غزل
رانه پاتې شوې ارمانه غریبي ده
نوردې وړی نشم قربانه غریبي ده
زړه دې راکړه زندګي مې پکې ګروکړه
نورمې وس نشته جانانه غریبي ده
سرکشي مې سرته خیږي نورمې پرېږده
ګنهګاربه شم اسمانه غریبي ده
چې رڼايې دسکون لا تته نه ده
مونږ په مینه تل روښانه غریبي ده
هره ورځ وینې بهیږي بې له اوښکو
دلته څومره پریمانه غریبي ده
بس لمنه به دهرسړي رانیسو
څوک راکش کړوله ګریوانه؟ غریبي ده
په هرځای کې سړی سوځي نوم دې ورک شي
خو په مونږ کې بېخي ګرانه غریبي ده
تش جیبونه خوتش نه ژاړم (حسنه)
له وجدانه ترایمانه غریبي ده
ډاکتر حسن