لیکوال: ولی محمد نورزی
ژړا که په ښکاره ډول سره دغمونو او دردونو د ښکارندوي یوه روحی او روانی وسیله ده ، ولی ژړا د انسان بدني او روانې حالت هم په خوځښت را ولي. د ژړا په واسطه ډیر غمونه او دردونه د انسان د زړه د تلې څخه لیری کیږي او دزړه غوټه یې پری خلاصیږی. دژړا حساس یو رغنده ژوندئ علت او سبب لری .داوښکو دڅاڅکو په تویولو سره انسان خپل غمونه ، ناخوالي، دردونه، کړاوونه او ناهیلي له منځه وړي. ژړا دژوند په ټولو مرحلو کي د انسان سره تر مرګه پوري ملګری ده.
د ژړا احساس دانسان په بدنی جوړښت کي د یوه ځانګړې روانې او فکری غریزی په توګه د حالاتوتریخ پیچلې غمیز انډول او بدلون ته ګوری او په یوه ټاکلي موده کي دهغي غمیزی پیښي د بیانولو بڼه او شکل د اوښکوو را تګ ته لاره پرانیزي. دژړا احساس د انسان په مغزو کي دبدن ټول جسمي او فکری غړي په خو ځښت او حرکت را ولي اوانسان دڅو شیبو په ترڅ کي یونوی نابلده چاپیر یال ته ولاړشي. کله چه مونږ ته دخپل تیر ژوند خاطري او وختونه را په یادشي نو مونږ سمدستي د افسوس او خوشالی پړاوته ورلویږوچه کومې تیری خا طري د افسوس اوکومی یی زمونږ د خوشالی سبب ګرځیدلای شي چه ددی ټولو احساساتی پ یښو ارزونه د ژړا اصلی محور ګرځیدلای شي.
ژړا دانسان روحې او جسماني احساساتوته ګټه رسوی.دا ځکه چه ژړا د فکری او روانی غمیزو نه ډکه جوړه شوی غوټه او بار یا بیخي له منځه وړی او یا یی کموی.
دژړا احساس په دوه ډوله دي :
دغم او درد ژړا او یا د خوشالی اوښادی ژړا:
۱: دغم او یادرد ژړا: هغه ژړا ته وایی چه پر انسان باندی د ورپیښي شوی غم او درد روان حالت داسی غلبه او اغیزه وکړی چه خپل ځان نشي کنترولولای اود بدن او فکر ټول احساسات یی ژړا ته چمتو شي. لکه د کورنۍ دنږدی غړو ناڅاپه مړینه،په ډیره مینه سره په دیني او مذهبي مراسموکي د الهی احکامودوعظ اودنصیحتونواوریدل،په تراژیدو پیښو کي خپله ظاهری ګډون او یا دهغي پیښي اصلي حاضرننداره لیدونکي اوداسی نور.
۲: دخوشالی او سو کالی ژړا: هغه ژړاته وایی چه انسان د خپل ژوندون په چا پیریال کي خپله مینه او احساس د خوشالیو او ښیګڼو په چوکاټ کي په خپله ووینی او دهغه څخه خوند واخلي. دا احساس وانسان ته داجتماعی او ګډ ژوند د بریاوو او نیک مرغيو زیری ته د خندا پر ځای د خو شاليو د ژړا احساسات ور بخښي او د څو شیبو لپاره دده پر مخ باندی دښادی او خوشالی د او ښکو څاڅکی ښکاری او دخوشالی په څپو کي غرق او ډوب وي. لکه دکورنۍ دیوه نږدی خپلوانو لیدل وروسته له ډیره وخته، په سپورتی سیالیو کی د خپل هیواد په ګټه ځانګړي بریالیتوبونه ، او یاپه شخصی ژوند کي نا ببره لوي پرمختګ اود هغي ا� �زونه اودرنښت د ټولني اوخلکو لخواه او په ټولنه کي د یوی ریښتینی لاری پواسطه د بریالیتوب ډیری لوړی کچي ته ځان رسول او یا هم په ځانګړي سیالیوکی مډال ګتل او داسی نور بیلګی شته چه انسان د خوشالی ژړا ته هڅوی او دخپل احساس ارزونه کوی. ولی دغه ژړا کټ مټ د خوشالی د خندا سره برابره ده.
په ښځوکي د ژړا احساس تر نارینه زیات دی دا ځکه ښځه د خپلي ناتوانې اوکمزوري احساس یواځی دژړا پواسطه سره مخا مخ لوری ته بیانوی او دهغي ستونځي دحل لاره لټوی. ولی نارینه بیا خپله ستونځه له بلی زاویه نه ګوری او په ژړا یی نه حلوی.
ددی ټولو خبرو نه داسي مالومیږی چه ژړا د انسان و دماغی او جسمی سلسلی ته ډیره ګټه رسوی. دا ځکه چه دانسان په روانی او بدنی جوړښت کی هغه درد ناکي غمیزی او کړاوونه د او ښکو په تویولو سره کرار کرار له منځه ځي او ددرانده بارغو ټه یی سپکیږی.انسان دژړا پواسطه خپل ښکاره غونډۍ غونډۍ غمونه چه وختی یی په دماغ کی ځای پرځای شوی دی، داوښکو د سیلاب په څپوکي د فکرڅخه لیری کوی اود ستړیا احساس یی په خوشالی او شادی بدلیږی لنډا چه ژړا دانسان وروغتیا ته ډیره ګټه رسوی.
خندا :
خندا دانسان دخوشالیو او ښادیو هغه رواني احساساتي حالت دی کوم چي په ښکاره ډول سره انسان دیوی پیښی عیني حالت ویني او یا یې اوری. په دي حالت کې خوشالي او نیک مرغي داسي سره تړلي وی چه انسان هغه یواځې دخندا پواسطه سره څرګندوی. خندا او ُمسکا د احساساتو خو ځندویه وسیلي دي چه محتلف علتونه او سببونه لری.
دبیلګی په تو ګه:
د انسان د ژوند د چا پیریال بریاوی ،په ټولنه کي دانسان د اجتماعی بریالیتوبونو لړۍ ، دانسان ګډون او ونډه د هغه د کاراو ټولني په چا پیریال کي، د وګړوپه منځ کي ډول ډول اړیکی اویا په شخصی ،دینی او مذهبی ښیګڼوخپلي بریاوی دنورو سره شریکول او یادنورو خو شالیو او ښادیو ته هرکلی ویل دخندا سبب کیدلای شی.
خندا او مُسکا د انسان دمغز او عصبي سلسلی تقویه کوی او د انسان بدن ته د خوشالی ډک احساس ور بخښي. د خندا په واسطه د انسان فکری او روانی درد له منځه ځي او د څو شیو لپاره خو شاله او بی درده ښکاری.خندا د ژوند مالګه ده چه دانسان سره تر مرګه پوری ملګری ده اوسړی دژوندون د ټولو ژورو کړاوونو څخه لیری ساتي.
خندا هم په څو ډوله ده:
۱:تر شونډو لاندی خندا . ۲:په زوره یا قهقه خندا . ۳: مُسکا او یا دخندا په وخت کي دغاښونو مالومیدل .۴: په ستوګو یا دسترګو په رپ کي دخندا احساس.
۱: تر شونډو لاندي خندا ، هغه خندا ده چه انسان نا څاپه دیوی پیښي او یوی کیسی په اوریدلوسره لږ څه د خوشالی احساس ښکاره کړی . او دهغی پیښی د او ریدلو شیبه د کوچنی خندا په واسطه سره څرګندوی اومقابل طرف ته د تائید وړګرځي.دغه خندا دنړۍ د انسانانو تر ټولو زیاتو وګړوپه خوله کي له ورایه ښکاري اواحساس یی څرګندیږی.
۲:په زوره او یا قهقه خندا :هغه خندا ته وایی چه سړی په انسانې ټولنه کي دلمړی ځل لپاره دبل انسان څخه داسي کیسه واوری او یا داسي پیښه وویني چه خپل روانی احساس يواځې د قهقه خندا په ډول سره ونوروته بیانوي . دغه خندا د انسانانو په ټولنه کي د طبیعیت دخوی اوعادت په پر تله ډیر فرق او تفاوت لري.ځینی خلک په ډیر لوړ ږغ سره د خندا په بڼه خپل شخصي احساسات ښکاره کوی ولی ځینی بیا په ټیټ او کښته ږغ سره ددي خندا احساس ونوروته بیانوی. دغه خندا هم په کورني انګړاو چاپیریال کي او هم ددوستانو په محفلونوکي اودټولنی په نورو شخصي او اجتماعي غونډوکي ډیره لیدل کیږي.ددي خندا بڼ� � او شکل د هرانسان په ږغ کي یو له بل سره ورته والی نلری.
۳:مُسکا او یا دغاښونو دښکاره کولو خندا: دغه خندا دانساني ټولني د وګړو دژوندانه په ټول چاپیریال کي ډیره لیدل کیږي. ددی خندا احساس ډیر کوچنی وي او په کمه تو ګه احساس کیږی . ددي خندا بڼه او شکل د هر انسان په خوله څرګندیږی ولی دلیدلو او اوریدلو لړۍ یی مخامخ لوری ته هم وړه او کو چنی وي.په دي خنداکي یواځې د سړی ظاهری احساس او رضایت د مُسکا او یا دغاښو په ښکاره کولو سره منځه ته راځي.
۴: په سترګو کي دخندا احساس ، هغه خندا ته وایې چه انسان خپل احساس نه په خوله نه په مُسکا او نه په بله بڼه سره بیانوي ولي یواځې د سترګو په اشاري سره خپل دننه احساسات داسي ښکاره کوی چه ګواکي دی راضي ښکاري او کومه ستونځه نلری. دغه خندا د نړی دانسانانو په ژوندانه کي بیخی ډیره لږ لیدل کیږی او مخامخ لوری ته دمنفی او مثبت ځواب ښکارندويه ده. په سترګو کي د خندا احساس انسانان کله کله هم دمریضی او سختی ناروغي په وخت کي مریض خپل د خوښي احساس د سترګو پواسطه خپلو خپلوانو اونږدی دوستانو ته ښکاره کوی چه ګواکې دی خو شاله او جوړ ښکاری. ددي ټولو بیلګیو څخه د اسي نتیجي ته رسیږو چه مونږ د ژوندون دچاپیریال په چوکاټ کي دغمونو او خوشا لیو په ګډه فضاکي ژوند کوو، او هرڅه وینو، اورو او احساسولای یی شو.ښه به داوي چه دژړا او خندا د ټولو ډولونو څخه ګټه پورته کړو او دخپلي ښي روغتیا او ارام زړه د ساتنی لپاره په ټاکلي وخت کي دژړا او خندا څخه ګټه واخلواو دخپلو درونو غمونو پیټي د خندا په احساس سره له منځه یوسو چي تر څو دښي روغتیا اود سالمو فکرونو خاوندان واوسوو.
دیوه شاعر په زړه پوری شعر د خندا او ټوکو په باره کی : ________________________________________
مـيـنـه، خـنـدا، ټـوكـه، ادا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
سـخـتـو حـالاتـو كـې دعـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
چې هم دې وژني او هم خوند پـه كې لـه ژونده ډېر وي
داسـې نـظـر داسـې مسـكا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
غـروره! پـام كـوه چـې يـار درنـه خـوابـدى نـشـي
سـاه اخـيـسـتـل د زړه درزا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
وخـتـه! دا څـو ښـكلـي بـې قـدره نـه كـړې پـام پـرې كـوه
داسـې پـښـتـو داسـې تـقـوا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
سپوږمۍ په ( لـمـر) ډېر ظلـم مه كوه كه مړه شي ګوره
تـه بـه هـم خـواره شـې رڼـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
ټوکی ټکالی:
جيب کښې دی يو پيسه نشته:
يوه سړي د يو چا جیب ووهلو او پاڅیدو ،سړي ورته وويل : نه شرمیږې ،چې زما جیب پرېکوې ،جیب وهونکی ورته ووېل : ته نه شرمیږې ،چې دومره قيمتي کالي دې اغوستي دي ، ولی په جیب کي دی یوه پیسه هم نشته.
زه ستا ښځه یم:
ديوه سړي ښځه مړه شوه ؛نو ټولو خلکوته يې وژړل ،چې کله زما پلار مړشو؛نو ټولو مشرانو به ويل ،چې مونږ ستا پلرونه يو او چې مور مې مړه شوه هرې ښځې په ويلې ،چې زه ستا مور يم ؛خو چې ښځه مې په حق ورسيده هیچا ونه وېل ،چې زه ستا ښځه يم.
ځئ چې ځو او خير غواړو:
يو فقير ديوه کور دروازه وټکوله ،چې يوه ګوله ډوډۍ راوړئ خداى مو وبخښه .
دکورنه اواز راغې ،چې ډوډۍ نشته .
فقير ورغږ کړ،چې ډوډۍ نشته اوړه راکړئ.
دکورنه اواز راغى ،چې اوړه هم نشته .
فقير ورغږ کړ ،چې اوړه نشته پيسې خو به وي .
دکورنه بيا غږ راغى ،چې پيسې هم نشته .
فقير ووېل : نو بيا په دې کور کښې څه کوئ راځئ ،چې ځو خير وغواړو .
نو جوړه به پوره شي:
اڅک مورته وویل : وگوره مورې ! ماسندره ويله ،چاپه څپلۍ وويشتم .
مور ورته وویل : ته بيا سندره ووايه ،چې په بله څپلۍ دې وولي ؛نو جوړه به پوره شي.
سر يې بل چا وهلى وو:
يو پاچا خپل پوځ جنگ ته لیږلى وو،چې واپس راغلل هر چاخپله بهادري ښودله يو تن له ټولو وروسته ولاړ وو. پاچا ترې تپوس وکړ،چې تا څه توره کړې ده. هغه ورته ووېل ،چې ما ديو سړي نه په توره پښې ووهلې .
پاچا ورته ووېل : سر دې ولې نه واهه ؟
هغه ورته ووېل : چه سر يې بل چا وهلى وو.
څوک به رانه جامې واخلي:
درې کسه يو ځاى کښې سره ناست وو،يو ړوندو،بل شل و او دريم لوڅ اوبربنډ وو.
ړوند خپلو ملگرو ته ووېل : يارانو په غره کی ما دوه غوماشي وليدل ،چې په جنگ سره اخته دي .
شل ورته ووې : ځئ چې ځو تماشې ته یی ورشو .
بربنډ پرې ورودانگل ،چې يا نه ځو ،چرې نه ،چې جامې کالی رانه واخلي.
ځمکه پریوه خواه زور کوی:
د ملا نصرالدين نه چاپوښتنه وکړه ،چې داخلک سهار پاڅي ولې ځينې په يوه خوا ځي او ځينې په بله خوا ځی؟
ده ورته ووېل :که چیرې ټول په يوه خوا ولاړشي ؛ نو بيا ځمکه به په يوه خوا زورکوی.
پای
ولی محمد «نورزی» می ۲۰۱۲
—