ستا د سولې ارمان
حميدګل شېرزی
Hamid Gul Sherzai
مينه مــې دومـــره وارخطـــــا کــړي په خدای
پــه نــه خـــبره مــې ودانه زنـــدګي باد شي

اشنا دا بــه څـــه خبره وي، چې يار هېر کړه
په دا خبـــره مې ای ګرانه زنــــدګي باد شي

په خـــدای چې د قاصد ترخې خبرې ياد کړم
په هغــه يوه يوه مې جـــانه زندګي باد شي

اخ چـــې مې د سولې امن درد شي په زړه
دغه خيال کې مې دا ځوانه زندګي باد شي

نور مې د صبـــــر کاســـه ولې تويوې ظالمه
هسې نه چې درتـــه ګرانه زندګي باد شي

اخ چې دې پــه زړه ارمـان د سولې داغ شو
ستا ارمان ته مې جـــــانانه زندګي باد شي

د شېرزي ارمـــــــان به هـم پوره شي که نه
يو خوا له تــــا، بل خوا مـانه زندګي باد شي

Feb.07.2013
کابــــل ښـــار