بې ولسه ولسمشر 

لیکنه:ډاکترځلاند

ښاغلی حامد کرزی به د سیمې په کچه یواځینی ولسمشر وي چې په یوولس کلنه پاچاهۍ کې یې د خپل هېواد لس سلنه ځمکه هم نه وي ګام کړې او ددې تر څنګ یې دا هم ونشو کولای چې د تش په نامه سپین ږیرو، قومي مشرانو، جهادي او غیر جهادي مشرانو پرته له ولس سره نېغ په نېغه وګوري. د حامد کرزي په راتګ ولس پدې خوښ و چې ګوندې نور له کورنۍ جګړې، انسان وژونکو او لوټمارانو څخه خلاص شول او که خدای کول د مشرتابه تشه یې هم ډکه شوه.

خو داسې بریښي چې د ولس دا ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې، ځکه ښاغلی ولسمشر د ولس په نبض او تنده پوه نشو، ځان یې له ولسه لرې وساته او پدې کې یې د خپل سر خیر تر هر څه غوره وباله. تاریخ او نړۍ هغه مشران تل یادوي چې د خپل سر په بیه د ولس منځته لاړل، د ولس غږ یې واورېد او بیا داسې هم شوي چې د ولس په منځ کې د ولس ضد او مخالفو غړو لخوا وژل شوي دي، خو تاریخ او ولس په دوی ویاړ کوي او تر ننه یې د مشرانو په نامه یادوي، یو مثال یې مهاتما ګاندي دی، چې د ولس په منځ کې ووژل شو، خو نن یې تاریخونه او ولسونه په نوم ویاړي.

نړۍ او تاریخ ددې شاهد هم دی چې هېڅ مشر د ټول ولس سل په سلو کې استازیتوب ندی کړی او نه هم سل په سلو کې د ولس په خوښه مشر شوی، ژوندی مثال یې د مصر تازه انتخاب شوی ولسمشر محمد مرسي دی. د هغه پرضد روان لاریونونه هم کولای شي د هغه ګوند او دی په ګونډو کړي، کټ مټ لکه حسن مبارک یې چې په ګونډو کړ.

په هر صورت، دا ځکه په افغانستان کې تکرار شول چې ښاغلي ولسمشر کرزي په تېرو یوولسو کلونو کې د قدرت ټوله اتکاء د ولس پر ځای د ولس په مخالفو عناصرو وکړه. هوښیاران وایي، انسان د خپلو ملګرو له مخې پېژندل کېږي، که د ښاغلي ولسمشر په اړه څوک څه ویل غواړي د هغه د ملګرو یادونه دې وکړي، په ارګ کې ورسره ناست په افغان وژنې او انسان وژنې تورن کسان، دا هغه کسان دي چې د ولس ملاتړ ته په سپکه سترګه ګوري او تل د بهر په ملاتړ او میږوي ټوپونه وهي. نن د افغانستان ګڼې ستونزې د همدې ارګ مېشتو د مشورو او ناندریو له امله را ټوکېدلې دي.

د ښاغلي کرزي او د هغه د ټیم په اړه به د راتلونکي تاریخ دریځ د همدې روانو حالاتو او قراینو پر بنسټ نیول کېږي، چیرته چې ولس له خوار ځواکۍ او کم خونۍ  مري او په ارګ کې ناستو کسانو له سټونو بیا غیږ نه تاوېږي او هم له لوړ فشاره زورېږي. د ملت سترګې په یوه لپه بوره(شکر) پسې ووتې او په ترخه چای او بې خونده اوبو پسې وچه ډوډې خوري، خو په ارګ کې ناست چارواکي بیا د شکرۍ له ناروغې څخه زورېږي، ملت په کابل کې د اوسېدو لپاره سرپنا نلري، له ټوکر څخه په جوړه شوې کېږدۍ کې په همدې ساړه ژمي کې  د ژوند او مرګ تر منځ د تریخ ژوند لکه تحمیل شوي هغه شېبې لنډوي، خو د حکومت چارواکي (د ښاغلي کرزي ملګري) بیا د هر موسم لپاره له هېواده بهر د تاج محل ماڼۍ لري.

افغان ولس په نړۍ کې د ګڼو ستونزو یو مثال ګرځېدلی، خو د ارګ چارواکي بیا خپل اولادونه د نړۍ په سترو او مشهورو ښوونځیو، پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړو ته استوي. د هر چارواکي کورنۍ او دی د  درملنې لپاره هغه کم تر کمه د هندوستان، ترکیې هېوادونو ته ځي او څوک یې هم مخه ځکه نشي نیولای چې پخپلو پیسو ځي(؟).

د افغانستان په معاصر تاریخ کې ښاغلی کرزی کېدای شي له مرحوم رباني څخه وروسته د افغانستان تر ټولو بېچاره ولسمشر وي، چا ته چې د ولسمشر نوم اخیستل کېږي، خو خپله هم پدې باوري دی چې د ولس مشر ندی.

یو وخت یو ملګري راته ویلي و، چې  ښاغلی ولسمشر د کابل ښاروال دی نه د افغانستان ولسمشر، خو په روانو سړو او واورینو ورځو کې چې د کابل ښار بې نظمي، ترافیکي ګډوډۍ، وروستي ترهګریز بریدونه، ورانې لارې ګودرې  او د غلا زیاتوالي ته ګورو، نو داسې ښکاري چې له دې دندې هم بې زاره شوی وي او اوس یې ټول ځواک او ورځنی ژوند د ارګ تر څلورو دېوالونو محدود شوی دی، چېرته چې د افغانانو یو پیاوړی وژونکی ځواک یې لا هم له خپل ولس څخه ویروي او له محدودې یې بیرون نه را پرېږدي.

د بې ولسه ولسمشر یو پرتلیز جاج:

ښاغلی کرزی د عطامحمد نور سره په ځواک، واک  او ولسپالنه کې نشي پرتله کېدای، ځکه عطا محمد نور کولای شي ښاغلی کرزی پخپل ځواک وننګوي او له شتو امکاناتو څخه د کرزي په خلاف کار واخلي لکه په تېرو ټاکنو کې یې چې د غبرګ عبدالله څخه په ملاتړ د کرزي د را تلونکي ولسمشرۍ د خوبونو ماڼۍ تر برید لاندې راوسته. تېره ورځ یې یو ځل بیا د یوې غونډې په ترڅ کې ښاغلي کرزي ته ګوتڅنډنه وکړه، چې له شتو امکاناتو څخه په ګټې به په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو د یو مخکښ لوبغاړي په توګه میدان ته راووځي.

عطامحمد نور، محمد محقق او دوستم په زغرده د حیرتانو له بندر څخه د افغانانو ملي شتمنۍ چور کړې، د خپلو ګوندونو(ولسونو) د ساتنې لپاره یې وکارولې او دا کار یې خپل روا حق وباله، خو ولسمشر کرزی د خپل هغه مامور چې ورته دري دېرش(۳۳ والیان) نورهم لري، پر ضد یو وړوکی غبرګون هم نشي کولای، ځکه بیا ترې د عطامحمد نور تر شا ولاړ ولس خپه کېږي. دا چې ولسمشر کرزی خپله ولس نلري، نو د همداسې کسانو لکه د عطامحمد نور، دوستم، محقق، فهیم، خلیلي په ولسونو تکیه کوي(؟). په دې ټوله لوبه کې د ښاغلي کرزي د دریځ یوه فلسفه پرته ده ـ مصلحتي سیاست.

ولسمشر کرزي په تېرو یوولسو کلونو کې داسې مصلحتي سیاست وکړ چې هم یې ځان غرق کړ او هم ملت او  دا چې وړاندې  به څه پېښېږي د لیدو او اورېدو وړ نه دي.