Waheed Ahmadzai

 یو آزاد نظم!  / وحید احمدزی
هیله لرم چی خوښ مو شي

زه د طبعیت پرنده
سمسوره غر او کلې
رڼې اوبه د چينو
زه الوتلې د ژوندون په خاطر
زه او زما همزولي
د نښترونو منځ کې
د بلبلانو سره
ښکلو مرغانو سره
د سرو ګلونو تماشو لپاره
د بهار فصل کې نغمې ویلې
زما د خوبونه نړې
کاش چی ودانه شي
زما آرمان چې وایم
آزاد ژوندون
آزاد پرواز غواړمه

زه د طبعیت پرنده
سمسوره غر او کلې