وران دي مالتونه، کوڅې شاړې دي
لور په لور غمونه، کوڅې شاړې دي
سوزي مې د کلي شنې باغچې په کې
بل دي سره اورونه، کوڅې شاړې دي
لاس کې مې دمینې ګلان مړاوي شول
جړ دي وربلونه، کوڅې شاړې دي
نه دپیغلو جوش نه د زلمو خروش
شړ دي ګودرونه، کوڅې شاړې دي
وخت د بې ننګۍ دی دنیا بله ده
مړه دي غیرتونه، کوڅې شاړې دي
نه دسهار ستوري نه د لمر څړیکه
بر دي تورتمونه، کوڅې شاړې دي
تشې میکدې، خمونه تش دي
تش پکې جامونه، کوڅې شاړې دي
زانګي مې قسمت د شپې په زلفو کې
شپې دي او خیالونه، کوڅې شاړې دي
تللې ده خندا نوره له کلي نه
ووري ماتمونه، کوڅې شاړې دي
ټیټې چې شملې شولې جنډې جګې شوې
سره شول مزارونه، کوڅې شاړې دي
توره تروږمۍ ده لارې ورکې دي
مړه دي مشالونه، کوڅې شاړې دي
آلمان
(۱۹۹۶)اپریل
شاعر : صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
خوب
ویده وم خوب مې لیده،
چې د شپې درونداو پړسېدلی بدن،
زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه
دسپین سهار،
په دار،
ختلی،
ځړیدلی، ښکاري
ویده وم، خوب مې لیده
چې د لمر پېغلې او زرینې، نازنینې لوڼې،
زموږ دکلي دګلبوټو په قالینو باندې،
خاندي،
مستي کوي،
نڅاکوي
او په خمارو، شپو وهلوڅانګو ویشي د رڼاجامونه .
ویده وم، خوب مې لیده .
***
ویده وم، خوب مې لیده،
چې یو بېساري، ګلالي پسرلي،
زموږ دکلي، باغ، په سر اخیستی،
او د غوټیو بهیر،
.زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنګونه کري
ویده وم خوب مې لیده،
چې ډلې، ډلې کلیوالې مسافرې مرغۍ،
بېرته ستنېږي له پردیو نا آشنا باغونو،
او بیا له ډېرو کلو وروسته،
د خپل کلي،
دچنار،
په څانګو،
.د ناز خوبونه کوي
ویده وم،
.خوب مې لیده
خو چې راپاڅېدمه،
سترګې مې پرانیستلې،
:ومې لیدل
د شپې بویناک او پړسېدلی بدن،
لکه ورسته او کرغېړنه وږمه،
زموږ دکلي په کوڅو کې لا تر اوسه جاري،
او دلمر، پېغلې،
نازنینې،
او حسینې لوڼې،
.زموږ د کلي د دیوال تر شا هماغسې په خوب ویدې وې
او باغ،
تر اوسه،
رژیدلی،
نښتېځلی،
.پروت دی
نه د غوټیو بهیر،
نه د ګلونو کاروان،
د رنګونو څپې،
نه د مرغیو د وزرونو، آواز،
او نه د لښتو تنفس،
چمن،
خالي،
له ټولو
یوازې شپه،
یوازې دود،
یوازې خړه وسپنیزه هوا،
.زموږ دکلي په کوڅو کې، جاري
آلمان
(۱۹۹۵)
شاعر صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود