لیکنه: محمد حلیم فدايي

انجنیر غلام محمد زرملوال د غلام حیدرخان زوی، د یارمحمد خان لمسی د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ساکو په شملزيو کې په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د وري په میاشت کې زېږدلی دی. غلام محمد زرملوال دري زامن او یوه لور لری.

لومړنۍ زده کړي یی د ساکو په لومړنۍ ښوونځۍ کې په کال ۱۳۲۶ لمریز کې پیل او په ۱۳۳۳ لمریز کې یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي. په کال ۱۳۳۴ لمریز کال کې په کابل کې حربي ښوونځۍ ته داخل او بیا وروسته د انجنیري پوهنځۍ ته شامل شو او په ۱۳۴۳ لمریز کال کی یې له دي څانګې خپل بری لیک ترلاسه کړ. دهغه وخت د ملي دفاع وزیر په لارښوونه نوموړی او دده څو تنه ملګری د کانو او صنایعو وزارت ته معرفي او نوموړې د افغانستان د کارتوګرافي په اداره کې په کار پیل وکړ.

زرملوال په کال ۱۳۴۶ لمریز کې دولتي بورس تر لاسه او د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته ولاړ. په کال ۱۳۵۰ کې یې د لندن د اکسفورډ پوهنتون څخه د ماسټري سند ترلاسه او هېواد ته راستون شو. او بیا یې هم په هماغه کارتوګرافي اداره کې کار ته دوام ورکړ. څه موده وروسته د کانو او صنایعو د وزارت په لارښوونه د بګرامیو د ټوکر جوړولو (نساجي) په فابریکه کې د ساختماني چارو امر مقرر شو.

په ۱۳۵۶ کال کې په افغانستان کې د بریتانیا په سفارت کې د افغانستان له حکومت سره د ارتباط مسوول وو. د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی په میاشت کې افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او یو ګڼ شمېر مظلوم اوبې ګناه افغانان زندانونو ته وردننه او زیاتره یی بي محکمې ووژل شول. په دې لړي کې غلام محمد زرملوال دشپږو میاشتو لپاره هم زنداني شو او له نېکه مرغه نوموړي له زندان څخه خلاص او څه موده وروسته پاکستان ته مهاجر شو. هلته د پېښور سپیشل برانچ له اړخه ددریو میاشتو لپاره بندي او بیا خوشي شو. له هماغه څخه انګلستان ته مهاجر شو.

نوموړي د بي بي سي د نړیوالي راډیو د مانیټورنګ په څانګه کې له ۱۳۶۰ څخه تر تقاعده په کار بوخت وو او په همدغه موده کې د بی بی سی د پښتو نړیوال سرویس سره د ویاند، شنوونکي او ژباړونکي په توګه هم دنده ترسره کوله. د زده کړو ترڅنګ یې د افغانستان د تاریخ او سیاست پراخه او ژوره مطالعه وکړه.

غلام محمد زرملوال په پښتو او انګلیسي ژبو ګن تصانیف او ژباړې کړیدي. په پښتو ژبه کې د نوموړي مهم چاپ شوي او ژباړل شوي اثار په لاندي ډول دی:

((دنړۍ تاریخ ته یوه کتنه))، ((زما ولس به ژوندی پاته شي؟))، ((د تیلو جنګ))،((ارګ یا مرګ))، ((له مهاجره تر مجاهده))، ((دپیریانو جګړه))، ((تر وروستۍ افغانه -۵ ټوکه))، ((احمد شاه ابدالي جرګه))، ((د بنګله دېش بې ستري))، ((پاکستان یو مصنوعي هېواد دی)) او ټول یې ۴۴ کتابونه لیکلي او یا ژباړلي دی.

په انګلیسي ژبه کې یې مهم چاپ شوي اثار په لاندي ډول دی:

• په ۱۹۲۲ کال کې (Fir in Kabul) یا اور په کابل کې

• په ۲۰۰۹ کال کې (A case of Peace against War) یا سوله د جګړې په مقابل کې

• په ۲۰۱۰ کال کي (The Swansong of a sinking stooge)

ترچاپ لاندي اثار یي په لاندي ډول دی:

• نوموړي یو بل کتاب چې (Breaking the Mould) یا د پاچاهي ماتولو په نوم لیکلي، د ایډ‌یټ چارې یی دده د کورنۍ له خوا پرمخ ځي او په لندن کې به د نوموړۍ د کورنۍ له خوا چاپ شي.

• د مرحوم ((تر وروستۍ افغانه)) د مهم تاریخي اثر پنځم ټوک هم تر چاپ لاندي دی چې په نیږدي راتلوونکې کې به په کابل کې له چاپه راووځي.

دغلام محمد زرملوال لپاره لاندي پیښي دده د ژوند خوشحاله شیبې وي:

• په ۲۰۱۱ کال کې د ډیورنډ د مصنوعي کرښې په اړه د کنفرانس تیاری او په کې ګډون.

• د افغانستان د حالاتو په اړه چې حالات به انشاالله په سم لوري ولاړ شي او افغانستان به نور د دداخلي او بیروني دوښمن څخه وژغورل شي.

• نوموړي ځوان نسل چې په افغانستان باور لري او د لوی افغانستان هیلې له ځان سره لرلي، ډیر ویاړل.

• په خپله کورنۍ او اولادونو که په لندن او کابل کې وو، ډېر ویاړل او ډېر یې هڅول.

• د خپلو لیکنو او کتابونو د لوستونکو په تعداد به ډېر خوښ وو.

دده د مبارزي اساسي ټکي:

• د الله په وحدانیت کلک باور

• په افغانستان کې سوله او امن د عدم تشدد له لاري

• له ځان او ملګرو سره رېښتینولۍ او صداقت

• له خپل ولس سره غیر مشروط مینه

• د پېښو او ستونزو سره له مثبتو لارو مقابله کول

• د مرګ تر بستره پوري د خپل هېواد لپاره نه ستړې کېدونکې هڅي کړیدي.

دده د ژوند ځیني خاطري:

برید جنرال حبیب الله زرمتی وایی: چې تېر کال زرملوال په کابل کې په يوه غونډه کې ګډون کړى و، ما له مرحوم زرملوال څخه چې مخ ته يې د سیني او سږو د تکلیف له امله دسمال نيولى و، پوښتنه وکړه.: ((چې زرمه وال صيب! له دغې ککړې هوا څخه ځان ساته!)) ده ځواب ورکړ، چې ((ککړه هوا ما نه ناروغه کوي، بلکې د خلکو ککړې خبرې ما ناروغه کوي.)). هغه تل هڅه کوله، چې موږ باید ذهنونه او فکرونه جوړ کړو.

یو وخت ما زرملوال صیب ته وویل: ((چې ستا سوانح راکړه، چې زه یې په انټرنیټ، ګوګل او ویکیپیډیا خپري کړم. مرحوم راته وویل: ((زه دومره لوی سړی نه یم، چې سوانح ولیکم او پر انټرنیټ یې خپرې کړم)). په رښتیا چې لوي انسان وو، اوس خو مصنوعي مشران هر چېرته شته، اما د حقیقي مشرانو سوانح هم څوک نه را اړوي. ما ددې لیکنې پر مهال هم یو ځل بیا ګوګل او یاهو ښه وپلټل، اما سوانح مي ونه موندله. لوی انسانان کار کوی، فکر غزوی، په ځان ښودنه او مطرح کولو یې نه تمرکز وي او نه ورته وخت لري او نه یې لومړیتوب.

د استاد صدیق پسرلی کشر زوی اجمل پسرلی چې مطبوعاتي نوم یې شیبر دی. له مړیني درۍ اونۍ دمخه مرحوم زرملوال ته ټلفون کړی وو، او د مرحوم د صحت پوښتنه یی کوله. مرحوم زرملوال ښاغلي شیبر ته ویلی وو: ((چې له پښو غورځېدلی یم، خو ښه یم))، شیبر ورنه پوښتنه کړی وه: ((چې له پښو غورځېدلي یې او ښه یې؟)). مرحوم زرملوال په ځواب کې ورته ویلي وو: ((چې ګوتې مي ښوري او لیکل ورباندي کولاي شم، نو ښه یم)). مرحوم زرملوال د مرګ په بستر د خپل ولس د ويښتابه لپاره قلم په ګوتو کې نیولي. ای کاش! د افغانانو ازلي دوښمنان نور زموږ فکرونه مړه نه کړي او غولېدلي داخلي دوښمنان نور په دې پوهه شي چې د قلم ماتول څه مانا لري؟

مرحوم زرملوال خپل دویم زوي غلام جیلاني زرملوال ته له مړینې څخه درې ورځې وړاندې د سکايپ له لارې د کورنۍ غړو ته ويلي و، دى باوري دى چې په افغانستان کې به داسې مثبت بدلون راشي، چې افغانان يې هېڅ فکر هم نه کوي. مرحوم زرملوال د سکایپ غوښتنه ځکه کوله چې زوی ته یې ویلي وو چې زه نور کابل په ژوند د تللو جوګه نه یم.

دده اخرني خبري چې د مرګ په کټ یې ورسره حاضرو د کورنۍ غړو او ملګرو ته کړېدي دادي: (( زه به هیڅکله له خپلو ملګرو سره خیانت ونه کړم او نه به دوکه ورکړم. لطفا خپلو ملګرو سره دوکه مه کوي)). مرحوم د خپلو خبرو په دوام وویل: ((ريښتیني ملګري داسي دي لکه د محافظت فرشتي)).

غلام محمد زرملوال د خپل فیسبوک په پاڼه د ځان په اړه داسې دعا کړیده:

چې بې تا چا ته ټیټ نه شي ننګیالی زما ژوندون کړه

زړه زما د مسمان وي، تفکر مې د پښتون کړه

همدي ننګیالی، مسلمان او پښتون انسان د ۱۳۹۱ کال د تلې په لومړۍ نېټه له دغه فاني نړۍ څخه د لندن په ریډینګ ښار کې د تل لپاره په ډاډ او ارام سره ساه ورکړه.

انا لله و انا الیه راجعون

د نوموړي جسد به دده دوصیت سره سم په کابل، افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي. چې په دې اړه به وروسته ټول خپلوان، دوستان، خواخوږي او افغانان خبر کړو. الله تعالی د مرحوم زرملوال ته د فردوس جنت، کورنۍ ته زغم، او فکر دې تل تاند، بهاند، هڅاند او پراخه وي.

امین یا رب العالمین

Door Guest