ډاکټر لمر
د سوات ملاله چې ليا ۱۴ کلنه هم نه وه، د ۲۰۱۲ م کال اکتوبر په مياشت کې د پېښور د بنګوره په سيمه کې د ناپېژندلشويو کسانو لخوا په سر په ګوليو وويشتل شوه، چې د مرګ له ګواښ سره يې مخامخ شوه. وروسته له عملياتونو او څو شپو بې سدي د ژوند او مرګ په لومه کې د پښتونخوا او بيا د پاکستان له روغتونونو نه د انګلستان ايدنبورګ ته د درملني لپاره واستول شوه، چې هلته يې هم د څو ورځو شپو په ترڅ کې ژوند لیا له مرګ سره لاس او ګرېوان وو، چې بيا يې ورو ورو حالت د بيرته رغونې پړاو ته ورننوت، خو ليا هم ډېره ځپېدلې او بې سېکه ده، چې بيا رغاونه او سم ژوند ته يې د ستنېدو لپاره د میاشتو پر ځای کلونو ته اړتيا ده او کېدی شي، چې له يو شمېر ذهني کمزورتيا او نيمګړتيا سره به تلپاتي معيوبه هم پاتې شي.
د دغه پښتنې يوسفزۍ په اړه مې په ډېرو رسنيو کې ولوستل، خو د افغانستاني آريايې برېښناپاڼې (www.ariaye.com) بيا بل څه ولوستل. د دغه پاڼې زياتره ليکوال د کمونيستي دوران تښتېدلي بګېل او د قومي بېلنتوب تيوريسنان دي او يا هم د ستميانو او پرچميانو پاتې شوني دي، چې هغه مهال يې ټول ملت په سياسي غوجل کې غولولو او نن بيا دوی هڅه کوي د نورو په ذهنيتونو ملنډې ووهي، لږ څه ذهني تسکين ځانته ورکړي او د ګوتو په شمار خپلو سياسي ببولالو ته همنواع پيدا کړي، نو د خپل دغه ړانده، سيمه ييز بېلنتوب او ناکامې ايديالوژي د بې ځايه تبعيض او تعصب په لومه کې يې د سوات ملاله هم ښکېل کړې ده، د خبرڅانګې په آرشيف کې يې يوه ليکنه د «تبعيض تا به کجا و تا به چه اندازه» په نامه پيل شوې ده:
به گزارش شبکه اطلاع رسانی افغانستان، در طی امین روز حمله طالبان به دختر نوجوان ۱۴ ساله پاکستانی، دبیرکل سازمان ملل روز شنبه را به عنوان “روز ملاله” اعلام کرد. روزنامه اکسپرس تریبیون به نقل از بان کی مون، دبیرکل سازمان ملل نوشت: ملاله یوسفزی به عنوان نمادی برای ایجاد انگیزه در دختران برای تحصیل در سراسر جهان محسوب میشود.
بان کی مون در ادامه ابراز خوشبینی کرده است که اعلام روز ۱۰ نوامبر به عنوان روز ملاله ، موجب شود تا آموزش به حقی برای همه تبدیل شود و تنها منحصر به گروهی خاص نباشد. در راستای حمایت مقامات سازمان ملل از این دختر پاکستانی، روز جمعه نیز فرستاده ویژه سازمان ملل در امور آموزش جهانی به اسلام آباد سفر کرد. وی قرار است در این سفر با آصف علی زرداری، رییس جمهوری پاکستان دیدار کرده و درخواستی که به امضای بیش از یک میلیون نفر رسیده است به وی تقدیم کنند.
ملاله یوسفزی دختر ۱۴ ساله پاکستانی و از اعضای کمپین تحصیل دختران روز سه شنبه نهم اکتبر، در منطقه دره سوات در شمال غرب پاکستان هدف تیراندازی قرار گرفت و در اثر اصابت گلوله، زخمی شد. ملاله یوسفزی به سبب تشویق دختران به تحصیل و تبلیغ علیه تفکر طالبانی، مشهور بود. وی همچنین به دلیل مطلبی که ضد اقدامات طالبان در اینترنت منتشر کرده، نامزد دریافت جایزه صلح کودکان شده بود. ترور این دختر پاکستانی جنجالهای سیاسی فراوانی را در پاکستان و افغانستان در پی داشت.
رییس جمهور کرزی بلافاصله بیانیه داد و این عمل را یک حرکت تروریستی خواند و با ارسال ده نامه جداگانه به رهبران سیاسی و مذهبی پاکستان از آنها خواسته با اراده قوی علیه تروریزم مبارزه کنند. محترم غلام فاروق وردک وزیر معارف نیز به احترام ملاله جان دو ساعتی تمام مکاتب و مدارس کشور را تعطیل اعلام کرد.
این حمایت همه جانبه از این دختر پاکستانی در حالی است که درباره شخصیت ملاله یوسفزی بحث و گفتگو فراوان است. آنگونه که مدارک و شواهد نشان می دهد ملاله یوسفزی ارتباط تنگاتنگی با غرب داشته به نحوی که در جلسات خصوصی مقامات غربی با سران پاکستان حضور داشت و اکثر مطالب و مقالات وی به آسانی و بدون فیلتر در سایت اینترنتی بی بی سی نشر می شد. از شخصیت و زد و بندهای سیاسی ملاله های پاکستانی می گذریم و روی صحبت را با مقامات افغانستان، مسئولان حقوق بشر و دبیر کل سازمان ملل باز می کنیم و خطاب به ایشان می گوییم: هر روز دختران و زنان بیگناه فراوانی در کشور ما قربانی حملات نظامیان آمریکایی و راکتهای پاکستانی می شوند، اما هیچ محکوم کردن و بیانیه دادنی در کار نیست.
آیا واقعا این انصاف است که این عالیجنابان بخاطر زخمی شدن یک دختر پاکستانی، این همه بیانیه و محکوم کردن و شعار صادر کردند، اما در قبال کشته شدن این همه کودک در افغانستان هیچ سخنی به میان نیاورند. اگر بین دختران افغانستانی و پاکستانی فرقی نیست، جناب بان کی مون باید هر ۳۶۵ روز سال را به نام یکی از دختران افغانستان نامگذاری کند.
اما دریغ از یک محکوم کردن. روزانه ناتو و خارجی ها ده ها طفل و مرد و زن ملت ما را بدون جزئی ترین گناه و یا خطایی به قتل می رسانند و ده ها طفل را یتیم و زن ها را بیوه میسازند، یک پاکستانی و یا خارجی به حال ما دل نمی سوزاند ولی همه زمامداران داخلی و خارجی به یک عنصر مجهول این همه سر و صدای تبلیغاتی به راه انداخته اند.
جالب اینجاست که همین آقایانی که دم از تحصیل دختران می زنند، می دانند که استخبارات پاکستان برای سوزاندن مکاتب و مدارس و تیزاب پاشی بر صورت اطفال افغانستان؛ طالبان را تشویق و با آنها همکاری میکند. می دانند که دولت پاکستان تصمیم گرفته است سه میلیون کودک پاکستانی را با پرداخت پول به خانوادههای آنها اطفال شان را به مکاتب بکشاند. اما در افغانستان دقیقا این طرح برعکس اجرایی می شود بدون آنکه جناب وزیر معارف و حتی رییس جمهور ذره ای به این امر توجه داشته باشند، چه رسد به دبیر کل سازمان ملل متحد.
کله چې ما د آريايي افغانستاني پاڼې دغه بې انصافه اپلتې ولوستلې، نو ځان ته مې د معشر ورځ مجسم کړه، چې په خلکو کې متل دی، چې وايي: روز معشر بز از لنګ خود و ګوسفند از لنګ خود آويزان ميباشد! خو په افغانستان کې هم لکه نورو ملکونو غوندې ډېر کټه سري شته دي، چې د خپلو خويندو، وروڼو، ميندو او مشرانو غم وخوري او غږ يې پورته کړي، نو له ځانه مې وپوښتل، چې له يوسفزۍ ملالې سره ولې دا ډول بې انصافي کېږي.
افغانستانيان تل په نورو تورونه لګولي اوخپل سياسي نغری يې د نورو په بدمرغيو تود ساتلی دی، مګر افغانان بيا دغو اپلتو ته څک غوږونه او مړې سترګې ناست دي، چې څوک يې د طالب، څوک يې د تروريست او څوک يې د بانډېست په نامه ځپي، خو دوی يا خوله جينګه کړي او يا هم هرې پېښې ته خپل افغاني تعبير ورکړي او د خير په غونډي ورته کېني.
په دې کې شک نشته، چې ملالې له (BBC) سره کار کړی او له يوولس کلنۍ يې (BBC) ته خپل راپورونه د خپل ښوونځي او د ماشومانو د ښوونې او روزنې په اړه استولي دي او پرته له سانسوره خپاره شوي دي. ملاله ليا اوس هم په ماشومانو کې شمېرل کېږي، ځکه ليا ۱۵ کلنه نه ده، مګر خدای داسې استعداد ورکړی، چې خپل نظر په رسا توګه ياد کړي او د قلم په وينه او انساني مينه يې څرګند کړي. دا نو بيا طبيعي خبره ده، چې د سيمه ييزو-، نړيوالو-، او دوښمنو رسنيو او لوړپوړو چارواکو به ورته پام کېږي او څوک به له کرکې نيوکې پرې کوي يا به يې بدناموي او څوک به په وياړ ورسره خبرې کوي يا به يې ستايي، نوځکه ملاله یوسفزۍ هم د خپل استعداد په رڼا کې ليا په ماشومتوب کې په نړيواله کچه وځلېدله، ځکه يې ټول د نوبل جاېزې نومانده بولي.
ملاله يوسفزۍ نن سبا د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې او سولې سمبول ګرځېدلې ده، چې د نړۍ په هر ګوټ کې يادېږي، مګر ولې افغانستانيانو ته د دغه پېغلې انساني برياليتوبونه د سترګو خار کرځېدلي، چې حتی د افغانستانيانو د سياسي کړيو خوب يې هم ناآرامه کړی دی، مګر افغانو يوسفزيو چې پښتو يې هېره کړې ده او ليکي «به ادبياتو پشتو نوشته کرده نميتوانم» د پېغور خبره نه ده، چې يوه کليواله غرنۍ ملاله يوسفزۍ د نړۍ په کچه د سولې مشال او د ښوونې او روزنې سمبول ګرځي، بيا زما افغان يوسفزی په خپله پښتو نه پوهېږي، عجيبه يک بام و دو هوا!
د ملالې يوسفزۍ لومړني عملياتونه په پښتونخوا او بيا په پاکستان کې تر سره شوي دي، چې په دې اړه د انګلستان روغتيايي کارپوهانو خوښي څرګنده کړې ده او د هغوی څانګپوهنې ته يې نغوته کړې ده. انګرېزي ډاکټرانو دا هم ويلي دي، چې: که په پښتونخوا او پاکستان کې د ملالې لومړني بېړنيز عملياتونه سم نه وی تر سه شوي، نو کېدی شوی، چې ملالې يوسفزۍ د ژوند څکه نور نه وی کړې. آيا دغه څرګندونې زموږ افغان چارواکو ته د ننګې خبره نه ده، چې د افغانستان د ناسمې ادارې له لاسه زموږ روغتيايي چارې داسې کاوړې دي، چې ناروغان مو يا پېښور، يا اسلامآباد او يا ډيلي ته منډې وهي او له خپلو افغانو ډاکټرانو او چارواکو سر ټکوي!
ملاله وروسته له څو عملياتونو څخه ورو ورو په پښو ودرېدله او مخ پر ښه کېدو ده، مګر د ټوپکمارو د ويشتلو په ترڅ کې يې د سر د چپې خوا کوپړۍ (جمجه) پوره نيمايي له منځ ته تللې ده، د کېڼې خوا پر ماغزو يې يوازې د پوستکي يوه نازکه پرده پرته ده او ماغزه يې ورته پټ کړي دي، چې د پوستکي دغه نازکوالی خپل ځانګړي ګواښونه ماغزو ته لري. له بده مرغه چې د وېشتل شوې ګولۍ (مرمۍ) د برېښنايي او سيمه ييز ضربتي شوک په ترڅ کې د ملالې کېڼ غوږ بشپړ کوڼ شوی دی، ځکه د غوږ پرده يې له منځه تللې ده او د منځني غوږ ډېر نظيف او واړه هډوکي يې له منځه تللي دي.
د ملالې له وېشتلو سره سم په پښتونخوا کې د عمليات په بهير کې د جمجمې مات شوي هډوکي د ملالې په نس کې ځای پرځای شوي دي، چې د روغتيا پوهنې ځانګړې څانګپوهنې ته نغوته کوي. دغه عمليات ځکه تر سره شوی دی، چې د ملالې د کوپړۍ هډوکي ژوندي پاتې شي، خو انګريزي ډاکټران داسې څرګندونې کوي، چې د ملالې د جمجمې هډوکې چې په نس کې يې د موقت لپاره ځای پر ځای شوي ول، نو اوس چملک شوي دي، واړه دي او د ملالې د جمجې د ماتې شوې نيمګړې برخې لپاره نه شي کارول کېدلی، ځکه نو دوی غواړي د ملالې د جمجمې د ديفيکټ (نيمګړې برخه) په يوه پلاتيني ټوټه پټه کړي، چې د کمپيوټري سيستم په مرسته به لومړی د ملالې د جمجمې سره برابره پلاتيني ټوټه جوړه شي او بیا به د سر تر پوستکي لاندې ورته ځای پر ځای شي.
څنګه چې مخکې ياده شوه، چې د ملالې کيڼ غوږ بشپړ کوڼ شوی دی، نو د غوږ د بيا اورېدلو لپاره يې هم يوه وړه برېښنايي آله جوړه شوې ده، د کوپړۍ (جمجې) له بيارغاونې سره سم به د غوږ دغه آله هم ورته نسب شي، چې بيا ملاله وکولی شي خبرې او غږونه واوري. په دې برخه کې د انګلستان ډاکټران ډېر آپټېميست (خوشبين) دي او د عمليات ډېرې ښې پايلې ته په تمه دي.
د دغه عمليات هره برخه به د ۹۰ دقيقو په ترڅ کې تر سره شي. لومړی به له سره د وېښتو او پوستکي يو لوسکوت (پرده) بېله شي او بيا به پلاتيني ټوټه تر دغه لوسکوت لاندې ځای پر ځای شي او د ځانګړو پېچونو په مرسته به پر کوپړۍ کلکه يا نسب شي. د دغه عمليات په ترڅ کې به د غوږ برېښنايي آله هم د ځانګرو ويرونو (برېښنايي سيمونو) په مرسته د منځني غوږ او د ماغزو د شنوايي برخې تر منځ ځای پر ځای شي، چې بيا به ملاله وکولی شي سم واوري. د ژوند نخرې دي او که د قسمت لوبې، مګر ملاله به د راتلونکو لسو ورځو شپو په بهير کې بيا د ډاکټر تر چاړې لاندې شي.
پايله
له بده مرغه په افغانستان کې د څو لسيزو په بهير کې د ټوپک شپېلۍ غږول کېږي اود جراح چاړه هم د انسانو په وينو کې سره کېږي! په دښتو او رغونو کې مو پښې پرې کېږي، لاسونه غوڅېږي، سرونه قطعه کېږي او په ګوليو مو ټټرونه سوروي کېږي، خو بيا مو هم عقل سر ته رارسېږي. تاسو بايد په دې پوه شی، چې د افغانستان د جګړې په ترڅ کې په ميليارډونو ډالر مصرف شول او په ترېليونونو افغانۍ ولګېدلې، چې دغه ټول د افغانستان د وروستيو څو لسيزو د بې عدالتي پايله ده، خو افغان ته يې ګټه هېڅ!
نن سبا په افغانستان کې د نظامي لګښتونو تر څنګ روغتيايي لګښتونو هم د وګړو ملا ماته کړې، افغانان يې بې وزله کړي، افغانان يې کوړي کړي، افغانان يې ذهني ليونيان کړي، ځکه زموږ خلک ناروغ دي نو د ټولنې شمزۍ مو هم ماته ده. خلک مو وږي، ناروغ او ټوښټوک دي، چې زموږ رنځوره افغان ټولنه نه شي راسمېدلی. د دغه څو کرښو په ليکلو مې وغوښتل افغانانو ته دا په ګوته کړم، چې د افغانستان هر ټبر زموږ د افغان ګلستان ګل دی، نو مه رژوی د خپل ګلستان د ګولونو پاڼې!
په افغانستان کې د ۴۰ ملکونو صليبي عسکر دي، خو دوی په ۱۱ کلونو کې نه سوله افغانانو ته راوړه، نه يې د افغان نس موړ کړ او نه يې هم کوم عامالمنفعه کار وکړ، ځکه نن ۲۰ ميليونه افغانان د لوږې په کرښه ژوند کوي، د کابل د قمبر او مزار په خواجه صفا دښتو کې مو ماشومان له سړو مري، کوڅې مو په يو نيم لک دروېزه ډکې دي او رودونه مو په يو نيم ميليون د هيروئين په روږديو لړلي دي. معيوب، کونډې، بورې او يتيمان به نه يادوم، نو د ۲۰۱۴ کال له راتګ او د صليبي ځواکونو له تګ سره بايد ليا اوس افغانان د افغانستان سياسي لارې چارې وسنجوي، چې د مجاهدينو دوران بيا تکرار نه شي، که نه نو بيا به همدا د ټوپکمارانو د ټوپکونو شپېلۍ او برچې وي او د ډاکټرانو د لاسونو چاړې! په درنښت
اخيستنه
1. Malala Yousafzai: Queen Elizabeth Hospital surgery to repair skull. 30 January 2013, http://www.bbc.co.uk/news/uk-england-birmingham-21257569.