ډاکټر لمر
درنو لوستونکو تاسو ټولو ته څرګنده ده، چې د افغانستان ناخوالو په وروستيو څو لسيزو کې د وګړو ټوليز مهاجرتونه رامنځ ته کړل او نن سبا د افغانستان مهاجرين يا پردېس کډوال له ۷ ميليونو نه اوښتي دي او د نړيوالو کډوالو ۳۳ ٪ يا سلنه هم افغانن پردېس تشکيلوي. له بده مرغه بايد په ګوتو شي، چې له افغانستانه په لومړي ګام کې هغه وګړي پښې سپکوي، چې اقتصادي امکانات لري او دا هم جوته ده، چې هغه خلک تښتي، چې د پوهې خاوندان دي يا ځوانان دي او يا بهر ته د تګ امکانات لري.
دا چې په بهر کې په پردېسو څه تېرېږي، يو شمېر ليکوالو ليکنې کړې دي، مګر زما د دغه ليکنې موخه د پردېسي افغاني ټولنيز لاملونو ته ګوښې شوې ده، چې ځينې هغه فکتورونو يا پېښې پکې يادې شې، چې افغانان يې دې ته اړ کړي دي، چې د خپل هېواد له قراره د بهر فرار ته مخه کړي او په پرديو ملکونو کې د پردېسي له ناخوالو، د کورنيو له بېلوالو او دوديزو ناانډوالو سر مخامخ شي، چې هم خپله وځپل شي او هم يې اولاد له ګڼشمېر ستونزو سره مخامخ شي، چې بيا نه خپل شي او نه هم پردي او د بل نسل د ناغېړو رواني حالت هم ور سره مل شي.
د افغانستان د پردېسيو لړۍ ليا د مرحوم سردار محمد دواد خان په واکمني کې محسوسېدله، چې ګڼشېر افغانان د کارکولو لپاره ايران ته تلل، چې یو شمېر به يې د تل لپاره هلته مېشت شول، مګر وروسته له سرې غميزې هر څه ټوليز شول، له اقتصاده نيولې تر ادارې پورې او له بازاره نيولې تر مجبوري مهاجرتونو پورې. د کمونيستي واکمنيو په ترڅ کې تر ۵ ميليونو خلک پاکستان او ايران ته مهاجر شول او بيا د مجاهدينو په موده کې کمونيستانو هم له هېواده پښې سپکې کړې او د طالبانو له راتګ سره ۶،۲ ميلويونه افغانان په بهر کې پردېس ول او بيا د مجاهدينو تېښته پيل شوه، چې په ۲۰۰۱ ميللادي کال کې د ملګرو ملتونو د ټولنيزو احصايوي څېړنو پر بنسټ تر ۷ ميليونه افغانان له خپل هېواده بهر ژوند کوي. د نړيوالو څېړنيزو موسسو په راپورونو کې ښودل شوې ده، چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د امريکايي يرغل د لومړيو ۳ مياشتو په بهير کې د ۷۰۰۰۰ انسانانو د قتل تر څنګ له ۹۰۰۰۰ ډېر افغانان کډوالې ته اړ شوي دي، چې زياتره يې پاکستان وراوښتي دي.
په افغانستان کې د امريکايي ديموکراسي د وروستۍ لسيزې په ترڅ کې يو شمېر خلک اړ شوي چې له مهاجرتونو بيرته افغانستان ته ستانه شي، خو بيا هم د افغان مهاجرو لړۍ ليا روانه ده او شمېر يې له ۷ ميليونو هم اوښتی دی، ځکه د افغانستان نفوس د زياتېدو په حالت کې دی او د مهاجرو سلسه يې هم د اوږدېدو او ډېرېدو په بهير کې ده، چې نن سبا هم د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان دي، چې يو شمېر يې په سيندونو کې ډوبېږي، ډېر يې په ځنګلونو کې ورکېږي او نور يې په پرديو ملکونو کې مُدغمېږي، چې قرباني يې بيا هم افغانستان دی.
د ۱۹۷۸ ميلادي کال د غويي له غوبل سره سم د ظلم بړبوکۍ هم خپلې انتها ته ورسېدله. د افغاني او بهرنيو تاريخپوهانو په څرګندونو کې داسې پېښې يادېږي، چې بشريت ورته ګوته په غاښ شي، چې افغان تاريخپوه صديق فرهنګ په خپل کتاب «افغانستان در پنج قرن اخير» کې د کمونيستانو د واکمني په لومړي کال کې په ناحقه د افغاني سياستوالو د وژلو شمېره ۲۰۰۰۰ (شل زره) ښيي. د روسانو له يرغل سره سم د پرچمي کارملي واکمني په لومړيو وروځو کې د څرخي پله په جېل باندې د ۱۲۰۰۰ (دولس زرو) هغه افغانانو لېست ځړول شوی وو، چې ټول تري تام ول، چې خپلوانو يې تر ننه نه مړی وموندلو او نه هم نښې. زموږ د کورنۍ ګڼشمېر مړي هم تر ننه ورک دي، چې زما د نيکه جنرال سيد عبدالغني او د هغه د ورور انجينير سيد عبدالنعيم مړي هم تر ننه و نه موندل شول، خو ۱۳۵۸ د ثور په اتمه نېټه د هغه مهال کمونيستي نظام لخوا بنديان شول او بيا پرته له محکمې وژل شوي دي، چې تر ننه يې نه د مړي او نه هم د نښې درک شته. بايد ياده شي، چې د ټولو افغاني قربانيو اولاد يتيمان، در په در او خاورې پر سر شول.
له ننه شل کاله مخکې په ۱۹۹۲ ميلادي کال زه د طب شپږم يعني وروستي کال په زده کړو بوخت وم، چې د غويي بله بدمرغي پېښه شوه. مجاهدينو د غويي په اتمه واک تر لاسه کړ. موږ محصلين ليا مخکې د شوروي اتحاد او بیا د روسيې له سياستونو سره سم په پښتنو او نورو وېشل شوي وو، چې د جهادي واکمني سره سم موږ هم په بېلابېلو ډلو ووېشل شولو. له افغانستانه هر ډول اوازې راتلې، چې هغه تېره ورځ دومره پښتانه ووژل شول، پرون دومره تاجکان تری تام شول، نن دومره هزاره ګان په افشار کې د دولت په بمباريو کې خاورې پر سر شول او بيا د ګلم جم ملېشو له پرچميانو سره لاس يو کړ او دومره اوزبک په جنګ کې سټ شول، بس همدغه خبرونه ول، چې موږ اورېدل، خو «رقص مرده، د تيو پرېکول، له جيجو تسبېح جوړلو او په سرونو کې د مېخونو ټکوهلو» به اور ته نور غوړ هم ورواچول، چې لمبو به يې ګرم او نا ګرم ټول وسوځول، تر هغې چې د مجاهدينو واکمني ته طالبانو، د مرحوم استاد رباني خبره د «سولې پرښتو»، د پای ټکی کېښود. له بده مرغه د افغانستان سياسي سيالي او پردېسي پاليسي تر ننه په درځ کې روانه ده.
څو اونۍ مخکې مې يو شمېر افغان روغتيايي څانګپوهان مېلمانه ول، چې يو شمېر يې ډاکټران او نور يې فارمسيستان ول او هر يو يې د لسو کلونو او يا زيات د کار تجربه هم درلودله. دغه دوستان له افغانستانه اروپا ته په يو علمي سيمينار کې د ګډون لپاره راغلي ول. د دوی له خبرو سره سم ټول ۱۱ تنه ول، مګر څلور يې زما مېلمانه شول. افغانستان ته د بيرته تګ پر مهال زما له کوره ۳ تنه، مګر په هوايي ډګر کې له ۱۱ تنو ټول ۴ تنه حاضر ول، چې مخ په عربي اماراتو يې پرواز وکړ، نو له پېښې داسې ښکاره شوه، چې پاتې اوه (۷) افغان کارپوهان په لوېديزه اروپا کې پناه غوښتې ده. له افغانستانه د مغزو د بهېدلو سلسله په امريکا او کاناډا کې هم په کش روانه ده، چې نرينه، ښځينه، زوړ او وړ ټول پناه غواړي.
په ځينو افغاني او پرديو خپرونو کې مې دا هم ولوستل، چې کاناډايانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو له ايستلو سره سم له ۸۵۰ ډېر افغان ترجمانان هم کاناډا ته بوولي دي، يعني په کاناډا کې يې پناه ورکړې ده. امريکا هم د ګرين کارت ژمنه افغان چارواکو او ترجمانانو ته کړې ده او ګڼشمېر افغانان يې ليا وخته امريکا ته هم رسولي دي. په جرمني کې هم ورته معلومات خپاره شوي دي، چې ۴۰۰۰ افغاني نظاميانو لپاره يې د پناه غوښتنې سهولتونه جوړ کړي دي. انګرېز هم له خپلې وسې سره افغان کارپوهان پناه غوښتنو ته لمسولي دي، چې دې ته وايي د ټولنې د ماغزو تېښتېدنه يا بهيدنه!
دوې اونۍ مخکې په پولينډ کې ۶۰ افغاني نظاميان د زده کړو لپاره تللي ول او د افغانستان لوی درستيز کريمي هم د ناټو يوې غونډې لپاره اروپا ته تللی وو، خو په زړه پورې دا ده، چې د افغانستان د لوی درستيز سر ياور له يو اورپايي ملکه او ګڼشمېر نظامي چارواکو بيا له بل اروپايی يعنې له پولينده پښې سپکې کړې دي، چې په هغوی کې د دفاع وزارت د ويندوی عظيمې (چوټه عظيمي)، ځکه (لمبا عظيمي) خو ليا مخکې اروپا ته رسېدلی وو، هم فرار تر قراره غوره ګڼلی دی، چې دغه افغان نظامي او ملکي چارواکو به په کوم ملک کې پناه غوښتې وي، نو زه هم نه پرې پوهېږم.
اوس به راشو دې ته، چې ولې افغاني نظامي او ملکي کارپوهان له افغانستان تښتي. ټولو ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د استدلال او منطق سترګې لنډې دي او هره ډله په ړندو ذهنيتونو خپل چارواکي او د افغانستان وګړي ځپي او دې ته يې اړباسي، چې له افغانستان پښې سپکې کړي او په بهرنيو ملکونو کې پناه وغواړي. په دغو وروستيو کې د ټولنې د ادارې نقيصې ښه بېلګه د خليلي او قوماندان شجاعي چلند دی، ځکه قوماندان شجاعي په خپله سيمه کې د ګڼشمېر وګړو په وژلو ګرم دی، مګر خليلي بيا د قانون تر پښو کولو په ترڅ کې، په وچ زور دغه جنايټکار قوماندان شجاعي خوشې کړی دی، نو پوښتنه دا ده، چې د سيمې خلک څه وکړي! ځواب ساده دی يا به تښتي او يا به له طالبانو سره يو ځای کېږي او خپل غچ به له قوماندان شجاعي اخلي! په دفاع وزارت کې هم وروسته له رحيم وردګه د بسم الله خان پاک کاري او که سمتپالي پيل شوې، چې د وردګ د ژمنو خلکو پر ځای خپل سيمه يز بدماشان ګوماري، چې مخکني نظاميان يې د طالبانو توپ ته تړلي دي، ځکه نو هم نظامي او هم ملکي له افغانستانه پښې سپکوي! کله چې نظامي تښتي، نو د ملکي امنيت څوک ونيسي، نو ملکې خو بيا مجبور دي چې دوې خپلې او دوې پردۍ کړي!
د پردېسي په ترڅ کې څنګه چې ياده شوه، ډېر فکتورونه خپل رول لري، مګر د پردېسي عاقبت د ټولنې لپاره ډېر دروند تمامېږي، خلک يې نا هيلي کېږي او ټولنه له ډېرو ګواښونو سره مخام کېږي، ځکه په لومړي ګام کې هغه خلک تښتي چې د پوهې خاوندان دي (د ماغزو تېښته)، بيا هغه څوک تښتي چې شتمن دي (د پيسو تېښته) او درېيمه ډله بيا ځوانان دي (د کاري ځواک تېښته)، نو د مهاجرتونو په ترڅ کې د ټولنيز ځواک تېښته د دې سبب کېږي، چې يو مملکت د وروسته پاتې کېدو، خپلمنځیو شخړو او اداري انارشي کندې ته ورټېلوهل شي، په لوږه او بې عدالتي کې ښکېل شي، چې د دا ډول ټولنې بيا رغونه څو نسلونو ته اړتيا لري، چې د ودې او ادارې زمينه بيا ورته برابره شي.
له بده مرغه د حامد کرزي واکمني هغه څه وکړل، چې جبران يې ډېرو نسلونو ته نا ممکن دی، ځکه له کرزي سره د ټولې نړۍ ملاتړ وو، چې د ميلياردونو ډالرو په لګولو سره يې بيا هم په ټولنه کې داسې بنيادي کار و نه کړ، چې خلک ورته د هوسا ژوند تمه وکړي، مګر برعکس ټولنه يې په «من او تو» ووېشله، په سياليو کې يې ښکېل کړله او د لوږې له ګواښ سره يې مخامخ کړله، چې نن هم لکه ۳۰ کاله مخکې خلک له خپل ملکه تښتي او له بده مرغه د ۲۰ کالو مخکې پديده په افغانستان کې بيا تکرارېږي. له افغانستانه څانګپوه ماغزه په نظامي او ملکي برخه کې تښتي او ټولنه به بيا په اداري تشه کې ښکېل شي او له خواشيني سره بايد ياده شي، چې د مجاهدينو د ملکواطوايفي د نخرو پېلامې يې بيا په ټولنه کې راژوندۍ کړې دي.
په برېښنا پاڼو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار يادښتونه او وړانديزونه خپاره شوي دي، چې مخکې له ۲۰۱۴ څه بايد وشي او څه ډول يوه ناپېيلې موقته د اعتبار وړ واکمني رامنځ ته شي او د ننني اداري، نظامي او ښوونيز سيستم ملاتړ پکې شوی دی، نو خدای شته، چې دغه وړانديزونه د ټولنې په ګټه دي. د ښاغلي حکمتيار د څرګندونو تر څنګ د ښاغلي عبدالباري جهاني هڅې، چې د افغانستان زعامت ته يو ملي شخص او کاري ډله وپلټي هم ډېر غوره، د افغانستان په ګټه او اړينې دي، خو د دواړو وړانديزونو لپاره په هېواد او په بهرنيو ملکونو کې بايد د افغانانو منسجمې هستې کار پيل کړي، د افغاني سياسي، ټولنيزو او پوهنيزو کړيو د يووالي امکانات وڅېړي او د افغانستان د سمې ادارې لپاره داسې پلاتفورمونه رامنځ ته کړي، چې د افغانستان ملي ارزښتونه په پام کې ونيول شي او د افغانستان د سمې ادارې سيستم پکې راڅرګند شي.
پايله
د مهاجرتونو اساسي علتونه په يوه ټولنه کې د سمې ادارې نشتوالی، د ژوند د سهولتنو نشتوالی، ناپوهي او تر ټولو غوره د سوله يز ژوند د نشتوالي ګواښونه دي. د افغانستان د سمې ادارې لپاره بايد د افغانستان د واکمني له مخالفينو سره خبرې وشي او بيا مخکې د لويديز ځواکونو له وتلو يوه داسې موقته اداره رامنځ ته شي، چې ښکېلو ټولو اړخونو ته د باور وړ وي او دغه موقته اداره بايد د راتلونکو انتخاباتو لپاره لاره هواره کړي، چې افغانان وکړی شي په راتلونکي کې خپله ټاکل شوې افغاني واکمني ولري. نننی اساسي قانون د کاڼي کرښې نه دي او نه هم آسماني الهام دی، نو افغانستان د څو کرښو مه قرباني کوی. په افغانستان کې د قانون پلي کول حتمي دي، که دا شرعي قانون وي او که مدني قوانين وي او يا دا چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د افغانستان اساسي قانون وي. دا هم بايد هېر نه کړو، چې هم نن او هم سبا د افغانستان بيا رغاونه په ټولو برخو کې نړيوالو مرستو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ژمنتيا ته اړتيا لري.
د افغان ولس د بري په تمه
لمر