غــزل
فضل الربي رستم
فضل الربي رستم
له ما نه وروسته به وي جوړې تماشې سترګوکې
څومره صحنې به دې نرګسې! وي راشنې سترګوکې

د تاک زړې اوبه رګونو ته مستي ورکړي ، خو
زما پوښتنه دا ده ، څنګه وې نشې سترګو کې؟

درد ، بې خوبي او محبت او زما توره کوټه
چې ځم رڼا ته را ټوکیږي مې لشې سترګو کې

څه شوي؟ وایه ګوره زړه پورې قران نیسمه
ولې دې وینمه د اوښکو پلوشې سترګو کې ؟

زما رستمه! ستا په زړه به سپرغۍ خود لګېدې
چې ته د کاڼو انځورونه را تراشې سترګو کې