غزل
زه د شمعې د رڼا په کور کې ناست یم
د یار مخ ته په بل سوي اور کې ناست یم
یوه شیبه مې له فریاده خالي نه شوه
لکه چیغه د خپل زړه په شور کې ناست یم
څه نا ځوانه زمانه را نه رخصت شوه
زه ژوندی د دوی له لاسه ګور کې ناست یم
له طور ځار شم چې یې غږ را باندې وکړ
زه هم سوی د جانان په تور کې ناست یم
ته ځلانده په دې غم کې تنها نه یې
زه پرهر ستا د دردونو زور کې ناست یم