د ارواښاد زرملوال په یاد

میرزمان جبارخیل
Gul mohammad zarmalwal
چې توکل یې د ایمان پوخ په خپل خدای (ج) وي
په خپل ژوند کې به کامیاب هغه سړی وي
لوی میراث د کتابونو یې را پريـښي
نوم یي نه مري (زرملوال) به پري ژوندی وي
دشاهکارو، لیکوالانو دا سرخیل هم
د (حداد) او (شمس) په څېر به یو هم دی وي
آینده نسل پرې ویاړ او افتخار کړي
چې په مینه د هیواد څوک سپېلنی وي
د دستار سړي په شمار وي خوشحال وایی
وي لایق د احترام که دا پردی وي
خپل ملي شعور یي داسي وو روزلی
چې رودلی چا د خپلي ابۍ تی وي
انساني شخصیت د ښه فکر مرهون وي
که دا نه وی په شخصیت کې لوی کمی وي
دملي فکر له زېرمې یي تراشلی
جوهر شناس ته قیمتي دغه کودی وي
دبینا او د ړانده فرق وي په څه کې؟
په کنجکو کې ترې ورک اصلي غمی وي
چې لیلا د خپل مجنون وروستی دیدار کړي
پاکې میني کې به څنګه درغلی وي؟
اوس هغه لېچې د چا د سر بالښت شوي؟
ترېنه وړی یې له لېچو چا وښي وي؟
چې ملي غرور یې خاورو لاندې کېږي
مړ په دې ننګ د تاریخ یو مست زمری وي
جبار خیل لاس په دعا دی زرملوال ته
امید شته چې په جنت کې به یې ځای وي