ډیره زیاته شکرګذاره یم چی الله پاک په یوه مسلمانه کورنۍ کې له مسلمان پلار او مسلمانی مور څخه مسلمانه پښتانه افغانه پیدا کړم.
د خپل خدای بښلي پلار څخه می د پښتو د پټی خزانی په حواله اوریدلي و چې زموږ لوی نیکه او ستر بابا قیس نومی د غور په غرونو کې میشته و.
هغه د لوی خدای په فضل د یوه وفد سره مکی معظمی ته لاړ او هلته د ستا د رښتینی محبوب حضرت محمد (ص) په دیدار مشرف شو.
خاتم النبیین په بابا ډیره پیرزوینه او لورینه وکړه او د هغه نوم چې عبرانی و په عبدالرشید واړوه.
عبدالرشید بابا د زړه له اخلاصه د حضرت محمد (ص) سره په غزاګانو کې کارنده او رغنده برخه واخیسته.
ډیر قریش کفار یی ورته ایل او مسلمان کړل.
زموږ نازولی پیغمبر زموږ غیرتی بابا عبدالرشید ته ډیری دوعاګانی وکړی او د غازی بابا اولاده یی لا ډیره وغوښته او د هغه حضرت په مشوره یی د یوی عربی بی بی سره واده وکړ.
قیس یا عبدالرشید بابا له مکی معظمی څخه خپل ټاټوبی ته راستون شو او د عربی بی بی څخه خدای(ج) هغه ته دری زامن د غرغښت، سړبن او بیټ په نومونو ورکړل او د هغه اولاده د سلیمان په هسکو غرونو درو او سردرو کې میشت شول.
لویه خدایه! زه د خپل ارواښاد پلار په دغه تاریخي روایت ډیره ډیره نازیدم او دا می ویاړ باله چې زموږ ستر بابا د اسلام په خپریدو کې زموږ د نازولی پیغمبر سره اوږه په اوږه برخه اخیستی ده.
لویه خدایه! ای زما قهاره او غفاره ربه!
زه یوه پښتنه مور یم خو زوریدلی، غمیدلی، کړیدلی شپه او ورځ ژړیدلی مور.
د سترګو تودو غمجنو اوښکو می د مخ په بارخو ګانو ښکاره لښتی جوړ کړی دی دا ولی؟
دا ځکه چی نازولي ګلالي اولادونه او شاه ځلمیان مې لاسه ورکړی دي.
پروسږ کال لوی اختر مې د خپل ځوانیمرګ شهید زوی اڅک په قبر ونمانځه د هغه په شناختو می خپلی اوښکی او سوی سوی چیغی نذرانه کړی او سږ کال لوی اختر به د خپل بل ګلالي او نازولي زوی سنک په قبر تیر وم.
دواړه شهیدان دی یو د هغه سخت زړی عرب په ځانمرګی برید کې د جومات په وره کی شهید شو او شاو خوا یی د جومات د ملا امام په ګډون ګڼ شمیر مسلمانان په خپلو وینو کی رغړیدل.
لویه خدایه لویه خدایه! د محشر صحنی یی نا اعوذبا الله د الله اکبر په چیغه جوړی کړی او د جنت ټیکه دارانو په خپلو ږیرو د خوښی او غرور لاسونه راښکل.
هغه بل زوی می چی د نوی ځوانی په منګ و ښایسته ښکلی بریتونه یی په شونډو لکه توری ښکاریدل د سرو کفارو په بی رحمه بمباری کی چی پاس له هسکه یی اورونه اورول د شهادت جام نوش کړ.
زه به په دغه لوی اختر کی د اڅک او سنک په وینو سرو قبرونو څه محشر جوړ وم.
لویه خدایه! ته می په خپله لویه بزرګواری وبښه او ویریږم چی څوک راباندی د کفر ټاپه ونه لګوی.
لویه خدایه ! زه یوه پښتنه دردیدلی مور درنه مروره او ګیله منه یم هوکی سخته مروره او ګیله منه!
زموږ په کلی چم او ګاونډ کی دومره ببر سری یتیمان، بی وزلان، سر توری کونډی او بوری میندی اوسیږی چی د اختر په ورځو کی د خپلو تنکیو ماشومانو لپاره د خوراک او څښاک څه نه لری په شلیدلو کالیو او زړو څپلیو کی به د اختر مهال تیر وی خو د هغو په لنډ واټن کی په دنګو دنګو بنګلو کی ناست کبرجن چی جیبونه یی په امریکایی ډالرو او انګریزی پونډونو ډک دی د بیت الله شریف په ګرد چاپیره طوافونه کوی او د هغو میرمنی او بچیان د لوی اختر شپی او ورځی په داسی مستی او غرور نمانځی چی د سرو او سپینو زرو فرمایشی سوغاتونه یی سترګو ته ایخوا او دیخوا کیږی.
لویه خدایه ! موږ هم ستا بنده ګان او بی وزله مسلمانان یو نه ښکلي بنګلې غواړو او نه د سرو سپینو سوغاتونه.
لویه خدایه ! دومره مرسته را سره وکړه او زموږ له سره د دغو کبرجنو د زور واکی او استکبار لاسونه لنډ کړه مات کړه هغه مړوندونه چی زموږ د قیس بابا په غیرتی ټبر یی محشر جوړ کړی او هره ورځ لا لوی غمونه لا لوی دردونه او نا پایه کړاوونه ګالو زموږ په زرګونو زرګونو ملالۍ یی شهیدانی او ټپیانی کړی او دا دی د ملالۍ یوسفزی غیرتی پښتنه ککره یی په مرمو سوری سوری کړه او په خپلو سرو وینو کی ورغړیده د هغی له غمه د سوات جونه او پیغلۍ په دغه لوی اختر کې لاسونه په نکریزو نه سره کوی د خوښی چمبی نه وهی بلکی د خپلی همزولی ټپی ټپی ملالۍ د روغتیا په هیله شمعی بلوی او ستا سپیڅلی دربار ته د هغی د روغتیا دوعا ګانی کوی.
دا یوازی سوات ندی بلکی له بده مرغه په ټولو پښتنی سیمو کی دا ناورین روان دی.
لویه ربه ته زموږ خواره واره پښتانه راویښ کړه د اتفاق او پیوستون همت او برکت ورکړه ګنی لویه خدایه ویریږم چی دا توریال او ننګیال ملت به د خونړیو شخړو او تور مخو دوښمنانو په شیطانی نقشو او توطیو کی د ابد لپاره لاهو او خدای مه کړه پوپناه شی زه په پای کی د خپل دردیدلی او غمجن زړګی کړیکه په دی لنډی کی راغونډ وم.
اختر په ما باندی محشر دی
اڅک سنک ګلان مې خاورو لاندی دینه
بسم الله اکبري