الحاج استاد بیانزی
بسم الله الرحمن الرحیم
ښه شوه هغه وسوسه چه دسوریی داسلامی انقلاب په هکله راسره وه حل شوه
اوهغه وسوسه دا چه سوریه کی امریکا ولی دمجاهدینو سره مرسته کوی په
داسی حال چه په نوره ټوله نړی کی د امریکا سیاست د اسلامی نړی په
مقابل کی سرچپه دی ، مګر دا چه پرون د نن ټکی اسیا ویب پاڼی د غه په
زړه پوری خبر چه امریکا بشار الاسد ته د اسلامی انقلاب په ضد پنځه
میلونه ډالری ورکړی دی ، زه یی ډير خوشاله کړم او زړه می اوس اوبه
وچښلی چه د امریکا سیا ست د اسلامی نړی په مقابل کی دوه اړخیز نه
بلکه دوه مخیز دی .
بشار الاسد ا و د هغه پلار حافظ الاسد دواړه په قوم علوی شیعه وو مګر
د شیعه وو د عقیدی پرځای یی د کمونستی او اتیستی عقیده یی ډیره پخه وه
خو د خپل رژیم د قوت د پاره یی د شیعه توب له وسلی کار اخست چه د رژیم
ټول لوړپوړی یی په اوله درجه دده د بعث د ګوند کمونستان، په دوهمه
درجه اهل تشیع علوی مشران او په دریمه درجه عیسویان وو او په څلورمه
درجه کی سنی کمونستان تقرر درلود ، نور ټول ملت بی برخی وو او نظام یی
هم غیر اسلامی وو په داسی حال کی چه د هغه هیواد اکثریت د اهل تسنن
مذهب تشکیلوی ، دا چه څومره سنی او شیعه مسلمانان یی په دی جرم چه
اسلامی نظام یی غوښت، وژلی او یا لا تر اوسه د دوی په زندانونو کی د
دی وحشیانو د شکنجو لاندی نیم مړه او نیم ژوندی ژوند تیروی. هیله یی وه
چه ټول خلک د کمونستی عقیدی او یا لږ تر لږه د کمونستی قوانینو تابع و
ګرځوی .
خو کله چه دافغانستان شهید پروره او مجاهد ولس کمونیزم ته ماتی
ورکړه ، نو د اسد کورنی دکمونیزم سره خدای په امانی وکړه او د اقتدار
د ساتلو د پاره یی د لویدیز سره په پټه اړیکی ټینګی کړی چه د سنی
مسلمانانو د حملو په مقابل کی یی دلویدیز له هیوادونو( چه په راست کی
یی امریکا قرار لری ) څخه مرستی وغواړی . کله چه کمونیزم ماته وخوړله
، کمونستی فلسفه په موزیم کی پریوته ، نظامونه یی په ډیرو هیوادونو کی
ړنګ شول ملحد کمونستان امریکا ته په میراث پاتی شول او یا کمونستی
رژیمونه هم امریکی د خپلی څارنی او حمایی لاندی وساتل چه یو یی هم د
بشار الاسد وحشی کمونستی رژیم وو ، کله چه عربی هیوادونو کی د لویدیز
په ګوډاګی رژیمونو د خزان ترخه بادونه راوالوتل او اسلامی انقلاب
زور واخست ، د سوریی وحشی رژیم هم باید نسکور شوی وی (امریکا دا پیش
بینی درلوده) نوځکه یی مخکی له مخکی بشار الاسد ته پنځه بیلونه دالره د
هغو د تقویی او د مجاهدینو په مقابل کی د مقابلی د پار ه و رکړی وی ، خو
په ښکاره یی له دوه مخی کار اخستلو او داسی یی ښودله لکه سوریه او
امریکا چه هماغه د کمونیزم په وخت کی یو د بل سره اوس هم دشمنی لری .
نو ماته ډیره د حیرانتیا وړ وه ، چه جورج بوش د ټولی اسلامی نړی سره (
صلیبی جنګ) اعلان کړی ، څنګه کیدی شی چه په سوریه کی دا خبره سرچپه
ده او د سوریی د مجاهدینو سره امریکا مرستی کوی ، تر دی چه زه د
سوریی په مجاهدینو شکمن شوم ما ویل چه دا به مجاهدین نه وی ځکه ورسره
امریکا مرستی کوی او که مجاهدین هم وی خو په اخره کی به مجاهدین پاتی
نه شی ، نو ځکه د سوریی په هکله بی هیلی او بی مینی ووم او هیڅ می نه
لیکل ، ځکه همدا کار په افغانستان کی د روسانو سره په مقابل جنګ کی
وشو . کله چه لوید یز د مچاهدینو صفوفو ته ننوتل ، اول کار چه یی وکړو ،
لویدیزوال د افغانستان مجاهدینو محاذونو ته ولاړل قوماندانانو ته یی
راسا بلا واسطه مرستی پیل کړی او قرار قر ار یی قوماندانان له
رهبرانو جلا کړل او بیا وروسته یی ځینی رهبران هم په ډالرو رانیول
چه نن ورسره ملګری دی او د مجاهدینو په ضد له هر ډول فتووو ورکولو دریغ
نه کوی همداسی ورته کار به یی په سوریه کی هم کولو .
د نن ټکی اسیا څځه ډیره مننه کوم چه نن یی ددی لیکنی په نشروولو زمونږ
پوشتنی او تشویش ځواب کړو . اوس دا خبره په ډاګه شوه چه لویدیز په
سوریه کی تر اوسه له دوه مخی کار اخستلی دی ، چه په خپلو اړیکوهم
مجاهدین بدنام کړی او هم د بشار وحشی رژیم د مسلمانانو له خطره بچ وساتی
،( نو امریکا ددی پرځای چه د مجاهدینو سره مرسته وکړی خیانت یی کړی دی)
تر دی چه لویدیز او امریکا د سوریی په مجاهدینو د اسلامی ملکونو څخه
د بشر الاسد د نظامی قواوو په ضد وسلی او مهمات بند کړی وو ، که د
امریکا دوه مخی نه وی اوس به وخته د بشرالاسد حکومت نسکور شوی او پرځآی
به یی اسلامی نظام رامنځته شوی وی . پنځه بیلونه مرسته کوچنی مرسته
نه ده او دا خو ( دزد با پشتاره ) په ویکلیک کی ښکاره شوه ، دا چه
نوری به یی څومره مرستی کړی وی او یا یی کوی له سوونو بیلونو به اوښتی
وی . .
دا کار په ظاهره د خیر نه ښکاری ، ځکه لویدیز به هغه څه ناڅه مرستی
هم د مجاهدینو سره بندی کړی ، بشار سره به په ښکاره ملا وتړی او
مجاهیدین به تور لست کی ننباسی. خو په اوږده وخت کی د ا کار د
مسلمانانو په ګټه او بریالیتوب پای ته رسیږی دا ځکه چه مسلمانان د
لوییدیزو هیوادونو له دوه مخی اګاه شول ، تکیه یی یواځی په یو الله
او له دی وروسته به د هغو اسلامی ملکونو سره چه د دوی سره یی باید
مرسته کړی وی ( خو د لویدیزو هیوادونو په منافقانه مرستو یی خپلی مرستی
ځنډولی وی )به له سره غور وکړی چه دا سلامی ملکونو باور او مرستی
بیا خپلی کړی ، دا ورته اوږد محاله بریالیتوبونه شول او د خپلو جنګی
تاکتیکونومحرمیت به هم له امریکایانو او اروپایانو پټ وساتی .
امریکایانو به د سوریی مجاهدینو کی سکولریستان هم ځای په ځای کړی وو،
که بشار مات شوی وو د مجاهدینو د راتلونکی نوی حکومت ډیره برخه به
له سکولریستانو جوړه وی او په دی ډول به د مجاهدینو وینی او جهاد
ضاایع شوی وی او د سوریی انقلاب ته به یی هم لکه د افغانستان ( د بل
سوړ جنګ) نوم ورکړی وی چه دا کاریی په افغانستان کی هم وکړو (سیاف
، ربانی ، احمد ، محمود او نور … سکولریست وو ) . او دا کار په
لیبیا کی هم تر سره شو نتیجه یی شه نه ګورم .
برسیره پردی د مجاهدینو سره د لویدیزو هیوادونو ملتیا به ډیرو اسلامی
ګوندونو او اسلامی حکومتونو ته دا شک اچولی وو چه انقلاب د
سکولریستانو له خوا دی ، هسی د اسلامی انقلاب چیغی دی نو ټولی اسلامی
نړی به د سوریی د مجاهدینو په مقدسیت شک کولو ، او د دوی د معنوی او
مادی مرستو به یی سرغړونه کولی ، دا چه الله ج فرمایلی دی چه زه
خپل دین په خپله ساتم ، دادی دلته هم د الله ج دغه ژمنه په عمله بڼه
کی وښودل شوه چه د امپریالیزم پټه دسیسه یی بربنډه کړه چه د سی ای
ای په لیک کی دا خبره راووته چه سی ای ای د بشارالاسد رژیم د ژغورنی
د پاره( پنځه بیلونه ډالره) له اوله د سوریی حکومت ته هدیه کړی وی
او هم یی د مجاهدینو سره لکه د میری د مور په شان خواخوږی لرله .
دغه ده که څوک د دوه مخی او منافقت په معنی نه پوهیدل اوس دی پوه شی
چه د نړی ستر طاقتونه سره د دومره طاقت هم دوه مخی لر ی (غله ته
وایی راځه او کوربه ته وایی بیدار اوسه ) ، ایا له دی اوس په ډاګه
نه شوه چه لویدیز د خپلی اخرنی ماتی سره مخ دی او مخامخ کیږی ؟.
د نړی د مسلمانانو د بیداری وخت دی ، او ډیر ژر په انشالله سوله
او هوساینه مظلوم بشریت ته په برخه شی او هغه فاصلی چه د نړیوال
ماسونیستی یهودی ګوند د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ خلق کړی
وی ( چه مسلمانان تروریست او اسلام دین د تروریستانو دین دی) ، ډیر ژر
به هواری شی ، د نړی د استثمارکولو کار خانی به په ټپه ودریږی او
مظلوم نړیوال به د مسلمانانو په څنګ کی( لکه د مکی معظمی فتحه) د
ورونو په شان ودریږی دغه به د مسلمانانو د استغفار وخت وی ، تقوی به
د اهلیت اوکفایت معیار وی ، او هغه بی شمیره ډالرو ته به ، چه د
انسانانو د استثمارولو او وژلو په خاطر د وسلو جوړولو، د اردو ، پولیسو
او نورو د روزنی د پاره خرڅیدلی ، نور ه اړه نه وی . د غه به د
ناروغیو د مخنیوی ، کرنی او مالداری ، انجینری او ابادیو ، چاپیریال د
پاکوالی او نورو او نورو د پاره په کار واچول شی ، نور به چارواکی
په کانکریتی دیوالونو کی ځان نه ساتی ، ( له خلکو به وی او د خلکو د
پاره به وی) ، کوم چه دجالی ماسونیزم د اسلام دا عملی بڼه د
دیموکراسی شیطانی نظام ته ( چه د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو
باندی) ته په دروغو او فریب کاریو ورکړی ده کوم چه په اصل کی( د څو
حریصو استثمارګرو حکومت د حریصو استثمارګرو له خوا په ټوله
مظلومه نړی باندی)حکومت کولو ته وایی ، او له ټولو انسانی اخلاقو او
انسانی اوچتو معیارونو څخه بیزاره او انفرادیت ته وایی .
کشکی د نړی حریصو سرمایه دارانو د قناعت سرما یه لرلی ، د ټولو انسانانو
غم ورسره وی نو دومره دروغو او فریب کاریو ته به څه اړه وه ، چه د
سپټمبر پیښه کی دی خپل څه کم دری زره بی ګناه کسان ووژنی ، چه دا د
نړیوال حکومت د تاسیسولو د اعلان سریزه وه ، غیراسلامی نړی خو تسلیم وه
، د اسلامی نړی سیاسی قدرت هم د دوی په واک کی وو ، په نړی کی د
ګوتو په شمار یو څو غریب هیوادونه ، چه د ماسونیزم مشر ( جورج بوش )
ورته د ( شیطانی خط ) نوم ورکړی وو چه د افغانستان ، پاکستان ،
ایران ، عراق او سورییی هیوادونو څخه عبارت وو (د نړی والو د تیروتلود
پاره یی شمالی کوریا هم پکی یاده کړه) . خو له ټولو ډیر لوی مقاومت
ورته زمونږ ګران هیواد وو ، ددغه مقاومت د ماتوالی د پاره یی د ټولی نړی
قوت له ځانه سره ملګری او د ډالرو ویش هم په ټریلونونو وو . د دوی
د دغه شیطانی خط په یوه سرکی افغانستان او بل سر کی یی د سوریی
هیواد موقعیت لری ( لکه دوه قوسونه ) چه دواړه د غیرت او شهامت ډیری
زیاتی ویاړنی لری ، نو د دی دوه ملکونو په مهار کولو نړیوال
ماسونیزم له ډیر دقت ، قوت ، اوږد مهاله شوم پلانونو او ډیری زیاتی
بودیجی کار اخستی دی .
ماسره ډیری زیاتی پوشتنی وی چه د نړی په اوسنی سیاسی ارزونه کی ( دا
مریکا سیاست په سوریه کی ) زه پاتی راوستلی ووم ما به ویل چه که
امریکا د صلیبی جنګونو اعلان کړی وی ،او له سوری څخه زمونږ د هیواده
پوری دی ته شیطانی خط وایی ، که په نړی کی دوی د دیموکراسی شیطانی
نظام عملی کول غواړی ، که دوی غواړی چه سکولریزم دی په ټوله نړی کی
حاکمیت ولری نو بیا ولی په سوریه کی د مجاهدو ورونو تر شا ولاړ دی ؟
، دوی ته خفیفه وسله او ډاډګرنه د څه د پاره ده ؟، په ملګرو ملتنونو کی
یی حمایت ولی کوی ؟ او د سوریی په ملحد او وحشی رژیم بی شماره
اقتصادی بندیزونه د لګولو څه وجه ده ؟ او دا سی نور او نور ، (
څرنګه ممکنه ده یو بام او دوه هوا ؟) ، مګر له نیکه مرغه کله چه د نن
ټکی اسیا د ( سی ای ای لیک) په حواله کوم چه خپله د سی ای ای محرمات ،
پلانونه او رازونه او له ټولو معتبر اسناد دی چه د مجرم له ډی ان
ای څخه یی اسناد لاسته راغلی دی ، نشر او خپور شو او ما ولوستو ،
زما د نړیوالی جهان بینی ارزونه تکمیل شوه او نیمګرتیا می رفع شوه ،
اوس په زغرده د خپل پخوانی سیاسی تحلیل له مخی پیش بینیو ته را
ګرځم او بی له شکه خپلی ټولی ارزونی می د امریکا او لویدیز(و په اوږد
مهاله پلانونو او د نړیوال حکومت د تاسیسولو ) په ټوله نړی کی په ځای
ګڼم . و من الله التوفیق