د علامه سعید رمضان البوطي د کتاب “الجهاد في الإسلام، كيف نفهمه و كيف نمارسه” لومړی دوهمه برخه ژباړه ـ

 مجید قرار

Majeed Qarar

مقدمه:

نن سبا د اسلامي مطالعاتو او بحثونو په ډګر کې د “اسلامي فکر” اصطلاح ډېره عامه شوې ده، او په دې وروستیو کې خو د دې اصطلاح کارېدنه دومره زیاته شوې ده چې نیږدې ده، د “اسلامي علومو” د اصطلاح ځایناستې شي.

فکر کوم دا خبره هر لوستي ته واضحه ده چې د دې دوو اصطلاحاتو ترمنځ ډېر واضح توپير موجود دی.

په اسلامي فکر کې ټولې هغه فرهنګي، او مطالعاتي هڅې شاملې دي چې د اسلام د جوهر، او حقیقت د یوه اړخ د پېژندلو لپاره ترسره کېږي. یعنې هغه شخصي انګېرنې هم په کې شاملېږي چې یو څوک یې د دین په اړه لري. که هغه سطحي وي، که دقیقې، آن که سمې وي، که ناسمې. د دې ډول بحثونو، او نظریاتو څرک په لیکنو، صوتي لکچرونو، رساله ګیو، او نورو آثارو کې موندل کېږي، او دې ډول آثارو ته اسلامي فکري آثار ویل کېدای شي.

لکن اسلامي علوم بیا  د دین ټولو هغو عقایدو، احکامو، او د عقایدو او احکامو اړوندو متنونو ته ویل کېږي چې په شخصي انګېرنه نه، بلکې په یقین بنا دي. البته، دا چې یقین څنګه رامنځته کېږي، د هغه معیارونه د فقهې د اصولو د کتابونو په قواعدو کې واضح په ګوته شوي دي.

دلته له یقین څخه مقصد دا دی چې د یوه حکم د باوریتوب پر وجوب او لازموالي، او د هغه د عملي کولو پر وجوب باندې یقین ولرو. په دې ډول یقین کې اجتهادي احکام هم شاملېږي. ځکه، اجتهادي احکام که څه هم د مدرک او سرچینې له لحاظه یقیني نه دي، خو دا چې د قاضي یا مفتي حکم یې د مجتهد یا پیروانو په حق کې عملي کول واجبوي، یقیني ګڼل کېږي.

دا چې د دې دواړو – یعنې فکر او علم – ترمنځ تفاوت شته دی، یو ځل بیا خپله لومړۍ خبره تکراروم:

“په دې وروستیو کې د “اسلامي فکر” د ترویج هڅې دومره پراخې شوي چې نیږدې ده د “اسلامي علم” ځای پرې ونیول شي.”

ځکه، نن سبا، اکثره هغه خلک چې د اسلامي قضایاوو، او ستونزو څېړلو ته مخه کوي، په دې برخه کې سطحي او متنوعې مطالعې ته مخه کوي، او بیا له خپلې مطالعې څخه له خپله ذهنه جوړ شوي شخصي افکار او تصورات ورته را پیدا کېږي، او په دې یې سر نه ګرځوي چې دا افکار له هغو اسلامي حقیقتونو سره څومره اړخ لګوي، چې له اسلامي علومو او متنونو څخه سرچینه اخلي.

په دې وروستیو کې د “اسلامي فکر” د ترویج هڅې دومره پراخې شوي چې نیږدې ده د “اسلامي علم” ځای پرې ونیول شي.

ځکه، نن سبا، اکثره هغه خلک چې د اسلامي قضایاوو، او ستونزو څېړلو ته مخه کوي، په دې برخه کې سطحي او متنوعې مطالعې ته مخه کوي، او بیا له خپلې مطالعې څخه له خپله ذهنه جوړ شوي شخصي افکار او تصورات ورته را پیدا کېږي، او په دې یې سر نه ګرځوي چې دا افکار له هغو اسلامي حقیقتونو سره څومره اړخ لګوي، چې له اسلامي علومو او متنونو سرچینه اخلي.

دا خبره واضحه ده چې د اسلام په اړه ځانګړي شخصي نظریات او انګېرنې را جوړول اسانه کار دی. نه ستړیا غواړي، او نه پلټنه. بلکې، که د یوې خبرې په صحت او بطلان پسې ونه ګرځو، د یوې جریدې عادي لیکنه، او سطحي معلومات هم له یو چا سره د یو څه په اړه ځانګړي افکار او نظریات را پیدا کولای او را جوړولای شي. خو د اسلامي عقایدو، او احکامو په اړه اصلي واقعیت ته رسېدل بیا له ستونزو ډک سفر دی. د دې کار لپاره د ګڼو علومو دقیقې لوستنې، هضمونې، او بیا د متنونو د تفسیر له اصولو سره سم دې علومو، او د هغو نه بدلېدونکیو متنونو او نصوصو ترمنځ ربط ته ضرورت دی چې د دې علومو سرچینه جوړوي.

له بده مرغه، نن سبا ډېری هغه کسان چې اسلام ستایي، او ځانونه پر اسلام مین ښيي، د اسلام د درک په برخه کې پر خپلو روښنکفرانه افکارو، او تصوراتو او خپل شخصي درک او قناعت باندې، چې له هغه او دغه ځایه ورته حاصل شوی دی، تکیه کوي.

له بله اړخه، ډېری هغه کسان چې پر اسلام انتقاد کوي، او په احکامو او اصولو کې یې ستونزي ویني هم، په ورته ډول، د هماغه درک او قناعت پر اساس لګیا دي چې د دوی د خپل ذهن او هلته او دلته خورو ورو دلایلو پر اساس یې حاصل کړی دی (د اسلام د سم درک په لحاظ نه دي). مهمه دا چې دغه یوه ډله هم خپل افکار او تصورات په ثابتو علمي اصولو نه مقیدوي، بلکې خپل فکرونه یې خپلې مخې ته پرې ایښي، چې کوم څه دوی ته د دوی په ګومان اسلام ښکاره شي، هماغه اسلام ګڼي.

په دې صورت کې اسلام ته د اسلام پلويو افکارو خطر هم تر هغو افکارو چې د اسلام خلاف دي، کم نه دی. هرومرو به مو اورېدلي وي چې: تر ناپوهه دوست جاهل دښمن ښه دی.

دلته اسلام پلوي اسلامي افکار، او د هغوی په مقابله کې واقع افکار د ټکر، او شخړې په یوه خبیثه او ناپایه دایره کې سره را چورلېږي، او علت یې همدا دی چې دواړه لوري د واقعي او حقیقي اسلام پر ځای، له خپل فکر او تصویر څخه استدلال کوي.

ښایي په اسلام کې د جهاد د فلسفې، او ماهیت په اړه د اسلامي ډلو په خپل منځ کې، او د ملتزمو، او ازاد خیاله مسلمانانو ترمنځ دا نن سبا روانه شخړه او متناقض نظریات د همدې خبرې یو غوره مثال وي.

زه دې موضوع ته هغه وخت فکر یووړم چې یوه ورځ مې له استاد جودت سعید ورور سره د جهاد او تاوتریخوالي او فکري آزادۍ پر موضوع بحث کاوه، او نوموړي په ډېر وضاحت او تواضع، دوه نادرې خبرې را ته وکړې:

    زه له فکري لحاظه، په هغه څه چې وایم، قانع یم، خو زه د خپل قناعت د غښتلتیا او تأیید لپاره داسې فقهي استدلال ته ضرورت لرم چې عمل کول پرې لزومي او واجب وي.

دغه خبره، له دې سره سره چې د خدای جل جلاله په وړاندې د تواضع او ریښتینولي روحیه پکې موجوده ده، زموږ په دیني ژوند کې یوې ډېرې پراخې او لویې ستونزې ته زموږ پام ور اړوي. ستونزه همدا ده چې دلته “اسلامي فکر” د “اسلامی علم” ځای نیولی دی.

همالته مې اراده وکړه چې د اسلام له نظره د جهاد د حقیقت، ډولونو، اهدافو، او ظوابطو په اړه به یو کتاب لیکم، او په دې برخه کې به هغه احکام چې – که د ټولو نه وي نو- لږ تر لږه د جمهورو اتفاق پرې راغلی وي، له ټولو هغو دلایلو سره ذکر کوم چې له قرآن او حدیثه، او یا له فقهي، او اصولي کلیاتو څخه قوت او سرچینه اخلي، را نغاړم. ما پرېکړه کړې چې په دې اثر کې به خپلو شخصي افکارو ته هیڅ ځای نه ورکوم، مګر دا چې د یوې مسألې د وضاحت او څرګندوالي لپاره وي.

پر دې خبرې زما یقین زما اراده نوره هم غښتلې کړه چې د متناقضو اسلامي افکارو ترمنځ ټکرونه، له دې پرته چې شخصي فکرونه غلي، او د جمهورو علماوو لخوا په ثابتو نصي دلایلو تایید شوي فقهي احکام په خبرو راشي، هیڅ ځای ته نه رسېږي.

الحمدلله، دغه کتاب، چې تاسې یې لولئ، د همدې ارادې محصول دی چې خدای پاک پرې توفیق را کړ. دا کتاب مې په خپله طریقه، او په دې هیله تألیف کړ چې دا ستونزه حل، او د دې سترې، او هراړخیزې موضوع په اړه شخړې پایته ورسېږي.

ما د موضوع په څېړلو کې یوه فکري نظریه د بلې په مقابل کې نه ده اېښې، بلکې هغه فقهي موازین مې ذکر کړي دي چې رد یې ممکن نه دی. همدغه اصول موږ او تاسې د انصافداره درېیمګړي په توګه، د حق لارې ته سیخولای، او د شخصي متناقضو افکارو ترمنځ شخړې پای ته رسولای شي.

اوس نو، که څوک په دې باوري وي چې اسلام خپلې ثابتې او متفقې سرچینې لري، او دغه سرچینې بیا ګڼې علمي افادې لري. او په دې باوري وي چې دغه ثابتې سرچینې نامتو عالمانو د فقهي احکامو په شکل، په ډېر دقت او لیاقت له تفصیلي دلایلو څخه استنباط کړي، او بیا پرې د جمهورو علماوو اجماع او اتفاق هم راغلی دی، نو بیا به هرومرو دې احکامو ته سر ټیټوي، او له خپلو شخصي تصوراتو  او افکارو څخه مخ اړوي