افغا نستان یو دا سي هیواد ده چې د زر ګنو کلنو عمر لري . په دې اوږده زماني واټن کې په افغا نستان کې په زرګنو توریا لي، ننګیا لي او
وتلي څیرې تیری شوي،چې ډیر ی ددغو مخورو څیرونه،نه یوازې ملي څیرې وي بلکې پا خه شا عران هم ؤزه غواړم تا سو ته په دي لړۍ کې
.د ځینو پخواني پښتو شا عرانو شعرونه ډالۍ کړم
:لومړنۍ پښتو شا عر
امیر کروړ سوري په اتمه میلادي پیړۍ ژوند کا وه. په پټه خزا نه کې چې محمود هوتک لیکلې را غلي
امیر کروړ د امیر پولاد سوري زوی ؤ او د غور په مندیش کې امیر ؤ)) مؤریخین دا سي لیکې چې امیر کروړ دو مره ځواکمن ؤ چې د سلو))
کسا نو سر ه په یوازي سر جنګیدلائ شوو، نو هغه ځکه خلکو کروړ باله . کروړ سخت او کلک ته وایې . امیر کروړ د توري تر څنګ د ښه
قلم خا وند ؤ، چې بیلګه یې دا لاندي لمړنۍ پښتو شعر ده
په هندو سندو پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته
غشي د من مې ځي برېښناپر مېرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېونو باندې
په ماتېدونو باندې له ما اتل نسته
زما د بريو پر خول تاويږي هسک په نمنځ او په وياړ
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندې لتاړ
کړم ايوادونه اوجاړ له ما اتل نسته
زما د تورې تر شپول لاندې دى هرات او جروم
غرج و باميان و تخاربولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو يم په روم له ما اتل نسته
پر مرو زما غشي لوني ډاري دښن راڅخه
د هريورود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه له ما اتل نسته
د زرنج سوبه مې د توري په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړاوى د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه له ما اتل نسته
خپلو وګړو لره لور پیرزوينه کوم
دوى په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم له ما اتل نسته
پر لويو غرو مې و ينادرومي نه په ځنډ و په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو شپو مياشتوکال له ما اتل نسته
جمال کټوازی