لښته دچندړو يمه—-زرلښته حفيظ بشريار
Zharmalwal1
ولې راته وايي چې د مينې افسانې ليکه؟
ماته خپل د مينې دکيسو نه ترانې ليکه
پورته شه بلې باندې د مينې ګلان وشينده
ماته څوخو اږه غزل دخپل مينې لمحې ليکه
****
لښته دچندړو يمه ښکلې شهزاد ګۍ نه يم
زه مسته مغروره وم خو هاغه پرونۍ نه يم
ماته کړم سپيره ژوندون نشه کې دځوانې نه يم
بام په بام چې الوتمه هغه بغدا د ۍ نه يم
****
راشه چې کيسه د خپل سپيره مساپرې وکړم
رايي کړ درانه سپيړي پريږده چې سلګۍ وکړم
نکړمه اظهار د مينې زه يوه پښتنه يمه
بس دومره مې پريږده چې واړه واړه ګيلې وکړم
****
چاته زرو ګۍ چاته د مينې ګل غوتۍ ومه
چاته يوه نغمه چاته د مينې خوږ زړګې ومه
تابه راته مينه ويل ستا د ناز مرغۍ ومه
تل سهارماښام کې په پرواز ستا په بلۍ ومه
****
اوس لکه ګني بند په هر بند کې ماته ماته يم
غم مې دژوند پيتۍ ده دژووند ډګرنه شاته يم
څله مې چيړي چې اوس دمينې داستان نه ليکم
مينه ليونی ده او زه هم لږ ورسته پاتې يم
****
ماته اوس د عشق او د ښکلا غزلې نه راځي
ستا د ليونتوب د نازخندا بدلی نه راځي
ته چې په مخ راشی زه ګونګۍ شمه حيرانه شم
مينه کې ازمښت کوي رښتيا سندري نه راځي
****
پو يمه زړګۍ چې راته وايي نازه وی مې ډير
زه دحيا سره شم چې خيالو کې يادوی مې ډير
منډه درته وکړمه په مخه درته ودريږم
بيرته ساه نيولې تکنې شم چې چيړی مې ډير
****
کله هم ويلې درته نه شم چې زړګۍ مې يي
دا اقرار په ژبه درته نکړم چې لالی مې يي
زما دپښتنې غرورور خيالونه راته وايي چې
دومره ورته وايه چې پوهيږم ليونی مې يي
****
راشه راته غوږ شه چې دمينې يوداستان درکړم
زه يي چې ليونې يم دهغې مينې رومان درکړم
زه د خپل وطن د ليونې مينې يادګاريمه
لپه راته خلاص کړه چې په کې افغانستان درکړم
****
بس لښته د چندړو يم څنګه سمه وي مې اوس
خوب د ارمان وړې يمه ځنګه ويښوې مې اوس
زه خو د زرلښت د ليونې مينې ياد ګار يمه
نورنوخوښه ستاده چې ساتې اوکه شړې مې اوس