بســــــــــــــــــــــمل

دا دی له امریکايي اشغال څخه لس کاله تېراو ایله یې په لسم کال  اسامه کبانو ته وروسپاره .

زه فکر کوم اوس هر چاته روښانه ده، چې نه خواسامه  دنیویارک دبرجونو دنړېدو طراح  و او نه یې  داډول امکانات درلودل .

دا خو وخت دی چې  پخپلو قدمونو کې  موږله ځان سره د رازونو تر حریمه پورې رسوي .

مانا دنیویارک په ډرامه اوس  دنړۍ مطلق اکثریت باوري دی چې دا لوبه پخپله امریکا کړې ده .

دنیویارک له پېښې څخه دوه ورځې مخکې  مسعود والوت .

وېل کیږي ، چې دمسعود په الوزونه کې قسیم فهیم، غبرګ عبدالله، یونس قانوني او یوڅو نورو تاجکو قوماندانانو لاس درلود.

پورتنۍ غبرګې پېښې دننني اشغال لپاره پلمې وې .

دسیمې تر سینه لاندې کولو لپاره دامریکایانو خیال پلو رښتینې بڼه غوره کړه خوتر انجامه به لا ډېرې کوڅې  ولړي  ځکه چې پخپله امریکایانو زموږ خاورې ته نړیواله جګړه راوړه .

نړیواله  په دې مانا چې په افغانستان کې  څو اړخیزه جګړه دوام لري په دې جګړه کې یو شمېر بهرنیان او ځینې ناولې کورنۍ  څېرې دخپل عمر بقأ ویني .

امریکایانو دستراتیژیک تړون  لپاره  دخپلو مزدورو ډنډورچیانو  په مټ  دا یو نیم کال نغارې وغربولې څو ددې  تړون  په نوم  دافغانستان اشغال ته مشروعیت ور وبخښي .

دکابل پېزواني ادارې  دا تاریخي جنایت وکړ خو دولسي پاڅونونو دمخنیوي لپاره یې دپوځي اډو خبرې  دیو کال  لپاره وځنډولې .

دا په داسې حال کې ، چې لا وار دمخه دامریکا په خوښه دپوځي اډو تاسیسات آن لا په هغه وخت کې ترنیمايي پورې رسېدلي وو کله، چې افغان دښمن امریکايي سناتور  روهاباکر دافغانستان  د تجزیې لپاره دوستم، محقق، ضیأمسعود او یو څو نورې منفورې څېرې دالمان برلین ښار ته را غوښتې وې .

ستاسو دوخت په پام کې نیولو سره خبره نوره نه اوږدوم  یوازې  په مسؤلیت سره دومره عرض کوم، چې دیوشمېر  مغرورو او سرټمبه امریکايي سیاست والو له لاسه به نه یوازې زموږ ګران هېواد لانور هم پسې وځپل شي ، بلکې ددریمې نړیوالې جګړې  امکانات  به هم برابر کړي .

اوس چې روسان  په امریکایانو ملنډې وهې او ترانزیتي لارې ورکوي دادخپلوي  له مخې نه دي دا د امریکایانو دتباهي  لپاره دي .

امریکایان هم  اوس یو څه په ځان پوه شوي دي له همدې کبله دخټې پوزه جوړول غواړي ځان ته .

دوی به په داسې حال کې خپلې پښې سپکې کړي، چې  له بده مرغه باید ولیکم زموږ په ملک کې به  کورنۍ جګړه پیل شوې وي .

دامریکایانو د لس کلن اشغال یو بل افت به زموږ کورنۍ جګړه وي چې لا له اوسه یې  تیار ګوګړ په لاس کې ورته نیولي دي .

لنډه یې دا، چې دهــــــرناورین او بدبختي مســـــؤلیت دامریکا پــــــــه غـــــاړه دی .

ستاسو دلا پوهاوې لپاره دا لاندې مطلب  ستاسو خدمت ته وړاندي کیږي :

نيويارک ټايمز: بسم الله محمدي د کورنۍ جګړې لپاره تياری نيسي

د امريکې مشهورې ورځپاڼې (نيويارک ټايمز) په پرونۍ ګڼې کې ليکلي، چې په 2014 کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته يو ځل بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې امکان شته.

ورځپاڼه ليکي چې د شمال ټلوالې پخوانی جنګسالار او د کورنيو چارو اوسنی وزير هڅه کوي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د يوې کورنۍ جګړی لپاره ځان تيار کړي.

د ورځپاڼې په وينا بسم الله محمدي چې پخوا د دفاع وزارت لوی درستيز و، يو زيات شمېر پښتانه پوځيان له شمالي سيمو څخه لرې کړل او پر ځای يې په تاجېکانو کې خپل پلويان وګومارل. وروسته ولسمشر کرزي د همدې اندېښنې له امله نوموړی له دفاع وزارت څخه لرې او د کورنيو چارو وزير وټاکه، خو نوموړي په کورنيو چاو وزارت کې هم پخوانۍ تګلاره غوره کړه.
د يادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي د ټولو امنيتي چارو واګې بيا خپل لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم ته سپارلې دي، چې هغه بسم الله خان او د شورای نظار نورو قومندانانو ته ازاد لاس ورکړی دی او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هغوی له کړنو دفاع کوي.

د امنيت په رياست کې که څه هم تر ډېرې مودې وروسته يو پښتون رييس شوی، خو نوموړي هم د مارشال له وېرې تر اوسه په دغې ادارې کې اړين سمون نه دی راوستی.

ه دی راوستی.

Door Guest