دا ژوندون دی چې تېرېږي
حميدګل شېرزی
پرون مې د ډېرو پخوانيو وختونو يوه په خپل لاس ليکل شوې کتابچه راواخيسته، د هغې په لېدلو ډېر حيران شوم ما ويل چې دغه کتابچه کې خو څه وو خو نه پوهېدم چې څه٭؟…کتابچه مې لوستله دې کتابچې کله ډېر له حده زيات خندولم…او کله به يې له حده زيات وژړولم … کله به پکې خوښي راتله او کله به پکې غم راتلو، کله به پکې داسې چپتيا وه چې هيڅ کوم ترک او تروک به نه اورېدل کېدو، او کله به پکې داسې شور ماشور جوړ شو چې حتا ما به خپل غوږونه ټينګ ونيول…خو بيا به يوه داسې جمله پکې راغله چې زما زړه به يې لږ آرام کړ لږ به مې د څو شېبو د پاره ورسره سکون وشو،
دا کتابچه مې همداسې لوستله، ګورم چې زما عمر پکې ۲۰ کلن شو دا ټول چاپېريال (چې زه پکې ناست وم) او دا کتابچه هسې راته ښايسته ښکاره شوهٔ. بيا رانه چا زړه يوړو د دې کتابچې يو څو پاڼې يې داسې رنګينې کړې چې له هرې پاڼې يې د ګلونو بوی راتللو او پر ما ښه لږېدو، خوند مې ترې اخيستلو… دې کتابچه کې يو تصوير وو چې ډېرو اوښکو يې د اننګو رنګ وړی وو، ډېر په زړه پورې نيولو يې څنډې شلولې وې او زوړ شوی وو، ډېرو ښکلولو يې د مخ رنګ پاک کړی وو خو!زه په دې ونه پوهېدم چې هغه تصوير د چا وو او ولې چا راته په هغه کتابچه کې ايښی وو٭؟؟؟خو بيا هغه پاڼې توفان يوړې هيڅ پوه نه شوم چې هغه پاڼې هغه سپېره توفان چېرې يوړې او تر ننه يې په لټه کې يم…خو تصوير د کتاب په پاڼو کې لا شته…د دې کتابچې اوس هم زه په کومه پاڼه کې يم او لولم يې…
دا ژوندون دی چې تېرېږي…
ليکونکی: حميدګل شېرزی