د مورکۍ دمرګ په وخت کې مې څو میاشتې پرله پسې زړه رپېده .داسې لکه نری شمال چې د ولې نرۍ پاڼه رپوي .خو دژوند تېریدونکې شېبې هم دالله تعالی نعمت او رحمت دی . همدې مهربانو پرښتو زما پر درزیدونکي او رپیدونکی زړه ورو ورو لاسونه اېښودل. اوس مې زړه نه رپیږي خو د مور د بېلتانه درد مې په زړه کې لا تراوسه ټکور نه دی . هغه بله ورځ ګران سعید زابلي د ښاغلي عبدالغفور لېوال د ادکې د فاتحې اعلان لیکلی ؤ .د لېوال له زړه نه راغلم او خپله مورکه مې هم رایاده شوه . لیوال راته د هغوشېبو همزولی وبرېښېده چې زه د خپلې مور له مرګ سره مخ وم . لس یوولس کاله وړاندې زه هم د لیوال غوندې دیوه بې بدیله نعمت بایلونکی وم . مور مړو عزیزانو مرګ نو حق دی ،ستاسو له درده جار شم هېڅ چاره یې نه شته مګر صرف او صرف دالله لمن ونیسو . دا لویه ښکلا زمونږ اوستاسو تر خوږو مورکو په کرتو کرتو له مونږ سره ډېره مینه کوي .زه پرون د لېوال د خوږې ادې فاتحې ته تللی وم . اخوا دې خوا مې سترګې غړولې چې لیوال ووینم ځکه دا یو کال کم او زیات به کیږي چې نه مې ؤ لیدلی .د شیرشاهې مېنې د جومات په بر سرکې مې یو د پاخه عمر ځوان ولیده . ځوان مطمين معلومېده . په زړه کې مې وویل الله دې نور هم اطمینان په نصیب کړه . لږه شېبه وروسته چې ورته ښه ځېر شوم پوی شوم چې دا لېوال نه دی ، ځکه چې د همدې ځوان د مخ رنګ سور او سپین او تر لیوال لږ چاغ معلومېده .ما په زړه کې وویل چې لېوال خو د سور او سپین پرځای سکاڼ غنمرنګ دی دا به لېوال نه وي .بیا به مې ویل چې نه کېدای شی همدا لیوال وي ، ځکه دا ډېره موده کیږي چې لیدلی مې نه دی .بیا به مې له ځانه سره کرل رېبل چې نو دا مطمین ولې دی .دا خو نو تر ما ډېر تکړه دی ځکه زه د مورکې د مرګ پر مهال داسې نه وم .بیا مې له ځانه سره وویل : کیدای شي وجه به دا وي چې زما په زړه کې اوس لېوال ناست و او د نظر تېروتنې لېوال ته لږ ورته ځوان یې هم راته لېوال ښوده . سترګې مې د جومات بلې څنډې ته واړولې . غمجن لېوال مې ولېده . د بې بدیله نعمت بایلونکی ؤ . زه مې د خپل زړه له ماشوم سره په خبرو وم : د مورکې مرګ تریخ دی خو الله دې د لېوال د زړه د زخم په ګلدان کې د صبر سور ګلاب کېږدي .د شپې چې خپلې غریبانه او مسافرانه جونګړې ته راغلم د جومات په څنډه کې ناست غمجن لېوال مې سترګو ته مخامخ ناست ؤ .ما ورکتل ،په سترګو کې مې اوښکې راغلې او بیا مې غمجن لېوال ته د تسلۍ څو کرښې ولیکلېمورمړي شاعر ته تسلي
زه یو غریب یو کلیوال شاعر یم
د غره شمال چې کله کلي ته را پېښه کړې
ما یې اثر لیدلی
ما د کنډو پر سر ولاړ هغه نښتر لیدلی
چې لکه ستنې نرۍ پاڼې یې شمال رپوي
د شمال خوی دادی همداسې کوي
د زیارتونو پر جنډو تړلی شال رپوي
که بې ښیښې ډیوه په لاس ورغله
نو خامخا یې وژني
خو په ګلدان کې څانګې څانګې ګلاب
شاعره تا نو خامخا لیدلی
لکه ماشوم پهلوان
د غره شمال ته هم په غېږه ورځي
کوږ وږ شي سر یې پښو ته ورسیږي
خو له پښو نه را غورځي
لېواله نن د ډیوه ګۍ پرځای ګلاب جوړ شه
چې له شمال سره پنجه ونیسې
شمال ته ژبه د وږمو ورکړه
منم چې درد به یې فریاد به یې زګېروی به یې نن
بیا هم زما په خاطر نذر د نغمو ورکړه
اخی شاعره ګله
نن ستا له زړه نه ستا د درد په قدمونو راځم
لکه دا نن چې ستا ادکه مړه ده
لس کاله وړاندې زما هم خوږه مورکه مړه ده
د مور مرګی د سړي ټول وجود په زړه واړوي
درد مجسم شي ځان په ښه تېره چاړه واړوي
د مور مرګی د ژوند تر ټولو زورور انقلاب
د خوشحالیو هر دیوال له سړي و نړوي
د ژوند پر ښکلي کورګي خړې اوبه واړوي
د مور مرګی د تاندې لښتې ګوزار
نېغه په زړه باندې تغمه جوړوي
زما د زړه تغمه تر ننه لا ټکوره نه ده
خو یوه خبره ده چې درد یې کم دی
رانه د لسو کالو هرې یوې شېبې اخیستی
ته هم شاعره پر شېبو باندې باور ولره
پر دې طبیبو پرښتو باندې باور ولره
زه ستا د زړه پر نوې تاندې تغمې
یو څو تودې تبجنې اوښکې شیندم
اوښکې مالګینې به وي
منم چې زخم ته دې سوی رسوي
منم چې تاته به زګېروی رسوي
شاعره پام راته ښېرا و نه کړې
زه مې د خپل زړه په کړکۍ کې ولاړ
تاته در ګورمه د درد په نظر
آخر شاعر یمه دا خپل فطرت ژړا راولي
ګوره شاعره درنه هېر به نه وي
هغه شېبه چې ته رنځور وې او فریاد دې کاوه
پر ځنګانه دې د مورکې باندې سر اېښی ؤ
خوله دې ترخه وه د انار یوه خوږه دانه دې
تر ستوني نه تېرېده
پر تا مورکې ، د جنت همدې خوږې پرښتې
څومره په مینه د ترخو شربتو غړپ وکړ
زما شاعر فطرت هم
لکه مورکه مهربان وګڼه
تاته که درد هم رسوي ته یې لقمان وګڼه
حاجي پير محمد كاروان
16-دلو-1391 کابل خیرخانه