چې روانيږې لاس دې راکه: ادم خان سيرت
// ژوند هم عجیبې خوږې او ترخې لري کله به دې اسمان او کله به دې ګړنګونو ته ګوزار کړي، ټولې خوښۍ او هیلې به دې په یوځل لمنځه یوسي.
د دنیا په راز او نیاز ډير کم کسان پوهیږي همغه ستر فلیسوف شاعر لیوني غني خان دا نیمګړې دنیا ډيره ښه پیژندلې وه هغه به ویل:
څه به دا دنیا وي څه انداز ددې دنیا
بس دژوند په همدغو رنګینو او خزان پاڼو کې مې دخپل ژوند او ارمان سره د ورستي ځل لپآره زموږ دمینې په تم ځای( درواۍ) کې راز او نیاز وکړ، زه اوهغې هیڅکله دا نه منله چې موږ به سره لرې کیږو بیابه دهرې ورځ په څير سره نه ګورو، اند یوبل لیدو پسې به واټن واټن فاصلې وهو، د زړه خبرې به مخامخ یوبل ته ونشو ویلې داخبرې به یوازې دمسج ، مبایل او یاهم کله ناکله د فیسبوک ترنړۍ محدودي شي.
هغې ته مې د ژوند او دغه نړۍ دپیل خبرې کولې، خپلې سترګې مې په ځمکه کلکې خښې کړې وی، دهغې دښکلاء یو باب مې لا نه وو سپړلې چې زړه وړونکو او دردونکو سلګۍ ټوله خونه په سر واخیسه ، سترګې مې دهغې په لورې و اړولې، به سپین مخ یې سیلابونه سیلابونه اوښکې روانې وې، که څه هم د ملاقات دمخه یې له ما ژمنه اخیستې وه چې اوښکې به ورته نه تویوم، ځکه هغې ویل (ستا داوښکو قدر له ماسره دی او هرڅوک ستا داوښکو قدر نشې کولې نو ځکه ستا بهیدونکي اوښکې زه نه شم زغملې) خو کله مې چې دهغې نایابه ملغلرې ولیدلې چې په مخ یې ښکته تر ګریوانه دسیلابونو په څير په حرکت کې دي، ټکنی شوم خبرې مې تڼتڼۍ شوې ساه مې و دریده ستونی مې وچ شو دهغې په سترګو کې مې خپلې سترګې داخري ځل لپاره خښې کړې زړه ته مې نړۍ هیلې او ارزوګانې راتلې او فنا کیدې.
هغې چې دخبرو توان له لاسه ورکړې وو نو په ژړغوني غږ یې داسې وویل(( ته چیرته او زه چیرته))
که څه هم زه تر اخره په کړې ژمنه کلک ودریدم او ښکې مې په مخ رانغلې خو نن مې اوښکو له ماسره هم پښتونولي وکړه سترګو کې راټولو شوو لپو لپو اوښکو مې زړه ته لاره وکړه ،خو خدای شته په دغه لاره هیڅکله پوه نه شوم، شاید دسترګو او زړه ترمنځ مې یوه بله نا سپړل شوې لاره وي چې زه پرې نه پوهیږم.
دمخه ښې پر وخت مې ښاپيرۍ یوازې دومره راته په ژړغوني غږ وویل چې له ما ولې ځې ؟ ما چاته پریږدې؟
ددې ټولو پوښتنو ځواب ته مې یوازې درې ځله سوي اسویلي وکړ او بل څه نه. د ژوند ستر لارښود په لاسونو مې سر ور ټیټ کړ، څو ځل مې ورته سره لاسونه ښکل او په سترګو ووهل ، هغې هم دیومهربان او مینه ناک انسان په څير زما سر را ښکل او دسترګو نایابه مرغلرې یې زما په ویښتو پرې ښودې.
دتګ پروخت یې خپل قلم ماته ډالۍ کړ، ویل یې سیرته! په پدې قلم دې د ژوند پاڼه رنګینه کړه
او دهغې په راکړي قلم او مینه مې ورته داټپېزه ډالۍ کړه:::
زړه مې داڅنګه شو کاواکه
د ژوند باچا مې نن بې واکه
مادې بېلتون ګڼوبې باکه
چې روانیږې لاس دې راکه
چې فنا کیږې مخ را واړوه مینه
ليکوال:ادم خان سيرت