سوله غواړي—-زرلشت حفيظ بشريار
Peace
زه درته نه وايم چې مه ګوره ثواب نلري
سل ځلي ګوره ستاکتل تاته ځواب نلري

محبتونه دګناه په نوم تر دار پوری ځي
دلته ثواب په محبت کې هيڅ کتاب نلري

دلته دستورهره ګړۍ دژوندون تارشلوي
زمونږ دکلي دستورونوته څوک تاب نلري

دلته دکلي تنکې پيغلې بوډا ګان ودوي
انصاف خونشته کليوال بل انتخاب نلري

وهل کنځل غوږ پری کول ته ګناه نه وايي دوي
ظلمونه ډيردي په دی کلي چې حساب نلري

ځوانه بيدارشه اولسونه تانه سوله غواړي
ورسته دجنګ نه زمانه کوم بل جواب نلري