مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود

موږ په دې مرکه کې هڅه کړې ، له ښاغلي او منلي ليکوال، رسنوال او شاعر سهار سره د يولړ پوښتنو اښتنو له لارې داسې څه ترلاسه کړوچې په ځا نگړي ډول د ځوان  فرهنگي پښت لپاره هم گټوروي او هم په زړه پورې. په دې مانا  چې په اړوندوډگروکې يې ازمېښتونه اونوښتونه، بري او برياوې ځانته مخبېلگه کاندې. په پرمختللې نړۍ کې د پوهې او فرهنگ ډېری نومورې سټې د دې زېږ نده دي چې له هماغه لومړيوهاندوهڅويې د خپل ټاټوبي او لا ان د نړۍ پرکچ يو څوک نوميالي ځانته ايډيال ټاکلی او د هماغه پر پلونو يې پل اېښی دی.

 تر کوم بريده چې د گران اوهڅاند فرهنگيال سهار له ادبي او رسنيزو ليکنو، ژباړنو او ادبي پنځونو، په تېره نوښتگرانه شعر څخه را څرگندېږي، رښتيا هم دی د نوي پښتني پښت يو ايډيال استازی گڼلای شو. هره کرښه، هره غونډله او مسره يې د ولسي او انساني مينې ځلندويي کوي او موږ هم په همدې مينه او ولوله د دې جوگه و گاڼه، سم له لاسه ورسره د ليکوال، رسنوال او ژباړن په توگه خپلې پوښتنې اښتنې شريکې کړو او په راتلونکې کې ورته د يوه نوښتگر شاعرپه توگه د يوې جلا مرکې بلنه ورکړو.

دادی، د تېرو مرکو په څېر ترهرڅه وړاندې د دغې فرهنگي سټې د اند و ژوند د پوره پېژندگلوۍ په موخه له لنډ ژوند ليک سره د څو گډوقلمي دوستانو پېرزو ينې هم رانغاړو.

نذیراحمد سهار دیرش کاله وړاندې د ارواښاد جګړن میر احمد مسود په کورکهول کې سترګې غړولې دي، چې دا کورنۍ د پښتنو له یوې سترې، درنې (مسود) قبیلې سره تړاو لري. خو سره له دې هیڅکله د ټبرولۍ په لومه کې نه دی نښتی او شعار یې د ولسولۍ پر محور را څرخي اوله همدې ليد توگې سره يې ځانته لنډ نوم ((سهار)) غوره گڼلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې په وزیرستان، منځنۍ د پیښور په حضرت قیس بن سعد لیسه او لوړې هغه يې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې بشپړې کړې دي. پر (۱۳۸۳) لمریز کال يې د لیسانس بريليک ترگوتو کولو راهيسې د خبریالۍ او ورسره ورسره د ليکوالۍ او شعر و شاعرۍ لاره پر مخ اخېستې ده.

لا د پوهنځي زده کوونکی وو، چې په رسنوالي او ليکوالي غبرگو ډگروکې یې خپلې وړتیاوې پرکاراچولې، له سهار ورځپاڼې رانیولې، تر کلید اونیزې، کلید راډیو، ویسا ورځپاڼې، لمراو طلوع تلویزون، پژواک خبري آژانس او کابل نیوز پورې يې خپلو ازمېښتونو ته اوږه ورکړې وه.

ـ زموږ دهیواد نومیالي ژبپوهاند اود شعر و ادب ټولمنلي استاد پوهاند ډوکټورمجاوراحمد  زیار په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي سهارد فرهنگي هاند وهڅو په اړه داسې کښلې دي:

((له گران او هڅاند سره لومړۍ پلا د نړيجال(انټنېټ) په ارته بيرته ورشوکې مخامخ شوم او د پوهنځي پر وروستي کال يې په((ادبي بهير)) کې مخامخ ليدنې سترگې را وروڼلې چې له ((کليد)) سره يې خپل څانگيزه همکاري پر مخ وړله.  په بنډار کې يې له يو رنگين غزله هم راته پوره پته ولگېده چې دی په ټوله مانا د ځوان فرهنگي- کمپيوټري پښت د هماغو هڅاندو اومخکښو څېرو په کتارکې راځي.  په دې توگه يې دا هوډ وهيله په زړه کې را ټوکولې وه چې که وکړای شم، په وده وش اولاغوړېدا کې يې يو څه ونډه واخېسای شم او تر هرڅه له مخه خپل پوهنتوني مهال ورپرياد کړم چې مې څنگه له يوا زېنۍ سرکاري رادېو او بيا درو گونو ورځپاڼو او همدومره شمېر مهالنيو سره د قلمي همکاريو تر څنگه وياندي او خبريالي هم کوله، هغه هم په هغو لنډو تنگو شرايطو او تخنيکي تنگسو کې… او بيا يې دېته ځير کړم چې د ډېرو غوندې يوازې پر رسنوالۍ بسيا پاتې نه شي، ليکوالي او تر شعروشاعرۍ پورې ادبي هاندوهڅې نورې هم پرمخ يوسې…

او دادی، زموږ ځوان فرهنگيال د پرلپسې کار و زيار په مټ يې په تېراووکلن پېرکې گڼې رسنيزې او ادبي پنځونې، ليکنې، او ژباړنې ترسره کړې او د چا خبره، د کتابونو څښتن شوی دی.  نو داچې په دغو بريو او برياووسره يې زما ارمان هم غځونې کړي، پرې وياړم او د زړه له تله يې د لا ډېرو هاندو هڅو او ځلاندو کارنامو او ښادنامو غو ښتونکی يم!

زيار، اکسفورډ، اگست۲۰۱۲))

ښاغلي سهار د خبریالۍ په ډګر کې بیلابیل ارزښتناک او ګټورکتابونه لیکلي او ژباړلي دي. دلته یې یوازې د نومونو پریادونه بسنه کوو:

څانگيزې ليکنې او ژباړنې:

ـ خبر څنګه ولیکو؟

– مرکه څنګه وکړو؟

– د رپوټ لیکنې ارونه

– انلاین خبریالي

– سخت او نرم خبر

– رسنیزه څیړنه

– اشتهار و بازار (مارکیټنګ په عمل کې)، (ژباړه)

ښاغلي سهار د ژورنالیستیکي هلو ځلو تر څنګ د یوه ښه لیکوال په توګه خپلې آزموینې د شعر او ادب په ډګرکې هم پخې کړې دي، او په خپلو پنځونو يې د پښتو ادب  په غوړېدا او ښېرازۍ کې اغېزمنه ونډه اخېستې ده. په دې تړاو يې تراوسه دا کتابونه د چاپ په پساله پسوللي دي:

ادبي پنځونې او ژباړنې:

– د لونګو ځونډی (شعري ټولګه)

– د چینې تر غاړې راشه (شعري ټولګه)

– هغه لیونۍ ده (د لنډو کیسو او طنزونو ټولګه)

ـ د مساپرو دې خدای مل شي ( د شاعرانو پيژندګلوي)

– نازنین (ژباړل شوی ناول)

– شیطان په پریوتو کې (ژباړلی ناول)

– د سروزرو صندوق ( په پنځو ټوکونوکې عامه معلومات)

او داسې يې یو شمیر نورې لیکنې په چاپي او انټرنېټي رسنيو کې خپرې شوې دي.

ښاغلی نذیراحمد سهار دا مهال د (کابل نیوزتلویزون) د خپرونو د سروال(رئيس)او پازوال (مسوول) په توګه کارکوي.

په رښتیا سره ښاغلي سهار د خپلو هر اړخیزو علمي، ټولنیزو او ادبي آثارو په وسیله د پښتو ادب ډګرځلانده او روښانه ساتلی دی، او په دې لاره کې یې د قدراوستاینې وړ خدمتونه تر سره کړې دي.

– ښاغلې ډاکتر صاحب ببرک ارغند چې یو نامتو اووتلې ژورنالیست، نوښتګر او مخکښ داستان لیکونکې دی،  په خپله یوه لیکنه کې د يوه ځوان همڅانگيز په توگه د ښاغلي سهار د رسنيزو او همداراز ادبي وړتياوو او هلوځلوپه اړه داسې ليکي:

(جناب نذیراحمد سهار با  نگارش نوشته های سودمندی  در عرصه های تهیه خبر ، کنکاش ، گزارش و سایر  ژانر های ژورنالستیک و همچنان برگردان آثار مفیدی  در این زمینه ها ، گامهای سازنده  یی در رشد و آگاهی  بیشترمسلکی جوانان  و نوآموزان  این عرصه  بر داشته است  . ژورنالیسم جوان ومعاصر ما  زحمات و عرق ریزیهای دانشمندانی چون آقای سهار را فراموش نخواهد نمود . بیاد داشته باشیم که این امروز است که فردا را میسازد. محترم سهار با نوشته ها ، اشعار و برگردانهای جالب و خواندنی خویش  از دیر زمانی به اینسودر خدمت علم و فرهنگ کشور قرار دارد. قلم شان تواناتر باد….)

داکترببرک ارغند (۱۱/۸/۲۰۱۲)

دا هم  زموږ پوښتنې او د ښاغلي نذيرسهار غبرگونې:

ــ سهار صاحب زما نیکې هیلې او پیرزوینې ومنئ. مرکه دوې برخې لري، په دې برخه کې زما پوښتنې ستاسې پر څانگيزو(مسلکي) فعالیتونو راڅرخي، او په بله مرکه کې به د شعر او ادب په تړاو خبرې ولرو.

اجازه راکړئ، چې خپلې پوښتنې پیل کړم :

ــ سمه ده، زه هم خپل سلامونه او پیرزوینې تاسې او ټولو هیوادوالو ته وړاندې کوم، او په خدمت کې مو یم.

پوښتنه :

ښاغلی سهارصاحب! تاسې ژورنالیزم څه ډول راپیژنئ، په کومو ځانګړنو او پوهې سره کیدای شي، چې یو څوک دیوه مسلکي اوتکړه ژورنالیست په توګه راڅرګند شي؟

ځواب :

ژورنالیزم یو ټولنیز مسوولیت دی، چې واقعیتنونه راغبرگوي. د پېښو د ابلاغ، تحلیل او تفسیر چاره خبریالي ده. خبریالي حقیقت په واقعي او عیني فضا کې څاري. اصولا د خبریالۍ دنده هم له بېلابېلو لارو او ژورنالستیکو ژانرونو او تګلارو همدغه حقیقت ته رسېدل دي. د حقایقو پلټل او زبادول، بې پریتوب، روغتیا او دقت، د پېښې د اړخونو ترمنځ انډول ساتل، چټکه اطلاع د خبریالۍ مهم اصول دي، چې خبریا لان یې په پلي کولو مکلف دي. دغه راز مسلکي زده کړې، د ژورنالیزم پر اصولو پو هېدا او د لیکوالۍ پر تګلارو لاسبری هم د خبریالانو لپاره مهم دي. زه فکر کوم که دغه مسایل زموږ خبریالان په پام کې ونیسي، یا لږ ترلږه دغه ارونه یې په وجود کې وي ، خبریالي به یې هم مسلکي وي اوهم پاموړ.

پوښتنه :

ستاسې پر اند د یوه رسنوال( ژورنالیست )غوره او اساسي دندې څه دي؟

ځواب :

ښه دلته زه رسنوال او ژورنالیست سره بیلوم. رسنوال د دود له مخې هغه کسان دي، چې د رسنیو ملکیت او مالکیت یې په لاس کې وي. هغوی ته د افغانستان د رسنیو قانون خپل شرایط ایښي دي، خو لږترلږه د ژورنالیزم له ډګرسره باید روږدي او نژدې پاتې شوي وي. د ژورنالیست مهمه دنده د حقایقو په رڼا کې د پېښو خپراوی دی. نور ټول ارونه او تګلارې، چې وضع کیږي، د همدغه حقیقیت په خدمت کې دي. یانې که د خبري ارزښتونو، انډول، چټکتیا، روغتیا، ټولنیز مسوولیت، اخلاقو، دقت او نورو ارونو خبره کیږي، ټول د حقایقو پر سمې او اغیزناکې خبرتيا ډډه لگوي.

 پوښتنه :

د یوه ژورنالیست ګوزارش (رپوټ) او لیکنه پر کومو څانگيزو( مسلکي) معیارونو او بنسټونو ولاړه وي؟

ځواب :

زه به لږ پر رپوټ وغږیږم. رپوټ په ټوليز ډول د خبر او څيړنې په ترکیب کې د صحنو او عيني او واقعي پېښو خبر راکوي. په راپور کې د خبريال مشاهده باید رو ښانه وي. راپور ډېرى پر دوو توکو ((ولې)) او ((څنګه)) راڅرخي. په ولې کې خبریال د پېښې لاملونه يا په ټوليزه توګه (Hard News) وړاندې کوي، خو په څنګه کې بيا د پېښې سپړنه او انځورګري پيليږي. دغه برخه ډېره نرم خبر يا (Soft News) ته پاتې کيږي. ارواپوهان هم وايي، چې مخاطبان د نورو توکو په پرتله ډېرى پر ولې او څنګه ټينګار کوي. موږ په رپوټ کې د رسنۍ د بڼې، موضوع او سبک له مخې ګڼ ډولونه لرو، چې پر هر یوه بحث به ډېر وخت واخلي، خو په عمومي ډول مخاطب پوهنه، عينيت، روایت، د رسمي او نارسمي سرچینو غږول، انډول، څیړنه، مشاهدې، مرکې، سبک یا د بیان ډول، شننه (تحلیل) او ځینې نور ارونه، چې مخکې مې هم یاد کړل، د یوه رپوټ او راپورټر لپاره مهم دي.

 پوښتنه :

د رسنیو او وینا آزادي څه ډول راپیژنئ، آیا د بیان اومطبوعاتو آزادي کوم سرحد لري او که نه؟ که یې لري، کوم مسایل پکې رانغښتې دي؟

ځواب :

د بیان د ازادۍ تعریف او د دغې ازادۍ د پولو او بریدونو ټاکل، په تړلو او ولسواکو دواړو ټولنو کې ناندريزه سکالو( اختلافي موضوع) ده.

 د بیان ازادي مثبت او په ځینو مواردو کې منفي دواړه اړخونه لري، خو دغه دواړه اړخونه له بیان نه د کار اخستلو په  څرنګتیا پورې اړه لري. بیان کېدای شي، په خپله لفظي اډانه کې فرد، افرادو او د افرادو یوې ډلې یا ټولنې ته زیان ورسوي، خو دا ستونزمن کار دی، چې دغه زیان اندازه کړای شي، یا په زغرده د بیان د زیان قضاوت وشي.

په ټولنو کې ډېر داسې مسایل پیښیږی، چې په ښکاره د فرد یا د افرادو د یوې ډلې په نظر زیانناک وي. دغو ټولو ته لا څوک پر دې نه دي بریالي شوي، چې پولې وټاکي او یا یې د ګټې او زیان رښتینی قضاوت وکړای شي، خو په ټولیز ډول هېوادونه او ټولنې یو لړ ارزښتونه او ګټې لري، چې په مدني قوانینو او ټولنیز دود او عرف کې یې پر خوندیتابه ټینګار کیږي. دغه ارزښتونه په ځینو مواردو کې د بیان دازادۍ پولې هم ټاکي. د بیان د ازادۍ د محدودیت په برخه کې د انساني کرامت او فردي – ټولنیز خوندیتوب په څېر ځینې نور ارونه هم شته، چې په مستقیم ډول د خلکو له شخصیت او ژوند سره تړاو لري. هیڅوک او هیڅ قانون هم چاته دا حق نه ورکوي، چې د نورو پر حقونو تېری وشي. دغو مسایلو ته په پام سره دا قضاوت کېدای شي، چې د بیان ازادي د ټولنې او نظام له شته قوانینو سره همغږۍ ته اړه ده. رسنۍ د ولسواکۍ د څلورم ځواک په توګه د ملي ګټو او ټولنیز فکري- ذهني امنیت په برخه کې د دریګونو قواوو په څېر برابر مسوولیت لري. په دې صورت کې یولړ مسوولیتونه هم ورته راجع کیږي، چې په نه اجرا کولو یا سرغړونې سره یې ټولنيزې ناخوالې او يوه ذهني- فكري نا امني زيږي.

پوښتنه :

تاسې خبر یاست، چې په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د وینا آزادي، د رسنیوآزادي او د ژورنالیستانو کار او فعالیت له خنډوځنډ او ان ګواښ سره مخامخ شوی دی. تاسې د یوه ژورنالیست په توګه دا ستونزی څه ډول څیړئ؟

ځواب :

د افغانستان په څېر ټولنه کې د رسنیو پر وړاندې ننگونې اوګواښنې دوه اړخه لري، چې یو پخپله له رسنۍ او ژورنالست نه سرچینه اخلي او بل له بهره نور فاکتورونه دي. د داخلي اړخ مساله د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو له نامسلکي چلند او دغه راز پالیسیو، دریځونو او ځانسانسوریو سرچینه اخلي.  ځانسانسوري هم په ډېری مواردو کې د متوجه بهرنیو ګواښونو پر بنسټ رامنځته کیږي، چې دا په افغاني رسنیو کې د مسلکي کار پر وړاندې یو ستر خنډ دی.

له بهره هم موږ ګڼ ګواښونه او ننګونې لرو، چې زورواکان، وسله والې ډلې، حکومتي چارواکي او دغه راز یو شمېر دودیز مسایل پکې برخه لري.

څو ورځې وړاندې مو د رسنیو د مسوولانو په یوه غونډه کې د پښتنو په یوه قبیله کې پر یوه ډېر ناوړه دود خبرې وکړې، چې که رسنۍ پرې غږيږي، کېدای شي د ټولې قبیلې دښمني پرغاړه واخلي. پر دې مو هم خبرې وکړې، چې څنګه ددغو ګواښونو پر وړاندې یوه ګډه مقابله وشي، خو دغه مقابله د افغانستان په څېر هېواد کې، چې قانون پکې په بشپړه توګه لا واکمن نه دی او خپله چارواکي هم په ډېرو مواردو کې د پېښو او حقایقو د وېش مخنیوی کوي، یوڅه ګواښناک دی، خو ناممکن کار نه دی.

پوښتنه :

د ناوړو ټولنيزو دودونو په له منځه وړلو یا هم نومهالونې (مډرن کولو) کې د رسنیو رول څنګه ارزوﺉ، ایا کېدای شي یولړ ټولمنلي پښتني دودونه مډرن نومهالي کړ شي او له منفي هغو سره یې مبارزه وشي يا له منځه یووړل شي؟

ځواب :

په وسمهالې نړۍ کې د مډرنایزیشن پخوانۍ لارې چارې له منځه تللې او اوس ټول تمرکز په رسنیو دی، ځکه رسنۍ کولای شي خلکو ته فکر او اړخ ورکړي. ځینې دودونه د تېرو خلکو د ازمېښتو زېږنده دي، خو دا، چې نړۍ ګلوبلایز کیږي، د دودونو ساحه وړه کیږي او دوام نه کوي. په پښتني او افغاني ټولنه کې هم داسې دودونه شته، چې منفي اړخونه یې زیات دي. ډېری هغه هېوادونه، چې د رسنیو ملکیت او مالکیت یې پراخ دی، په دې لټه کې دي، چې خپل فرهنګ او دود ته پراختیا ورکړي او په یوه نوې بڼه یې عام کړي. دا کار د یو شمېر ټولنو په زیان هم دی لکه دریشي، چې د لویدیز لباس دی، خو اوس زموږ په ټولنه کې هم تر ډېره عام شوی دی.

د افغانستان په ټولنه کې دودیزې لوبې مخ پر ورکېدو دي، که څه هم دا مثبت دودونه دي، خو د توکميزو ارزښتونو د له منځه تلو او دغه راز د یو شمېر لوبو د نړیوال ارزښت له مخې له پرمختګه لوېدلې او ورو ورو د خلکو له ذهن او دوده غورځي. په رسنیو کې د رنگارنگو سکالوو راتګ، د سندرو صحنې، سریال او ډرامې، چې د نورو هېوادونو د فرهنګ ښکارندويي کوي، پر ټولنه اغیز شیندي او ورو ورو تغذیه کیږي.

په اوسنۍ نړۍ کې د یوه يوازېني پرځان بسيا فرهنګ خوندي کول ستونزمن کار دی، ځکه د سترو ملتونو فرهنګونه د هغوی د اقتصادي او رسنیزو فعالیتونو په مټ پر کمزورو ملتونو اغیز پریباسي. ټولنې باید دا ډول جریانونه د ځان لپاره ګواښ ونه ګڼي، خو لازمه ده، چې د دا وړ جریان د مثبت استعمال او خپل هغه د تداوم او بډاینې په خاطر پر ملي فرهنګونو هم کار وشي او له نړیوالو هغو سره، چې له ټولنې، او عقیدې سره یې اړخ لګوي، همغږي راولي.

پوښتنه :

د رسنیو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د تکنالوژۍ په ځانګړې توګه د رسنیزو وسایلو چټک پرمختګ – کورنی نظام شړوي، دغه ليدتوگه څومره رښتینې ده؟

ځواب :

رسنۍ او رسنیز وسایل په خپل ځای ډېر ارزښت لري. په عمومي ډول نه یوازې دا، چې کورنی نظام یې نه دی شړولی، بلکې نړۍ یې هم د یوه کلي او کورنۍ په څېر سره کوچنۍ کړې ده.  په ځینو مواردو کې کېدای شي تکنالوژیک وسایل انسان د فرد پالنې پر لور بوځي او د کورنۍ ټولنیز سیستم وشړوي، خو دا د وسیلې د استعمال په څرنګتیا پورې اړه لري. په ایفون کې ډېر ځله فرد له نورو لرې په انټرنیټ او بنډارخونو کې بوخت وي او د کورنۍ له غړو سره له تعاملي حالت نه وځي. یا د ټیلیفون په راتګ سره، پخوانی مثبت دود، چې راشه درشه او مخامخ پوښتنې وې، له منځه تللی او اوس یوازې په یوه ټیلیفوني اړیکه اکتفا کیږي. له ټکنالوژي او وسایلو سره دا ډول چلند طبعا، چې په ټولنه کې د افرادو ترمنځ مخامخ اړیکي نفی کوي او یو ډول فاصله زیږوي، خو بیا هم دا په دې پوره اړه لري، چې موږ له وسایلو نه څه ډول، چېرته او په کومو شرایطو کې ګټه اخلو.

پوښتنه :

دا چې زموږ په هیواد کې ځینې حکومتي او دولتي چارواکي په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي فساد ککړ دي او خپلې ګټې په خطر کې ویني نو د ډله ییزو رسنیو پازوال (مسوولین) او ډیری ژورنالیستان د فشار، خطر او  ان د مرګ تر ګواښه مخامخوي او تر قضایي عدلي تعقیب لاندی نیول کیږي. تاسې د یوه آزمویلي او مخینه وال ژورنالیست په توګه د دغو ستونزو او خنډونو پر وړاندی څه لید لرئ؟

ځواب :

ګډ کار او ګډه دفاع یې یوازینۍ لاره ده.

پوښتنه :

ستاسې له انده د ژورنالیستانو ملي او نړیوالې ټولنې څه ډول کولای شي، چې د ژورنالیستانو او خبریالانو د شهادت په وړاندې خپله وړتیا او مقاومت وښیي، چې د داسې زړه بوږنوونکو پیښو مخه ډب کړي؟

ځواب :

له بده مرغه په افغانستان کې ډېری دغسې ټولنې د شخصي، ګوندي او سیاسي ګټو پر بنسټ جوړې شوې او په دا وړ مسایلو کې یې چلند هم تر ډېره سلیقوي او ګوندي دی. له دوی نه ډېره تمه په کار هم نه ده، خو نړیوالې ټولنې په دې برخه کې ډېر کار کولای شي.

زه د خبریالانو لپاره د دریو څیزونو پر خوندیتوب ټینګار کوم. ژوند، دنده او کاري چاپیریال. که چېرې قوانین پلې شي او کاري چاپیریال او وظیفوي مصئونیت یې تضمین شي، د خبریالانو پر وړاندې به شته ننګونې راکمې شي.

 پوښتنه :

دا جوته ده، چې تاسې د ژورنالیزم او ادبیاتو په برخه کې څرګندې بریاوې لرئ. دغه دواړې برخې څه ډول سره پرتله کوئ او خپله وړتیا په کومه یوه کې وینئ؟

ځواب :

ډېر خلک ادبیات او ژورنالیزم خور او ورور ګڼي. خو ادب او ژورنالیزم د ګډو ځانګړنو ترڅنګ ځینې داسې ځانګړنې هم لري، چې یوتربله یې بیلوي. په ژورنالیزم کې موږ پر حقیقیت تمرکز کوو، خو په ادبیاتو کې تخیل مهم فاکتور دی. که په ژورنالیزم کې له ادبي ژانرونو او تخیل کار اخستل کیږي هم، د خبر، رپوټ یا هم بل ژورنالستي ژانر په خدمت کې وي، یانې تخیل او ادبي سبک او تګلار حقیقت تر شعاع لاندې رانه ولي، بلکې د حقیقت په خدمت کې وي. پخوا، چې ادبیات تر ژورنالیزم مخکښ ډګر درلود، پر ژورنالیزم یې اغیز ډېر و، خو اوس د رسنیو په ودې او ټکنالوژیک پرمختګ سره ادبیات د ژورنالیزم تر اغیز لاندې دي. په افغانستان کې برعکس لا هم ژورنالیزم د ادبیاتو تر درانده اغیز لاندې دی، ځکه دلته د خبریالانو ډېری تشې ادیبانو او شاعرانو ډکې کړې، طبعا، چې ژورنالستیکې چارې یې هم په ادبي هغو خړوبې دي.

په دې وروستیو کې موږ په ژورنالستیکي ژانرونو کې نوي سبکونه وینو، لکه الماسي سبک، کیسه ییز سبک او داسې نور، چې د ژورنالیزم او ادبیاتو یو ګډ ترکیب دی.

زه په مسلکي لحاظ له ژورنالیزم سره تړلی یم او په دې برخه کې مې د لیسانس په کچه زده کړې کړې دي. په ادبیاتو کې د نظر او تیوري ورکولو پرځای هڅه کوم عملي کار وکړم، په مسلکي لحاظ ځان په هغه حد کې نه ګڼم، چې په ادبي مسایلو کې بحث او مباحثې وکړم.

پوښتنه :

د خبر د ډولونو او څرنګوالي په اړه مو نظر څه دی؟ د یوه خبر او یا ژورنالیستیک ژانر لپاره کوم سبک، اصول او بنسټونه باید په پام کې ونیول شي؟

ځواب :

اوس په عمومي ډول خبرونه په دوو ډولونو ویشل کیږي، چې یو نرم او بل سخت دي. پخوا په لسګونو ډوله خبرونه تعریف شوي، خو زه پر همدې ډولونو ټینګار کوم، ځکه دغه دوه ډوله خبرونه ټولې بڼې په ځان کې رانغاړي.

د ژانر په اړه باید ووایم، چې موږ د رسنیو بېلابېل ډولونه لرو، چې د هغو په پامنیوي سره د سبک بڼه هم ټاکل کیږي. په ټلویزیون کې به یو ډول وي، په راډیو کې بل ډول او په انلاین او چاپي رسنیو کې بل ډول. په عمومي ډول په سختو یا هارډ خبرونو کې سرچپه هرم سبک او په سافټ یا نرمو خبرونو کې کیسه ییز سبک کارول کیږي، خو بیا هم د سبک انتخاب په موضوع، سلیقې، د رسنۍ په ډول او نورو مسایلو پورې تړاو لري.

پوښتنه :

رادیواو تلویزون د اغیزمنو ډله ییزو رسنیو په توګه د یوه هیواد د خلکو د ذهن په ویښتیا او بیداری کې څومره رول لوبولای شي؟

ځواب :

رسنۍ په عمومي ډول د ویښتابه لپاره ښې وسیلې دي. همدا اوس د عربو په پسرلي کې د الجزیرې رول ټولو ته جوت دی. په افغانستان کې هم رسنیو د عامه ذهنیت په روښانه کولو او دغه راز ویښتابه کې رغنده رول لوبولی دی.

پوښتنه :

ستاسې پر اند د یوه تلویزوني خبر لپاره د هغه متن او که د هغه اړوند انځور ډیر اړین دی؟

ځواب :

په ټلویزیون کې د خبر او رپوټ محور تصویر دی، خو غږ او متن یې بشپړوونکي دي. یانې دا درې واړه سره لازم او ملزوم دي. خو دا واقعیت هم دی، چې په ټلویزیون کې ډېرځله متن د تصویر په خدمت کې وي.

پوښتنه :

د جنایي او نورو غمجنو او ویرجنو پیښو خبرونه د لیدونکو او اوریدونکو پر روحیاتو باندې څومره منفي اغیز لري، دلته د ژورنالستیکو اخلاقو حکم څه دی؟

ځواب :

موږ د خبریالۍ د تګلارو له مخې د پېښو د پوښښ لپاره د مسلکي ارونو ترڅنګ یو لړ اخلاقي ارونه هم لرو، چې ژورنالیستان یې په رعایت مکلف دي. لکه د مړو، سختو ټپیانو، مجرمانو او… تصویر نه خپرول، یا پر تصویر پرده اچول. دلته د حقوقو او اخلاقو ترمنځ ټکر هم پېښېدای شي، چې یو شمېر خبریالان یې ترمنځ توپیر نه شي کولای. حقوق عموما د جرم تر ارتکاب وروسته عمل کوي، خو اخلاق کېدای شي د انسان په داخل کې هر وخت عمل وکړي. کېدای شي په اخلاقي لحاظ خبریال دا ښه وګڼي، چې د یوه تورن یا متضرر تصویر خپور کړي، حال دا، چې په حقوقي لحاظ د جرم او ضرر له تثبیت پرته تصویر خپرول منع دي. یا برعکس که مخاطبان د یوه ثابت مجرم عکس وغواړي رسنۍ یې باید ور وښيي، خو دا د کس وژل دي. دلته مساله حقوقي اړخ نیسي، خو که اخلاقي اړخ ونیسي، نو بیا د مجرم تصویر نه خپریږي او د کس حیثیت ساتل کیږي.

 موږ په رسنیو کې له لويه سره دوه ډوله اخلاق لرو، چې یو رسنیز- ژورنالستي اخلاق دي او بل ټولنیز. په رسنیزو اخلاقو کې خبریال ته حکم کیږي او په ټولنیزو هغو کې تلقین. رسنیز- ژورنالستي اخلاق موږ ته حکم کوي، چې پېښې تر مخاطبانو ورسوو، خو ټولنیز اخلاق د ځینو مسایلو په تړاو سپارښتنې کوي او کېدای شي په یو نیم مورد کې ځانسانسوري هم رامنځته کړي. په ژورنالیزم کې د اخلاقو بحث ډېر ګونګ دی. رسنیز اخلاق موږ ته حکم کوي، چې د ځانمرګي برید ژر خبر او رپوټ ورکړو، خو ټولنیز اخلاق حکم کوي، چې له ټپیانو سره مرسته وکړو. دغلته یو تقابل رامنځته کیږي، چې خبریال په یوه دوه لار کې واقع کوي. دې ته تر اوسه هیڅ ټولنې او رسنۍ هم حل لاره نه ده را اېستلې.

 پوښتنه :

ستاسې لید د هیواد د ژورنالیستانو، په تیره بیا د رادیو او تلویزون د آزمویلو او پخو کادرونو او کارکوونکو په راغونډولو او د یوې داسې غښتلي او مسلکي رادیو تلویزوني شبکې پر بیا جوړولو کې، چې په علمي، سیاسي، ملي، ادبي او فرهنګي او نورو پوهنیزو خپرونو کې څرګنده اغیز او رول ولري، څه دی؟

ځواب :

دا خورا ښه نظر دی، خو په رسنیو کې بازار او اقتصادي مسایل مهم دي. که چېرې موږ خپلو ملي سوداګرو ته په رسنیز ډګر کې د یوه ډاډمن بازار او اقتصادي ګټو تضمین ورکړو، یا د رسنۍ د خودکفايي لپاره تثبیت شوې تمویلي سرچینې پیدا کړو، کېدای شي دغسې یوه کارته زمینه برابره شي، له دې پرته د یوه فعال او بریالي ټلویزیوني چینل جوړول ستره پانګونه غواړي.

پوښتنه :

تاسې دیو ځوان او تکړه ژورنالیست په توګه دهیواد د ننه او په بهر کې د ژورنالیستانو ټولنې او د هنرمندانو اتحادیې ته څه پیغام لرئ؟

ځواب :

په افغانستان کې خبریالي خورا سخت او پیچلی مسلک دی. ژورنالیستان تل له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د خبریالانو د ټولنو او خبریالانو ترمنځ ځنځیري اړیکو ته اړتیا ده. دا له موږ سره د حقایقو په پلټنه او د ګواښونو پر وړاندې په ګډه دفاع کې مرسته کوي. د یوه کشر په توګه به همدا پیغام بس وي.

ښاغلی سهار صاحب له تاسې څخه ډیره مننه، چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل.ادبي او فرهنګي ډیوې مو تل ځلانده او روښانه اوسه.

محترم مسعود صاحب له تاسې نه هم د زړه له کومې مننه کوم.

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

Door Guest