غزل
zabihullah hasan
محبت دې کړم رنځوردرپسې راغلم
پرهرونوکړم مجبوردرپسې راغلم

بوږنونکې انتظاردې وارخطا کړم
هوش مې ستړی شومخموردرپسې راغلم

چې مې ستادمټ په دارولیدې څڼې
زه تر شا لکه منصوردرپسې راغلم

ستا په مینه کې له شرکه ډاریدلم
له خپل ځانه شوم مفروردرپسې راغلم

د ماشوم غوندې مې زړه رینګې اخیستی
را نه هیرمې شوغروردرپسې راغلم

ګوره سوال مې له خولې ونه وت جانانه
هومنم له شا ضروردرپسې راغلم

نورمې څومره ازمويې، چې تانارې کړې
ترغږ وړاندې لکه نوردرپسې راغلم

د(حسن ) مرور شعره ،عشق به وکړم
ستاداشرط مې دی منظوردرپسې راغلم
ډاکترحسن