غزل
اوس هم ځم میکدې ته مازدیګرکله ناکله
مینځم زنګ دغمونودځیګرکله ناکله
نورڅه چې دهرښکلي زنګانه ته مې سرلویږي
غلط شي له رندانونه خپل ورکله نا کله
مسکۍمې کړم په غم کې هم لندې شونډې په اوښکو
بس کړم دزمانې خوبه خاطرکله ناکله
عادت به شې په پښودبادارانو کې سرونه
را ځوړندشي په دار ځکه یوسرکله ناکله
شي تنګه مې شوخي چې ډیره قیدپاتي شي زړه کې
را ومې وځي لېموته په چکرکله نا کله
راغلي مې پرسترګودي پردې دتادمینې
نوڅه که مې په ښکلو شي نظرکله نا کله
ړنګ بنګ شي هغه کورچې وي خالي، ځکه دردونه
(حسنه) ستا دزړه اخلي خبرکله نا کله
ډاکترحسن