دمحمد عمر ننګیار لیکنه:

ټکنده غرمه  وه ګرمۍ ډېر په عذاب کړی وم ومې غوښتل چې ځان ژر کورته ورسوم دکار ځای ته نژدې دکان نه مې یو بوتل سړې اوبه 
واخیستې موټر جلو ته کیناستم مخ په کور روان شوم دلارې په اوږدو کې مې تنده ډېره شوه بوتل مې خلاص کړ او ښه ښآیسته څو غړپه مې ترې وڅښل په همدې وخت کې د ترافیک دمامور دتوقف یا دردېدو اشارې مې پام را واړو بیرک ته مې پښه وروړه دسرک ښې خواته مې موټر ودروه، ځان سره مې چرت ووهه لکه چې کومه خلاف رفتاري مې کړې ده!!پوه نشوم دمعمول سره مې سم ټول اسناد دښاغلي لیدوته چمتو کړل، دی چې شل دیرش ګامه له مانه لیرې را روان وراورسید وروسته له سلام څخه یې راته وویل(پژالیسته داکومنت…) مهرباني وکړۍ اسناد مو راکړۍ.

په درنښت مې اسناد ورکړل،خو ده اسناد هډو ونه کتل په ترخه ژبه یې رانه تپوس وکړ:خبرې کولای شې؟

ما ورته ځواب ورکړ:ګونګی نه یم.

هغه راته ښه په ځير وکتل او بیا یې په خندنی ژبه وویل:

-پوهیږم ،خو د خبرو کولو حوصله نه لرې.

ما ورنه وپوښتل :ولې؟

ده په قهرجن غږ ځواب راکړ:

-دولې ځواب به په محکمې کې واورې.

زه حیران شولم چې خدایا په کوم جرم بیا محکمې ته مې خبره ورسیده؟

تپوس مې وکړ:

-جرم مې څه دی؟

په تندۍ یې ځواب کړم

-ته لا په جرم دې نه پوهیږې؟! معلومه خبره ده چې په دې حالت انسان په ځپل جرم نه پوهیږي،کله دې چې سر سوړ شو بیا به پوه شې.

همدا یې وویل او خپل انډیوال ته چی دسړک بلې خواته یې موټر درولی و ورغږ کړ:

-هغه خوشې کړه دلته راشه.

ملګری یې په ژبه پوه شو دهغه موټر چلونکي اسناد یې وروسپاره او ګړندی یې مونږ ته ځان را ورسوه،همدا چې را نږدې شو په خندایې رانه تپوس وکړ:

دې ګرمۍ ته وګوره او بیا ستا څښلوته…څومره به دې څښلې وي؟ سترګې خودې وایي چې ښه پرېمانه.

دروازه مې خلاصه کړه ورښکته شوم داچې په یوه پښه څه معیوب وم یو دوه ګامه مې چې ور واخیستل چټک یې دلاسه ونیولم او بیرته یې دموټر د شاتني دروازې دلارې موټر ته ننیستم او په قراره یې راته وویل:

(ګراژدانین) همښاري(وطنداره)اوس خو هر څه ثابت دي څنګه دې خوښه ده…جوړېږو؟ پوهیږې جرم دې دروند دی او سزایې هم ښه درنده ده.

خدای شته وارخطا شوم چې دا په څه بلا واوښتم؟!په داسې حال کې چې وېرې مې غږ لړزوه  ترې مې بیا تپوس وکړ:

-صاحبانو ،تاسې ولې … راته … نه وایۍ چې … جرم مې څه دی؟!

داچې زما په غږ کې یې لړزه او ویره احساس کړه نور هم زړور شول او په کټ کټ یې وخندل بیا یې په خندنی بڼه را ته وویل:

ـلکه چې ډېر هوښیار در ته ځان ښکاري؟!… بې عقله … مونږ سره لکه چې ټوکې د ې پیل کړي؟!په لاره تلی نشې سترګو ته دې وګوره او بیا هم تپوس کوی چې  جرم دې څه دی؟!

پوه شوم دا چې زما سترګې په ګرمۍ کې طبیعتا سرې کیږي او په یوه پښه څه ګوډ شانتې یم،دوی تیر وتې دي او بل ګومان یې کړی دی،ما هم ځان ورته برګ کړ ددوی غوښټنې مې ونه منلې نور یې ماته تمعه پاتې نشوه.نو بیایې څو پآڼې تورې کړې او روغتون امبولانس ته یې تلفون وکړچې زمونږ په پتې راشي، ځنډ شیبې وروسته،امبولانس را ورسیده او دوی لکه بریالي  وطنپال د واټ موظفینو په څیر زه دامبولانس صحي کارکونکو ته وروپیژندلم هغو هم په لومړي لید کې څه د طمعې او توقع سترګې راواړولې  خو زما له خوایې کوم شین څراغ ونه لید په چټکۍ یې لازمې معاینې پیل کړې ډېر ژر دې نتیجې ته ورسیدل چې زه مجرم نه یم کله چې صحي کارکونکو نتیجه دوی ته وښودله،پرته له څه ویلو څخه  یي زما اسناد راکړل،زه دخپل موټر جلب ته کیناستم،په داسې حال کې چې ما ته یې دلاسه وتلي ښکار په سترګه کتل په خپلو کې سره په بحث اخته شول وروستي خبرې مې ترې داسې واورېدې:

-(دورک) احمقه ولې دې رانه هغه بل موټر خوشې کړ؟دهغه چلونکي  لایسنس تقلبي و.

بل یې په خپه غږ ځواب ورکړ:

دا ښکار راته چاغ ښکارېده.

ما خپل د اوبه بوتل په سر را وړو څو غړپه مې ترې وڅښل او ترې روان شوم،ښکاریان پاتې شول نوي ښکار ته.

 

Door Guest