داولسمشرفرمان دافغانستان په حکومتي اداروکي اوسنې کړکیچن ګډوډ انارشیزم اوخپل سری حالت د اداري فساد اورشوت په لمنځه وړولوکي ګټوراواغیزمن ګام نه دئ.
فرمان په حکومتي اداروکي د کابینې غړو،څارنوالې، قضایی اداري والیانواوسفیرانوته ددوومیا شتو څخه ترڅلورواو شپږومیاشتوپوري ټاکلي مهلتونه ورکړیدی چه دخپلي
اداری دکارراپوردجمهوری ریاست مقام اویا د مقام د اموروولوی اداري ته وسپاری. ددغه فرمان په ۱۶۴مادوکي کوم رغنده او ښکاره پیغام چه هری اداري ته په ځانګړۍ اوخاصه توګه د نا سم او نیمګړي کارټولي برخي اونیمګړتیاوي په ګوته شې نه لیدل
کیږی. په فرمان کی په عمومی ډول سره دهری اداري مشرته اشاره شویده چه پخپله د خپلي اداري راپوراوګذارش جوړکی او هغه بیا د جمهوری ریاست مقام ته وړاندی کړی. د پلټنی،تفتیش، څیړني او ځانګري څارګرې اداري دندي اوکړنی نه دی ټاکل شوی.
دفرمان په هکله ډیری پوښتني پیدا کیږي چه څوک به دناسم او نیمګړي کارکنترول کوی اویا داچاري به چاته سپارل کیږي. په دي هکله هیڅ ډول تو ضیح او لارښوونه نه لیدل کیږي. د بیلګی په توګه که چیری په یوه اداره کي فساد شتون ولری نوبیا دهغي اداري مشرچه په خپله هم په فساد کي نغښتی دي. نوڅرنګه به نوموړۍ دخپل ځان په هکله داسي راپوربرابرکړي چه په هغه کي دئ په خپله او یا دده د اداری همکاران هم په فساد کي ککړاوښکیل دي. چه دا د فرمان یوه بله نیمګړتیا ده.
په فرمان کي د بیروکراتیزم اوکاغذي لوبوپرته بل هيڅ کوم نوی شي په سترګونه لیدل کیږی. دفرمان د مادوڅخه داسي انګیرل کیږی چه په حکومتي اداروکي مخکي هيڅ قانون ،طرزالعمل او جزایی قوانین موجودیت نه در لودی.او یواځي همدغه فرمان دحکومتي اداروټولي دندی له سره څاري اود هغه په عملی کولوکي ژمن دي.دا فرمان هغه بیلګي ته ورته دئ چه ګواکي اوس کرزی نوی اولسمشرشو اود حکومت غړي یی هم تازه کاره او نوی اشخاص دي.په فرمان کي دهردولتی جګ پوړي چارواکي د پلټنی اوڅیړني کومه نښه او نښانه نه لیدل کیږي.ټول وزیران اوجګ پوړی چارواکی په خپلو کارونوبوخت دي اوهیڅ کومه ستونځه نشته. په فساد کي ښکیل چارواکي د فساد پرضد مبارزه کوی.
داداری فساد، اخلاقی فساد، اختلاس رشوت،غصب، دقانون نه تطبیق اوسرغړونه ، دواسطي او مصلحتونو عامل ، لامل او سرچیني هغه کرغیړن اونا پاکي څیري دي کوم چه دهمدغه لوړ پوړوچارواکو لخواه سرته رسیږي او دا دوي دي چه خیټه یی دکلنو را هسي په چوکیو باندی اچولي ده او د هیچا نه ویره او بیره نلري.
ددغو اداروپرچارواکوباندی نه دلوی څارنوالی، نه د ستری محکمي او نه هم د ښاروالی زوررسیږی. دوي په سپینه ورځ دخلکو نه رشوت اخلی او د بهرنیانوسره دمیلیونونو ډالروپه ارزښت قراردادونه او معاملي کوی.دوي کلکي او مظبوطي واسطی لري او دتوپکوالواووسله والوډلودملاتړڅخه هم برخمن دي.
د پارلمان غړي هم دځان دښيګڼي او هوسا ژوند لپاره د حکومت سره ګډی معاملي کوی.دوزیران په ټاکلوکي پیسي او تحفي اخلی.ددولتي قوانینو په تصویبولوکي پا ته دي.
دوي د خپل ولایت د خلکو له حاله ځان نه خبروی او دهغوي ستونځۍ ته پام نه اړوي. دا ځکه چه دوي دخلکو اصلي استازی نه دي اودخپلو پیسو او واسطو له لاري انتخابی وکیلان شول. نو ځکه د فساد لوي غداران همدغه وکیلان دی. البته یو کوچنی اقلیت به یی خامخا دخلکو د اصلی استازو په تو ګه انتخاب شوی وي. ولی اکثره برخه یی ُمفت خوره جاه طلبه کسان دي چه د توپک او پیسو په زور وکیلان شول.
د هیواد نه بهر بیا د سفارت په دیپلوما تیکوکړیوکي دانصاف اواهل کار خلک خو بیخي نشته اوزیاتره یی دحیف اومیل په خوندونوکي غرق دی.په ځینو سفارتونوکي دافغانستان داکثریت خلکوژبه یعنی پښتوژبه بیخي نشته اوپه دغه ژبه هيڅ ډول معلومات نه ورکول کیږي دا ځکه چه د سفارت کارکونکی ددي ژبی دویلووړتیا وی نلری او نه یی دیوی رسمي ژبی په بڼه او شکل یی پیژنې. دا حالت په بهرکي دافغانستان درسمي سفارتونو د بی پروایی اوبیغوری ډیری پوښتني اوګرویژنی را منځته کړی دی.او دزغم وړنه دی.
بل طرف ته وګوری چه دیوی میا شتي په ترڅ کي د پاکستان فوځی حکومت دافغانستان پر پاک حریم باندی داسي تعرضونه کوی چه فقیررنځیدلی خوارغریب افغان اولس یی په خپلو کورونو کي دمرګ وکندو ته وسپاری او یا یی ټپی او زخمي کړل. دغه بیچاره ګان دخپلو کورونوڅخه دروژی په دغه مبارکه میاشت کي و شړولوته مجبورکړل شول اولا لهانده اوسرګردانه دیتم په شان په سرواوښکو اودردیلې زړه دخپل پلارني ټاټوبی څخه وتلو ته اړشول اوخپله پلارني مینه یی پریښوله.دا ځکه چه دا خاوره مالک نلری او د افغان اولس بچیانو اوازهیڅوک نه اوری.
ددفاع وزارت، داخله وزارت، خارجه وزارت وزیران او اولسمشرپه قصرونوکي ورته ناست دي. او خپلی تما شي کوی. دایساف او ناتوقوتونه خو بیخي سرنه خلا صوی او امریکا بیا ځان نا خبره اچوی. پاکستان ددوستي او ښه وګاونډیتوب ناری وهي.
دلمړۍ درجي جګ پوړو چارواکوتر منځ رسمی ملاقاتونه روان دي.
دیته وایی یو بام او دوی هواوي. دافغانستان دولت د خپل تاریخ په ټول شتون کي هیڅ وخت دومره بی واکه، ضعیف او کمزوری نه وو، لکه نن چه دی. نه د پردیو یرغلګرو په مقابل کي دفاع نشي کولای اونه هم خپله پا که خاوره اوحریم د پردوله حملونه ساتلې شی
ددي نه داسي ما لومیږی چه مونږنه جنګی وسایل لرواونه هم د خپلی ځمکي دتمامیت او استقلال نه دفاع کولای شو، ولي د جګ پوړیزو ودانیو او لوړ قیمته کورونوجوړولو توان لرو. مُفتي پیسي او ډالر بیله زیار او زحمته پیدا کوو او دهرچا څخه مخکي یوو. دخیرات کچکول مي په لاس کي دی او هرڅه د ملت په نا مه خپل ځانته غواړو.
داولسمشر فرمان به هغه وخت عملي بڼه او جنبه پیدا کړي چه فسادګر مجریم په جزا محکوم شي او دځمکو غصب کونکي دقانون ومنګولو ته وسپارل شي کار واهل کارته وسپارل شي. پرغدارانو، رشوت خورانو او غصب کارانو باندي دشرعی عدالت او قانونی حاکمیت دقضایې محکمو پری کړي عملی شي، او مجریمونو ته جزا اعلانشي.
دانجنیر، داکتر،تخنیکی کار پوه او اقتصادان تفاوت وشي. په دنده ګمارولوکي دتجربی ، لیاقت او استعداد وړتیاوی په نظرکي ونیول شي او دهرقانون سرغړونکي شخص سره د قانون له مخي جدی اجرائت وشي. نودلته به وي چه هم به د اولسمشرفرمان د تطبیق وړ وي او هم به خلک خوشاله او سوکاله ژوند ولري.پرته له دي نه د فرمان اغیزه ډیره کمزوری او ناتوانه ده.او دتطبیق چاري یی هم د واقیعیت نه لیری ښکاري.
بیاهم هم یو متل دی چه وایی (څه چي په دیګ کي وي هغه په کاسه کي را ووزی) مونږ به یی وګورو چه دغه فرمان ددغي او سنې فساد ګری اداري کومه اړخ اصلاح کولای شي.او دا فساد به نورهم پرمخ ولاړشي اوکه به یی د مخنیوي لاری ونیول شي.
دافغان اولس د ویښتیا او بیدارتوب په هیله.
ولی محمد «نورزی »