زه او ته : آزاد نظم / انعام الله ګوهر
Inamullah Gohar
موږ که خفه یو نو خفه دې یو بس
مونږ که غصه یو نو غصه دې یو بس
موږ مینان یو ګلې
موږ شاعران یو ګلې
موږ مسافر یو ګلې
موږ د غمو او دردو
اوس سوداګر یو ګلې
موږ عادت شوي یو اوس
له دې غمونو سره
ستا له خیالونو سره
له ژړاګانو سره
له بلاګانو سره
له تنهایو سره
له مایوسویو سره
خو
ستا دا دنګه ځواني
ستا غنمرنګه ځواني
ستا دغه تورې سترګې
له مستۍ ډکې ډکې
دغه مخمورې سترګې
خو ستا ګلان ګلان لبان
چې له سروره ډک وو له خندا نه ډک وو
خندان خندان لبان
باور دې کیږي که نه
دا مې په غم باندې هیڅ نه دې پیرزو
زه تا لکه ستا زلفې داسې
لکه بې ځالې مرغۍ دغسې
لکه زخمي هوسۍ دغسې
د رژېدلې پاڼې په څېر
د خزان وهلې پاڼې په څېر
پرېشانه نه شم لیدی
نو اې د خدای لپاره
زما تر بیا داسې
پرېشانه مه تېرېږه
کنه نو مړ به شم
لمبه به شمه
ــــ
انعام الله ګوهر