راتلوونکي ټاکنې څنګه بریالۍ کیدای شي؟؟؟

لیکنه:رحیم ګل صالح

2

په ولسواکۍ کې دنظامونو ټاکنه نیغ په نیغه د ولسونو د مستقیمو رایو  او فکارو پورې اړیکه نیسي، په نړۍ کې د دیکتاتورو او شاهي نظامونو لویه ستونزه او نیمکړتیا همدا وو چې حاکم نظامونه به دملتونو دسرنوشت او هغوۍ ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې به نه یوازې خپلو مکلفیتونو ته نه متوجې کیدل بلکې ملتونو به چې دنظام او سیستم داصلاح په موخه به یې لا خولې نه وې  بیرته کړې چې د دیکتاتورو نظامونو د ناوړه او غیرانساني چلندونو سره په مخ کیدل او دمرګ تر کندې به رسیدل.

همدغو نظامونو په افغانستان کې هم ناکامه تجربه ولسونو ته وړاندې کړې چې بالاخره په هېواد کې دشاهي نظام دسقوط وروسته  دلوموړی جمهور ریس سردار محمد په هڅو په هېواد کې د ولسوالۍ کې بهیر پيل شو او بیا دهمدغې ولسواکۍ د نظام دسوبوتاژ(سقوط) په موخه دګاونډیو هېوادونو داستخباراتي ګړیو په مټ دکورنیو کړکیچونو او جګړو لړۍ پیل شوه چې له بده مرغه تراوسه یې هم ناوړه اغیزې په ټولنه لا پاتې دي.

د طالبانو دسقوط وروسته  په هېواد کې دولسواکۍ غورځنګ یوځل بیا په څپو شو او دموقتې ادارې وروسته دنړیوالې ټولنې په مرسته د ولس د مستقیمو رایو پراساس دجمهوري ریاست، ملي شورا او ولایتي شورا ټاکنې په لومړۍ او دویمه دوره کې  دشته ننګونو سره سره دولس په ونډې اخیستنې سره  په بریالیتوب سره ترسره شوی.

دلومړۍ د ورې  ټاکنو ورسته په هېوادکې دټاکنو دچارو د درست سمبالښت په موخه ملي بنسټونه رامنځته شول او ترډيره بریده  د نړیوالې ټولنې  لګښتونه دټاکنو دخپلواک کمیسیون په جوړښت کې محسوس  او دپام وړ دي.

 دغه ملي بنیاد تر ډيره بریده په تخنیکي لحاظه پرځان بسیا خو د ټاکنو بهیر د درست سمبالښت لپاره دنړیوالې ټولنې دایمي مرستو ته اړتیالري هغه هم پردې بنیاد چې اوس هم زموږ ملي بودجې (۶۰)سلنو نه زیاته برخه په بهرنیو مرستو ولاړ ده.

د ټاکنو دخپلواک کمیسیون دپریکړې پر بنسټ راتلوونکي جمهوري ریاست او ولایتي شورا ټاکنې به ۱۳۹۳ کال دحمل په میاشت کې ترسره شي چې له امله به یې افغانان یوځل بیا نړیوالو ته په همدې ورځ د رایو اچونو مرکزونو ته په ورتګ ثابته کړي چې دوی د خپل روښانه راتلوونکي په ټاکنه او انتخاب کې د ټولو ستونزو سره سره لیواله دي چې خپل راتلوونکی وټاکي.

1

داچې په هېواد کې ۲۰۱۴ وروسته دبهرنیو ځواکونو دوتلو موضوع مطرح کیږي او ورسره جوښت افغانان خپل راتلونکی جمهور ریس ټاکي واقعا هغه موضوعات دچې د ملي لید لوري لرونکي او د نظر خاوندان ملي مسولیت لري چې عامه افغانونو لپاره د ښه راتلوونکي په اړه مثبت فکر ورکړي او عام خلک پدې و پوهیږو چې دټاکنو په ورځ نر او ښځې د رایې اچونو مرکزونه ته راشي او خپل راتلوونکی وټاکي.

همدې فرصت نه په ګټې اخیستنې سره وسلوال مخالفین باید هم دولسواکۍ اصل ته په کتو د خپلې خوښې نوماند دټاکنې په موخه نه یوازې داچې د رایې اچونو مرکزونو ته  به ورځي، بلکې باید په ناامنه سیمو کې دټاکنو درست بهیر په ساتنه او امنیت کې ونډه واخلي، د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانانو ته اجازه ورنکړي چې نور زموږ په سرنوشت لوبي وکړي او افغانان دښه راتلوونکي څخه بې برخې کړي.

دټاکنو کمیسیون دهغې پریکړې ننګه او ملاتړ  باید وشي چې د زړو کارتونو څخه ګټه اخیستنه یې په راتلوونکو ټاکنو کې مجاز وګڼله، ځکه دهېواد په ډیری ولایتونو او په ځانګړي ډول په پښتون میشتو سیمو کې د روانو نا امنیو له امله به هیچا هم دې ته زړه نه وو ښه کړې چې یوځل بیا درایې اچونې کارتونه ترلاسه کړي او که احیانا چا دا جرات هم کړې وو  نو د سر په بدله به ورته تمامه شوې وه، نو همدې ستونزو ته په کتو  نوموړې پریکړه  دټولو افغانانو په ګټه او خیر ده ، د همدې فرصت نه په ګټې اخیستنې سره موږ باید هغه پریکړې او تصمیمونه چې ددې هېواد دوګړو په ګټه وي باید ملاتړ او ننګه یې وکړو؛

دلته دټاکنو کمیسیون یوازینۍ موخه  داوه چې دامنیتي ستونزه ترڅنګ په رايه اچوونکو باندې نور داسې سخت شرایط وضعه  نکړي چې  له امله یې دټاکنو په ورځ  رایه اچوونکي دټاکنو مرکزونه ته ورنشي که چیرته د زړو کارتونو استعمال ممنوع اعلان شوې وای، نو بیا به پدې صورت کې دټاکنو کمیسیون پریکړه غیر منصفانه او غیر عدلانه وه، ځکه په ناامنه سیمو کې درایې اچونې کارتونو اخیستل کوم اسانه کار نه دی، وس هم په کلیو او بانډو کې درایې اچونې کارتونو ساتل دتعویذ دساتلو څخه کم ندي، نو په کوم منطق او ډاډ به په ناامنه سیمو کې خلکو کارتونو اخیستلو ته زړه ښه کړې وو.

داچې ځینې مغرض کسان د زړو کارتونو په استعمال نیوکه کوي نو که چیرته دتیرو ټاکنو نیمکړتیاو پسې چراغ را واخلو نه هلته  درایو اچونو کارتونو کې دومره غټه ستونزه نه وه چې ورته ګوته ونیول شي بلکي نورې داسې ګڼې ستونزې دامنیت دنشتوالي ترڅنګ وې چې دټاکنو پروسې پر وړاندې یې خنډونه را ولاړ کړي ول، چې په راتلوونکو لیکنو کې به زه دتیرو ټاکنو په ستونزو خبرې وکړم.

دهغه ځایه چې معلومات لرم دټاکنو خپلواک کمیسیون دتخنیکي او مسلکي اړخه ورځ تر بلې  لا ښوالي  په لور روان دی او هیله لرم چې دهرې ورځې په تیریدو به شته ناخوالو او ننګونو ته دپای ټکی کیږدي.

د ټاکنو په اړه دشته فرصتونو  ته په کتو او دهغې  نه په ګټې اخیستنې سره اوس دټاکنو بریالیتوب د ټولو افغانانو پورې اړه لري، په ټاکنو کې پراخ ګډون او د پروسې سمه څارنه  او نه ناسمه مداخله هم تر افغانانو پورې تړلې ده چې ددغه بهیر بریالیتوب او شفافو ټاکنو لپاره لاره هوارول او ترسره کیدل به نه یوازې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون بریالیتوب وي بلکي دابه دټول افغان ولس بریالیتوب او خدای مکړه  په ناکامۍ به یې هم ټول شریک وو.

په پای کې له حکومت نه  هیله  لرم چې د ازادو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې خپلو مسولیتونو ته په کتو باید دټاکنو د درست بهیر  او دټولو ممکنه خنډونو  په له منځه وړلو کې جدي پروګرامونو په لاره و اچوي ترڅو راتلوونکی حکومت دټولو افغانانو دګډو هڅو په پایله کې رامنځته او هر کس پکې خپل ځان و ویني.