لیکوال: سيدعبدالباري روحاني
شمشېرغاركه جمشيدغار سيدعبدالباري روحاني كندهار
شمشېر غار دكندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ شمال لويديځ پلوته په درې نيم كيلومتره واټڼ كې موقعيت لري .دغه لرغونى غار دارغنداب درود ختيځي خواته دبدوان كلې ته نژدې په مارغره كې پروت دى
دشمشېرغار په اړه بيلابيل نظريات موجود دي ددې سيمې ډېرى خلك داګمان كوي چې په غار كې خزانه پرته ده دپېريانو ښار دى دتوروڅرخونه پكښي څرخې څوخولي لري يوه يې په هند بله په چين اوځينې نورځايونه يادوي .
روڼ آندي يې طبعې جوړښت ګڼې اووايي چې ۵۰۰۰ كلن تاريخي قدامت لري اوپخوانيوغارنشينو خلكو پكښې ژوند كاوه .
ګڼ شمېر خلك بيا په دې باوردي چې ددې غار په منځنۍ برخه كې دپاسه غرسورى وو كله چې به اوبه تر ې راتويېدلې دشمشېر غار يخ باد به ورڅخه دشمشېر په څېر تېره نوكي جوړكړه اوډېر تېره به وه دهمدې كبله ورته شمشېرغاروايې .
خوځيني كسان بياوايې چې ددې ځاى اصلي نوم جمشيد غاردى داځكه چې دجمشيد . پاچادلښكروپناه ځاى وو
خوزه لومړى دلته شمشېر غارته خپل ليدلورى ذكركوم . كله چې دغار خولې ته ورغلم ومې ليدل چې دغار خوله تنګه اوپه لومړيوكې يې يوه ډبره پرته وه انسان داسي فكركوي چې ددې ډبري شاته به څه نه وي خو دډبري شاته دغه غار لاښه تره راڅرګندسو دننه په غاركې تاريكه وه او ډېرتند بادپكښي چليده . انسان پكښي بيره احساسوي دبيلابيلو خزندو ترڅنګ پكې شوپركان هم موجود دي . په غار كې دبيلا بيلو حيواناتو هډوكې هم پراته وه دغار په ديوالونو سوندور هم ښكاريدل سندورهغه څه دي چې هندوان ورڅخه په مذهبې مراسموكې ټيكه وهې دهمدغو سوندرو دنښوڅخه ښكاري چې دلته هندوانو ژوند كړى دى
په شمشېرغاركې دتند بادچلندڅخه داسي څرګنديږي چې دغه غار دوې خولې لري خلك هم داوايې چي بله خوله يې په اشيغوكې دبدوان په كلې كې راخلاصه سوې ده خوځينې خلك بيا په د ې باوردي چې دغار بله خوله په مزارشريف كې ده خواكثريت بيا په دې اند دي چې ګواكې ددې غار خوله په چين ځينې نوروايي په هند كې راپرانستي ده .
هرهغه ځاى چې په ازاده فضا كې جوړ نه وي اود هوا دداخليدو ځانګړي ځايونه ورته جوړ سوي نه وي دباد چلند پكښې ناممكن وي خودشمشېر غار دننه دبآد چلند څخه معلوميږي چې غار به حتمې نورسوري هم ولري اوبل داچې كه دلته دباد چلند نه واى دانسانانو ژوند پكښې ناممكن وو.
دزړواوپخوانيوخلكو په وينا چې دغار په منځ كې دوي لويې توري په خورا تيزۍ سره په څرخ دي اوكله چې انسان مخ په وړاندي ورسې همداتوري يې سر تري غوڅوي . خوكله چې زه پخپله غارته ترډېره حده ورننوتم توري راته نه ښكارېدې . خودغاردننه څواړخوته لوى لوى داليزونوته ورته پټ ځايونه درلودل .
كه څه هم په لرغونو غارونو كې دهم هغه وخت دخلكو لخوا په ډبرينو ديوالونو اوپاسنيوبرخوكې دغارونو دښكلا لپاره ګلان اويادتاخچو ځايونه جوړسوي وي خودلته مي داسي څه ونه ليدل او دنورو شيانو دموجوديت څخه داثابتيږي چې دلته به دانسانانو هستوګنځې وو
ددې غار په پاسنۍ برخه غره باندي مارته ورته يوه توره ډبرينه كرښه له ليري واټن څخه ترسترګوكيږي اودهمدي كبله دغه غره ته دمارغر وايې .
ددغه غره په اړه ډول ډول افسانې موجودي دي ډېرى خلك وايې چې دا توره ډبرينه كرښه ماروو اوحضرت علي رض وژلى دى خو ځيني روڼ آندي په دې آند دي چې دايو طبعې جوړښت دى
په مارغره كې دشمشېر غار په اړه ددې سيمې ميشت كسان بيلابيل نظريات لري . اكثره خلك په دې عقيده دي چې په دې غار كې خزانه موجوده ده جنيات پكښې شتون لري اوڅوك نه پريږدي چې دې غارته ورننوځي .
ځيني كسان بيادخپلو نيكونو له قوله وايې چې دوخت پيراوولې بابا صاحب اوموريد يې سربوريده بابا دې غار ته ورننوتل باباصاحب خپل موريد ته ويلي وو چې هيڅ شي ته به لاس نه وروړې اونه بۀ يې راخلې بس زما پرپله پل ږده . ويل كيږي كله چې غارته ورننوتل هلته دپېريانو ښاروو او هر ډول زيورات پراته وه . كله چې دغار څخه راوتل نو سربوريده بابا د زرو خښته رااخيستې وه څه وخت چې دتورو څرخ ته راورسيد بابا ولي ترې راتير سو خو دموريد سر يې توري غوڅ كړ .
خپله سربوريده بابا هم لوړ شخصيت وو خپل پرې سوى سر يې په لاس راواخستى با با صاحب وړاندي اودى ورپسې وو تر ډېره ځايه همداسي روان وه دلاري په اوږدو كې دچهارباغ كلي ته څيرمه دګودر پرغاړه څوتنې ميرمني چې منګي پلاس ناستي وې پام يې ورواو ښت او په لوړ ږغ سره يې وويل يوو يوو هغه سړى وګورى خپل سر يې په لاس راخيستى دى . په دې وخت كې بابا صاحب مخ ورته راواړاوه دخلكو په وينا بابا صاحب ورته وويل ما درته ويلي وو چې په هيڅ شي لاس مه وهه او هيڅ شى مه رااخله . همدا شېبه سربوريده بابا پرمځكه ولويد او ومړ . اواوس هم دارغنداب په يادسوي سيمه دجيليران په کلی كې دسربوريده بابامقبره موجوده ده .
شمشېر غار دنورو تاريخې ابيداتو په څېر يوزيات شمېر سېلانيان لري اوددې سيمي اوسيدونكي ورته په ميله ورځي هغه ميلوال چې زړور وي په ليوالتيا سره دروښنايي وركوونكي آلې په وسيله دننه غار ته ننوځي اودليدلو نه يې خوند اخلي دوى له ځانه سره اهاك وړي دغه اهاك دلاري په اوږدوكې پاشي ترڅودبيرته راوتو لاره پيداكړي
خوډېرى كسان بياډاريږي اونسي كولاى چې غارته ننوځي هغوى دغار خولې ته نژدې دمارغره په لمن كې خپله ميله كوي .
داحمدشابابا دليسي دتاريخ دمضمون ښوونكى ښاغلي محمد حسين شناخته راته وويل چې دشمشېر غار اصلي نوم جمشيد غاردى اودميلادڅخه دوه سوه شل كاله وړاندي پدې غاركې اهل هنودوژوندكاوه . چې تردې مهاله يې په لاس جوړسوي اثار په همدي سيمه كې وجودلري .
شناخته وايې چې دغه غار په اصل كې جمشيد غار دى هغه وخت چې دساساني كورنى جمشيد پاچا چې پايتخت يې د ايران په بابول ښاركې وو دلته راغلى دغه سيمې يې ونيولې اودده دلښكر پناه ځاى سو چې د جمشيد غارپه نوم نومول سوى دى
داځكه په خواچې به هرچا جګړه وكړه (توره ) به يې وكړه دهغه په نامه به يې يو ځاى ونوماوه . دنومووړي په خبره چې دكندهار ګلذار په نامه يوه رساله كې هم ددغه ځاى ذكر سوى دى .
خو په ۱۳۴۵ ه ل كال كې دكندهار دښوونكو دروزنې دعالې مؤسسې څوتنه استادان چې يوامريكايې طبعه يې هم مل وو دغه غارته ورغلل ددې ډلي غړى اودعالي دارالمعلمين پخوانى ښوونكى حاجې محمد خان په خبره دغه غار ځكه شمشېر غار بولي چې ددې غار په منځ كې دپاسه كوچني سوري وه او اوبه تر ې راتويېدلې خومنبع يې معلومه نه وه چې ايا دغره په سركې داوبو چينه وه اوكه څنګه ؟ خودغه اوبه چې به كله لاري لاري راتويېدلې په غا ر كې به دساړه بادله امله په يخي بدلې سوې اودغه يخى به دشمشېر دڅوكي په شان تيره وو اوله همدې امله ورته شمشېر غاروايي .
په لرغونو زمانو كې انسانانو په ځنګلونوكې ژوند كاوه چې كله دځنګلونو څخه راووتل په غرونو كې يې په داسې غارونو كې ژوند كاوه چې اوبه به ورته نژدې وې وروسته ترهغه دوى زراعت كاوه اور پيداسو اوسپنيزي آلې يې جوړي كړې معدنيات يې وموندل اومدني سول . شمشېرغارهم دهم هغه وخت غاردى .
دحاجي محمدخان له قوله دغار دننه دډبرين غره څخه مو يوټه ډبره راوكيندل اودلابراتوار په وسيله مو معلومه كړه چې داهاكو ډبره وه .
ليكوال محمد ولې زلمې بيا دشمشېر غار په اړه پخپله يوه رساله كې ذكر كړي اوليكلې يې دي چې شمشېر غار درې برخې لري . كه په ځير ور ته وكتل سې ټول پنځه محوتي اوغلي ځايونه دي دغار دخولي پرته چې ډېر تنګ دى دونيم متره ته رسيږي . دوهم ځاى يې ۱۷ متره اوږد او۱۳ متره پسور اولوړوالى يې ۶ متره دى .
دريم ځاى يې ۱۱ متره اوږد داليز لري اوداراز په دغه ځاى كې يو بل ځاى راځي چې ددغه غار اوږد والى ۳۵ متره پسور يې ۲۵ متره او لوړوالى يې ۱۰ متره دى .
څلورم غلى ځاى ددريم ځاى په څېر دى اوپنځم ځاى د څلورمي محوتې څخه ۴ متره لوړ دى خوله يې تنګه او مشكل څخه څوك ورڅخه تېريدلاى سي .
دشمشېر غار په اړه ځينو بهرنيو لرغنپوهانو هم څيړني كړي دي . هغه كندني اوڅيړني چې ميسټر ليوډي پرې دنيويارك دطبعې تاريخ دلرغون پيژندني دهييت عضو په ۱۹۵۱ كال كې په شمشېر غار كې وكړې داثابته سوه چې دغه غار دپليوسين په طبقات عرضي دوره كې اودقبل تاريخ په دوره كې استعمال سوى نه دى خوتاريخي غار ورته ويلاى سو .
اوهغه شواهد چې په دې غار كې په لاس راغلي دي دمسيح دپيړۍ د پېل څخه ۱۳۰۰ كاله وروسته بيا د مغلوتر پېړۍ ۱۲۲۲ پوري په دغه غار كې دژوندانه اثار ليدل سوي دي . اودپرونوجې دشواهدو په اساس بيا په دغه غار كې دكوشاني لومړۍ دوره چې دميلاد څخه دمخه د۱۰۰ كالو څخه بيا دميلاد وروسته تر ۱۰۰ كالو پوري اوږديږي .
اوهغه كودر كي چې دټاپو په وسيله ښكلي سوي دي . دغه دوره ورڅخه پيژندل كيږي
اودغه راز دساساني كوشاني دوره چې د ۳۰۰ كاله څخه شروع كيږي اود ۷۰۰ كالو پوري اوږديږي . ددغي دورې دكودركو مخصوص ټوكران دساساني دورې دترقيو او نقشونو ښكارندوى دي اوداسلامې لومړى دوره چې د ۷۰۰ كالو څخه شروع كيږي بيا تر ۱۲۲۲ پوري رسيږي .
دسلجوقې اثر مخصوص كودركي بيا ددي څرګندويي كوي چې شمشېر غار دمغلوتر دوري پوري دانسانانو داوسيدلو ټاټوبى ووخوپه راوروسته كلونو كې بياداوسيدلو ځاى نه وو او شواهد هم ترې نه ښكاريږي .
خودلعاب لرونكو كودركو رنګه ټوتې چې په اسلامي پېړيو پوري اړه لري داڅرګندوي چې داسلامي لومړۍ پيړۍ څخه شمشېر غار د انسانانو داستوګنځي ځاى وو .
خودځينو شنو رنګه كودركو وجود چې دمغلو ديرغل دمخه دغلغلې په ښاركې ليدل سويدي هم دغه نظر څرګندوي ،
نوپه همدې اساس دميلاد دپېړى په شاوخواكې بياتر ۱۲۲۲ پوري د۱۴ څخه بياتر ۱۵ پېړيو پوري شمشېر غار داوسيدلو ځاى وو .
شمشېر غار دتاريخې قدامت له پلوه ډېر ارزښت لري ځكه دلته څو دورې تاريخي مدنيتونه تېر سوي دي ليكوال ميرمعصوم په خپل يوه تاريخې سندكې دشمشېر غار يادونه كړې دغه غار دمغار ه نشينو دوختونوژوند انځوروي اوكابو پنځه زره كاله يې كيږي .
په هر هېواد كې چې تاريخي ابيدات موجود وي اړونده دولتي ارګانونه يې لاښه تره ښكلا اوساتني ته پوره پاملرنه كوي چاپېريال يې كورنيو سېلانيانو او بهرنيو توريستانو ته دميله ځاى په څېر جوړ وي اودهمدې لاري يې نندارچيانوته دپېسو په بدل كې ځانګړي رسمې ټكيټونه وركوي چې په زياته كچه ورڅخه عوايد لري..
خوله بده مرغه دافغانستان اوسنى دولت لاتراوسه په دې نه دى توانيدلى چې د عليحضرت محمدظاهرشاه اوشهيد محمد داود خان دواكمنيو په څېر دتوريستانو پام دخپل هېواد ودي لرغونو وياړلو ابيداتو ته رواړوي ترڅواقتصادپرې قوي كړي حتي تاريخي اثار اوابيدات موتردې ګړيه دچورچپاول ،ړنګيدواوله منځه تلو په حال كې دي چې ساتني اوترميم ته دفني اومسلكې لرغونپوهانو له لوري سخته اړتيالري خو اړونده مسؤلين ورته لاس ترزني ناست دي .
تاريخي ابيداتوته ددولت اواولس دخاصي پاملرني په هيله
سيدعبدالباري روحاني كندهار