په لاره تلم ګدر نژدی و
د اوړی لاره وه اوږده تږی یی کړمه
له چنارو لاندی لښتی و
له سیوری لاندی وي اوبه ورنژدی شومه
پیغله ولاړه وه ګدر کښې
زما په لیدویی خپل پیڅکی ترغاښو کړونه
لپي مې ډکی له اوبو کړي
دڅښو په وخت کښې مې کتل پی مین شومه
کیسه مې کړه لنډۍ په یاد شوه
موده پی ډیره تیره شوي خوند کوینه
غوږونه خلاص نیسی ځلمیانو
دمینی خوند پښتونوالی کښې خوند کوینه
لیک مې لیکه ته را پیاد شوی
دقلم څوکه شوه کګه نوم دی لیکمه
هغه شیبه می زړه کښې ګرځي
څې ستا په تمه په ګدرکښې ماښام شونه
لو مې کاوه راپسی راغلی
ته می لیدی نا څاپه لاس می زخمی شونه
په یا د کښی پاتی دي که نه دي
دپښو اغزی دی ما په ګوتو وشکاونه
تا څی ویل ګدر ته راشه
په اوږده لار کښې به کیسي درته کومه
تا ووي څنګ کښې می خوځیږه
دکاروبار کیسه کوه زه به یی اورمه
کیسه می پیل کړه په ژړا شوي
ځم بل وطن ته غریبۍ پسی ملا تړمه
کسیه دی وچه شوه په خوله کښې
څې میرزی ورور مې ناري راپسې وهینه
خبری پاتی شوی بل وار ته
زه دلوګری په پلمه شاته تاو شومه
هیر به مې نشی عمری عمر
مینه همدا وه څی په تا مین زه شوم
مسکو – وړي – زړي کیسي په لنډیو شی خوږي