لیکوال: ډاکټر لمر
پښتو يوه لرغونې ژبه ده، چې د پښتون ټبر يې په نړۍ کې استازيتوب کوي. د نړۍ پوهان د سانسېکرېټ، وېدا او اوستا په لاسوند دا څرګندوي، چې ګواکې د پښتو لرغونتوب تر پينځوزرو کلونو پورې رسېږي او د ننني نثر ژبه يې هم له ۱۰۰۰ کلونو زړه يادېږي. د تاريخ په رڼا کې پښتو ژبې هم ډېر پړاونه تېر کړي دي او مسلسله يې د غليم څپېړې خوړلې دي. پښتو له آراميکو ژبو، سانسېکرېټ رانيولې تر خروشدي پورې ژبنيز توپيرونه او کولتوري يرغلونه تېر کړي دي. د مکدونيا له سکندر سره يې بيا د باکتري او يوناني څرک هم په ټټر لګېدلی دی، چې د منځنۍ آسيا په بېلابېلو سېمو کې يې ارکيالوژیکې نښې په ډبرليکونو هم انځور شوي دي. د عربو له تختوتازونو، د ايران له يرغلونو او د اسلام مقدس دين له خورېدو سره يې په ليکتوريو کې عربي ليکبڼه هم خپله کړې ده، چې په يووېشتمه پېړۍ کې تر موږ د عربي ليکوتوريو په بڼه کې يې د پښتو توريو جامه هم خپله کړې ده.
د ګڼشمېر پوهانو څېړنو ښودلې ده، چې پښتو وخت نا وخته د سيمييز ښکېلاک، د ګاونډيو کلتوري تېريو او ځبرځواکونو د اړو دوړو په ګرداب کې لاهو شوې ده، چې نن سبا دغه ژبه له خپل څو زرن تاريخ سره بيا هم يوازې د شعر، فولکلوريکو کېسو او ټولنيزو تحليلونو ته ځانګړې شوې ده او د خبريالي تر کچې پاتې شوې ده، چې د پښتو دغه حالت، دغه لرغونې ژبه د ستونزو په يو دايروي دوران کې اچولې، چې پښتني ليکوال هم د دغه دايرې په څنډه خپل ليکنيز دوران پوره کوي او د ليکوالي خوبونه ويني، مګر په رډو رډو سترګو ويني، چې پښتو له دغه پړاوه د ساينتيفيک نړۍ ته نه ورننوځي.
د پښتو سره به ټول جفا کوي، مګر زړه بوږنونکې دا ده، چې ولې پخپله پښتانه هم له خپلې ژبې سره جفا کوي. هېڅوک نه پوهېږي، چې افغاني ټولنه په څه ډول په دغه خړه کې نښتې ده، چې نشي ترې راوتلی او ليا په خړه کې ننوځي او ليا پکې نښتي. زما په ګومان دغه پوښتنه به يوازې هغه چا له ځانه کړې وي، چې پښتو لکه يوه ژوندی، متحوله او پرمختلونکې ژبه ګڼي او هر هغه ژبنيز څانګپوه چې دغه ژبې ته د خپلې پوهې، صليقې او وسې سره سم پوښ وراغوندي او خپلې ليکنې کوي او د افغاني ذهنيت شاليد هم په خپله صلیقه سپړي، چې دغه لرغونې ژبې ته د نورو ژبو ترڅنګ يو منلی ځای ورکړي، نو د پورته خبرو په درشل کې غواړم خپلې اندېښنې له افغانانو سره د پښتو برېښنايي سيالي يا برقي تربګني په اړه شرېکې کړم.
ټولو ته جوته ده، چې افغانستان د وروستيو اساسي قوانينو په رڼا کې دوه ژبی مملکت دی، چې دوې يعنې پښتو او فارسي يې رسمي ژبې دي او ګڼشمېر ژبې د ښاغلي حامد کرزي په واکمني کې سيمييزې رسمي ژبې هم ګڼل شوې دي، چې افغانستان يې له ژبنيز دوواليزمه د ژبنيز انارشيزم يا ژبنيزمولتيسينتريزم ته اړولی دی، چې نن سبا د هرې ژبې ويونکی د افغانستان په کچه د خپلې ژبې ملي شهکار غواړي، چې د مجاهدينو د ملکولوطوايفي ته ورته يې د افغانستان د ځمکني بشپړتيا د وېشېدلو ګواښونه هم رامنځ ته کړي دي، مګر پښتو ليا نن د پښتنو په شتون کې د مملکت د دويمې ژبې پړاو ته راښکته شوې، مګر په نړۍ کې د پښتنو شمېر تر ۱۰۰ ميليونو اټکل شوی دی او په افغانستان کې جوت اکثريت (۶۳ سلنه) هم بيا پښتانه دي.
په نړۍ کې ډېر ملکونه دي، چې له ګڼشمېر ټبرونو جوړ شوي دي، چې زه به يې د بېلګې په توګه ځينې ياد کړم، چې ګڼشمېر ټبريز جوړښت لري. له آسيايي ملکونو به تېر شم، ځکه نن سبا د افغانانو لپاره د عربو اېمارات، روسيه او يا هم لوېديز ملکونه معيار ګرځېدلي دي، چې په دې ډله کې يې هم لويديز ته تمايل زياد دی، نو د لوېديز يو شمېر ملکونه به ياد کړم، چې د ګڼشمېر ټبرونو په درلودلو سره څه ډول ملي دريځ لري.
بلژيک يو وړ اروپايي مملکت دی، چې بروسل د اروپا مرکز هم ګڼل کېږي، د دغه ملک په جوړښت کې درې ټبرونه يا ايتنيکي ډلې بنسټيز رول لري، لکه: هالنډيان، فرانسويان او جرمنان. په زړه پورې ده، چې دغه مملکت يوه موده فرانسوي ژبی وو، خو اوس يې دوې رسمي ژبې دي، لکه بلژیکي (هالنډي) او فرانسوي، مګر په دغه مملکت کې د يوې ملي ژبې دريځ څرګند دی، يعنې ملي ژبه يې هالنډي ده، چې د ملک ټوله اداره پرې سمبالېږي، رسنيو کې اساسي ژبه ده او په ښوونځيو کې هم همدې ژبې ته ډېر پام دی، چې ولې د دغه واړه مملکت ملي ژبه هالنډي ده، ځکه د مملکت اکثريت خلک يې هالنډيان دي.
هالنډ هم د اروپا يو بل وړ مملکت دی، چې نړيواله محکمه هم په هالنډ کې ده. دغه مملکت ۱۸ ميليونه نفوس لري او دوې رسمي ژبې لري، چې يوه يې فريزي (فريزلندي) او بله يې هالنډي (نيدرلندي) ده، مګر په ټول مملکت کې هالنډي د دوايرو، ښوونځيو، رسنيو او ملت ژبه ده، ځکه هالنډيان د مملکت اکثريت تشکيلوي، نو دغه ملک هم يوه هالنډي ملي ژبه لري، چې ليکدود او ليکبڼه يې په بلژيک او هالنډ کې معياري دي او په يوه بڼه ليکل کېږي، مګر په وينګ يا ګړدود کې يې سيمييز څرک آورېدل کېږي، چې د ليکدود په بڼه يې اغېز نه کوي، ځکه معياري ليکدود يې د ژبې زده کړه او ليکل آسانه کړي دي. په روسيه کې ۳۶ ټبرونه ژوند کوي، خو يوه روسي يې ملي ژبه ده، نو له نورو بېلګو به تېر شم، چې ليکنه اوږده نه شي.
افغانستان هم دوه ژبی دی، مګر مخکې له سرې غميزې پښتو په اساسي قانون کې د افغانستان ملي ژبه ياده شوې وه، چې د افغانستان په هر ګوټ کې تدريس کېدله او د يو واحد ملت د رامنځ ته کېدلو وږمه يې درلودله، مګر وروسته له سرې غميزې هر څه بدل شول او بل ډول شول، چې افغانستان هم د ټبرونو د ښکېلاک ډګر شو، چې هر چا د خپلې طايفې سيمه وغوښته او افغانستان دا دی د څو لسيزو په ترڅ کې د خپلمنځيو شخړو په بړبوکۍ کې ښکېل دی او د ژوندي پاتې کېدو ترپکې وهي.
را به شم دې ته، چې ولې ما دغه ليکنې ته «برېښنايي سيالي او د پښتو بدمرغي» نوم ټاکلی دی. له ننه درې لسيزې مخکې د ببرک کارمل په واکمني کې د «درفش جوانان» په نامه يوه اونيزه خپرېدله، چې د دغه اونيزې د مسؤل مدير له خولې مې يوه موده ډېر زړه بوږنونکي خبر واورېد. دهغه له څرګندونو سره سم، د دغه اونيزې تيراژ ۲۰۰۰۰ (شل زره) وو، چې ۱۵۰۰۰ يې په فارسي او ۵۰۰۰ يې په پښتو ول. د اخبار اساسي معلومات په فارسي ليکل کېدل او بيا وروسته پښتو ته ژباړل کېدل. د دغه اخبار له چاپېدو سره سم به د افغانستان ټولو سيمو ته لومړی د فارسي «درفش جوانان» وېشل کېدلو او بيا به وروسته له هغې د پښتو اخبار پښتني سيمو ته استول کېدلو، چې پايله يې دا وه، چې په پښتو به معلومات زاړه ول، نو زاړه معلومات به يا چا په پښتو بېخي نه لوستل او يا به دا چې پښتو «درفش جوانان» د تبنګونو پېټی شول، چې پښتو درفش به بيا د سيمو د شورنخود فروشانو د پوړۍ وياړ وشو.
له پښتو سره د پرديو تربګني څو زرن تاريخ لري، مګر پښتانه هم خپلې ژبې ته په يو ځانګړي مورچل کې ناست دي، چې څوک يې په سيمييز ګړدود کې مُدغموي او څوک يې په سياسي لوبو کې ښکېلوي، چې پايله يې د افغاني ټولنې سياسي بې سېکتيا او د پښتني ټولنې کلتوري بې تابيا ده، چې نه شي کولی د خپلې ژبې په اړه پوهنيزې پرېکړې وکړي، مګر د خپلو سيمو د ګړدود په شاليد کې د پښتو ډېوه نيمه بله وساتي، چې پايله يې په هېواد کې د پښتو نننی ټولنيزحالت، سياسي موقف او پوهنيز ترينګړی ځای دی.
تر ننه د پښتو ژبې خپاره شوي کتابونه هم له څو سوو نه آوړي، چې له ټولنپوهنې يې لمنه آخوا نه خورېږي، مګر وروسته له ۲۰۰۵ کاله پښتو د اېنټرنېټ جال ته هم ورننوته، چې د کمپيوټري تخنيک دغه تيکنالوژي پښتو له نويو ننګونو سره مخامخ کړه. يو شمېر پښتني ليکوال د يوې او يا بلې پېښې او يا موضوع په اړه ښکر په ښکر شول، نور بيا سياسي ښکېلاک ته په دوو دوو شول، خوبرېښنايي پاڼې هم بې تفاوته پاتې نه شوې او د برېښنايي سيالي ډګر ته يې ورودانګل، چې يو شمېر برېښنايي پاڼو هم د يو او بل جُل او پوستک له اوبو راوايست، د يو او بل پاڼې يې سره يا هک او يا بندې کړې او د برېښنايي تورلګولو شال يې په برېښنايي پښتو ورواچولو، ښه ويل شوي، چې ماشوم ته لوښی په لاس ورکړې نو له خاورو يې ډکوي!
په برښناپاڼو کې مې د يو ليکوال ليکنه «پښتو ويبپاڼې، د افغانستان اشغال او د پښتنو ټولوژنه» ولوستله، چې يوې برېښناپاڼې ته د ليکنو استولو اندېښنه او د مستعار نومو ليکوالو ننګه هم پکې ياده شوې ده. دغه ټکيو زه دې ته ولمسولم، چې خپلې اندېښنې د برېښنايي پاڼو په اړه څرګندې کړم. زه د «ډاکټر لمر» په نامه برېښناپاڼو ته ليکنې استوم، چې ډېر دوستان ورته د مستعار په نامه ګوري او يو شمېر د ما په نامه ورته سوچ کوي او نور به ځان ته د لمر د وړانګو انځورونه جوړوي، چې په دې برخه کې ګڼشمېر پاڼو ماته په نېغه يا کږه خپله اندېښنه هم ياده کړې ده، چې ځان دوی ته وروپېژنم، چې يو شمېر ته ما ويلي هم دي، چې زه (لمر) څوک يم، مګر بيا هم دغه د تيارو تربګنيو ورېځ مخې ته راشي او زما مخه هم ډپ کړي.
ما يوه موده د يو شمېر ټولنيزو پېښو او ژبنيز تاوتريخوالي په بحث کې د ليکنو په توګه ګډون وکړ، چې له يو شمېر نامعلومو افغانانو مې د برېښناپتې په توګې سپکې سپورې هم ترلاسه کړې او ځينو معلومالحاله اشخاصو راته د سپارښت ترڅنګ نصيحتونه هم وکړل، چې يعنې خوله پټه کړه! د چا چې د قلم واک ورسېدلو نو زما ځواب يې له خپل نظر يا صليقې سره سم په برېښناپاڼو کې وليکلو، چې هرومرو يې ما هم ځواب ورته ليکلی دی، مګر يوې او يا بلې برېښناپاڼې د سيمييزو تربګنيو يا سياسي چالشونو په ترڅ کې زما يو شمېر ليکنې خپرې هم نه کړې، چې نننۍ ليکنه هم د بندېدو له ګواښ سره مخامخ ده، ځکه دغه ليکنه خو بيا د برېښنايي پاڼو د برېښنايي سيالي او يا برقي تربګني په اړه ده، چې خپره به شي او که نه، زه هم نه پوهېږم.
يو چينايي فيلسوف چې کانفوسيوس نومېږي، پخپلو څرګندونو کې وايي، چې په بحث کې يوه موضوع د جګړې تر پولې وشاربی، ځکه د قهر او غضب په ترڅ کې له بحث نه هغه څه راوځي، چې په عادي حالت کې يې څوک د ويلو جرئت نه کوي!، ځکه نو ما هم د بحث دغه روحيه په خپلو ليکنو کې جوته کړې ده او په دې آند يم، چې د يوې موضوع ټول اړخونه بايد وسپړل شي او وارزول شي، چې د پوهنيزو ټاکڼو پر بنسټ بيا پرېکړه وشي، نو د ننني بحث لپاره ما د يو شمېر برېښناپاڼو او اشخاصو د ليکلي غبرګون برخې رااخيستې، چې لوستونکي يې ولولي، د موضوع په اړه د بحث د ګډون زمينه ورته برابره شي او خپله پرېکړه وکړي.
يوه برېښناپاڼه راته ليکي: … برېښناپاڼه …، ستاسو ليکنه مخکي ځل هم … (برېښناپاڼې) ته رسېدلې وه، له خپرېدو ځکه پاته سوه، لږ پاته ده چي ژبه او پر ژبي بحثونه زموږ بېچاره او مظلوم ولس داسي ټوټې ټوټې کړي لکه ډيورنډ کرښي چي سلو شل کاله مخکي ټوټې کړی وو، …. په دې برخه کي يوازي د باصلاحيته استادانو علمي دلايل د هغوی په اصلي نومونو د مسوليت له مخي خپروي، نه د دې موضوع د مينه والو نظريات هغه هم په مستعارو نومونو. هيله ده اوس د خپلي ليکني د نه خپراوي لامل درته روښانه سوي وي، … (برېښناپاڼه) تاسو ته بلنه درکوي چي دخپل ولس او ژبي سره مينه له بهرنيو ژبو څخه دخپل مسلک په ډګر په علمي ژباړو سره توده وساتی.
يو چا بيا راته ليکلي دي: … زه داخبره په مسؤليت سره تاسو ته کوم چي ددې بحث سپړل هغه شاني چي تاسو پسې را اخيستې ده، دا و پښتو او پښتنو ته خيانت دئ. تاسو چي دې خيانت ته په وياړسره لستوڼي را نغښتي دي، نو په پای کي به شرم او بې ننګي درته پاتي سي…
بله بريښناپاڼه بيا راته ليکي: وبخښه لمر صیب
(برېښناپاڼه)…. یوازي هغه لیکنې خپروي چې یوازي د … (برېښناپاڼې) لپاره لیکوال کړې وي، یوه خبره خو داشوه او بله هم دا احترامانه هیله ده چې هر مرداری پر پښتنو تاوان نشي ، په پاکستاني طالبانو کې ډېر یې پنجابیان هم دي، خو زموږ لیکوال بس هڅه کويچې هر مرداری پر پښتنو ورواړوي…
… برېښنا پاڼه … بله خبره دلیکنو ده ،موږ ځانګړي لیکوالان یوازي یو څو کسه لرو، خو دهر لیکوال لیکنه خپروو چې یوازي موږ ته یې لیکلې وي ، موږ غواړو … (برېښناپاڼه) له نورو ویبپاڼو بېله وي . تاسو که … (برېښناپاڼه) ګورئ نو موږ پوره هڅه کړې ده چې داسي شیان خپاره کړو چې یوازي زموږ وي، ستاسو نه مو هم خواست دادی چې تاسو په هفته، میاشت حتا کال کې یوه لیکنه موږ ته راکړئ خو هغه بلي رسنۍ ته مه ورکوئ البته یوازي هغه لیکنه بلي رسنۍ ته مه ورکوئ، که بیا د نورو ورځپاڼو او رسنیو خوښه وه د… برېښناپاڼې ډاټ کام په مننه دي وچلوي… مخکې له پرېکړې دغه څو سرې کرښې په ځيرتيا ولولي او بيا پرېکړه وکړی. ما کله کومه ګډه وډه فارسي ليکنه هم کړې وه، مګر د فارسي ژبې يوه برېښناپاڼه بيا راته دا ډول غبرګون ښيي: جناب داکتر صاحب گرامی سلام، مطلب ارسالی شما بروز دوشنبه به نشر ميرسد، شادوموفق باشيد.
افغانستان هغه مملکت دی، چې له بده مرغه د سياسي، ايديولوژيکي او مذهبي کړيو د زورآزموينو ډګر ګرځېدلی دی، چې د هر اړخ وسه ورسېږي، نو خپل دوښمن په ټولنيز، رواني او فيزيکي بڼه له منځه وړي، چې د يو شخص نه نوم، نه نشان، نه حیثيت او نه هم کورنۍ ته ګوري، چې خوله يې خلاصه کړه، نو د شخص ترڅنګ هم کور او هم کلي ډوبوي، نو د برېښناپاڼو دغه پټه سيالي او بربنډه تربګني هم لکه د اور سکروټه ده، که په لاس کې يې نيسي نو لاس دې پرې سوځي او که غورځوې يې کور دې سوځي!
نن سبا يو شمېر ليکوال په افغانستان کې پټ رازونه او تور مخونه بربنډوي، ځکه نو له خپل ژوند سره لوبې کوي او هغه مستعار ليکوال چې په بهر کې دي، نو د کورنۍ غړي يې په افغانستان کې د سيمې د نا خوالو ګروګان دي، چې د نامه له افشا کېدو سره يې هم امريکايان ځپي او هم يې طالبان رټي! له بده مرغه دشمال ټلواله او د مشرقي شورا هم تر خپلې وسې د ملي مبارزينو سټه وباسي او د هېڅ ليکوال ننګه څوک نه کوي، چې د پښتو له متل سره سم د يو شمېر ليکوالو يو پلو ته ډانګ دی او بل پلو ته يې پړانګ دی! مګر يو ليکوال يوازې د قلم په وينه خپله ټولنيزه مينه ښيي، د خلکو ټولنيز غم په زغردو کرښو څرګندوي، چې لکه يو شمېر په خېل- او زيو کې هم ځان نه ښکېلوي، خو ناڅاپه د برېښنايي سيالي يا تربګني له مورچله هم د خنجر وارونه پرې راشي !
پايله
د افغانستان په پېښليک کې ډېرو ليکوالو په مستعار نومونو ليکنې کړې دي، چې حتی وروسته د هغوی له مرګه هم چا ته ليا څرګنده نه ده، چې په دغه يا هغه نامه چا ليکنې کړې دي. زموږ په معاصر تاريخ کې د پښتو ژبې يو ستوري، علامه او د پوهې څلي د «پروېز» په نامه خپل وطني شعرونه او ملي ليکنې د کمونيستانو او نورو بلاوبترو په اړه په يو شمېر اخبارونو کې خپرولې، چې کېدی شي ډېر کم خلک په دې پوه يا خبر وي، چې د «پروېز» هڅې ملي ارزښت دی، ځکه نو د ليکوالو په اصلو نصب پسې مه ګرځی او د ليکنو د خپرولو سلسله په رسنيو پورې اړه لري، چې خپروي يې او که پښتو د سيالي کندې ته وراچوی او تجريدوي يې!
ستاسو د بري په تمه