یادونه : له بي بي سي پښتو ویب پاڼې څخه په مننه

هغه خیال چې ما پېژاند‌ه

Katawaziشاعر، ژورنالست لیکوال او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر خیال محمد کټوازی د ۶۵ کالو په عمر هالنډ کې په حق ورسېد.

سپين تڼی

spin tanay

لندن

که غم له غمه شرمېدلی

په موږ به نه راتلل دلۍ دلۍ غمونه

د غلام محمد زرملوال د وير دعاوې لا پای ته نه وې رسېدلې چې بیا مو د غم په ټغر واړول.

دا ځل یې د بل شاعر، ژورنالیست، ټولنیز او سیاسي شخصیت په ویر وکړولو. خیال محمد کټوازی یادوم.

د هغه نوم مې د ښوونځي له مهاله یوازې د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه اورېدلی و.

خو څو کاله وړاندې مې د یوې آدبي موضوع په اړه په ټېلېفون کې ور سره خبرې وشوې.

بیا مې په لندن کې او وروستی ځل مې درې میاشتې مخکې په هالنډ کې په واده کې وليد.

زما د ماما د زوی واده و، نو جرئت مې وکړ او آتڼ ته مې را جګ کړ.

د “خیال” د ځوانۍ انځورونه مې لیدلي وو او ماته په هغو کې د یوه ښکلي ځوان بېلګه برېښېده.

هغه له ولسه را پاڅېدلی و.

د پکتیکا له ښرنې کابل ته، د رحمان بابا لیسې او بیا کابل پوهنتون ته.

د ژوند لوړو ژورو د وزارت له څوکۍ تر پلچرخي زندانه او بیا له لیبیا نه تر هالنډه ورساوه.

اوس دا دی زموږ په منځ کې نشته.

مرګوټکي داسې ځوانان یووړل

له ډېره خیاله یې کاږه وړل ورمېږونه

هغه ډېر حیاناک سړی و او د خبرو پرمهال داسې برېښېده چې ته وا شرمېږي او له حیاه نه به یې لومړی خبرو ته فکر کاوه.

ارواښاد کټوازی له سیاسي پلوه له خلک دموکراتیک ګوند سره و خو له ډېرو داسې کسانو مې اورېدلي چې د هغه مهال واکمنو یې د نیولو امر ورکړی وو، خو دا چې خیال کټوازی هم په ګوندې پرېکړو خبرېده نو دوی یې مخکې له مخکې خبر کړي او ځانونه یې له خطره بچ کړي دي.

د ده همکاران ټول د هغه له ښه چلنده خوښ دي او په ښو یې یادوي.

تر یوه بل سیاسي بدلونه وروسته هغه په خپله بندي شو او شاو خوا ۱۰ کاله یې په پلچرخي زندان کې تېر کړل.

هغه یوازې سیاسي سړی نه و بلکې داسې شاعر و چې تل یې خپل ولس او وطن یاد کړی، ورسره نڅېدلی او ژړیدلی دی.

تېر کال مې په لندن کې د روغتیا پوښتنه ترې وکړه، هغه راته وویل: ډاکټر راته وایي چې په ستوني کې دې خاوره ده او هغه دې هم له وطنه در سره راوړې ده، همدا خاوره دې ځوروي.

ما ورته وویل: بختور یم چې د وطن خاوره مې په ستوني کې ده. که تاوان هم را رسوي خیر دی، همداسې دې په ستوني کې راته پرته وي چې د وطن مینه پرې ماتوم.

ښاغلي کټوازي دا هم راته ویل چې ډېر څه یې لیکلي دي خو غواړي چې له مرګه وروسته یې خپاره شي.

ما ورنه وپوښتل: خدای دې تاسو ته ډېر عمر در کړي خو ولې اوس نه؟

ځواب یې دا و چې د ده په لیکل شویو حقیقتونو به ځېنې ملګري خپه شي.

اوس زما هیله د ارواښاد له کورنۍ دا ده چې هغه لیکنې خپرې کړي.

ځينې شعرونه یې هم ناچاپ پاتې دي.

ورورستۍ شعري ټولګه یې چې ماته را لیږلې وه د “ستورو ورا” وه چې په ډېرو شعرونو کې یې پښتو متلونه کارولي وو.

هغه به تل راته ویل چې “تاسې په بي بي سي پښتو کې لوی کار کوی”.

ما ورته ویل کټوازی صاحب موږ خو د همدې لپاره تنخوا اخلو، خو ده ځواب راکاوه: “تڼیه ته پوهېږې چې زه د هېچا مخامخ صفت نه کوم. خو تاسو په داسې وختونو کې په بي بي سي کې پښتو ته کار وکړ او هغه مو ژوندۍ او معیاري وساتله چې دې ژبې ته هېڅ نه کېدل او اوس هم هلته چارواکي د پښتو پر ځای د پيسو په فکر کې دي”.

تل یې لنډې او پر ځای خبرې کولې.

د بي بي سي د “اوومې سټوډيو” په یوه پروګرام کې یوه اورېدونکي پوښتنه وکړه، تاسو ولې شاوخوا لس کاله بندي وئ؟ د کټوازي صاحب ځواب ډېر لنډ او روښان و:

“د روسانو په راتګ سره بندي او په بېرته تګ سره یې خلاص شوم”.

هو، خیال محمد کټوازي د پلچرخي په زندان کې زیات شعرونه او یاد داښتونه لیکلي وو.

ده راته ویل چې په تشناب کاغذ به یې شعرونه لیکل او چې کله را خلاصېده نو هغه یې په کورتیو او کمیسونو کې پټ ور سره را وایستل. د هغه شعرونه او لیکنې د افغان ټولنې د ښیرزاۍ لپاره وې او ښوونیزې او روزنیزې وې.

اوس چې “خیال کټوازی” زموږ په منځ کې نشته او ځای یې تل تش دی، هیله ده چې لارویان یې د ده ارمان پوره کړي او پرې نه ږدي چې افغان ټولنه د تیارې په لور ولاړه شي.

ښایي د کټوازی صاحب په مرګ ډېر خلک خپه وي ځکه چې شاعر وایي:

شګفته کړه لکه لمر تندی هر چاته

چې په تګ دې سیاه پوش تمام جهان شي

ښاغلي کټوازي وصیت کړی و چې جنازه یې خپلې خاورې، افغانستان ته ورسوي.

ښایي په دې سره یې دا هم غوښتل چې د خپل ستوني هغه امانتي خاوره چې مخکې مو یادونه وکړه بیرته له ځان سره افغانستان ته یوسي.

روح دې يې ښاد وي