بسم الله الرحمن الرحیم
ځواب : حرص دی چه هر ډول فسادونه رامنځته کوی .
الله ج د انسانانو اولنی مور او پلار له اوله ددی زمکی د پاره پیدا کولو اراده درلوده او د دوی په فطرت کی یی زمکه کی د خلافت کولو پوهه او استعداد اجولی وو تر څو ددی کمزوری مخلوق په واسطه زمکه کی د خپلی خدایی د خپل قدرت څینی نښی برسیره کړی ، خو دوی یی د زمکی پرځای په جنت کی چه حرص ورسره نه وو خلق کړل ولی ؟
دا څکه جه الله ج د هر څه د رامنځته کولو د باره علت او معلول ټاکی ، که انسان یی له اوله په زمکه کی ( چه د حرص ځای دی ) پیدا کړی وو ، خپلواک یی بريښی وی ، نو دا خبره به د خلکو په ذهنیتونو کی را پیدا کیدی او شیطان به ورته وسوسه اجولی چه الله ج په مونږ نعودوبالله زیاتی او تیری کړی دی او هغه دا چه مونږ یی د حرص په چاپیریال کی خلق کړی یو( نو مونږ چبرا دغه د حرص ناروغی واخسته )، کومه چه زمونږ د نن ورڅی د تولو بد مرغیو سبب شوی ده( زمونږ څه ګناه ده ؟) نو الله ج مخکی له دی چه حرص د دوی بدن ته سرایت وکړی هغوی یی له حرصه غیره چاپیریال یعنی جنت کی خلق کړل او همدا د ازاد انتخاب حق او د تحلیل او قضاوت صلاحیت یی په جنت کی هم درلوده چه دوی دغه حرص به خپله خوشه (د هغه حرص د ونی میوی په خوړلو) جنت کی غوره کړو .دا چه جنت کی د حرص د پاره ځای نه وو نو چبرا دوی باید زمکی ته لیږل شوی وی ،زمکی ته ولیږل شو .
اوس دا پوشتنه پیدا کیږی چه که زمونږ اولنی مور او پلار دغه د حرص میوه نه خوړلی مونږ به اوس د زمکی د دی تکلیفی ژوند سره ابدا لاس او ګریوان نه وو ؟ څواب یی داچه( شیطان تیر ویستل ) مګر ولی ؟ دوی له شیطان سره څه بد کړی وو لیدلی یی هم نه وو ؟
د شیطان شیطان کیدل هم د غرور او حرص له لاسه وو . هغه داجه کله الله ج د انسان د پیدایشت اراده وکړه او مسولیت یی هم ورته ټاکلی وو چه دی به زمکه کی خداګونه د خلافت مقام لری شیطان د هغه پوهی له امله چه الله ج ورکړی وه پو هیده چه دا ډیر لوی مقام دی څوک چه زمکه کی د الله ج نیابت کوی د ا د ملایکو له مقام هم پورته دی . الله ج دا د خلافت ستر مقام په لوح محفوظ کی لیکلی او اورولی وو مګر لا څوک یی ورته ټاکلی نه وو ( دا هم یوه ازموینه وه ) شیطان سره د ډیری پوهی حرص یی هم درلود له حرصه یی کار واخست ، نو د هغه لوی مقام د خبریدو له ورځی یی څان دغه لوړ ریاست ته کاندید کړ و او ځان یی ددی کار ډیر مستحق و ګاټه چه له یوی خوا له اوره پیدا او د بلی خوا شیطان ته الله ج دیره ځانګړی پوهه ( چه بل جا نه درلود ه ) ورکړی وه چه دا له اوره د پیدا کیدو برتری او د ډیری پوهی په درلودلو یی څان ددی لوی منصب مستحق وګانه چه دا دواړه د غرور او حرص په خاطر وو . خو ددی د پاره چه په شیطان هم ظلم او زیاتی نه وی شوی ،د الله ج هر کار بی علته نه وی( لوح محفوظ کی درج شوه) چه زما به مخلوق کی به داسی څوک پیدا شی چه د الله ج د امر اطاعت به ونه کړی( نو داسی چاته څه سزا اورول په کار ده ؟) نو شیطان ته د الله ج د امر د نه منلو خبری څخه بله لویه خبره نه وه نو جزا یی هم و رته معلومه وه چه باید د الله له رحمته بی برخی ( لعنت الله ) شی نوره قیصه تاسی تولو اوریدلی ده . تاسی وګوری چه شیطان ته هم به حرص او ادم ع ته هم په حرص جزا ګانی ورسیدی . مګر د شیطان چزا د بخښلو او منلو نه وه ابدا ونه پخښل شو دا څکه چه هغه د حرص په څنک کی تکبر هم وکړو او دوهم یی د الله امر به دی خاطر ونه مانه چه د زمکی د خلافت د لاسته راوړلو د پاره یی حرص وکړو( چه زه ولی نه شوم ) مګر د ادم ع جزا څکه وروبځښل شوه چه هغه غرور نه وو کړی ، نه یی د خلافت د پاره څان کاندید کړی وو او هغه چه د الله ج د حکم بی امری یی وکړه( هغه هم د شیطان د وسوسی به واسطه تر سره شوه ) ولی بیا هم پوره جزا ورکړی شوه چه له جنته وویستل شو ، د جنت د حیا جامی تری لری شوی ، شځه او میړه یو له بله جلا شول او داسی ځای ته ولاړل چه هیڅ د هغه چاپیریال سره یی بلدیت نه درلود او د چښلو او خوړلو او زوند کول ورپکی ډیر په زحمت او له جنته یی پږره توپیر درلود او ددی جلاوالی په حالت کی ورباندی پوره ۴۰ کلونه په ژړا او واویلا تیر شول خو د خبلی ګناه به مقابل کی یی د دغو جزاګانو توقع درلوده، د الله ج د رحم مخه ورته راګرخی او ورته وایی چه دا دعا ووایه ( ربنا ظلمنا انفسنا و الم تغفرلنا …… تر اخره ) چه توبه دی قبوله کړم ، هماغسی وشول الله ج یی توبه قبوله کړه او دواړ ه سره دوباره یوخای او غاړه غړی شول .
خبره راڅخه اوږده شوه خو د ځینو ورونو د خاطره که پوره معلومات ونه لری یو څه باید وویل شی که نه بیا اصل موضوع له لاسه ورکوی .
داچه مونږ د حرص خبره وکړه چه نن او یا پرون چنګونه ولی وو او دی او صباته به هم دا لړی له دی بدتره ګرمه وی (علت یی حرص دی) چه د ادم ع رحمت او د شیطان علیه لعنت ددی حرص له لاسه یو ابدی او بل موقتی د الله ج د عذاب مستحق شول ، حرص د انسانانو او پیریانو د ازموینی د پاره به دی ژوند کی د شیطان د پاره ډیره پیاوړی وسله ده چه ددی اصل په وسیله انسانان او پیریانو ته په زړونو کی وسوسه اچوی او بی لیاری کوی یی اود هر ډول خطاګانو او ګناهونو مرتکب شی . خو الله ج( خلیفه انسان )د شیطان به مقابل کی یواڅی پرینښود له اوله یی د بشری ټولنی د بلوغیت له مخی د مکان او زمان د شرایطو له مخی ورته د پیغمبرانو په واسطه خپلی لارشوونی رالیږلی تر څو د شیطان د وسوسو په مقابل کی له څانه دفاع او ژغورنه وکړی او د شیطانی وسوسو ځخه الله ج ته پناه یوسی ، او د حرص ددی وسلی په مقابل کی یی انسان ته د خلافت د مقام به ورکولو بهترینه وسله ورکړه چه هغه خلیفه انسان به د الله ج په مالکیت کی د الله ج د اصولو او ضوابطو لاندی په زمکه کی خداګونه د خلافت د مقام مدیریت پرمخه بیایی . نو د خلافیت د لوی مقام ورکولو چه ملایکی ورته په سجده کولو ماموره شوی ولی ورته دا دوه د مالکیت او شریعت صلاحیت ورنکړی شو ؟
دا څکه چه له یوی خوا د انسان عمر ډیر کم دی که سل کلونه یی قبول کړو بیا هم کم دی ، او نه یواځی انسان هر ژوندی شی د مرګ څکونکی دی ، نو کله انسان ته مالکیت پاتی کیږی ؟ انسان او یا نور ټول ژوندی شیان له خاوری ( نیست ) پیدا کیږی او بیا خاوری ( نیست ) کیږی نه څه کمیږی او نه څه زیاتیږی نو مالکیت یواخی دهغه چا وی چه همیشه شتون ولری( چه هغه الله ح دی چه همیشه شتون لری) . نو که انسان ځان به دی قانع کړی چه زه مالک او یا مالکیت لرم ، نو همدغه چه شیطان وسوسه اجوی چه څومره مالکیت لری؟ ته باید دا مالکیت له ټولو زیات کړی حتی له ټولو انسانانو یی زیات کړی طبیعی ده چه دا کار روا او ناروا ته اړه لری . ددی مالکیت د زیاتوالی دپاره وسلو او وسایلو ته اړه پیښیږی ددی کار د پاره ډیر منظم پلانونو ، کاریکر و ،مشاورینو ، مامورینو ، عسکرو ، پولیسو، قاضیانو ، بانکونو او داسی نورو ته اړه ده ( چه یوه حکومتی اداره ده ) کوم کی چه به اساسی قانون ( شریعت ) اصول اومقررات ټاکی او هغه هم باید ستا په ګته اصول وی چه ستا موجوده ګټی ، سرمایه او مالکیت خوندی وساتی او نور مالکیت هم زیات کړی نو جبرا دا قوانین باید ستا په ګته وی او دا کار ستا د مالکیت د زیاتوالی د پاره ګټه کوی ، نو دی ناروا ثروت او مالکیت زیاتوالی ته استثمار او استعمار ویل کیږی او د هر ډول فسادونو او وینی تویولو وسیله ده کوم چه نن ورسره لاس او ګریوان یو ، پرون هم ورسره په غم اخته وو او صبا ته به هم ورسره په جنګونو او غمونو کی شپی ورځی تیروو .
خو که انسان د خپل خلافت په مقام قناعت وکړی چه به هغه کی به( مالکیت او شریعت) د انسان په صلاحیتونو کی نه وی یعنی د حلالو او حرامو ټاکونکی به یواخی او ویواځی الله ح وی له مالکیت او سرمایی غیره به حرص څه اغیزه لری چه څه زیاد کړی؟ اود د قوانینو ټاکل هم دده نه ، بلکه د الله ج په واک کی وی . نو حرص به خامخا رحلت کوی او د حرص به رحلت سره به استثمار چه د تولو فسادونو او وینو تویولو منبع ده له منځه ځی دا جه حرص نه وی ځای به یی سوله او هوساینه اشغالوی هلته چه سوله وی جنګ څه کوی او هلته چه د جنګ پرخای سوله وی انسانان به وکولی شی چه د طبیعت له خزانو بی شمیره نعمتونه رابرسیره او رامنځته کړی ،
په دغسی بی حرصه تولنه کی ، چه سوله او هوساینه حاکمیت لری هلته به د اردو او پولیسو د تربیی څه ضرورت وی چه دشمن وحود نه لری ، هلته به د وسلو ،ټانکونو ، توپونو ، میزایلونو ، اتومی اوذروی وسلی څه اړه وی ، هلته چه حرص نه وی د جغرافیاوی سرحدونو ټاکل څه معنی لری ؟ مونږ ټول به یواڅی د طبیعت د اسرارو د برسیره کیدو په غم کی یو ، هلته به مونږ خپل تول مالی امکانات د کرنی او مالداری د شه کولو او د چابیریال د پاکوالی د پاره چه ښکلی صحی اوبه خواړه او میوه پکی ولرو ، شکلی هوا تنفس کړو ، د بی شمیره ناروغیو مخه ونیسو او دواګانی ورته چوړی کړو ، د انچینیری ، تخینک ا و تکنالوجی کی بی ساری برمختګونه وکړو. ایا به دغه بی حرصه تولنه کی به د لس چنده نورو انسانانو د شتون ډ باره شه خواړه ، او د اوسیدو ځای بی له دی چه نور ورسره تنک شی ونه لرو ؟ ایا دغه نور دیر انسانان به نوری ډیری کشفونی او څیړنی ونه کړی چه د اوسنی وخت د موادو او کار ( کمیت او کیفیت) څو برابره کړی . ایا به دغه ټولنه کی به مونږ د نفوس د لا زیاتوالی کوشش وکړو او که د کموالی ؟ به داسی تولنه کی چه انسان وربکی خلیفه وی کوم چه اشرف المخلوقات یادیږی او داجه انسان دحرص به واسطه له اشرف المخلوقات څخه څان اسفل سافلین ته په خبله راغورزوی هغه خو ددغه انسان خبل اعرادي انتتخاب دی که نه الله ج خو شیطان ته چیلینج ورکړی دی چه که څو ک ستا به وسوسو د خلافت ددغه لورمفام ځخه اسفل سافلین ته رجعت او نزول کوی او د الله ج دغه د مالکیت او شریعت صلاحیتونه غصبوی او په نړی کی د چرمونو ، فسادونو استثمار ، استعمار او وینو تویولو بازار ګرموی نو دا دهغه ځبل مسولیت دی حساب کتاب به ورسره ضرور کیږی .
نو ورونو د جنګونو اصلی عامل حرص دی جه شیطان یی د انسان به مقابل کی تری د ډیری پیاوړی وسلی په شکل کار اخلی او انسانان د بدمرغیو سره مخامخ کوی تاسی باور وکړی که حرص لری شی استثمار به لر ی کیږی د استثمار په لری کیدو په جنګونه او فسادونه له منځه څی په دغه تولنه کی چه جنګ او فساد نه وی هلته به د جرم مخه له کولو محکی نیول کیږی ، هلته به اول هر څوک ځان له له جرمه ساتی خو که احیانا به سهوه کی د یو جرم مرتکب شی ، هغه مجرم به دالله ج د قوانینو له مخی دهغه جرم سزا بی له دی چه قاضی ته ولاړشی او دده د جرم د اثباتولو د پاره مدافع وکیل ونیسی ، هغه مجرم به یی ځانته بی ل ه دی چه پولیس یی محکمی ته یوسی به خبله اعتراف او اقرار کوی نو تاسی قضاوت وکړی په داسی یوه ټولنه کی چه حرص نه وی هلته انسان د خلافت مقام ولری ، هلته به اول جرمونه کم پیښږی او هغه مجرم به هم قاضی ، هم وکیل او هم پولیس وی . نو تاسی فکر نه کوی چه دا به بیلا تشبیه جنت نه وی؟ هلته به ټول خلک لکه د سکه ورونو غوندی نه وی هلته به بیلی ژبی ، بیل رنګونه ، بیل قومونه ، بیل سمتونه سره توپیر ولری؟ . دغه ایدیال اسلامی ټولنه ده( چه د حضرت محمد ص د صحابه کرامو ټولنه وه ) چه عملا لیدل شوی او عملی منڅ ته راغلی وه او اوس هم که دنړی حریص استثمارګر، مسلمانانو ته چانس ورکړی چې همداسی ایدیال تولنی چه هغو کی استثمار ، فسادونه او وینی تویول نه وی رامنڅته شی په درناوی الحاج استاد بیانزی له خوا