ما ژړل د مینی یار ته تر سهاره
شپه له ماسره په ګډه په ژړا وه
دبیلتون له تور غضبه تښتدمه
زړګی اوښکي تویولی له اغیاره
له اسمانه چیغه پورته شوه ویلی
توبه وباسه ته خپله له کرداره
داغیارپه خوږو مه تیروځه ګوره
تابه باسي هم له نرخه هم له ښاره
زمانی دمیني ونډه کړه بی قدره
قدرخپل کړه ګیله مه کړه له روزګاره
مینه ستا د ژوند په برخه کښې شنه شوي
اوبه ورکړه په ښي لاس ورته هوښیاره
څي دزړه له کومي وسپړي پونډکې
بیا نوهلته مینه خاندی په کراره
دسرحد کیسه په اوښکو ده لیکلی
دخوږي مینی له خونده دی بیداره
۱۴ – ۱۲ – ۲۰۱۲