ډاکټر لمر
د کابل بانک بدمرغي لیاڅو کاله مخکې پيل شوې ده،چې افغاني چارواکوتراوسه هم ددغه ټولنيزناسورحللاره نه ده موندلې،خوټولنيز ټپونه يې لیا هم خلک دردوي، سوځوي او ځوروي. د آشنا تلويزيون کې هم يوه خپرونه دکابل بانک ستونزې ته ځانګړې شوې وه، چې د کابل بانک پخوانی رئيس ښاغلی فطرت او د افغانستان د ولسي جرګې د اقتصادي چارو د کميسيون مشر ستانکزی يې تلويزيوني مرکې ته راغوښتي ول، چې دواړو عجيبه خبرې کولې، نو د دغه دوو چارواکو څرګندونې ما ته د دې سبب شوې چې د کابل بانک ستونزې ته يو وار بيا سر ورښکاره کړم او دغه څو کرښې يې په اړه تورې کړم.
تاسو ټولو ته څرګنده ده، چې د امريکايي تيري سره سم په افغانستان کې افغاني مافيايي غوبل هم پيل شو. په دغه غوبل کې وينه د افغان ولس تويې شوه، ورټل هم افغان ولس شو، سپک هم زموږ بې وزلي خلک شول او ټول ملت د امريکايي ډيموکراسي او افغاني تېکنوکراسي قرباني شو، مګر چړچې بيا هم د کرزي کورنۍ او مافيايي دولتي چارواکو وکړې او جوبونه بيا د فساديانو لوړپوړو چارواکو ډک شول. د افغانستان وګړي له يوې خوا امريکايانو يرغمل کړي دي او له بلې خوا د کرزي د دولت مافيايي سيستم ته لاستړلي دي، ځکه له ورځې يې امريکايي او ملي ځواکونه په ګوليو ولي او د شپې د مخالفين د مرميو نښه دي، خو د کرزي د مافيايي دولتي سيستم پته خو معلومه ده، مګر د مخالفينو نه آدرس شته او نه هم د ګواښ مرکز.
ډېر هغه لوستي افغانان چې د پاکستان، ايران او يو شمېر اروپايي يا امريکايي هېوادونو له پوهنتونونو فارغين او يا د ملل متحد له مؤسسو سره افغان چارواکي د امريکايي يرغل سره سم بيرته افغانستان ته راستانه شوي دي او د کرزي په دولت کې يې کارموندلی دی او خپله وچه يا لمده او يا سړه او توده يې مشروع او نا مشروع ګټلې ده، چې د ننني دولتي سيستم ننګه هم په زغرده کوي، مګر ستونزه دا ده، چې افغان عاميان ټولو يرغمل کړي دي، چې يو پلو ته يې اور او بل ته يې ګور دی، چې نه غوړه يا سپوره لري او نه هم نوره.
په لسو کلونو کې د افغانستان په دولت جوړېدنې ۱۲۵ ميليارده ډالر لګېدلي دي او که نظامي لګښت ورسره وشمېرل شي، نو خبره تر ترېليون ډالرو اوړي، نو پوښتنه دا ده، چې د دغه لګښتونو پايله د افغان ولس لپاره څه وه او څه ده! ولې نن هم تر ۲۰ ميليونو ډېر خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي؟ يوازې په کابل کې تر دوولکو دروېزه نرينه او ښځينه ګدايي کوي؟ د کرزي په مافيايي واکمني کې او د شمال ټلوالې په زورواکي او ټوپکماري کې د ټولګټې د ګوتو په شمار پروژې پلې شوې دي، چې هېچا ته د قناعت وړ نه دي. د دغه واکمني د کارونو په اړه به د بېلګې په توګه د کابل ښاري چارې، برېښنايي ستونزې او ځينې لويې لارې يادې کړم، چې د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري:
۱ – د کابل ښار ټول سړکونه، ځکه چې ترانسپورټ د ښار شمزۍ ګڼل کېږي، تر ننه کندې کپرې دي او د سړکونو د پخولو پروژه يې د کيشو (سنګ بقه) په پلونو روانه ده او په ژمي کې يې له ډنډوبو د کوڅه ډبو سپيو د لامبو حوضونه جوړېږي.
۲ – د سنګې مېنې څلورلارې د موټرو د ګڼوګوڼې او ټکرونو ټاپو ګرځېدلی دی، ځکه د خليلي کلي يا کارتې ته يوهوايي پل هم نېغ له کارته مامورينه پولې سوختې ته غزول شوی، چې د سنګې مېنې د څلورلارې ستونزه يې نه دا چې حل کړې نه ده، برعکس ليا يې پسې زياته کړې ده. ولې دغه هوايي پل په دې ډول جوړ شوی دی؟ ځکه د خليلي جان غوښتنه وه، نه د ملت هوساينه.
۳ – د کابل کندهار د سړک او د جلال آباد د سړک د پخېدو او پلونو د رغونې سلسله ليا هم له ژورو او ډنډو ډکه ده، چې ماشومان يې کندې په يومونو له شګو او خاورو ډکوي او له موټروانانو بيا يو دوې روپۍ ګدايي کوي. د کابل مزار لويه لار او د سالنګ تونل ليا هم ټوټې ټوټې دي، د اوبو د ډنډو پر ځای غوچونه يا کوهي پکې جوړ شوي دي او د افغانستان دولتي مؤسسو تر ننه دغه پروژې ته سم پلان نه دی جوړ کړی، چې له سالنګه تېرېدل له ۳ تر ۴ ګنټو کې هم نه تر سره کېږي.
۴ – د ښوونې او روزنې نصاب له ايتنيکي، ژبني، مذهبي او ډلو ټپلو له ذهني ښکېلاکه سره مل دی. د لوړو زده کړو او حرفوي تعليمي مؤسسو په اړه به څه ووايم، ځکه هر کال تر ۸۰۰۰۰ بريالي او ۸۰۰۰۰ بې نتېجې او ۵۰۰۰۰ بيا په شخصي پوهنتونونو کې ښکېل دي، خو د کاريابي چارې يې بيا نه سنجول کېږي، ځکه په کابل کې لسانسه خلک هم روزمزدي کوي او په بهر کې افغان محصلين لکه د کمونيستانو په واکمني کې وروسته له ديپلوم اخيستلو د تېښتې لارې چارې سنجوي.
۵ – د افغانستان روغتياپالنه د کابل او يو دوو لويو ښارونو تر پولو محدوده شوې ده او خلک په يوويشتمه پېړۍ کې ليا د اتلسمې پېړۍ د روغتيايې نخرو او ذهنيت سره تداوي کېږي، خو د افغانانو خبرې به بيا له لوېدېزوالو هم رنګينې او برينې وي. د آريانا شرکت هم د نننۍ واکمنۍ د وزلوبې قرباني شوی دی، چې نن يا سبا به وتړل شي.
څه ووايم، خلک وايي، چې له اوښه يې وپوښتل، چې غاړه دې ولې کږه ده، نو اوښ ورته وويل، چې کوم ځای مې سم دی، چې ته مې غاړه يادوې! نو د افغانستان په اړه هم چې څه لېکې نو بيا نه پوهېږې چې خبره له کوم ځايه سر کړې او چېرې يې ختمه کړې! بس يوه ستونزه لکه د توفاني سمندر تياره څپه غوندې راشي بله بيا پسې راروانه شي، چې هر څه تبا او برباد کړي، چې د پښتو يو متل سړي ته ورپه ياد کړي، چې وايي: موږ يې کليم الدين ژاړه، چې کمرالدين يې په خر سور راوست! نو موږ له کمونيستانو او اسلاميستانو سر ټکولو، چې د تېکنوکراتانو د ترښځ وار مو هم د ولس پر سر راغی!
د دغه ليکنې موضوع د کابل بانک د غلې بربنډو څېرو او د غلې پټو دسيسو ته ځانګړې شوې ده، چې عاملين يې نن هم سرې سترګې ګرځي او ليا هم د کرزي د کورنۍ او د شمال ټلوالې مافيايي سيستم پياوړی کوي. د کابل بانک په غلا کې تر ۱،۳ بيليونه ډالر غلا شوي دي، چې د بل لاسوند په نغوته ۹۱۰ (نهه سوه او لس) ميليونه ډالر بېخي ورک شوې دي، چې په دغه غلا کې شېرخان فرنود، خليل الله فيروز، حسين فهيم، محمود کرزی، عبدالغفار داوي او داسې نورو چې ټول ۱۷-۱۶ تنه دي، ياد شوي دي.
په غلا کې د هر چا برخه څرګنده ده، چې له لسهاوو ميليونونو ډالرو اوړي او د ځينو تر سلهاوو ميليونونو ډالرو پورې رسېږي. د حسين فهيم برخه تر ۱۳۸ ميليون ډالره، د شېرخان فرنود يوه وړه غله له ۵۴ ميليون ډالره ډېره ښودل شوې ده، د خليل الله فيروز تر ۲۰۰ ميليون ډالره، د محمود کرزي تر ۴۰ ميليون ډالره او د عبدالغفار داوي له ۳۸ تر ۴۰ ميليون ډالره ياد شوي دي، چې د کابل بانک په دغه غلا کې ۹ (نهه) ميليونه ډالره د ښاغلي حامد کرزي د ولسمشريزې د بيا ټاکنې په کمپاين لګېدلې دي، چې دا هم غير مشروع يعنې په غلا له کابل بانکه ايستل شوې پيسې دي او د کرزي صيب د کمپاين حيف او ميل شوې دي، يعنې کېل ختم پيسې هضم!
معلومات داسې ښيي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي کال ښاغلي خلليل الله فيروز ۱۶۰ ميليونه ډالره عربي اماراتو ته د شيرخان فرنود په نامه انتقال کړې دې، چې د ۳۵ لوکسو ماڼيو په جوړولو يا اخيستلو لګول شوې دي. د کابل بانک لوبه ليا به ۲۰۰۶-۲۰۰۵ کلونو کې پيل شوې وه، چې د انګليس ګارډين اخبار د ۲۰۱۱ ميلادي کال په يوه ګڼه کې ليکي، چې د کابل بانک لوړپوړو چارواکو (غلو) تل په دوبی او نورو اماراتي ښارونو کې مجلل محفلونه نيول، چې شېرخان فرنود او خليل الله فيروز به تل د شرابي مشروباتو په خمار، د کازينوګانو په قمار او د روسي نجونو په ښکار بوخت ول او خپلې چړچې به يې د افغان ولس په بيتالمال کولې.
نړيوال ګڼشمېر اخبارونه ټينګار کوي، چې خليل الله فيروز ګواهي ورکړې، چې شير خان فرنود ۵۴ ميليونه ډالره پټ له کابل بانکه انتقال کړي دي، چې دی (فېروز) ترې خبر نه وو او فرنود په اماراتو کې جايدات پرې اخيستي دي يا يې په کازينو کې بايللې دي، خو فرنود بيا وايي، چې ۱۷ ميليونه ډالر يې د ګلبهار په پروژه لګولې دي. عبدالغفار داوي، چې د شکريې بارکزۍ مېړه هم دی، په يوه تلويزيوني مرکه کې وايي چې امريکايی ځواکونو ته يې د ۳۶ ميليونو ډالرو په ارزښت تېل وارد کړي، چې دغه پيسې ليا امريکايانو نه دي ورکړې. له بل پلوه ټينګار کوي، چې ۲۸ ميليونه ډالر يې آريانا افغان هوايي شرکت ته هم په پور ورکړي دي او که يې تېل ورته اخيستي دي، بس د ملت پيسې دي، چې د کرزي د کمسايي په مېدان کې ښکته او پورته کېږي، چې له يو جوبه وځي بل ته ننوځي، خو د بيتالمال زېرمه ده چې تشېږي.
مګر د عبدالغفار داوي په خبرو او څرګندونو کې دوې پوښتنې پټې دي: يوه دا چې دغه افغان تجار له امريکايانو سره د خپل افغان ولس په ځپلو کې لاس يو کړی او له هغوی سره نېغه مرسته کوي، يعنې نظامي ماشین يې په تيلو سمبالوي او دويم بيا دا چې دغه ملي تجار او که ملي …، د افغان ولس له بيتالماله په کوم ځانګړي حق او واک تر ۴۰ ميليونو ډالر له کابل بانکه اخلي، پوروي يې او يا يې غلا کوي؟ نو دغه پورتنۍ څو کرښې هم د کرزي مافيايي دولت يا فسادي واکمني ته په نېغه نغوته کوي.
د شيرخان فرنود او خليل الله فيروز ملګرتيا ليا د مسکو د سره ميدان مېلو او روسي نتاشو نڅېدو ته رسېږي. کله چې دوی دواړه (فرنود او فيروز) د شلمې پېړۍ په اتياومو کلونو کې په مسکو کې د افغان کمونيستي واکمنو په وساتط او د شوروي اتحاد د کمونيستانو په غفلت، په لوړو زده کړو بوخت ول. هغه مهال شېرخان فرنود له روسيې د غيرقانوني پيسو په حواله بوخت وو، د قاچاقيانو تورې پيسې يې سپينولې او د روسيې له مافيا سره يې هم نيژدې اړيکې درلودلې. فرنود ليا هغه مهال د روسيي نامتو غله مورودي «Mavrodi» د پيراميد د لوبو چم هم زده کړی وو، چې عاميانو ته به يې د نغدو پيسو جايزې او د لاټرۍ د غولونکو يا نامشروع ګټو لومه جوړه کړې وه، چې عام خلک پکې ښکېل کړي. د کرزي په واکمني کې شيرخان فرنود افغانستان ته له راتګ سره سم، خپل دغه د غلې چمونه بيا په خپلو جنګ ځپليو افغانانو پلي کړل او د پيراميد لوبې تلک يې ورته کېښود، چې پايله يې له کابل بانکه د يو ميليارد ډالرو غلا شوه او د بې وزله وګړو د سروينو د اوښکو ډکه ژړا!
خليل الله فيروز هم لکه فرنود په روسيه کې د کمونيستي چارواکو په وساتط د تحصيلي بورس پر بنسټ زده کړې کولې، چې بيا يې د روسيې د مافيايي سيستم په مټه او د ډيموکراتيک ګوند په اړيکو له شوروي اتحاده افغانستان ته د تيلو، ټوکريزوتوکيو، هر ډول سامان آلاتو او تخنيکي شيانو په لېږد بوخت شو، چې په دې ډول يې غير مشروع سرمايه له تورو او قاچاقي پيسو جوړه کړه. دغه بدمرغه دوه افغان غله له روسيې د مافيا په ګواښ «دواړه يعنې هم فرنود او هم فيروز» وتښتېدل او خپله سرمايه يې په غير قانوني بڼه عربي امارتو او نورو سيمو ته انتقال کړه او سر يې په قماراو خمار شو.
د کابل بانک په مشاورينو کې ۶ تنو امريکايي اجير مشاورينو هم کار کولو، چې د «Bearing Point» له کمپنۍ سره يې تړاو درلود، نو د کابل بانک په غلا کې د افغانانو تر څنګ د هغوی لويديزوال ملګري هم ګډ دي، چې په افغان ولس يې ترحم نه دی کړی او له شاه يې د خنجرونو واورونه پرې کړي دي. داسې څرګندونې کېږي، چې د دغه سترې غلا د څېړنې د بمبس يو سبب دا دی، چې د افغانستان د مافيايي سيستم مسؤلينو د يو او بل پر ضد داسې د وېرولو يا شانټاژ مواد يا ثوبوتونه ساتلي دي، چې حتی لويديزوالې حقوقي مرجعې هم د دې واک او ځواک نه لري يا له رسوايي وېرېږي، چې د کابل بانک د غلا په برخه کې نا پېيلی تحقيق پيل کړي.
د کابل بانک پخوانی رئيس خو ليا مخکې ځان واشينګټن ته رسولی دی او فهيم جان خو په زرهاوو وسلوال ډاله ماران لري، چې سرې سترګې ګرځي او څوک نر دی، چې څه ورته ووايي! د کابل بانک په غلا او د بانک په کنټرول کې ايتنکي څرک هم يادېږي. داسې څرګندونې کېږي، چې ګواکې د شمال ټلوالې زورواکان غواړي چې د افغانستان د بانکي سيسټمونو کنټرول لکه د امنيتي ځواکونو د واک کنټرول بايد د تاجکانو په لاس کې وي، چې پښتانه وځپي. شمال ټلواله خپلو ملګرو ته تل ډاډ ورکوي، چې هر څه غواړي هغه ترسره کړی! د ستونزو او جنجالونو په ترڅ کې هر غل، قاتل او ډاله مار کولی شی، چې د افغانستان شمال ته وتښتی او هلته به تل هوسا او مصؤن ژوند ولري.
د آشنا تلويزيون د مرکې په ترڅ کې ښاغلي عبدالقادر فطرت ټينګار کولو، چې د کابل بانک د معضلې د حل لپاره بايد يو ناپېيلی څېړنيز کميسيون جوړ شي، نو بيا به هر څه سم څرګند شي. فطرت د بانک په غلا کې د لوړپوړو چارواکو او حامد کرزي لاس لرل ياد کړل، ولسي جرګې ته يې د ۱۷ تنو غلو نومښود ورسپارلی دی او د دغه غلې مافيايي کرکتر ته يې د آشنا په تلويزيوني مرکه کې بيا هم څو ځله نغوته وکړه، چې ډېر زړه بوږنونکی او د نا هيلي خبرې وې، چې حتی د انسانونو د مرګ ګواښ هم پکې نغښتی وو.
په مرکه کې هغه بل پلو ته په کابل کې د ولسې جرګې د اقتصادي کميسيون او بوديجې استازی ښاغلی ستانکزی صيب ناست وو او ښاغلي فطرت ته يې د تېښتې تانې ورکولې او د غلې ټينګتې يې ورته کولې، خو په زړه پورې دا وه، چې ستانکزي په خپلو خبرو کې ويل چې د کابل بانک غلا بايد په پرته ليزه توګه او يا يې د برخوالو فيصدي ياده شي، يعنې چې چا څومره غلا کړې ده او له خولې يې کرزي ته د غوړه مالي بوی راتللو! زه به دغه جناب ته دومره ووايم، چې غلا! غلا ده! که غلا يوه روپۍ وي او که په ميليونونو مشدۍ وي! غلا بيا هم غلا ده!
ښاغلي ستانکزي ته بايد ياده شي، چې د حامد کرزي د ټولټاکنې د کمپاين د ۹ ميليونو ډالرو غلا او د محمود کرزي د ۴۰ ميليونو ډالرو غلا د فرنود يا فيروز او يا هم د حسين فهيم د سلګونو ميليونونو له غلا سره توپير نه لري. دغه غلا د بيتالمال غلا ده او له افغان ولس سره جفا ده. ستاسو د ټينګتو په اړه، چې ولې ښاغلی فطرت افغانستان ته نه ستنېږي، نو خبره څرګنده ده، چې په افغانستان کې لکه يو شمېر خلکو غوندې غوړه مالان او د مافيايي سيتسم غلامان وي، نو د داسې بدماشانو په مقابل کې به يو ملکي څانګپوه شخص څه وکړي! چېرې چې اداره په فساد کې ډوبه وي او چارواکي يې د ملت په وينو کې لاهو وي، نو هلته به په څه ډول حق حق دار ته ورسېږي!
پايله
د افغانستان کلنۍ «GDP-Gross Domestic Product» ۱۲ بيليونه ډالره ده، چې د ۳۰ ميليونو خلکو لپاره تعين شوې ده، مګر د کابل بانک غلا ۱،۳ بيليونه ډالره ده، يعنې د افغانستان د «GDP» لسمه برخه، چې يوازې ۱۶ يا ۱۷ تنو غلا کړې ده او له يو او بل سره يې وېشلې ده. د کرزي په مافيايي اداري سيستم کې د افغانستان په خاوره، د افغانانو په وينه او د قومونو په بشري ارزښتونو نخرې، معاملې او پېرې شوې دي او اوس هم روانې دي، چې عاقبت يې د افغانستان نننی خوار او زار حالت دی، نو اوس بايد د افغان ولس خلک راټول شي او د دغه مافيايي سيستم پر ضد ملي قيام وکړي (حق اخيستل کېږي، مګر نه وېشل کېږي!) يا افغان ځوانان يو داسې ګوند رامنځ ته کړي، چې د ټولنې لپاره نوې صادقه او څانګپوه اداره رامنځ ته کړي او روڼاندي بايد نړيوالو ته قناعت ورکړي، چې افغانان ټولنيز بدلون او مسلکې ادارې ته اړتيا لري.
د خپلواک، هوسا او پرمختللي افغانستان په هيله
ډاکټر لمر