بسم الله الرحمن الرحیم
لیکوال:الحاج استاد بیانزی
انسانان د حیواناتو یوه مهمه څانګه ده ، څینی حیوانات یو د بل سره نزدی
او څینی بیا یو له بله سره توپیرونه لری مونږ به دلته اول د انسانانو
توپیر له حیواناتو سره وڅیړو او بیا به د انسانیت او سولی په هکله خبری
وکړو .
انسان د تی لرونکو او غوښه خوړونکو حیواناتو له ډلی څخه دی ، نوری ګډی
وجی هم لری خو دا دوه یی چه تی لرونکی او غوښه خوړونکی شریکی وجی یی له
نورو مهمی او لوییی دی .
دا چه انسان له نورو حیواناتوپه کومو ډیرو مهمو شیانو کی بیلوالی لری زه
په دی عقیده یم چه انسان ته الله ج یو لوی څانګړی خاصیت (عقل او شعور)
دواړه ورکړی خو حیوانات بیا یواڅی شعور لری . ، مغز تحلیل ، قضاوت او
تصمیم نیسی اوامر کوی ، خو د څینو غړو وظیفه لکه د ( زړه) د ماغزو په
کنترول کی نه وی هغه هر وخت فعال او پرله پسی کار کوی خوڅیده او ودریده
یی د عقل په واک کی نه وی. خو یو له بله جلا ژوند هم نه شی کولی .
د انسان د فزیکی جوړښت په څانګړیتیاوو برسیره انسان په معنویاتو کی هم
ډیری ځانګړتیاوی لری چه د هغو څانګړتیاوو په لرلو د حیواناتو له پولی یا
کچی ډیر پورته دی تر دی چه د انسان له عقله هم ډیره پورته خبره ده چه
دهغی یو تثبیت د انسان په نوم کی شوی دی چه بشر ته د( انسان نوم )ورکړ
شوی دی ، انسان یوه عربی کلمه ده له انس څخه اخستل شوی چه مینی او محبت
ته وایی یعنی هغه کس چه د خپل الله ج ، څان ، خپلی کورنی ، خپلوانو ،
دوستانو ، د ټولو نورو هم نوعانو ، د نورو ټولو حیواناتو ، نباتاتو ،
جماداتو او د الله ج د ټولو کایناتو سره مینه ولری هغه کس ته انسان ویل
کیږی او هغه چه دا صفت ورسره نه وی هغه یو بشر دی چه د حیوناتو په شان
ژوند لری مګر داچه عقل لری د ژوند سطح یی له حیواناتو پورته وی . کار کوی
ملکیت لری تصمیم نیسی کوم چه دا ټول د انسانی عقل زیږنده ده ، مګر داچه
د نورو سره مینه نه لری نو یواڅی له څانه سره مینه لری یواڅی له څانه
سره مینه حرص ته وده ورکوی لکه غربی ټولنه چه یوه انسانی ټولنه نه بلکه
یواڅی یوه بشری ټولنه ده .
یواڅی دانه چه د انسان نوم انسان دی باید له نورو سره مینه ولری ، الله
د خلیفه انسان د مینی د پاره د انسان په زړه کی څای جوړ کړی دی ټر دیره
وخته ډاکترانو نه منله او زړه یی د غوښی یوه عضله ګڼله چه یواڅی د وینی د
پمپ کیدلو دنده لری او بس خو نن صبا ډاکتران هم په دی قانع شوی دی چه د
انسان په وجود کی شپږم حس چه زړه دی وجود لری . زړه نه یواڅی چه د کرکی
یا مینی څای دی ، د غیرت ، قهر ، حوصلی ، حرص ، حسد ، شهامت او داسی نورو
څای هم زړه دی . په ډیرو کارونو کی زړه له عقل سره احتلاف نظر لری عقل
ستا ساتونکی خو زړه بیا تا له هدفه قربانوی عقل تاته له مرګه د ساتلو امر
کوی او د ساتلو لیاری او پلانونه درته په ګوته کوی خو زړه بیا تا د ټاکل
شوی هدف د پاره د قربانی ډګر ته بیا یی او یا دی ټول عمر به جیل کی اچوی
او یا دی عمر په یوه غار او بل غار په دشت او بیدیا کی راولی او یادی وږی
تږی او خپلو وینو کی لمبیدلی ساتی . عقل هر څه ستا د ژوند د اوږدوالی د
پاره وسیله کوی خو زړه بیا ستا ژوند ستا د ټاکلی هدف د پاره سبب ګرڅوی .
خالق ته د خپل مخلوق د فطرت د معلومات له مخی چه لری یی اسلام ته د ننوتو
دروازه کلمه طیبه ( چه په ژبه به اقراراو په زړه به یی تصدیق یا د اسلام
د ټولو اوامرو منل کوی ) دا تصدیق یی په عقل کی نه بلکه په زړه کی شودلی
دی زړه د منلو او نه منلو څای دی دلته د منلو ځخه د هغه کار سره د مینی
جوړول دی چه مینه په زړه کی قرار لری . الله ج د مینی او محبت منبع ده او
د ا نسان سره د الله ج اړیکی د زړه له اړخه دی یعنی څومره چه د زړه مینه
زیاته وی په هماغه اندازه یی د الله ج سره اړیکی ټینکی وی . او د هر
انسان د مینی پیمانه هم فرق لری . نو که د انسان په زړه کی د الله ج او
نورو سره پوره مینه وی نو دی پوره انسان او که نیمګړی مینه وی دی نیمګړی
انسان او که هیڅ مینه نه لری دی بیا یواڅی بشر دی او انسان ورته نه ویل
کیږی ، دا دول بشر له حیوناتو بدتر او د ټولنی د پاره ډیر مضر شخص شمیرل
کیږی او دی دول بشرته( اسفل سافلین )هم وایی یعنی د الله ج تولو مخلوقاتو
ذلیل او ښکته بشرته ویل کیږی لکه د نن ورڅی دجالی استعمار . یا په بل
عبارت پوره انسان ته د خلیفه مقام حاصل دی چه الله ج ورته( اشرف
امخلوقات) ویلی دی چه ددی مقام د لرلو په خاطر د ملایکو د سجدی کولو
مستحق وګرڅید
دا چه اوس د (انسان او انسانیت) په معنی پوه شو اوس به د ا نسان اړیکی د
(سولی )سره په نښه کړو . د اسلام مقدس دین یوه معنی (سوله) او بله معنی
یی( سیاست) دی ، مخکی له دی چه په سوله خبری وکړو سیاست به معنی کړو چه
سیاست څه ته وایی او هغه داچه (د الله چ د مالکیت لاندی ټولنه کی د
ټولنی په ګټه شرعی اصولوسره سم مثبت هر اړخیز کنترول ته سیاست ویل
کیږی) سیاست د خلافت معنی هم کیدی شی . او له دی غیره هر ډول کنترول(
فتنه) ده مقاومت یی به مقابل کی (جهاد) شمیرل کیږی . دا چه سوله بی له
سیاسته کیدونکی نه ده نو د سیاست پوهیدل ضروری خبره وه .
سوله کوم سیتم نه دی ، د اسلامی سیاست او یا د خلافت قایمیدو نتیجی ته
سوله ویل کیږی ، سولی د کیفیت او کمیت له مخی بیلا بیلی وی خو پوره او
اصلی سوله یواڅی او یواڅی د اسلامی خلافت په قایمیدو کی کیدونکی او
منڅته راتلونکی ده او بس. اسلامی خلافت کی دغه ایدیال سوله څرنګه مڼڅته
راڅی ؟ ددی دپاره چه د حرص(فساد او وینو تویولو ) مخه نیول شوی وی الله ج
انسان په زمکه کی خلیفه وټاکو یعنی (انسان په زمکه ، د الله ج په
مالکیت کی د الله ج اصولو لاندی د الله ج نیابت او یا خدا ګونه مدیریت
کوی) ددی دوه صلاحیتونو په نه لرلو حرص کمزوری او یاله منڅه څی د حرص په
لری کولو انسان په انسان باندی استثمار کول هم له منڅه څی نو چه کله په
یوه ټولنه کی استثمار نه وی غلامی هم له مڼحه څی ، د استثمار په صورت که
باور له منځه څی او کله چه باور وی نو ورور ولی به ولی نه رامنڅته کیږی ،
کله چه چا سره د ټولولو او جمع کولو فکر او ذکر نه وی نو ټولنه به ولی
ایدیال ټولنه نه جوړییږی ، کله چه هغه ټولنه کی د انسان پرڅای د مافوق
بشر( الله ج ) قوانین چلیږی نو هلته به عدل او انصاف څرنګه نه قایمیږی
، کله چه باور ، احسان ، ورورولی ، انصاف ، عدالت ، اخلاص او داسی نور
رامنڅته شی او له هغه تولنی څخه حرص ، حسد ،خصومت ، عجله او جدال ختم شی
نو دغه ټولنه کی به د سولی پسرلی ولی غوټی نه کوی .
د ا سلامی خلافت د قایمیدو وروسته به مجرم ، پولیس او قاضی هماغه یو کس
وی یعنی له جرم به مخکی د جرم مخه نیول کیږی هر څوک به د اسلامی قانون
له ویری بی له پولیسه جرم ته لاس نه اوږدوی او که تصادفا څه پیښ هم شی
مجرم به په خپل جرم په خپله اقرار کوی او د خپلی ګناه جزا به په ځپله
ځانته اوروی او بی له پولیسه به ا لهی محکمی ته حاضریږی که قاضی وی که
نه جزا به په خپله ځانته ټاکی . نو په داسی یوه ټولنه کی چه د الله د
قوانینو حکومت وی او خلیفه انسان یواڅی د ناظر او مامور دنده لری نو د
وسلو چوړولو ، پولیسو او ملی اردو به څه اړه وی ، دا دومره بودیجه به د
ناروغیو به مخنیوی ، کرنه ، مالداری ، تکنالوجی ……. او داسی نورو
مصرف شی چاپیریال به پاک شی د طبیعی افاتو او طوفانونو جبران به وشی .
انسان به د جنګونو پرڅای د طبیعت د اسرارو په کشفولو کی تیر کړی او د
راتلونکی نسلونو د پاره به دومره بشری پانګی زیاتی شی که نړیوال نفوس څو
واره هم زیات شی دا پانګی به تری زیاتی وی . نو دا ډول ټولنه کی به سوله
نه وی نو څه به وی ؟ او له دغه سولی وروسته به پرله پسی هوساینی او
هوساینی وی . ډاچه وایی اسلام د سولی دین دی اوس می تاسی ته ثابت کړو چه
ټول مشکلات د حرص په واسطه رامنڅته کیږی او حرص د انسانی مالکیت او د
انسانی قوانینو ( دیموکراسی ) په واسطه رامنڅته کیږی په درناوی