طالبان به موونه وژني خو افق شرق مو وژني!

 لیکوال عبدالله ابک

داخو ټولوته معلومه ده چې دافغانستان اوسنی نظام مافيايي بڼه لري اومافيايي کړيوته دترهرڅه ددوی خپلې ګټې مهمې دي.
دلته انسان او انساني ارزښتونه هيڅ اهميت نه لري. په رايو کې تقلب، په خوړو کې تقلب، په تېلو کې تقلب، په ګازو کې تقلب، په درملو کې تقلب که ووايم په هرشي کې تقلب نو زياته به مې نه وي ويلي.
په افغانستان کې څو کاله وړاندې د پامير په نامه الوتکو فعاليت کاوه چې ډېرې زړې او له کاره لوېدلې وې خو هيچا يې هم پوښتنه نه کوله. کله يې چې له کندز نه کابل ته راتله او په شکر دره کې يې دري څلوېښت انسانان ټوټې ټوټې کړل نو بيا يې په اړه حکومت پلټنې پيل کړې. خو دا چې هغه هم د حکومتي مافيايي بانډ وه او له کابل بانک سره تړلې وه نو تر دې دمه يې نه چاته بيمه ورکړه او نه يې چاپوښتنه وکړه.
په داسې حال کې چې له هر مسافر سره يې د يو سلو څلوېښت زره امريکايي ډالرو بيمې ژمنه کړې وه.
پامير خو به پرېږدو ځکه له ليوانو د مېږو داړلو پوښتنه چا نه ده کړې!
اوس افش شرق ته راځو!
تېره شنبه له کندز کابل ته د افق شرق په الوتکه کې راغلم. ما فکر کاوه که الوتکه ونه لوېږي هم نو له وېرې به سورلۍ مړې شي خو خدای وساتلې.
اوه نيمې بجې يې مسافر راغوښتي وو او يولس نيمې بجې طياره راغله.
مسافر يې په يوه داسې يخه کوټه کې د بنديانو غوندې اچولي وو چې مونږ فکر کاوه ميدان نه بلکې يخ زندان دی او مونږ بنديان يو!
د کندز د هوايي ډګر د پوليسو د ارامسۍ او تیارسۍ تر ډېرو نخرو وروسته طيارې ته وختو چې بې شانه زړه وه.
سورلي په ميدان کې ډېره ستړې شوې او يخ وهلې وه چې کله طيارې ته وختو نو ټولو فکر کاوه چې لږ به مو غوږونه تاوده شي خو طياره داسې سړه وه لکه يخچال. مسافر ستړي وو غوښتل يې چې تکيه وکړي. ما هم تکيه وکړه چې د شاتنۍ سورلۍ چيغې پورته شوې. کله چې مې وروکتل راته يې ويل وروره سم کېنه چې چوکۍ ماته ده او شاته په مونږ رالوېږي. همداسې د ډېرو مسافرو په همدې جنجال ؤ. ځکه د الوتکې سيټونه مات وو او د مسافر د تکيه کولو زور يې نه درلود.
ډېره غلطه او ګډه وډه دوعا يې ولوسته لکه په دعا چې ملنډې وهي. بيا بې له دې چې مسافرو ته کومه لارښوونه وکړي ولوته.
په الوتکه کې داسې شور ؤ لکه سړی چې په نظامي هوايي ډګر کې له طيارې د باندې ولاړ وي او څنګ ته يې طياره کېني. خو نظامي طيارې ښې وي د غوږونو بندولو لپاره مالوچ لري دوی هغه هم نه لرل.
طيارې داسې لړزه کوله لکه د سقوط په حالت کې چې وي.
يوه شيبه وروسته خدمتګار په لمن کې پاکستاني جوس او بسکيټ اچولي وو او د ګدايګرو غوندې يې هر چاته يو يو ورکاوه.
ما ورته وويل: که يوه پياله چای راکړې ډېر ساړه مې شوي؟
ويې ويل نشته؟
بيا مې ورته وويل: که چای نه وي يو ګيلاس اوبه راکړه دا پاکستانی جوس مې نه خوښېږي تږی يم؟
ويې ويل: نشته!
دا يې لا څه کوئ چې د سالنګ د غرو پر سر روان وو چې د طيارې د چت تخته راولوېده او ټولې کولمې (مزي) يې راښکاره شول.
په سورليو کې ښځې، زاړه او واړه ټول وو چې يو دم چيغې شوې!
باور وکړه د ټولو رنګونه الوتي وو او فکر يې کاوه چې طياره لوېږي.
شيبه وروسته يو سړی پچتاو په لاس راغی کوښښ يې وکړ خو د تختې پېچونه سوليدلي وو نو تخته يې په سوکانو ورووهله او ورتخته يې کړه.
زما او ترڅنګ شاوخوا سورليو سره څو پوښتنې پيدا شوې چې د ټرانسپورټ وزارت يې بايد ځواب کړي:
لومړي: ايا پامير زړو او له کاره لويدلو الوتکو خو به بيا د (افرق شرق) په نامه فعاليت نه وي پيل کړی؟
دويم: ايا ټرانسپورټ وزارت د الوتکو د کتنې او ارزونې ظرفيت لري؟
که لري يې نو کوم دی؟
درېم: ايا افق شرق قانوني جواز لري؟
ځکه د پامير په اړه بيا وروسته ويل کېدل چې جواز يې جعلي ؤ .
نتيجه:
يوه ورځ يو امريکايي راته وويل: تاسو به طالبان ونه وژني خو د کابل چټله او ککړه هوا به مو ووژني!
زه هم سورليو ته وايم: په لاره به مو طالبان ونه وژني خو افق شرق به مو ټوټې ټوټې کړي ګوره پام مو وي!
ځکه چې افق شرق زنبيل غم دی.