غزل
فضل الربي رستم
خاورې يمه خاورې ، کړه درک د سادګۍ رنګ
مه شينده ته مه شينده ، زما پر زندګۍ رنګ

ته وې ، ستا پر مخ و ، همېشه د تازګۍ رنګ
زه وم ، زما سترګو کې و ، تل د بې خوبۍ رنګ

څنګه وي پلو د لوپټې کې د چا زړه بند ؟
څنګه وي د غلې د کليوالې د نجلۍ رنګ؟

جنګ دی په وطن د سياست او رياست ، جنګ
جنګ دی چې دی ژېر د پښتونخوا د ښاپېرۍ رنګ

ګل دی، ستا پر شونډو بختور دی ، بختور ، ګل !
ګل دی ، بالکل ګل دی ، ستا پر مخ د خوشحالۍ رنګ

مور مې له سفر وروسته زما لاسونه ښکل کړل
مور ته مې په لاس کې ښکارېده د مزدورۍ رنګ