څېړندوی محمدنبي صلاحي
______________
کابل، د علومو اکاډمي
د پښتو ادب یو بل ستوری الحاج غلام محمد زرملوال ولوېد
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندې په بهار
الحاج غلام محمد زرملوال په 1318 ل. کال کی، د پکتیا ولایت د زرمل د سهاکو په سیمه کې، دې نړۍ ته خپلې سترګې پرانستلې. د کلي ملا یې په غوږ کې آذان ور وکړ، مور یې غوږونه له پښتو سره بلد کړل. پلار یې د غلام محمد نوم پرې کېښود او سترګې یې له پښتو سره آشنا کړې. د ویښو ځلمیانو د غورځنګ له جوړېدونه یو کال وروسته( ۱۳۲۶ل.)، د سهاکوپه لومړني ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ښوونکي یې، د واحد خدای لمانځنې ته لاره سیخه کړه. د رښتیا او رڼا لار یې ونیوه. په ځان یې زرمل وال تخلص کېښود او بیا له زرمل نه کابل ته راورسېد او نور په دې تاریخي پلازمینه کې، د یوه لېوال پلټونکی په صفت راڅرګند شو. د حربي ښوونځي په دروازه ور ننوت او بیا وروسته د انجنیري پوهنځي ته داخل شو او په (۱۳۴۳)ل. کال کې ،کامیاب ترې را ووت. د لوړو زده کړو لپاره لندن ته ورسېد او د لندن له اکسفورد پوهنتون نه یې د ماستري سند ترلاسه کړ.
د غوایي له پېښې نه یو کال مخکې(۱۳۵۶ل.)، بېرته خپل هېواد ته را ستون شواو په عملي کار یې لاس پورې کړ.کله چې، دلته په افغانستان کې یو خونړی توپان را والوت، بیا یې د یو څه وخت لپاره په کابل کې د شپږو او په پېښور کې د درېو میاشتو لپاره، د زندانونو د تورو او کرغېړنو دروازو ځنځیرونه وشرنګول او بس، یوه داسې تلپاتې ناره یې، د پروردګار عالم(ج) په لوی دربار کې تر خوله ووته:
چې بې تا چا ته ټیټ نه شي ننګیالی زما ژوندون کړه
زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه
په دې وړ، له ۱۳۶۰ل. کال څخه د تقاعد تر وخته پورې، د بي . بي. سي. د مانټیرنګ په څانګه کې پاتې شو. د ژوند تر پایه پورې په ملي کرښه ثابت قدمه او د اسلام سپېڅلی دین یې، د هېوادنۍ روحیې جز باله. د قلم او کتاب په برخه کې یې، په ژوره توګه، د پښتنو بدمرغي احساس کړه، په نیمګړتیاوو یې ځان پوه کړ، خپل پیاوړی قلم یې را اوچت کړ، له خبریالۍ او ویاندۍ يې پیل وکړ، د ژباړې او څېړنې لار یې ونیوه او په پای کې خپل ځان ، د پښتنو لیکوالو د وړې جرګه ګۍ په محراب کې را څرګند کړ!
پښتنو ته یې، په خوږه پښتو ژبه ګڼ شمېرکتابونه وژباړل، د څېړنې لمن یې هم کلکه کړې وه، هلته یې هم، د خپل خیال او فکر، علم او پوهې تخمونه وکرل، د پښتو په اړخ کې، د انګلیسي ژبې لمن یې هم له لالونو نه ډکه کړه او په داسې حال کې چې، د ځنکدن تر وروستۍ سلګۍ پورې یې، خپل قلم په خپلو ګوتو کې نیولی و او لیکنه یې کوله، پښتانه یې درنول او ستایل، خپل تاریخي هېواد ګران افغانستان یې تعریفاوه، نورو ته یې ور پېژانده، تېر شان او شوکت یې ستایه، خپلې تجربې یې بیانولې او له ځان سره یې غوټه کړې ګور ته نه وړې. هغه یې موږ ته پرېښودې، د روان (۱۳۹۱ ) ل. کال ، د سلواغې(دلوې) په لومړۍ نېټه یې، په لندن کې خپل ځان حق ته وسپاره. یوازې د نېکو عملونو پېټی یې له ځانه سره واخیست، یو دا غږ یې تر خوله ووت:
ـ زه تاسې ته د خدمت په لاره کې دلته وپرتم، تاسې خپل مزله ته دوام ور کړئ!
هـو،
نورالحاج غلام محمد زرملوال د مړو په کاروان ور ګډ شو. هغه نور زموږ او تاسې په منځ کې نشته، نه یې له راډیو نه ښکلی غږ شته، نه یې په حالاتو تازه دم لیکنې، نوې تبصرې، ارزونې او تحلیلونه.
هو، د پښتو یو بل ګل ورژېد، یو غر را نسکور شو، یو پیاوړی قلم په ځمکه ولوېد. یو خوځنده او ډاینمیک لاس له حرکته ولوېد!
د نړۍ ټول پښتانه، د زرملوال له مړینې خبر شول، د ډېرو د افسوس غږونه تر خوله ووتل، زیاتو کسانو لاسونه سره وسرویل او د زیاتو پېژندویه خلکو په ژبو ، دعاوې جارې شوې. دده د مړینې غږ د هغه ښامار تر غوږ هم ور ورسېد، د کوم په اړه چې، د لرغوني روم او لرغوني یونان په اساطیرو کې ویل کېږي چې، تر دې ګردې او لویې ځمکې یو ښامار تاو دی، کله چې کوم دانشمند مړ شي او دغه ښامار د هغه له مرګ نه خبر شي، خپل ځان سره کوړۍ کوړۍ کړي، ټول سره غونج شي او په خپلو پیاوړو کړیو، د ځمکې کُره سره کېکاږي، څو په دې حرکت سره، په دې نړۍ کې، د پوهانو د کمښت اغیزه تمثیل کړي. ښایي چې، د ارواښاد زرملوال په مړینې سره به یې هم، دغه عمل سر ته رسولی وي، ځمکه به یې سره کیکیښلې وي او د هغه لویه ضایعه به یې، په خپل حرکت سره بیان کړې وي!
ـ یاد دې تل تر تله تازه، اروا دې ښاده او جنتونه دې ځای وي!