین دکمپونوژوندهم له دغه زندان نه کم نه و. په کمپونوکې ژوند ډیرله کړاوونونه ډک اودهرانسان عمرلنډوي.زه کمپ ته هم ورغلی وم اودده ژوندمې هلته له نیژدې نه کتلی و.خدای مود کډوالۍ اودکمپونودژوندنه وساته؛ ځکه چې ډیردمایوسۍ او توهین ژوند دی.
په روسختیوکې خوبه مې کورته راوستو،لیکین نوربه نوټول وخت په کمپ کې و.دکمپ نوروافغانانو«فدا»ته ډیراحترام او درناوی کاوه اوده هم دهغوی سره ډیره اوچته انساني راشه درشه اوګوزاره کوله.افسوس،افسوس اوډیرافسوس،فدا چې په افغانستان کې یې «میږي» ته هم ضررنه و رسولی، دلته په هالیندکې قبول نه شو، خوبیاهم افسوس چې داسې کسانوته سیاسي پناورکړای شوې ده چې دافغانانوپه وینویې لاسونه سره اوټول ترې خبردي.
که ووایم چې دهالینددخلکوعمومي روحیه دمهربانۍ اوزړه سواندۍ روحیه ده، نوتیروتلی به نه یم، خوځینې بیرحمه اود کډوالوځد کسان هم په کې شتون لري. دغه ډول اشخاص د سخت تعصب په رنځ اخته اودخارجیانوپه مقابل کې له کینې اوکرکې نه کاراخلي .دغه ډول چټل انسانان بیله کوم لامله د کډوالودقبلیدوموضوع(کیس)ځنډوي.کیدای شي چې د«فدا» د سیاسي پنا کیس دهمداسې کس له خوا ردشوی وي. لیکین ډیر بشردوسته انسانان هم په کې شته چې بې حده مهربانه او د کډوالوسره تعصب خو نه لري، چې نه لري؛ بلکې لامرسته هم ورسره کوي. دې لنډ کۍ شان کیسې ته پام وکړئ!
دورځونه یوه ورځ په کوم کمپ کې یوه کډوال دکمپ یو هالیندی چارواکی په سوک(بوکس)وهلی ؤاوله خولې نه یې وینې روانې وې.بل تن ویلې ووچې دکمپ لوړرتبه چارواکي به خبرکړوچې دې مهاجرته جزاورکړي.په خوله ټپي شوي اوسوک خوړلي هالیندي چارواکي چغې کړې چې نه،نه.د خدای دپاره، چاته خبرمه ورکئ! خیردی چې زمادخولې نه وینې روانې دي؛ ځکه خبرمه ورکوئ چې دده دسیاسي پنا د قبلیدو«کیس»ته زیان ونه رسیږي.
*****
فدا یوشریف،میربانه (مهربانه)،صادق،عدالت خوښوونکی، زړه سوانده، دقیق،لایق اوهوښیارانسان ؤ.هغه دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوندد مرکزي کمیټې غړی اوپه یاد ګوندکې یوفعال کدرؤ.دګونددپاره یې ډیرې منډې ترړې کړې اوهره ګوندي وظیفه یې په لوړه روحیه سرته رسوله.هره ګوندي دنده چې به ورته وسپارل شوه نودهغې دسم دم سرته رسولوپه پیکر(فکر) کې به ؤ.
ریشتیاچې فدا دافغانستان دخلکودژونددسمون په لاره کې خپل ځان فدا اوقربان کړی اوټول ژوندیې دخلکوخذمت ته وقف کړی ؤ.هغه انساني ګوزاره اوبرخوردچې ده به دخلکو سره کاوه، دډیرې اوبې شانه ډیرې ستاینې وړدی.
*****
ارواښادالحاج دیپلوم اینجینرفدامحمد«فدا» دمرحوم حاجي جان محمدزوي اوپه ۱۳۲۳لیږدیزلمریزکال په یوه دینداره (متدینه)کورنۍ کې دپکتیا ولایت دګردیزدښارپه«زیاري»کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې اوپه ۱۳۳۱کې دعبدالحی ګردیزي په ښوونځي کې واچول شو.په ۱۳۴۲کې په لوړه درجه له دغې لیسې نه فارغ اوپه ۱۳۴۶کې دپولي تخنیک په پوهنتون کې داخل شو.له دغه پوهنتون نه یې په ۱۳۵۰کې د فارغیدولاسوند(سند)په اوچته کادري کچه(درجه)واخیستوچې په ۱۳۵۱کې داوبواوانرژۍ په وزارت کې وټاکل شو. له ۱۳۵۳نه تر۱۳۵۸پورې دپولي تخنیک په پوهنتون کې د علمي کدرپه توګه په اکاډومیکواوعلمي فعالیتونوکې بوخت ؤ.
دماسترۍ دیپلوم یې دهایدروتخنیک په برخه کې دپخواني شوروي اتحاد د«سن پیتربورګ» له ښاره اخیستلی دی.
ارواښاد«فدا» د۱۳۶۴کال نه تر۱۳۶۸پورې په مسکوکې دافغانستان دسفارت لومړی سکرټراودګوندي چاروتنظیم ور په غاړه اوګوندي منشي و.
*****
هغه چې دهالینددځوریدونکوکلونودکډوالۍ نه بیرته افغانستان ته ستون شونوله ۱۳۸۴نه تر۱۳۸۶پورې دخپلې ځانګړې مینې له کبله یې دپکتیاپه پوهنتون کې داستازۍ وظیفه سرته ورسوله. له ۱۳۸۶نه تر۱۳۸۹پورې دیادپوهنتون علمي مرستیال اودمحصلانودچارومسؤول وټاکل شو.دعلمي مرستیالۍ ترڅنګ یې داینجینرۍ په پوهنځي کې له ۱۳۸۹نه تر۱۳۹۵پورې داستازۍ دنده هم سرته رسوله.
*****
ارواښادفدامحمد«فدا»که څه هم ناروغه و،دپکتیادپوهنتون د جوړیدوله وخته ترتقاوتۍ پورې دیادپوهنتون دچارودسمون په اړه یې هراړخیزې همکارۍ کړي اوپه دې لاره کې یې له هیڅ ډول ستونځونه ډډه نه ده کړې.بلاخره دخذ مت د وخت د
پوره کیدوله امله په ۱۳۹۵کې تقاوت شو. فدا دهغې ناروغۍ له کبله چې دډیروخت نه ورته ور پیښه وه ددې کال(۱۳۹۷)دسلواغې دمیاشتې په پينځمه نیټه یې دژوند سره وروستۍ خدای پاماني وکړه اودتل دپاره یې سترګې پټې کړې.
ارواښاد دهیوادځوان کول(نسل)ته دتحصیل په برخه کې ډیر ډیرخذمتونه وکړل اوډیرې بیشانه ستونځې یې وګاللې. دده دوطن پالنې دغه مترقي روحیه به هیڅکله زمونږاودټولوهغو کسانوله یاده ونه وځي چې دی یې پیژندو.
*****
زمونږاودارواښادفدا کورنۍ دزړومکرویانوپه یوه بلاک (۲۱ب)کې اوسیدې.کورونه موڅنګ په څنګ اندرپیو(زینو) کې وو.ماشومانوبه مویوځای لوبې کولې اوکورنیوموپه خپل منځ کې ښه راشه درشه درلوده.مونږدواړه چې به له کارنه رسخت شونودمازیګرچکرته به یوځای وتلو. زمونږزیاتې خبرې به د خپلې ټولنې دژونددسمون، پرمختګ اودګوند د سموالي په باره کې وې.له هغه نه مې هیڅکله دتعصب اوبې اتفاقۍ خبرې نه دي اوریدلې.هغه دګونددسمون ټینګ پلوي او په دې لاره کې یې تل عملي ګامونه اخستل.
«فدا»یوه اصطلاح اوتکیه کلام لاره اوویل به یې:« یابه وي اویا به نه وي».دمیثال په توګه،که چابه وویل چې په پلانۍ برخه کې تیروتنه اوغلطي ده. ده به په ځواب کې ویل چې: «یابه وي اویابه نه وي»، خومونږبایدټولې نیمګړتیاوې سمې کړو.یاپلانی په ګوندکې پریکسوني تعصب لري.ده دغه سړي ته ویل: یابه تعصب لري اویانه، خومونږبایددګوندټول غړي د ګوندسمون ته تشویق کړو. یانې چې هغه هیڅکله په یوه موضوع یایوچا مطلق حکم نه کاوه چې دغه نیمګړتیالري.«یا به وي یانه،که وي که نه وي»یې اصطلاح اوتکیه کلام و.
بله دیادولووړخبره داده چې:هغه به هرڅومره سیاسي کار وکړ،هرڅه به یې سم دم تنظیم کړل اوځان به یې ښه ستړی کړ، خواړونده چارواکوته به یې دخپل کارپه هکله لاپې نه کولې چې دامې وکړل اویادا.لیکین دګوندپخوکدرونودده کار اوفعالیت ته په ښایسته ښه درنه سترګه اودقت سره کتل.
*****
کله چې په مسکوکې دافغانستان په سفارت کې وټاکل شونو
زه ډیر ورته خوشاله وم.ویل یې څنګه زما مقررۍ ته ډیر خوښ یې؟ ماویل ځکه ورته زیات خوشاله یم چې یوخوبه دې بچي ددې راکیټونودباران نه چې هره ورځ داشراروله خواپه ټول هیواداومکرویانوراوریږي،بچ اوپه امن وي اوله بلې خوا پې ځکه خوښ یم چې ښه تحصیل به وکړي اولایوه بارنۍ (بهرنۍ) ژبه به هم زده کړي.
ده ویل هو. ستاخوښي په ځای ده.که خدای(ج)کول دبچورا تلونکې مې ښه شوه.
*****
اوپه وروسته کې چې زه په کوریا کې په وظیفه وټاکل شوم نودمسکودلارې لومړی دغه ښارته ورغلم اوزمونږددواړو کورنیوبیالیدنه کتنه وشوه.دوی کورته بلنه راکړه اوښه درنه میلمستیا یې راته کړې وه.چې دکوریا په لورموتکل وکړنو هغه په خپل موټرکې هوایي ډګرته ورسولو. په ټوله لاردرنې واورې وریدې،شپه وه اودسانتیګراد«منفي ۳۰»درجې وې، خودده په موټرکې یخني «منفي ۱۸»درجوته رسیده.
*****
یووخت وچې زه پیښورته کډوال شوی وم اوفداهم چې اوس په مسکوکې دمهاجرپه توګه اوسیدو،پیښورته راغی.دهمدې ښار دلارې بیرته مسکوته روان و.تپوس مې ترې وکړچې څنګه دې خواته راغلی وې؟ نوپه ځواب کې یې راته یوزړه دردوونکی خبر ووایه. ویل یې: پلانۍ لورمې وفات شوې وه اودهغې تابوت مې ګردیزته ورساوه. په دې وخت کې زمونږ ددواړوسترګې له اوښکونه ډکې اوارواښادې ته مو د پاک خدای(ج)په دلبارکې لاسونه لپه اودهغې دبښنې دوعا مو وکړه. ده ته مې ډاډګیرنه ورکړه اوخپلې اوښې مووچې کړې. هغه ارواښاده زمونږدبچوسره په یوګاونډ کې رالوی شوې وه اوپه مونږټوله کورنۍ یې داسې اغیزه وکړه لکه خپل اولاد چې مووفات شوی وي.
*****
فدا دهمدې پیښورله لارې بیرته مسکوته لاړواومونږلادلته اوسیدلو.داسې وخت هم راغی چې مونږبیامسکوته ورغلو، خوداځل هغه هم اومونږهم مهاجروو.مونږهلته دوه نیمې میاشتې تیرې کړې اودمسکونه داوخت دغلواوډاکوانوځاله جوړه شوې وه. یوه ورځ مې ورته ناڅاپه وویل چې: یاره ما خوتصمیم ونیوچې بیرته پیښورته وروګرځم.زه په دې پیکر (فکر)راغلی وم چې دابه پخوانی مسکووي، بچي به مې په کې تحصیل وکړي اومصؤن به وي. مګردلته وضعه دومره خراپه ده چې له زده کړونه خویې تیر، لیکین دلته هره ورځ دمرګ خطره شته.هره ورځ افغانان وژل کیږي اوته یې ښه وینې. بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه زه دخپلې کورنۍ سره بیرته پیښورته ستون شوم اودی په مسکوکې پاتې شو.
*****
بل ځل مودهالیندد«اوتریخت»په ښارکې سره ولیدل.هلته یې راسره څوشپې وکړې اوبیایې ځان دکډوالۍ دچاروچارواکوته دسیاسي پنااخیستلوپه هیله ورتسلیم کړ.هلته کلونه کلونه وځوریدو، خوپنا یې ورنه کړه.
چې کله بیرته افغانستان ته ستون شونوڅوکاله وروسته زما سره بخت یاري وکړه اوکابل ته ورغلم. زه څه ناڅه پینځه ویشت کاله پخوا دنجیب په وخت کې له کابل نه راوتلی وم.
فدا هم زمادپاره کابل ته راغی اوله نیژدې نه موسره بیا وکتل.
*****
چې بیرته هالیند ته راغلم نوتل به موپه تلیفون کې دیوه بل احوال اخیستو. په وروستي ځل چې مې له هالیند نه دده سره په ګردیز کې په تلیفون خبرې کولې نوډیرزیات ټوخیدو. ما ورته څوڅووارې ویلي ووچې که ددرملنې اوعلاج دپاره دلته هالیندته راځې نوزه به بلنلیک(دعوتنامه)درولیږم.ده ویل بس چې کله مې هلته ددرتګ تصمیم ونیونوتاته به خبردرکړم، خو اوس دلته ددرملنې لاندې یم. دا د وروستي ځل په تلیفون کې چې یې راسره خبرې کولې اودخبروپه وخت ټوخي آرام ته نه پریښودونوزړه مې پې ډیرودردیدو.هغه راته دخپل شهید خوریي«ارواښاداحمدفواد»په باره کې لګیاو، ویل یې:
خوری مې ډیرځوان ،لایق اوماته زیات ګران و.اوس رییس واودوزارت دمرستیالۍ پیشنهادیې هم شوی و. په دې وخت کې یې اواز ورو وروډډشو…
زه پوه شوم چې دخوریي شهادت پې ډیره اغیزه کړې ده او ټوخی یې دهغه دشهید ګۍ سره زیات شوی دی.
خوری یې په ټولګتو(فوأیدعامې) وزارت باندې دځانمرګي حملې اوډزوپه وخت کې شهیدشوی وچې نورډیرافغانان هم د هغه سره یوځای په وینوکې لمبیدلي وو.ماورته ډاډګیرنه ورکړه اوبیا مونږدواړودادوعاوکړه چې خدای پاک دې په افغانستان کې په خیرسره سوله ټینګه کړي.امین موهم ورسره ووایه.
داچې دخوریي شهادت پې ډیرتاثیرکړی ونوپه خواشینۍ سره بایدووایم چې دی هم ورسره په«څلویښتۍ »کې شریک شو.
*****
اوچې دفدا دمړینې په اړه مودده دکورنۍ نه پوښتنه وکړه نو محترمې میرمنې یې راته په تلیفون وویل:
دشپې ترلسوبجوپورې زمونږدټولې کورنۍ سره یوځای ناست واوخبرې یې کولې. وروسته یې دماخوستن مونځ وکړ،لږشان وټوخیدواوبیاکټ ته وخوت.لاسونه اوپښې یې وغزولې اوآرام څملاستو.لږ وروسته چې موورته غږکاوه، ځواب یې نه راکاوه.هغه نورحق ته ځان سپارلی ؤ.چې بیا مې پې ټوله کورنۍ خبره کړه.
*****
درنولوستونکو! که په لنډدول ووایم: ارواښادفدامحمد«فدا» اوزه«عیان »دډیروکلونو راپدې خوا،برسیره په دې چې د یوې عقیدې ملګري وو،شخصي ملګرتیا موهم ډیره صادقانه اوخوږه وه.مونږپه کابل زړومکرویانو،په مسکو،په پیښوراو هالیندکې دورورۍ اوخوږې شپې ورځې تیرې کړې اویوبل ته موزړونه ډیرنیژدې وو.
دده مرګ که دخپلې ټولنې دپاره یوه لویه ضایعه وه، د کورنۍ ، انډیوالانو، همکارانو،استازانو،شاګردانواو زمونږ د پاره ډیر«دروندغم، دومره دروندلکه دټولې دونیاغم» چې زمونږ په ولوراپریوتلی وي.زه دهغه دمړینې له کبله ډیر زیات غمجن یم او داڅوبیتونه مې دزړه دژورتل نه دسویو آهونوسره یوځای له خولې نه راوتلي اودادی تاسوته یې هم وړاندې کوم:
*****
څومره غمجن کړم د«فدا»غم+
لکه راپریوځي د دونیاغم
اوښکې مې نه تم کیږي لوندمې ګریوان+
خدیږوډیرسخت دی د اشناغم
که ځان ته هرڅوقناعت ورکوم+
هیربه مې نه شي یاره ستاغم
دژوند سمون وې دهرچا دپاره+
دچابه هیرشي؟ دا ناشناغم
دښواخلاقونمونه و«فدا» +
زمونږه زړونوباندې دروندداپه ریشتیاغم
خپلوملګروته ډیرګران و زړوکې+
ټول مړاوي کړي دې وسواس اودې سوداغم
عمریې ځکه په دردونوکې تیر+
چې ورسره ودمزدورانوددواغم
دوستان یې ټول ډیرزیات خپه دي په مرګ+
داځانله نه دی د«عطا»(۱)غم
ټول به دوعا ورته کووپه لپو+
چې پې اسان شي د«عقبا»غم
اروادې ښاده اوخوشاله وي تل+
د«عیان»زړه کې به تل پاتې وي همداغم
دفدااروادې ښاده وي
یادبه یې تل راسره وي. «پای»
(۱) الحاج عطامحمد«عطا»دفداکشروروردی.
دلیکلو نیټه یې:۲۰/۲/۲۰۱۹/ ـ ۱/۱۲/۱۳۹۷
ارواښادفدامحمد فدا