غزل

سعيد زابلى

دا قام په دې د مخته تللو اراده نه لري
لمر به يې وسوځي پر سر باندې سايه نه لري

ځكه كاواكه دي زموږه دا بدبخت مشران
د خپل تاريخ يوه جمله پر حافظه نه لري

هغه مالت د پښتانه قام ته منصوب ګنا ده
چې تش جګړه لري، سپين ږيري او جرګه نه لري

زموږه كلي هديرې نه دي نو څه دي ربه!
پيغلې بنګړي، پيغلې مو شور، پيغلې چمبه نه لري

د ژوند شيبې ځينې ترخې وي سړى غوټ ماتوي
سخته به وي چې ستا د سرو شونډو خوږه نه لري

زړه يې درزيږي نه وياله شته، نه د ښكلو رحم
د غره سعيد ښار ته راغلى دى اينه نه لري

سعيد زابلى